
کارپوهان وایې ایران له کلونو راهیسې په دې کار کاوه ،چې ددې وړتیا پیداکړي، چې دایران پراتومي بټیو برید وکړي مګر داسرائیلو هوایې ځواک لاهم په یوازې ځان دا وړتیا نه لري چې دایران اتومي پروګرام په بشپړه توګه له منځه یوسي .
پرایران داسرائيلودبرید خبرو هغه مهال دمطبوعاتو پام ځانته راواړاوه کله چې نیویارک ټایمز دجمعې دورځې په ګڼه کې داسرائیلي چارواکو له خولې ولیکل چې ۱۰۰ اسرایلي جنګي الوتکو اف ۱۶ تیره اونۍ په هغه مانورو کې ګډون درلوده چې دایران داتومي تاسیساتو دبرید په موخه یې دسپینې بحیرې اویونان په فضاء کې ترسره کړې. ددغه تمرینونو په لړکې الوتکو په فضاء کې دتیلو داخستنې پروسه هم وازمایله .
اسرائیلي چارواکي وایې، چې ورته تمرینونه کومه نوې خبره نه ده، له ۲۰۰۵ز راهسې کله چې دان حالوتس دپوځ واګې په لاس کې اخستې ورته تمرینو ترسره کیږي څو د اسرائيلوددښمنانو په وړاندې د اړتیا په صورت کې ترې ګټه واخستل شي .
یو اسرائیلي چارواکی وایې چې اسرائیل په دې فکر کوي چې داسې ستر تمرینونه ترسرکړي چې لسګونه الوتکې پکې برخه ولري او په څرګنده دایران اتومي پروګرام دنښه کولو په مانا وي .
اسرائيلو دمخه هم په سیمه کې په یوازې سر ځینې اتومي بټۍ په نښه کړي. دعراق داوزیراک بټۍ چۍ په ۱۹۸۱ز داسرائيلوله خوا په نښه شوه همدارنګه په تیر سپټمبرکې سوریه هم له ورته برید سره مخامخ شوې وه امریکا ګومان کاوه چې په دغه سیمه کې هغه پټه بټۍ کارکوي چې دشمالي کوریا په مرسته جوړه شوې ده
دشنبې په ورځ اسرائیلي رادیو خبر ورکړ چې دواړه هوایې ځواک او داسرائیلي پوځ دعملیاتو څانګه دځینو میدانې خڼدونو چې دایران داتومې تاسیساتو دبرید پرمهال اسرائیل ورسره مخامخ کیږي له امله نه غواړي دبرید دڅرنګوالي په اړه تفصیلات ورکړي .
راډیو څینې خڼدونه په ګوته کوي ، دایران اتومي تاسیسات په یوه پراخه سیمه کې په شیندلي توګه موقعیت لري چې اسرائیلي الوتکو ته به ستونزمنه وي د الوتکو دګڼ والي له امله ټاکل شوې موخې په نښه کړي .
دویم ګواښ د دغه تاسیساتو ډیره برخه دځمکې لاندې موقعیت لري خو اسرائیل دورته ستونزې لپاره حل لري ځکه اسرائیل داسې توغندي لري چې دځمکې لاندې ډیرقوي دسمنټو جوړشوي تاسیسات ونړوي .
دریم ګواښ چې اسرائیل ورسره مخامخ دي هغه ایران ته داسرائيلودالوتکو رسیدل چې له کومې لارې به ګټه اخلي ځکه اسرائیلي الوتکې مخکې له دې چې ایران ته ورسیږي لومړی باید دڅینو عربي هیوادونو له فضا تیرې شي لکه اردن ، عراق ، سعودي او حتی ترکیه . راډیو داهم وایې چې ترکیه به ورته وړاندېز په هیڅ صورت ونه مني ، خو عربي هیوادونه به دامریکا په مرسته په دې قانع کړل شي چې دایران اتومي پروګرام لکه څومره چې اسرائيلوته ګواښ دی په همدې پیمانه عربي هیوادونو ته هم دی .
اسرائیلي راډیو په دې برخه کې یوې بلې سیناریو ته هم اشاره کوي هغه دځنیو عربي هیوادونو له فضاء څخه دتیریدو وروسته دجورجېا له فضاء څخه دنوموړو تاسیساتو په نښه کول دي .
ځینې اسرائیلي پوځي چارواکې بیا وایې چې دې ته اړتیا نشته چې اسرائیلي الوتکې ددومره اوږده واټن دوهلو تمرینات ترسره کړي ځکه شونې ده چې اسرائیل په عربي خلیج کې دامریکا میشته بیړیو څخه ګټه واخلي .
ځنیې پوځي کړۍ بیا ویره لري که داکارځکه شونی نه دی چې اسرائیل اړتیا لري چې دبرید پر مهال له ځانه سره اپاچې چورلکې ولري چې طبې سامان الات له ځانه سره ولیږدوي چې داړتیا او دامکان په صورت کې دټپیانو درملنه وکړي په ځانګړې توګه که ایران وتوانیږي چې داسرائيلوالوتکې راوغورځوي او ددوی پیلوټان یرغمل ونیسي ، بل لوري داهم ډیره ستونزمنه ده چې اپاچي چولکې ۱۵۰۰کیلو متره واټن ووهي لکه څرنګه چې اف ۱۵ الوتکې هم له ورته ستونزې سره مخامخ دي ، په دې مانا چې ایران به دخلیج له اوبو دامریکا دبیړیو په نښه کیږي .
ځینو پوځي کارپوهانو اسرائیلي رادیو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ایران به په دغه برید کې دهغه وسلوالو الوتکو او اوبتلونو ګټه واخلي چې دجرمني له خوا اسرائيلوته په همدې موخه ورکړل شوي دي دغه اوبتلونه دتوغندیو دلیږد او دټاکل شویو موخو په نښه کولو پوره وړتیا لري.
ځینې پوځي چارواکې لکه رامي ایدلیس داسې اټکل کوي چې پرایران دبرید پرته هرهغه لار به هم داسرائيلواو هم دامریکا په زیان وي .
داسرائیلی ۱۰ چینل ټلویزیون سره په مرکه کې داسرائيلودهوایې ځواکونو پخوانی قوماندان الیعازرشکیدي چې یومیاشت دمخه یې خپله دنده پریښې وایې :داسرائيلوهوایې ځواکونه په بشپړه توګه دې ته اماده دي چې دایران داتومي ګواښ څخه په پشپړه توګه څخه ځان خلاص کړي دسیاست په کچه دمناسبې پریکړې امکانات په خپل ځای دي هغه وایې هغه چې څه وایې پرې ډاډه دی .
دپوځ پخوانی ریس ارکان موشیه بوغي یعلون له دې وړاندي ځي هغه وایې چې اسرائیل په پشپړه توګه ددې وړتیا لري چې دایران اتومي پروګرام له منځه یوسي .
هغه داسرائيلودتلویزیون دویم چینل سره په خبرو کې زیاته وي چې داسرائيلواف ۱۵ پوځي الوتکو ۱۵۰۰ کیلو متره واټنه دسپینې بحیرې دپاسه وهلي او دا په په همغه کچه واټن دی چې له اسرائيلوترایران پوري دی تلویزیون زیاته وي چې دغه تمرینات له هغه نورو څخه چې دالنقب په صحراکې یو میاشت دمخه اسرائيلواو او امریکا په ګډه ترسره کړي .
ایران ددې په غبرګون کې دشنبې په ورځ خپل دریځ داسې څرګند کړ : اسرایل چې یو عبري نظام دی دنړۍ په مخ او په سیمه کې تر ټولو خطرناک او دسولې او هوساینې ستر دښمن هیواد دی ،او دایران داتومي تاسیساتو په وړاندې هر راز برید ناشونی دی هیڅوک داسې جرت نه شي کولای چې دایران پرګټو اوایراني واکمنۍ بریدونه وکړي، په نړیوالې اتومې اداره کې دایران استازی علي اصغر سلطانې وایې چې ایران به هیڅکله خپل دیوارنیمو دبډاینې پروسه ونه دروي ځکه دایران دیورانیومو دبډاینې پروسه د نړیوالې اتومي ادارې له خوا په هر ساعت کې ددوی له کیمرو څخه څارل کیږي.
همدارنګه دایران دشورا دمجلس مشر علي لاریجاني هم څرګندوي چې که ایران دغه تیروتنه وکړي نوزیانونه دې بیا په خپله ګالي ، هغه زیاته چې ایران هر حالت ته اماده دی .
دایران ددولت دویاند غلام حسین الهام څرګندونې یو ورځ له هغه ورسته خپریږي چې دنړیوالې اتومي ادارې دمشر محمد البرادعي څرګنده کړه که په ایران برید کیږي نو دابه منځنی ختیځ داور په توپ واړوي او دابه تهران ته پلمه په لاس ورکړي چې داتومي وسلو دلاسته راوړنې هځې چټکې کړي نوموړي دجګړې په صورت کې داستعفا ګواښ هم وکړ.