برلوسکوني

د ايټاليا او افغانستان د حکومتونو تر منځ  ډېرګډ ټکي موجود دي؛ دواړه حکومتونه د مافيايي او بدنامو کړيو په ﻻس کې دي. رشوت، اختلاس، جنايت ، فحاشي، د مخدره توکو په کارو بار کې ﻻس لرل او د عامو خلکو د حقوقو تر پښو کول د دوی ورځنۍ چارې دي. د داسې حکومتونو له ﻻسه خلک دومره په تنګ شوي، چې په ايټاليا کې خلک د سوسيالستانو د راتګ ته لپاره يې ﻻريون تر سره کړی و او په افغانستان کې ځينې بيا د طالبانو راتګ ﻻ غوره بولي.
په دواړو  هېوادونو کې  قضا، پوليسو او  نورو دولتي چارواکي تر ټولو زيات د قانون ماتوونکي دي او د چا په وينا قانوني غله دي. که چېرې يو غل چارواکی له دندې ګوښه شي، پر ځای يې د مافيا او د همدغو ډلو بل غړی کېنول کيږي.
په دغه هېوادنو کې د قدرت د تر ﻻسه کولو لپاره ډېرې ناوړه کړۍ سره هم غاړي کيږي، لکه په ايټاليا کې د برلوسکوني ګوند، چې له نيو فاشستانو سره ايتلاف کړی و او په افغانستان کې د پخوانی شمال ټلوالې غړو او جنګساﻻرنو  په دې ورځو کې د نوي ايتلاف د جوړيدو خبر ورکړ، چې نامتو څېرې يې ضيا مسعود، رشيد دوستم، حاجي محقق، امر صالح او نور دي.
خو له دې سره سره زيات شمېر نور توپيرونه هم د دغو ډلو تر منځ شته. د افغانستان زياتره يې بې سواده جنګساﻻران،  قاتلين، د پرديو جاسوسان او داسې نور. خو  ايټاليا چارواکي بيا لوړې زده کړې لري، له هنر سره مينه لري او په تصادفي توګه تر لوړو مقامونو نه دي رسيدلي.
د بېلګې په توګه برلوسکوني نه يوازې لوړې زده کړې  کړي او په لوړو نمرو فارغ شوی، بلکې په خپله ښه موسيقي پوه او سندر غاړی هم دی. د ده په وينا د زده کړو په  مهال يې  خپل لګښتونو د موسيقۍ له ﻻرې تر ﻻسه کول او دا به زياتی وي، که نوموړی له دوستم او يو کوم بل چاپنداز سره پرتله شي.
د اوونۍ څېرې په توګه د برلوسکوني غوره کيدلو يو ﻻمل هم ښايي همدغه ورته والی او توپيرونه وي؛ نو راځئ چې د دغه شخص د ژوند لوړو ژورو ته وګورو:
برلوسکوني
د اېټاليې لومړي وزير (سېلويو برلوسکوني) له ژمنې سره سم د2011 ز کال د نومبر په 12 مه نېټه، په پارلمان کې د اقتصادي رياضت د لايحې تر تصويب وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ او ولسمشر ته يې خپله استعفا په رسمي توګه وسپارله. د اقتصادي رياضت لايحه په پارلمان کې له 380 موافقو رايو او 26 مخالفو رايو سره تصويب شوه.
د استعفا د خبر له خپرېدو سره سمدستي په ټول روم کې د خوښۍ جشنونه پيل شول او يوشمېر کسانو د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د برلوسکوني د محاکمې غوښتنه وکړه. اېټاليا هم د يونان او پرتګال په څېر له سخت اقتصادي بحران سره لاس اوګرېوان ده او د دوی اقتصادي ستونزو ټوله اروپايي اتحاديه له بحران سره مخ کړې ده.
ژوندليک:
سېلويو برلوسکوني د 1936ز کال د سپټمبر په 29 مه نېټه، د ايټاليا د شاهي نظام په مهال  د ميلان  Milan  په ښار کې زېږيدلی دی. نوموړی ايټالوی سياستمدار او بزنس من يا تاجر دی.
برلوسکوني درې ځله  د ايټاليا لومړی وزير ټاکل شوی (او يا يې دې مقام ته ځان رسولی)؛ له 2004 ز کال نه تر 2005 ز کال پورې، له 2001 ز کال نه تر 2006 ز پورې، له 2008 ز کال نه تر 2011 ز پورې. نوموړي همدا راز د ايټاليا د بهرنيو، روغتيا او اقتصاد وزير په توګه هم دندې درلودې.
برلوسکوني په 1993 ز کال کې د ((ايټاليا پر مخ ))) ( Forza Italia) ګوند بنسټ  کېښود. دی همدا راز  د ايټاليا د لويو  پانګوالو له ډلې هم دی. د فوربس مجلې د سږ کال په يوه ګڼه کې، نوموړی د نړۍ 118 لوی  پانګوال بلل شوی او پانګه يې 7.8 ميليارده ډالره اټکل کيږي.
زده کړې او کورنۍ
د سېلويو برلوسکوني  پلار لويجي برلوسکوني د بانک کارکوونکی و او  دی د پلار مشر زوی و. ده خپلې زده کړې، د حقوقو په برخه کې تر سره کړي او په کال 1961 ز  کې د ميلان د پوهنتون له حقوقو  پوهنځي نه  په لوړو نمرو سره فارغ شو او په همدې کال يې بزنس ته هم مخه کړه. ده د ساختماني چارو يوه موسسه جوړه کړه، چې د استوګنې کورنه به يې جوړول. وروسته يې ډېر نور شرکتونو او د پانګې راوړلو موسسات او کړۍ رامنځته کړې، چې تر اوسه د ايټاليا د لومړي درجه پانګوال په توګه پاتې دی. ده همدا راز د ميلان دوه  \"Milano 2\"په نوم يو تلويزيوني کانال هم جوړ کړی و او زياتې نورې رسنۍ يې هم په ﻻس کې وې.

\"\"
برلوسکوني لومړی ځل په 1965ز کال کې له کارله ايلوېره Carla Elvira Lucia Dall’Oglio سره واده وکړ او يو لور او زوی ترې لري. وروسته بيا سره بېل شول او دوهم ځل يې بيا له يوې  فلمي لوبغاړې ويرونيکا ﻻرو  Veronica Lario سره واده وکړ او  ورنه درې ماشومان لري. په 2009 ز کې يې
\"\"
دوهمې ښځې هم طلاق ترې وغوښت.
په سياست ورګډيدل:
د 1994ز کال په پيل کې،  برلوسکوني په سياست ورګډ شو او په لومړي سره کې يې بخت ښه وځليد. د ((ټايمز)) د رېپوټ له مخې، تر ټولو په زړه پورې دا وه، چې په اروپا او په خپله ايټاليا کې خلکو دا ناممکنه بلله، چې دی به لومړی وزير کيږي. د برلوسکوني ګوند تر ټولو ځوان او تازه ګوند و.
برلوسکوني په پارلمان کې له نورو ګوندونو سره اېتلاف وکړ او په دې ډله کې د ايټاليا د نوي فاشستانو ګوند او  ((دشمال ليګ)) هم شامل وو. برلوسکوني داسې تبليغات پيل کړي و، چې که د ده ملاتړ ونشي سوسيالستان به يې وګټي. په دې توګه په پارلمان کې له 630 څوکيو څخه، 366 څوکۍ د دوی د ايتلاف په نصيب شوې.  د برلوسکوني ګوند ((ايټاليا پر مخ )) 21 سلنه رايې په نصيب شوې، چې دا د دغه ګوند لپاره بې له شکه يو ريکارډ و.
برلوسکوني وروسته د خپل ګوند په مرسته، ځينې شعارونو او ﻻرو چارو ته مخه کړه، چې د خلکو زړونه تر ﻻسه کړي لکه: خپلواکي، کورنۍ، ايټالوي دودنه، بې وزلو سره مرسته. د ځينې رېپوټونو له مخې د ملاتړ د تر ﻻسه کولو په موخه نوموړي ځينې محصيلنو او بې وزلو خلکو ته  چک ډوله کارتونه هم ورکړي دي.
په ايټاليا کې مافيا پوره ځواک لري او د ځينې رېپوټونو  له مخې، هر کال  برلوسکوني دې ته اړ شوی، چې څو ميليارده ډالره مافيا ته د باج په توګه ورکړي، چې ونه وژل شي او يا بدنامه نشي.
د برلوسکوني  د بد اخلاقيو په هکله په رسنيو کې ځينې رېپوټونو خپاره شوي، چې د رېښتينوالي په هکله يې ډېر شک هم نشي کيدای.
يوه پېښه يې هغه وه، چې ده له نجونو سره دشپې تېرولو په موخه هوټل په کرایه نیولی و. د اندپندنت ورځپاڼې خبر ورکړې و، چې دایتالېې ولسمشر برلسکوني د14 نجونو لپاره په میلان نومي ښار کې یو آپارتمان په کرایه نیولی و نوموړي له دې ټولو سره جنسي اړېکې درلودلې ، چې وروسته ېې خبره رسنیو رسوا کړه . 
ورځپاڼې دڅارنوالو له خولې وليکل : (( دا نجونې په وړیا دلته استوګنې وې کرایه ېې وار له مخه ولسمشر پرې کړې وه نوموړي به له دې ټولو سره دلته جنسي اړېکې پاللې)). 
BBC په همدې هکله ويلي و، چې  ولسمشر برلسکوني خپله مېرمن همدې افسانوي ماڼۍ ته له ځآن سره راوستې وه نوموړي دخپلې ځوانۍ پر مهال دا ماڼۍ دتېرې پیړۍ په اویایمو کلونو کې جوړه کړې وه . 

\"\"
په ميډيا کې د برلوسکوني د بداخلاقيو د پېښې يوه ډېره لويه کيسه  له يوې مراکشۍ اتلس کلنې نجلۍ سره د ناوړه اړيکې درلودل و. نوموړی په دې تورن شوی و، چې يوه مراکشي نجلۍ چې د غلا په تور بندي وه، له بنده ازاده کړې او بيا يې د پيسو په ورکولو سره له  هغې سره نامشروع اړيکې رامنځته کړي وې. (ښايي ګرانو لوستونکو ته د عبدالله عبدالله او مريم نجفي د عشق داستان ور په ياد شوی وي).
برلوسکوني همدا راز  د پارلمان غړو ته د رشوت په ورکولو او نور زياتو سپکو سپورو تورن دی، چې د ټولو دغو پېښو را نقلول زما له ليکلو او ستاسو د لوستلو له حوصلې پورته دي.
کله چې دا ډول چارواکي پر يوه هېواد واکمن شي او هم هغه هم د څوم ځل لپاره د خلکو  د زغم کاسه چپه شي. دا بې حوصلګي کله دومره زياته شي، چې ځينې خلک په سر هم ورته تيريږي او  خپل ګوزار کوي.
يوه بله بېلګه يې دا ده، چې د اېټاليې لومړی وزير سېليو برلسکوني د ميلان په ښار کې  د يوې ګوندي غونډې پر مهال د يوه 42 کلن سړي له خوا پر يوې برونزي مجسمې وويشتل شو او روغتون ته واستول شو. د لومړنيو مالوماتو له مخې د برلسکوني مخ سخت ټپي شوی او دوه غاښونه يې هم مات شوي وو. په وروستيو وختوکې برلسکوني له مافيا سره د يو شمېر دوسيو اود رشوت په تړاو تر سخت فشار لاندې دی او خلکو په پراخو لاريونونوکې د ده داستعفا غوښتنه کوله.
سره له دې، چې برلوسکوني ډېره پانګه لري، درې ځله د لومړي وزير په توګه ټاکل شوی خو بيا هم په خپله خوښه به له واکه نه وای ګوښه شوی، چې پر ده باندې فشارونه موجود نه وای. د پښتو هغه متل سم دی، چې وايي:
 د عقل وږی نشته او د دنيا موړ.
مننه
د2011 ز کال د نومبر 12 مه
ماخذونه :
ويکيپېديا په څو ژبو.
د روهي ويب پاڼې خبرونه او مطالب