
ستړی ستومانه دوظيفې څخه کورته ولاړم ځکه چې نن ورځ مې په دفترکې دټولوورځوپه پرتله زيات کارکړی و ، باوروکړه چې دومره توان مې نه درلودچې دتلويزيون ريموټ راوخلم اوتلويزيون روښانه کړم . ساعت ته مې وکتل پوره نيم ساعت خبرونوته پاتې وځان سره مې وويل ، چې نن شپه خودخوست سيمه ايزتلويزيون څخه دبيارغاونې برنامه هم خپريږي کيدای شي چيرته دبيارغونې کارشوی وي بايدويي ګورم . کله مې چي تلويزيون روښانه کړ دخوست سيمه ايزتلويزيون پروګرام مې په کې ونيولو، په لمړي سرکې په سکرين باندي وليکل شول : پام وکړئ يوه تازه خبرته! مافکروکړ،چې کيدای شي کوم دبيارغونې خبربه وي چې په ميليونوافغانۍ به پرې ولګول شي خووياندپه سکرين راښکاره شوپه ډيره بيړه يې له مقدمي پرته وويل :په خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچې ديوناڅرګند ځای څخه ړانده توغندي راوتوغول شول اوپه يوکورباندې ولګيدل ، په کورکې يې درې ماشومان شهيدان کړل اويويې سخت ټپي کړ .
په داسې حال کي چې دکورلوی ماشومان ډوډۍ خوړلوته ناست ووپه تصويرکې مې وليدل چې په يوکورکې څلورماشومان داسې په وينوکې لت پت پراته وو لکه يوظالم چې په سروګلانوباندې غوبل وکړي . يوماشوم يوازې يوه پښه اولاس ښورول خوله يې وچه وه په شونډوخويې څه ويل خودومره پوهيدم چې دباباجان اومورجانې نارې وهي اوازيې دخولې نه رواتو دکورديوالونه اودروازې دمرګوني توغندي له پرچوڅخه ډکې وې . دکلي خلکواودهرچا پرمخ باندي داوښکورودونه ښکاريدل اوځينوښځواوماشومانوبه په چيغوچيغوپه دې تنکويوماشومانوفريادونه کول زه هم دهمدې تصويرپه ليدلوسره ډيرسخت وبوږنيدم يوسوړاسويلی مې وايست اوبيامې بې اختياره دځان سره په زوره وويل چې کله به موږله دغې بلاڅخه ژغورل کيږو؟.
١٣٨٧کال/دچنګاښ ٢دويم تاريخ
ددويم ورځ
ليکوال نسيم ليوال دخوست تلويزيون