
ترپګېني او دوستۍ خو د انسانانو د طبېعت همغاړې پدیدې دي، او انساني اړیکو ته په بڼه او شکل ورکولو کې اساسي کردار لري، خو انسانانو د ټولنیز ژوند د طبیعت د اړتیا له مخې، دښمنۍ او دوستیو ته هم د یو لړ ارزښتونو په رڼا کې، حدود او بریدونه وضع کړي. د انساني تاریخ په دوران کې، بد غلیمان هغه ګڼل شوي، چې دښمنۍ یې برید او چوکاټ نه دی لرلی، او هره وسيله یې د غلیم پر مخ ور ویشتلې ده. په سازماني بڼه، ماسونیت لومړی داسې سازمان ګڼل کېږي، چې موخو ته د رسېدنې لپاره یې د هر ډول وسيله کارول مجاز ګڼلې.
د ختیځ په تاریخ کې، د ختیځوالو قومونو د ترپګېنیو او دښمنۍ دود تر ډېره د یو لړ ارزښتونو تر سیورې لاندې پاتې شوی، او پالل شوی.زموږ د سیمې تاریخ، د چارواکیو د دې ډول ارزښتپالنې له بېلګو ښه ډک دی. د دښمن د کورنۍ احترام، د بې وسه خلکو نه وژنه، د عهد او ژمنې احترام، د غلیم د مړیو درناوی، د مقابل لوري، د زړورو، او وفادارو سرتېرو د وفادارۍ په پاس د ماتې خوړلیو پوځونو د داسې سرتېرو بښنه او نازونه، د شا له لوري، یا له خبردارۍ پرته پر غلیم له یرغله ډډه کول، د قاصد نه وژنه او داسې نور بې شمېره ارزښتونه د دښمنیو د رامولو د وسیلې په توګه، زموږ د تاریخ د پاڼو ښکلا او زېب جوړوي او له نږه روایاتو مو راته حماسې جوړوي.
له بده مرغه په تېره سلیزه کې، افغانستان په خپل ګاونډ کې، له لومړي داسې غلیم سره مخامخ شو، چې کردار یې له دې ارزښتونو لوڅ او لغړ دی. دغه ګاونډی، په سیاست کې، هغه څه هم استعمالوي، او ورڅخه بده سیاسي ګټه اخلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مشترک دی، او بدنامېدل، یا سپکېدل یې د همدې لغړ ګاوندي سپکاوی هم دی. اسلام -زموږ او دوی ګډ دین-یادوم. زموږ د تاریخ څو وروستۍ لسیزې د دې شاهدې دي، چې پاکستان په افغانستان کې، اسلام د یوه سیاسي حربې په توګه وکاراوه، او په دې توګه یې، د اسلام د سپېڅلتیا او حیثیت هیڅ احترام هم ونه کړ. هغه یې د وژلو او ګمراه کولو د وسيلې په توګه وکاراوه، بدنام یې کړ، هغه یې په یوه ځوړند، او نتیجې ته نه رسېدونکي حالت کې وساته، او هغه یې غلط او ناسم تعبیر کړ. په افغانستان کې یې د مجاهدینو په لاس د لومړي اسلامي حکومت د جوړولو مخنیوی وکړ، او په دې اړه یې نړیوالې استکباري دسیسې پلې کړې.
له ارزښتونو څخه د دې بد غلیم د لغړتیا، او لوڅوالي یوه بله بېلګه دا ده چې، دې لغړ غلیم، په داسې مهال کې، چې افغانستان، د ټولې نړۍ له غلیم، سره شوروي اتحاد سره، د ازادۍ او ارزښتونو په جګړه ښکېل و، د افغانانو په وولو کې د غدر او بې وفایۍ خنجر وواهه، او له هغوی سره یې ابلیسي لوبې وکړې. د هغوی لوستي او روڼ اندي یې ووژل، د هغوی ملکان، ستانه او مخور یې ووژل، او د هغوی قبیلوي سیسټمونه یې په لوی لاس ویجاړ کړل.
د غدر او ناځوانۍ د لړۍ دغه دوه بېلګې د ټول پاکستاني کردار په پرتله ډېرې ناکافي، او کمې ښکاري. د تېرو څولسیزو د پېښو د تاریخ پاڼه پاڼه د دې مکار ګاونډي ناځوانانه کردار په زرګونو بېلګي بیانوي.
دغه مکار ګاونډی د بل هر چا په پرتله زموږ او بشري ارزښتونو په دښمنۍ کې وړاندې تللی، او مخکښ دی، خو که له دې نیږدې ګاونډیانو سره هم د دې مکار ګاونډي کردار پرتله کړای شي، نو توپیر یې ډېر ښکاره او جوت دی.
ښه مو یاد دي، کله چې د طالبانو او ایران ترمنځ تاوتریخوالی، په اوج او څوکه کې و، سیمه د وړو او خوراکي توکیو له یوه بحران سره مخامخ وه، پنجاب پر افغانستان خو څه چې، په خپلو لاسلاندې پښتنو هم پنجابي ووړه او غنم بند کړل. په هاغسې یوه سخت وخت کې، ایران خپلې ټولې ترپګېنۍ شاته وغورځولې، طالبان یې طالبان، او افغان ملت یې افغان ملت وګاڼه، او افغانستان ته یې په زرګونو ټنه غنم را واستول، چې نه یواځې د افغانستان چاره یې وکړه، بلکې پاکستاني استروږیو ته یې هم خولې ور ډکې کړې. خو زموږ سني، اسلامي، او تر ټولو خوږ(!)دښمن بیا د خپل تاریخ په توره دوره کې، هیڅکله هم دغسې یوه ځواني ونه کړه، تل یې زموږ له ورانې جونګړې غلا وکړه، لوټ یې کړه، کباړیان یې راواستول، د لرغونیو توکیو قاچاقبران یې راواستول، د هیرویینو سوداګر یې راواستول، د ځنګلونو اره کولو ارې یې راواستولې، د شمالي د باغونو اره کولو وسایل یې راواستول، بمونه او مینونه یې راواستول، او د خپل کرغېړن پوځ لپاره یې د اصیلو اسونو د پېرودنې لپاره تورمخي سوداګر را واستول.
د بلې هرې ورځې په څیر، پاکستان هم هماغه پاکستان دی، او نن هم د غدر او ناځوانۍ همدغسې یوه کارنامه وړاندې کوي. پاکستان د د ښاغلي کرزي د یوه بیان په مقابل کې د غبرګون د وسیلې په توګه سوداګریز راولاړوي، او د پېرودل شویو خوراکي توکیو د را لېږدېدنې مخه نیسي. دا سربېره پر دې چې له پاکستان سره په دې اړه توافق او ژمنه لاسلیک شوې، او د ژمنې د ترسره کېدا په وړاندې کوم ځانګړی عذر هم نه لیدل کېږي، خو پاکستان زموږ ملت ته د کرزي د سیاسي حقیقت وینې سزا ورکوي او یوځل بیا د خپل غدر، خسیس توب او ناځوانۍ خوی په اثبات رسوي.