غزل

خاطري دي چې پر زړه زما را اوري
خوار قسمت می ژړوی په هر یو لوري

زه پوهیږم زړه یی مینی ته نن شوئ
چې یی مخ پټ کړو له شرمه نه را ګوری

څوک چې ومري دهغه هر څه شی محوه
خو شاعر پریږدي رنګین دغزل توري

که می وس وو چې پښتو ته می سپک ګوري
کړم حساب به په هغو داسمان ستوري

عمری سپیني خبري چې کړای نه شی
یی پا ګل ورځه له مخه می شه دوری


په درناوی
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا
مسلم باغ