خوست ته د ولسمشر حامدكرزي سفر – د خلكو هيلې، غوښتنې- د ده ژمنې او پايلې

د ولسمشرۍ له ټولټاكنو او ولسمشر كرزي له ټاكل كيدو را په دې خوا نږدې هره مياشت په خوست كې داسې يوه اوازه حوريده چې كرزى دې ولايت ته سفر كوي، خو دا ورځ په ريښتيني ډول اوس راورسېده.
د خوست څلور پېنځه لومړنۍ اړتياوې هم د هر ځايي او مركزي چارواكي په خوله كې له پيله تودې وې، چې د ولسمشر په راتګ بيا تكرار شوې، خو د خوستيانو له پاره يوازينۍ په زړه پورې خبره دا وه، چې كرزى يې وليد او مخامخ يې د هغه له خولې د كړو ژمنو د پوره كولو واوريدل.
ولسمشر كرزى په ناڅاپي ډول د روان لمريز كال د مرغومي په ۲۷ مه نيټه غرمه مهال د خوست په مركزي لوبغالي كې له يوې چورلكې ښكته شو.
له ولسمشر سره په دې سفر كې د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ، د لوړو زده كړو وزير محمداعظم دادفر، په امنيتي چارو كې سلاكار وزير ډاكټر زلمى رسول او په ولسي جرګه كې د خوست يو شمېر وكيلان هم مله وو او د چارواكو او قومي مشرانو يوپنځوس كسيز پلاوى له پكتيا ولايت څخه هم راغلى ؤ.
وروسته د خوست دولتي ميلمستون په ودانۍ كې پر ولسمشر او ځايي چارواكو سربېره سلګونه خوست مېشتي د يوې غونډې په بڼه سره راټول شول.
د غونډې په پيل كې خوست والي ارسلاجمال ولسمشر كرزي ته د هركلي ويلو ترڅنګ د خوست پر روانو حالاتو خبرې وكړې. ده وويل چې خوست د افغانستان په كچه مهمه سيمه ده، نو له همدې امله د افغاني دولت مخالفين هم ډېر زور پر همدغه سيمه راوړي، چې د ده په وينا يې يوه بېلګه نږدې هره شپه د خوست پر امنيتي سرحدي پوستو بريدونه دي.
والي ارسلاجمال وويل چې كه د امنيتي پام په څېر خوست ته د بيا رغونې په برخه كې هم دولت او نړيوالې خيريه ټولنې پام وكړي او دغه ځاى په يوه صنعتي او تجارتي مركز بدل كړي، اغېز به يې په ورڅېرمه، پكتيا، پكتيكا، غزني او لوګر ولايتونو ډېر مثبت وي.
په والي پسې د خوست ولايتي شورا مرستيال تاج علي خان صابر، د خوست خلكو په استازيتوب راوغوښتل شو. ده په ليكلي ډول له ولسمشر كرزي څخه اته غوښتنې وكړې:
۱- د افغانستان نږدې ټولې لويې لارې پخې شوې، كه د خوست او ګردېز ترمنځ لويه لار هم ژر پخه شي، لويه ستونزه به له مېنځه يوسي، همداراز د خوست غلام خان لويې لارې د ټرانزېټ خبرې له ډېر پخوا راهيسې پيل شوي، خو د عمل جامه نه ده ور آغوستل شوې، كه ياده لاره ټرانزيټ شي، د افغانستان نورو لويو لارو په پرتله په دغه لار د كراچۍ بندر ته درې سوه پنځوس كيلومتره رالنډه شي.
۲- ولسمشر په خوست كې د صنعتي پارك جوړولو امر وركړى، خو د دغه كار د برياليتوب له پاره اساس د برښنا انرژي ده. خوستيان غواړي چې د نورو ولايتونو په څېر له ګاونډي هيواد پاكستان څخه د برښنا انرژۍ زمينه ورته پرابره شي.
۳- په خوست كې شته روغتيايي اړتياوو ته ډېر كم ځواب ويل شوى، د دغې سيمې سلګونه ناروغان ګاونډي هيواد پاكستان ته د تداوۍ له پاره ځي، دولت په خوست كې د يوه دوه سوه بستريز مجهز روغتون د جوړيدو ويلي، خو كه دغه كار په عمل كې وشي، ښه به وي.
۴- خوست يوه زراعتي سيمه ده، خو زياتره ځمكې يې د سيلابونو له ګواښ سره مخ دي، كه د بندونو او سربندونو جوړولو ته يې پام وشي، اغېزمنه به وي.
۵- په خوست كې د يوې سترې ديني مدرسې جوړولو ته اړتيا ده، چې وروسته يې څانګې په ټولو ولسواليو كې حورې شي.
۶- د هېواد په كچه د خوست زيات ځوانان مسافر او نورو هېوادونو ته د خوارۍ مزدورۍ له پاره تللي، خو اوسمهال په خوست كې د ملكي الوتنو له پاره هوايي ډګر نشته، دولت بايد له ټولو د مخه د دې ستونزې په حل كې ګام واخلي.
۷- د نورو سيمو په پرتله په خوست كې د غرونو او ځمكو پر سر د ځايي استوګنو او كوچيانو ترمنځ شخړې ډېرې دي، چې مرګ ژوبلې هم اړوي، ولسمشر كرزى دې دغو شخړو ته په ملي كچه د حل يوه لار ولټوي.
۸- د خوست ګڼ شمېر اوسيدونكي په داخل او بهر كې بې ګناه زندانيان شوي، كه ولسمشر يې په خلاصولو كې اقدام وكړي، خوستيان به يې د دغو ښو پوروړي وي.
د تاج علي خان له خبرو وروسته د خوست د بي بي حليمې ليسې د شپږم ټولګي يوې زده كوونكې ليمې هم په يوه ليكلي مقاله كې له ولسمشر كرزي مننه وكړه چې نجونو ته يې د زده كړو زمينه برابره كړې او له خپلو مشرانو يې وغوښتل چې د افغاني ټولنې د پرمختيا له پاره دې خپلې نجونې درس ويلو ته پرېږدي.
ولسمشر كرزي د خپلو خبرو په پيل كې خوست وستايه، چې ډېر پرمختګ يې كړى او دا هم د ده په وينا د دې خپلو خوستيانو له بركته دى. ده د خوست والي خبرو ته په اشارې سره وويل چې دښمنانو ډېر پام ځكه خوست لور ته كړى، چې هغوى د دغې سيمې له ګړندۍ ودې او پرمختيا څخه ډار لري، خو خوستيان بيا هم پرته له ويرې خپلو هڅو ته دوام وركوي.
ده د خوست پوهنتون يادونه وكړه، چې سيمه والو په خپلو مرستو ودان ساتلى او دى يې هر چېرې يادوي.
ولسمشر كرزي د ولايتي شورا مرستيال صابر غوښتنو په ځواب كې لومړى د هوايي ډګر خبره وكړه او ويې ويل چې خوستيان د داخلي الوتنو په فكر كې دي، خو دى غواړي چې خوست يو نړيوال هوايي ډګر ولري او خوستي ځوانان چې په متحده عربي اماراتو كې الوتكې ته پورته كيږي، نو په خپله خاوره خوست كې به ترې ښكته كيږي.
ده وويل چې په خوست كې د صنعتي پارك او خوست او ګردېز ترمنځ لويه لار به حتمي جوړيږي. ده دا هم وويل چې افغانستان به له ګاونډي هيواد پاكستان سره درې لويې لارې (تورخم، سپين بولدك او غلام خان) ولري، چې د ده په وينا يې د غلام خان لارې پر سر د پاكستان له صدراعظم سره هم خبرې كړي، د افغانستان له لوري يې كار خلاص دى او اوس د پاكستان ځواب ته انتظار دى.
كرزي په خوست كې د برښنا انرژۍ په اړه وويل چې ښه به وي، كه د لويې پكتيا له پاره د برښنا د توليد خپلې سرچينې جوړې كړل شي او د خوستيانو دې غوښتنې ته يې لږ څه سوړ غبرګون وښود، چې د نورو ولايتونو په څېر دې له ګاونډي هېواده برښنا راونېول شي. ده وويل چې د برښنا خپل توليد هم وخت غواړي او د اوس له پاره دا ښه ده، چې له نورو يې رانيسو.
ولسمشر د روغتون او مدرسې په اړه وويل: ((روغتون به بالكل در جوړوم، مدرسه به بالكل درجوړوو، خو يوه دا ژمنه به راسره كوئ، چې خپلې مرستې به نه رانه درېغوئ!.))
كرزي په خوښۍ وويل چې په ټوله لويه پكتيا كې د كوكنارو كركيله نشته، خو د ده په خبره اداري فساد داسې ستونزه ده، چې بايد حل يې وموندل شي.
ولسمشر كرزي په پاى كې د ټولو ګاونډيو هېوادونو د ښې ورځې غوښتنه او له پاكستان هېواد څخه ځانګړې مننه وكړه، چې د كډوالۍ پر وخت يې لكونو افغانانو ته ځاى وركړى. ده دا هم وويل چې ګاونډيان دې زموږ له ښادۍ نه، بلكې زموږ له غمه وډار شي، كه افغانستان اباد شي، دوى به اباد وي، خو كه په افغانستان غم راغى، دوى دې هم د ښادۍ تمه نه لري.
ولسمشر كرزي له غونډې وروسته د خوست هغه لوى مركزي جامع جومات وكوت ، چې د مجاهدينو تر بري وروسته د يوه عرب له خوا د مولوي جلال الدين حقاني په هلو ځلو پيل شوى ؤ او د پاى پاتې چارې يې د متحده عربي اماراتو په لګښت بشپړې شوې. همداراز كرزي د خوست ښار په لويديځ كې د ملي اردو له پاره هغه نوي جوړ شوي تاسيسات هم پرانستل، چې د چارواكو په خبره له شپېتو ميليونو ډالرو زيات لګښت پرې شوى.
خوست ته د ولسمشر كرزي د سفر پرمهال كلك امنيتي تدبيرونه نيول شوي وو، خو بيا هم د ملي اردو په يوه موټر پسې په رېموټ كنټروليدونكى بم وچوول شو، چې له امله يې درې سرتيري مړه او څلور نور ژوبل شول.