د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد استاد عزيزالدين وکيلي پوپلزائ د مړيني په مهال خپله خواشينۍ و هيوادوالو ته څرګندوي.     انالله وانااليه راجعون   ارواښاد استاد عزيزالدين وکيلي پوپلزائ د هيواد يو نامتو کلتوري او هنري څيره وه چي تاريخي، هنري او په زړه پوری ليکني به ئي تل د لوستونکو د پاملرني وړ ګرځيدي چي د ده خدمات د هيواد سره، نه هيريدونکي او لويه مرسته وه. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني غړي په دا غم کي ځان د ارواښاد د محترم فاميل سره شريک بولي او د لوي څښتن له درباره د ده پاک روح ته ښادۍ او جنت الفردوس غوښتونکي دي.   په درنښت، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر