قبايلي سيمه سرچينه ده، او که معبر

   له ډېرې مودې راهیسې قبایلي سیمو ته د القاعده او طالبانو د ځالې په توګه نغوته کېږي. دا چې د اسلام آباد پر ځای قبایلي سیمې یادېږي،  دوه معناوې را وتلای شي.
یوه توجیه خو دا کېدای شي چې د افغانستان دولت، او د تروریزم خلاف نړیواله ټلواله له دې ناخبره ده چې پېښور، کویټه او آن کراچۍ د طالبانو د فعالیت هستې دي، او د طالبانو ټول سوقیات او قوماندې له هغه ځایه اداره کېږي.
دا نوبیا  ډېره د تعجب خبره ده، ځکه په افغانستان کې خو چې د یوه ډېر نالوستي سړي زوی یا ورور هم د طالبانو لخوا وګواښل شي، نو هغه نالوستی سړی د طالبانو قوماندانۍ او دار الافتا ګانې په کویټه او پېښور کې غواړي، او د مسألې حل همالته لټوي، او لټولای یې هم شي. دا نن د طالبانو د واک د ډېرو سیمو شخصي او جنایي قضیې د طالبانو د کویټې او پېښور دفترونو ته راجع کېږي او هلته پرې پرېکړې کېږي.
دا چې پېښور او کویټه نه یادېږي، او قبایل په ګوته کېږي، د سوال ځای دی.
قبایلي سیمې د یوه داسې منظم خوځښت د ادارې لپاره څومره ظرفیت او اسانتیاوې لري، ځواب معلوم دی. دغه سیمې خو خپله هم له ډېرو لږو اسانتیاوو برخمنې دي. هلته نه د ټپیانو درملنه اسانه ده، نه سیاسي اړیکې او ارتباطات اسان دي، او نه هم نورې داسې اداري اسانتیاوې شته چې طالبان دې پکې اغېزمن مرکزیت ولرلای شي.
د قبایلو سیمو د عنوانونې یوه بله انګېزه د جګړې د طراحانو ستراتیژیکه اړتیا کېدای شي، او ښایي قبایلي سیمې به وار له مخه د لومړي پړاو د جګړې لپاره ټاکل شوي او په پلان کې نیول شوي وي. د دغه احتمال د صدق په صورت کې سیمه او کیسه وېروونکې بڼه غوره کوي. لومړۍ وېره به دا وي چې زموږ ټولې هغه انګېرنې به بېځایه ثابتې شي، چې دغه جګړه یوه طبېعي جګړه ثابتوي. بالعکس، دا به یوه ستراتیژیکه، او له مخې پلان شوې، او په پړاوونو وېشل شوې جګړه ثابته کړي. دوهمه وېره دا ده چې دا اوږده به تر انګېرنې زیاته اوږده وې. لازمه خبره ده چې د قبایلي سیمې تر تسخیر وروسته به خبره وړاندې ښارونو او مرکزونو ته رسېږي، او هغه ښایي د جګړې او فساد وړاندې پړاوونه وي.
که چېرته جګړه دومره ژوره او دقیقه پلان شوې روانه وي، نو  بیا خو د دې دعوې په تله کې یو بل کاڼی هم لوېږي چې جګړه د افغانانو نه، بلکې د نورو ده، او افغانان، او په ټولیزه توګه پښتانه پکې د سون د توکیو په توګه کارېږي.
دا چې ولسمشر کرزی هم د نړیوالو سیاستونو په پلنیوي، او څرک، یواځې د قبایلي سیمو یادونه کوي، ښه نه کوي. هغه په دې توګه له وروستي او اصلي غلیم، آی ایس آی سره د آی ایس آی د کرغېړن کردار په پټولو کې مرسته کوي او د هغوی دا ادعا تاییدوي چې اورپکي په یوه پراخه او نه کنترولېدونکې سیمه کې اوسېږي او رامول یې ګډه مساله ده.
ښاغلی کرزی باید لومړی د حیات آباد او کویټې په ایرکنډېشني خونو کې د ناستو تروریستانو پوښتنه وکړي، ځکه چې د هغوی څرک معلوم او جوت دی او د قبایلي سیمې په څېر په یوه یاغیستان کې نه اوسي، او که د هغوی په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو بله هر وسيله پرې درېدلې وي، نو د طالبانو تر واک لاندې سیمو هر عادي وګړی یې د کوټې، پېښور او کراچۍ د حوېلیو په دروازو کې درولای شي او د سیمې له مشر ملا صاحب سره مخامخولای شي.