يوه بله دموکراسۍ په پرېوتو ده دډموکراسۍ تر ټولو غوره بېلګه هم دسيکولر ستانو له زغمه ووته

  له الجزائر او فلسطين وروسته په ترکيه کې دموکراسي د دويم ځل لپاره له ماتې سره مخامخ ده. د دموکراسۍ ماتېدل هغه بلا ده چې يوازې په اسلامي هېوادونو باندې رانازلېږي او هغه هم هغه مهال چې اسلامپال يې ګټونکي شي. همدا درې سره اسلامي هېوادونه په تېره يوه نيمه لسيزه کې د ولسواکۍ پر ضد د داسې انقلاب شاهدان پاتې شوي چې مخکښان يې سيکولرستان او د لوېديځ په ملاتړ ګوندونه دي.
خو د ترکيې بدمرغې دا ده چې نژدې ده له يوه سوري څخه د دويم ځل لپاره وچيچل شي (لايلدغ المؤمن من جحر مرتين). دا د ترکيې سيکولران دي چې د تر ټولو پاکې او معصومې دموکراسۍ پر سر وژونکي ګوزارونه کوي. ټوله نړۍ يې ننداره کوي چې د خلکو سوچه ځواک د يو واړه لږکي محافظه کاره لورې لخوا ناقانونه اعلانېږي، خو بياهم چوپه چوپتيا ده.
تېره اوونۍ د ترکيې د اساسي قانون محکمې د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند د پارلمان لخوا د حجاب په اړه تصويب شوې پرېکړه لغوه اعلان کړه. مخکې پارلمان په غوڅ اکثريت سره په پوهنتونونو کې پر حجاب باندې بنديز ناقانونه اعلان کړى وو. د مخالف ګوند مشر ډينيز بايکال د اساسي قانون محکمې ته چې تر ټولو لوړه قضايي سرچينه ده په دموکراتيکه توګه د ټاکل شوي پارلمان د پرېکړې د لغوه کولو عريضه وکړه.  اورپکى سيکولريزم
د هيچا باور نه راته چې محکمه به د پارلمان پرېکړه لغو کړي ځکه تېر کال د همدې سيکولرو کړيو لخوا د عدالت او پرمختګ ګوند پر ضد ځينو ګامونو د دغه خورا معتدل اسلامپال ګوند محبوبيت په خلکو کې زيات کړ او د ټاکنو په پايلو کې يې د دوى برخه ١٢ په سلو کوې لوړه کړه، چې په پايله کې يې غوڅ برى ترلاسه کړ.
خو د اساسي قانون محکمې د توقعاتو خلاف بيا هم د عدالت او پرمختګ په وړاندې ګام واخيست. د پارلمان د پرېکړې په ضد د محکمې درېدل تر ډېره د واکمن ګوند د انحلال او له منځه وړلو په مانا تعبير شو ځکه محکمې نه يوازې د عدالت او پرمختګ ګوند تګلارو او راتلونکو پلانونو ته سور څراغ ورکړ، بلکې دا ګوند يې د داسې ناقانونه کارونو په کولو هم تورن کړ چې ګواکې د ترکيې له بنسټيزو ارزښتونو سره چې د کمال اتاتورک فلسفه ده په مخالفت کې دي. د ترکيې بنسټپالې سيکولرې موسسې، چې پوځ، قاضيان او د پوهنتونو مشران يې په سر کې راځي، په رسمي او تعليمي ډګر کې د پړونې بيا راښکارېدل پر شاتګ او د سيکولريزم خلاف بولي، په داسې حال کې چې په ډېرى لوېديځوالو هېوادونو کې بشپړ حجاب او آن نقاب هم د شخصي ازاديو په توګه په دفترونو او پوهنتونو کې په پراخه ټنډه زغمل کېږي، يواځې يو څو محدود هېوادونه دي چې د مسلمانانو پر ضد په سختدريځۍ مشهور دي، هغوى د پوره حجاب مخالفت کوي. دموکراسي په دېوال وويلئ
اروپايي اتحاديه چې د ترکيې د غړيتوب په انتظار ده، نور ټول شرطونه پر ترکيه باندې د فشار په توګه کاروي ترڅو يې غړيتوب ته چمتو کړي، خو د حجاب او د نورو اسلامي ازاديو په اړه که هر څومره ډاګيزه تېرى هم کېږي، پرې غوږ نه ګروي. کله چې پر رسنيو باندې ټينګار کېږي چې د عثماني خلافت په وروستيو کې د ارمنيايانو د ټولوژنې له موضوع سره احتياط وکړي ځکه د ملي ګټو په تاوان تمامېداى شي، نو بيا ټوله اروپا او امريکا پاڅېږي چې تر څو چې خلکو ته پوره د بيان ازادۍ ورنه کړ شي، ترکيه د اروپايي اتحاديې غړې کېداى نه شي. خو کله که د 'مروه کاواکچي' په څېر يوه معصومه او متدينه مېرمن يوازې د يو متر پوړنى د پر سر کولو لامله تر لاس نيولې له پارلمانه ايستل کېږي(١٩٩٩) او بيا تابعيت هم ځينې اخيستل کېږي، که په دموکراتيکه توګه ټاکل شوى لومړي وزير نجم الدين اربکان باندې په دې پلمه انقلاب کېږي (١٩٩٧) چې د اسلامي هېوادونو د اقتصادي او پوځي اتحاديې د جوړولو هڅې کوي، هلته بيا همدا د ازادۍ او ولسواکۍ پلرونه د ډموکراسۍ اصول په دېوال ولي ځکه دغه د سرو زرو چرګ نور دوى ته ګټه نه رسوي. يو بل د پزې پېزوان
که سپينه خبره وکړو، دا ولسواکۍ، سيکولريزم، د يو بل نظر ته احترام، پلوراليزم او زغم هسې تش نومونه او اصطلاحات دي چې زورور يې د کمزورو د اېلولو او استثمارولو لپاره کاروي، نور چې د دوى پکې ګټه نه وي، که څوک په دغه ټولو ايزمونو سپور هم واک ته ورسېږي، د منلو وړ نه دى. د منلو وړ يوازې هغه څوک دي چې په ظاهره د دموکراسۍ د واردوونکو او زورو ګټې تامين کړي. د دغو شعارونو تر شا د دوى ګټې پرتې دي او تر هغه مهاله به همدا نارې وهي چې دغه ګټې پرې تر لاسه کېداى شي. که په کومه قضيه کې ورکړ شوى شعار معکوسه نتيجه ورکړي، بيا يې په بلا هم نه وهي.
نه بشرپالنه شته، نه ډموکراسۍ شته، نه سيکولريزم شته، او نه خو ازادۍ شته، بس موږ ساده ګانو ته يې يوه تلکه اېښې ده چې پر همدغو رنګينو شعارونو مو غولوي او جنګوي، او شتمني مو لوټوي. د پردې شاته بيا کيسه دومره رنګينه نه ده.
که لاهم څوک پر دغو تشو شعارونو باور لري، نو فلسطين چې حماس پکې په نره ګټونکى شو، الجزاير چې د ژغورنې جبهې پکې پاکې سوچه ټاکنې وګټلې او ترکيې ته دې وګوري چې يو ځل اربکان او بيا رجب طيب اردوغان پکې د دوى د خپلو اصولو په رڼا کې حکومت ته ورسېدل، خو يو هم ونه زغمل شو. په اسلامي نړۍ کې د لوېديځې ولسواکۍ دغه درې تجربې به تل د دموکراسۍ د پزې پېزوان وي.