
دملي کرښې د ١٨ ګڼې ليکنې
سرمقاله
دافغانستان په کورنيو چاروکې دپاکستان لاسوهنې او د دولت له وسله والو مخالفينو سره دپاکستان دمخامخ اړيکو په اړه نيوکې څه نوې خبرې نه دي. افغانانو لس کاله وړاندې په ټوله نړۍ غږ کړى و، چې امريکې ادرس غلط کړى، ددې پرځاى چې له ډيورنډ کرښې ها خوا د وسله والو اصلي مرکزونه په نښه کړي او له هرڅه مخکې له پاکستان سره، چې ترخپلې ولکې لاندې سيمو کې يې وسله والو ته ځاى ورکړى حساب وکړي دسپټمبر دپېښې کسات له بې دفاع افغانانو اخلي. خو دې خبرې ته نه يوازې امريکې پام ونه کړ بلکې نورو هغو هېوادونوهم چې دناټو په چوکاټ کې يې په دې جګړه کې دامريکې ملاتړ کاوو دافغانستان د دولت دا اندېښنه په پام کې ونه نيوله.
امريکايانو دنړۍ د ترټولو سترپوځي او استخباراتي ځواک له لرلو سره سره اسامه د افغانستان دخلکو په کورونو کې ولټاوو، دهمدې ناسم ګومان په پايله کې چې کوم علميات په بېلابېلو ولايتونو کې وشول ، زموږ په زرګونو تنو هېوادوال شهيدان ، ټپيان او زندانوته ولوېدل اود زرګونو کورونو مصئونيت تر پښو لاندې او تلاشي شول خو نه يوازې اسامه بلکې دالقاعدې او طالبانو هېڅ لوړپوړى غړى يا مشر دلته ونه موندل شو.
افغانانو دهرې پېښې په غبرګون کې داخبره تکرار کړې ، چې دتروريزم اصلي پټنځايونه او مرکزونه ترکرښې هاخوا دپاکستان په امن ځايونو کې دي . دپاکستان استخباراتي ادارو ان دنړيوالو رسنيو له بې شمېرو او مستندو راپورونو سره سره دا خبرې نه منلې او ويل به يې چې دالقاعدې مشران اوس هم په افغانستان کې دي خو له دې ټولوسره سره ثابته شوه ، چې اسامه دپنجاب ايالت داسلام اباد ديوې پوځي اډې ترڅنګ اوسېده او امريکايانو په هماغه ځاى کې په نښه کړ . له دې پېښې وروسته ثابته شوه، چې اسامه نه يوازې داچې په افغانستان کې نه وو بلکې له تېرو لسو کلونو راپه دې خوا دپاکستان له خواساتل کېده او همدا هېواد و ، چې په خپل پايتخت کې يې ځاى ورکړى و . اوس نو په نړيواله کچه داخبره منل شوې وه ،چې دتروريزم اصلي ملاتړى پاکستان دى او افغانانو هيله درلوده ، چې اوس به نو امريکا خپل ورک کړى ادرس موندلى وي اود افغانانو عام وژنې ته به دپاى ټکى کيږدي خو هغسې چې تمه کېده ددې هېواد پر وړاندې هېڅ هم ونه شول .
په خواشينۍ سره ، چې په افغانستان کې دامريکې مبهم سياست او د جګړې ړندې پاليسۍ لاهم دوام وکړ . په کابل کې دعبدالحق څلورلارې ته څېرمه ودانۍ کې دځانمرګو بريد کوونکو ځاى پرځاى کېدلو او له هغه ځايه دامريکې پرسفارت باندې دتوغنديو بريدونو دامريکې پوځي چارواکي وهخول ، چې نور نو له هغه رازه پرده پورته کړي ، چې تېرلس کاله يې نه وه پورته کړې .
دامريکې دپوځ ستردرستيز ادميرال مايک مولن تېره اونۍ دخپل هېواد کانګرس ته په خپل راپور کې داخبره په ډاګه کړه ،چې پاکستان دحقاني له شبکې سره مرسته کوي مايک مولن وويل ،چې له موږ سره داسې شواهد موجود دي ، چې د کابل په کانټيننټل هوټل باندې ځانمرګي بريدونه ، دوردګو ولايت کې پرامريکايي ځواکونو د موټربم چاودنه او د امريکې په سفارت باندې وروستيو بريدونو کې د حقاني شبکې ، دپاکستان د اى اس اى ديوې شعبې په توګه عمل کړى . پخواتردې په کابل کې له وروستيو بريدونو سره جوخت په اسلام اباد کې د امريکې سفير هم پاکستان دحقاني له شبکې سره په اړيکو لرلو ګرم بللى و او ګوت څنډنه يې کړې وه ، چې که پاکستان په دې برخه کې عمل ونه کړي امريکا به خپله ددې ډلې دځپلو لپاره لاس په کار شي خو پوښتنه داده ، چې دامريکې متحده ايالات ولې تل دپاکستان پروړاندې غبرګونونه يوازې په خبرو او لفظي نيوکوپورې محدود ساتلي دي. اوس دلسو کلونو له تېرېدو وروسته افغانانوته پوښتنه پيداشوې ، چې که دامريکې متحده ايالات په دې برخه کې اسناد اوشواهد لري نو ولې دهغو اسنادو پربنسټ دپاکستان پروړاندې عملي ګامونه نه اوچتوي .
دامريکې متحده ايالاتو په تېرو لسو کلونو کې دافغانستان په خاوره کې دسمو او ناسمو راپورونو پربنسټ په ړندو بمباريو کې په زرګونو بې ګناه افغانان وژلي ، ټپيان کړي او بې کوره کړي دي . خو له پاکستان سره چې د دوى دپوځي چارواکوله خواپه نيابتي جګړې تورن دى هيڅ نه کوي داسمه ده ، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو کله ناکله له سرحد ها خوا ځينې سيمي په نښه کړي خو د ترهګرۍ هغه مرکزونه ، چې دپاکستان د دولت له خوايې منظم ملاتړ کيږي اوښايي چې زيات شمېر او ترنورو مهم يې د اسامه بن لادن دپټنځي په څېر دپنجاب په ايالت کې وي نه دي په نښه شوي په داسې حال کې ، چې که دجګړې ماهيت ريښتيا هم همداسې وي لکه امريکا او ناټويې چې وايي په کارده ، چې نور نو خپل ورک شوى دښمن دافغانستان دخلکو په کليو او کورونو کې نه بلکې دپنجاب په ايالت کې ولټوي او دجګړې لمن دې هلته وغزوي . اوکه داسې نه کوي نو طبيعي ده ، چې افغانان به د روانې جګړې پرماهيت او هدف باندې لکه چې شکمن دي نورهم شکمن شي . اوبيا به هغه ګومان چې امريکايان غواړي دپاکستان په مرسته په سيمه کې د دايمي حضور لپاره د تروريزم ضد جګړې ترشا په خپله وسله والې ډلې روزي او دهمدې جګړې په نامه نورو سيمو او منځنۍ اسيا ته د تروريزم د معما په صادرو لو سره له افغانستان څخه د خيز دتختې په توګه ګټه اخلي .