هوډ

څو به يون پر دغه لار وي
څو به يبلې پښې روان يو
څو به يخې دا درې وي
څو به لمر ځينې پنهان يو
څو به وژنو خپلې هيلې
څو به ګرم پر خپل وجدان يو
څو به ګرځو وږي سترګې
اخر موږ هم انسانان يو
څو رژيــږي به سرونــــه
د زمان له وحشتونو
څو به مات شهباز وزګار وي
د مــطرب پر خلوتونــــو
څو ړندې به وي زموږ ورځې
ددې پېر پـــر جــړقونـــو
څو سجدې به د ماضي کړو
ددې وخت پر محرابونو
نن ته نن وايئ ملګرو
د سبا فکر پکار دی
پدې بې پوښتنې ښار کې
هر ثواب په ګناه شمار دی
محتسب له منځه باسئ
چې وبال مو ثواب دار دی
لږ مو زړونه راتاوده کړی
ساقي بر سترګې په لاره
د وصال شمه يې بله
نرګسي سترګې خماره
بيا د ډول څرمنه سوځي
د ډم لاستی ځي بې واره
د سپرلو کاروان رادرومي
د راتلو لاره يې څاره
په اشر به راټوليږو
هر کنډو به مو اباد کړو
د ادم رباب به سور کړو
خوږ شيرين به د فرهاد کړو
په سپوږمۍ به سوما لو کړو
د لونګ درمند به باد کړو
د خپل تن خولې به توی کړو
بل جهان به را ايجاد کړو
پر ايمان مو بروسه ده
هر کږلېچ کنډو به پرېږدو
هر جرس له به شور ورکړو
دا د جنګ پلو به پرېږدو
بيا به مست کړو خپل بزمونه
د رزمونو دو به پرېږدو
خپل دښمن به کړو په نښه
د قاتل پړانګ څو به پرېږدو
بيا به نه راځي دا ورځې
د وحشت سېلاب به وچ شي
له بولانه تر پاميره
د افغان خاوره به کچ شي
يو تر بل غېږې پرانيستې
ورک به نوم د وينو غچ شي
تربګنئ به مو جارو کړو
پاک به زړونه له تېر خچ شي
دا مو هوډ دا مو ايمان دی
چې راتلونکی به رڼا کړو
دا د ځوان کهول پيمان دی
بدويت لره به شا کړو
څو مو دم وي په تنونو
د ماضي شپه به سبا کړو
مرور ورور به رادرومي
په جرګو به يې پخلا کړو