جاسوس

د خانجان لورانې د خټین کور په پراخه انګړ کې د جنازې تر وینو لړلي کټ داسې راتاوېدلې، تا به وېل د غم او ویر په ناپایه دایره کې را چورلېږي.
کلیوال هیښ او غریونیولي ښکارېدل. چا خبرې نه کولې، خال خال پس پسی اورېدل کېده. تا به ویل پسپسېدونکي خلک کومه ګناه کوي، چې وېرېږي په اورېدل کېدلو به رسوا شي. داسې برېښېده چې د کلیوالو چوپتیا پر کوم غټ راز د پردې اچولو نابریالۍ هڅه ده. کلیوالو راز پټاوه، خو خفګان یې نشوای پټولای.خفه خلکو د راز تر څنګ د خپلو اوښکو پټولو هڅه هم کوله. که څه هم خواخوږي خطرناکه معنا درلودلای شوه، خو بیا هم د ډېرو سترګې سرې وې. د خلکو له منځه ګوډ ملاصاحب تکړه او بیدار ښکارېده. ور وړاندې شو، او د خانجان د میرات انګړ ور یې ور چوله کړ. وا نجونو! مورده(مرده) په ژړا ځورېږي، پرده وکړئ، چې جنازه را واخلو. د خانجان تربور ګوډ ملا، چې د خانجان تر مرګ وروسته  د خانجان د دوو پېغلو میراتو لوڼو سرپرستي او برخلیک هم ورلغاړي کېده، تل د کلي په غم او ښادیو کې حاضر و، او سریښته ښه ور معلومه ده.
 له ښو سپین ږیرو او مشرانو خالي شوی پخوانی کلی اوس یواځې ګوډ ملا ته ور پاتې دی، هغه پر یوه وخت ملکي هم کوي، او ملایي هم. د ګوډ ملا زوی نوی نوی له پاکستانه را ستون شوی، او یوه ډله تور پوستکي طالبان یې ورسره راوستي. تورمخیو طالبانو سترګې تر غوږونو تورې کړي وي، او له هرې خبرې سره یرامک الله(یرحمک الله)، سبهان الله(سبحان الله) المدو لله(الحمدلله) وایي. د ګوډ ملا د کور شاوخوا د موټرسایکلو غرهار او د وسلې او کنداغونو کړپهار په کلیوالو کې د هغه دبدبه نوره هم زیاته کړې.
کابو یوه څلوېښتي وړاندې د ګوډملا له کوره وتلي څو تورپوستکي طالبان پولیسو ژوندي نیولي و او څو یې وژلي و. ګوډملا ځای ناځای د جاسوس نښې بیانولې او د هغه انجام به یې خراب باله. کلیوال ګوډ ملا ته په کینه ناکو سترګو ګوري. هیڅوک هیڅه نه وایي.
د خانجان اکا مړی لا د کور په انګړ کې پر کټ پروت و، او شیطانو ماشومانو چې آن د مړي په ورځ یې هم غلې غلې شیطاني کوله، د ګوډ ملا په ناپامۍ کې د دروازې تر چولو مړي ته ورکتل.
داسې ښکارې چې د خانجان اکا لورانو یو د بل له کریږو د ګوډملا لومړۍ ناره نه وه اورېدلې. ګوډ ملا تندی تریو کړ، او د دوو لکڼو او یوې پښې په مرسته په دوو ټوپونو د کور د انګړ منځ ته ورسېد، په ویربڼو یې پټکې پیل کړې، په لکڼه یې لاره پرانیسته، اود ښځو له منځه یې مړي ته ځان ورساوه، کلیوالو ته یې ور غږ کړ: هلکو راځئ، او دا کټ در واخلئ، په مړي بېړه ضرور ده، ګرمي هم زیاتېږي، او خلک هم را رسېدلي. ګوډ ملا  د لکڼو په مرسته د جنازې تر شا ګړندي ټوپونه اخیستل  او د سپین خیرن پاج شمله یې باد پورته پورته کوله. زه هم په جنازه پسې ور ګړندی شوم، په ګڼه ګوڼه کې ګوډ ملا شاته پاتې شو. د یو چا خبره مې تر غوږ شوه، چې ورو یې وویل: هغه جاسوس نه و، خدای دې یې قاتلانو ته سزا ورکړي. شاته مې وکتل، ویناوال مې سهي نه کړ، ځکه چې ما ته چا نه کتل.