
ورځ وی رڼا دشپی دی رنګ ورک شی
علم راځی خو که دا جنګ ورک شی
ناز به می څوک اخلی دزړه له کومی
اه که له ما دمورکۍ څنګ ورک شی
ستا دزلفینو خوشبو یـي می بس ده
هیڅ پر وا نشته که لونګ ورک شی
له سپین مړوند سـره بنګړي مــــزه کا
څه یی مزه که ځني شرنګ ورک شی
اغزي کــري تل دګــودر پــــــرلاره
له چا چه دین ایمان او ننګ ورک شی
عمــری عقل به مــــو ځای ته راشی
که له وطن مو بوی دبنګ ورک شی
په پښتنه مينه
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا
مسلم باغ