غـزل

په ما که شپه ستا په کوڅه کې باراني تیره شوه
ستا هم دګل په څیر تنکۍ ښکلې ځواني تیره شوه

زه تر سبا دسپیني خولې وعدې په تمه ناست وم
ته را خبر نه شوې  ځواني مې توپاني تیره شوه

ما په ګودر کې ستا دناستې په ځاې ګل وکـــرل
لــــه بد شامته خـــوږه مینه زنداني تیره شـــوه

چــــا دساقي پیالې نسکـــورې کړلې ماتې شولـــې
رویبار تورن شوچــــې دښکلو ارزاني تیره شوه

اوس دې کوڅه کې محتسب دوره په لاس ولاړ دئ
چــــې مې وعده لــــه حـــده لاړه آرماني تیره شوه

زه خدمتـــګار يي دراتلو لارې څارمــــه مـــــدام
پړک دبریښناشو لیلا لاړه آسماني تیره شـــــــوه

محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې