چئ نفاق راشي بس غمونه وي چي غم زيــــــــــږوي
ورځی تورتم شي دتورتم پسئ تورتم زيــــــــــږوي
دچا چی خولی وي بند ی شوي له کینو نه ډک وي
تړلـــــې خولـــې دمجبوریت انقلاب هم زيــــــــــږوي
کـــــه محبت دحسـن ميني په اوبـــــــو پـــــــريمينځي
اغیار دی ګرځي عشق او مینه به صنم زيــــــــــږوي
زمـــــا ديار دشال نقشی تـــــــه اوس قلم په کار دئ
دزړګي وینی به می رنګ ددي قلــــــم زيــــــــــږوي
چــــــی جوړول غـــــــواړي هغه تل وسایل لټوي
موزي دلــــــــيل دورانـــــولـــــــو دآرم زيــــــــــږوي
دطبيبانــــــو ددرمـــــــل حاجت يې نه شي پيدا
څوک چی په کورکی دوحدت دارو ملهم زیږوی
راز دحــــــرم او اعتبارکــــــه يې لـــــــه لاسه لاړل
غواړي که نه غواړي ستم په خپل حرم زيــــــــــږوي
زه او جانان اوس خدمتګاره په دی پوه شو ژور
زموږ دښمن موږ ته بیلتون ټوپک او بم زيــــــــــږوي
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې
وروستي