معمر القذافي

په ډېرو نکلونو کې به مو دا کيسې اوريدلي وي، چې يو ځل يې وخندل او بيا يې وژل او بيا د ژړا او خندا ﻻملونه توضيح کيږي. د ليبيا پېښو ته په کتوسره لکه، چې دا کانه په ډېرو خلکو کيږي.


د 2011 ز کال د اکټوبر په 20 مه نېټه يو ډيکتاتور معمر القذافي ووژل شو؛ خلک د ديکتاتور په وژل کيدو سره خوشالي کوي خو له دې سره جوخت استعماري قوتونه خپلو موخو ته رسيږي او  د يوه اشغال پيل هم رامنځته کيږي. رښتيا هم د خندا او ژړا خبره ده؛ د يو ديکتاتور مرګ او د يوه اشغال پيل! !! د معمر القذابي د ژوند پای هم د صدام حسين ته ورته شو او د ليبيا او د عراق د اشغال ﻻمل هم يو دی _ توره طلا! ګيدړې ته خدای خپل پوستکی بلا کړۍ.
2011 ز کال دعربي نړۍ لپاره دبدلون او اوښتون هغه وبلل شو لومړی په تونس کې دزين العابدين 23 کلنه امپراتوري  ورپسې په مصر کې دحسني مبارک 30 کلنه امپراتوري دپراخه ولسي پاڅون له کبله ړنګه شوه؛ خبره تر ليبيا او يمن پورې ورسيده. د يمن کيسه خو ﻻ ناتمامه ده خو د ليبيا د جګړې زيات اړخونه او ماهيت اوس روښانه دي.
د سويس استخباراتو وړاندوينه کړې ده ،چې په شپږو مياشتو کې ټول  عربي نظامونه ړنګيږي او ډيری ېې اوس هم له ګواښ سره مخ دي. خو دا انقلابونو نه يوازې په عربي ملکونو کې پيل شوي بلکې اوس په داسې يو سوپر پاور هېواد لکه امريکا کې هم د وال سټريټ پاڅون پيل شوی، چې پايله به يې ګورو. د ايران او ځينو نورو هېوادونو رسنۍ دا اصطلاح ډېره کاروي، چې د عربي هېوادونو پسرلی پيل شوی؛ داسې ښکاري، چې د ځينو لپاره ژمی پيل شوی او اقتصادي _ سياسي سيستم او  اړيکې يې په يوه چوکاټ کې نه سره ځايږي. حتی  زموږ ګاونډی هېواد ايران ته يې هم د اغيز څپې رسيدلي دي.
خو زموږ د نن کيسه د ليبيا او د هغه پاچا او شهزادګانو په هکله ده، چې وسله په ﻻس په سره ميدان کې وژل کيږي. د عادلو پاچاهانو نمونې په تاريخ کې لږې دي، د ده په هکله به هم  رښتينی قضاوت د ليبيا خلک کوي او دا حق لومړی د دوی دی. کار پوهان وايي، چې تر انارشۍ يو ديکتاتور حکومت بهتر دی. ډېر داسې رېپوټونو او بحثونو اوس هم روان دي، چې وايي قذافي خپل ملک ته ډېر د قدر وړ خدمات هم کړي دي.
موږ هڅه کوو، چې خپلو ګرانو لوستونکوته، تل د مالوماتو په وړاندې کولو سره حقايق روښانه کړو. نو راځی، چې د يوه راپرځول شوي واکمن معمر القذافي په هکله مالومات له تاسو سره په څو کرښو کې سره شريک کړو:


معمر القذافي 42 کاله دجمهوريت تر چتر لاندې خپل شاهي نظام درلود ، د ده شين کتاب له قرانه هم سپيڅلی (!) و ، خو ولس ېې نور دبيوزلۍ او سياسي اختناق له کبله تر پوزې رسيدلې و . ډګروال القذافي پر واک خپله منګولې داسې ټينګې کړې وې ،چې دپرېښودو نيت ېې نه درلود. راپارېدلې ولس له بنغازي څخه د طرابلس پر لور روان شو، تر زياتو نښتو او جګړو يې باﻻخره پلازمېنه هم تر خپلې ولکې ﻻندې راوسته.
قذافي تری تم شو او  ان داسې  راپورونه هم تر لاسه شول ،چې معمر القذافي دخپل واک د ټېنګښت په موخه کرايه شوي وسله وال ګومارلې دي .
انقلابي شورا له ډګروال القذافي غوښتي و،چې له واکه ګوښه او خپل صلاحيتونه لوی درستيز ابوبکر يونس ته وسپاري دعدليې وزير مصطفی عبدالجليل له خپلې دندې هم استعفا وکړه د دې لامل  د ډګروال هغه سپارښتنه وه ، چې پر لاريون بايد ډزې وشي . پردې سربېره دانقلابي شورا دوو مخکښو څيرو  ډګروال ته ليکلي استعفا ورواستولې .
د پاڅون له پيله د هرې ورځې په تيريدو سره د قذافي د حکومت ستنې لړزانې کيدې او خبره تر دې راورسيده، چې د ده ميرمن او د کورنۍ ځينې غړي يې ګاونډي هېواد نايجريا ته له زياتې پانګې او سرو زرو سره واوښتل.


معمر القذافي دنړۍ په کچه يو له هغو مشرانو و، چې پوره42  کاله يې حکومت وکړ . په دغه کلنو کې قذافي په تدريجي توګه د ليبيا په  هويت باندې بدل شوی و. د ده نوم او شهرت د ده د هېواد په پرتله  زيات خپور شوی او ورته شخصيتونه د نړۍ په ځينې نور هېوادونو کې هم موندلی شو . دبېلګې په توګه : فېډل کاسټرو په کيوبا ، صدام حسين په عراق  ، کيم اېل سونګ په شمالي کوريا، سوکارنو په اندونيزيا او عيدي امين په يوګاندا کې .
د دغو رهبرانو تر منځ ورته والی په دې کې دی ، چې دوی ټول پر ځان قوي باور او دشخصيت  يو پياوړی کيش لري ، چې ځانونه د هېواد ﻻرښود ، پلار او لوی ښوونکي ګڼي او د نور لويو زبرځواکونو، فشار او حتی پوځي بريدونو ته په اسانۍ تن نه ورکوي او نه تسليميږي . د ليبيا د ملي انتقالي شورا  اجراييوي رييس  محمود جبراييل ويلي، چې قذافي په داسې مهال وژل شوی، چې وسله يې په ﻻس په يوه موټر کې ناست و.
القذافي په دغو څو لسيزو  کې  له سترو ننګونو او ډيپلوماتيکو کړکيچونو سره مخ شوی دی ، چې دپام وړ هغه يې دلاکربي پېښه ده  دهمدې پېښې له کبله پر ليبيا بنديزونه ولګيدل او طرابلس  تورن کسان  يې وسپارل  وروسته يې بيا د ستونزې  حل ته غاړه کېښوده او زيانمنو کورنيو ته يې 2,7 ډالر ورکړل  . نيويارک ټايمز ورځپاڼه   په ليبيا کې دمعمر القذافي دواکمنۍ په اړه کاږي : ( ډګرمن قذافي  حيرانونکی  مشر دی ، لويديځ تر اوسه  نه دی توانيدلی ، چې نوموړی  په ټوله مانا وپيژني او نه نور توانيدلي  ، چې د ډګرمن دشخصيت تل ته ورښکته شي . قذافي د خپلې واکمنۍ په  کلونو کې داسې ضدونقيض کارونه  ترسره کړل ، چې سړی يې په اړه په ډاډه زړه څه نه شي ويلای  له همدې ځايه  ده ، چې ډګرمن قذافي دنړۍ جنجال راپارونکی ولسمشر تير شوی دی ) . داسې ښکاري ، چې بهرنيو فشارونو نوموړی له پښو و نه غورځولو لېکن دا چانس کمزوری دی ، چې نوموړی دې د خلکو زور ته هم ټينګ شي. . راځی په لاندې کرښو کې دمعمر القذافي ژوندليک ولولو:

جمال عبدالناصر او قذافي 
معمر القذافي  د1942 ز دجولای  پر 7 مه نېټه  په (سرت ) نومي کلي کې نړۍ ته سترګې پرانېستې کورنۍ يې  په کرنه او دڅارويو  په روزنه بوخته وه او له همدې لارې  يې  خپله ورځ ګوډوله . القذافي د1956او 1961 ز ترمنځ په خپل کلي کې درس ووايه  همدغه مهال نوموړي  له خپلو نورو ملګرو سره يوځای  دانقلابي خوځښت بنسټ  کېښود خو ترې خبر نه و ، چې وروسته به همدا بنسټ   دګردې نړۍ پام دځان لور ته راواړوي .
سره له دې ، چې القذافي په زده کړه کې لاسبری و ، خو دسياسي فعاليت له کبله له ښوونځي وشړل شو له  هماغه کوچنيتوبه  له جمال عبدالناصر څخه اغيزمن و .
 په 1963 ز کې  حربي پوهنتون ته ولاړ او  په 1965 ز کې  ورځينې فارغ شو . وروسته بيا ورسره بخت ياري وکړه  او دانګلستان  په  ساندهرست کې يې  شاهي حربي پوهنتون  ته ورغی .
معمر القذافي له 1969 ز څخه د ده د واکمنۍ تر پايه  په رسمي بڼه دليبيا ولسمشر نه بلکې دانقلابي شورا لارښود بلل شوی دی  .
معمر القذافي په 1964 ز  کې د ملتپالو  ضابطانو ډله رامنځته کړه  او په ليبيا کې يې دپاچا ادريس السنوسي پر ضد کودتا کې يې کارنده رول ولوباوه  او له برياليتوب  وروسته  يې  په طرابلس کې جمهوريت اعلان کړ  . ډګرمن قذافي په 1970 ز کې له امريکايي او انګليسي چارواکو سره دخبرو اترو ميز ته کيناست  او دې پايلې ته ورسيدل ، چې له بنغازي  څخه  انګليسي  نظامي اډې ووځي او درې مياشتې وروسته بيا  دامريکا هويلس نظامي اډه هم له سيمې وکوچيده .
فکري تګلوری :
ډګرمن القذافي په 1976 ز کې  دشين کتاب په نوم يو پېړ کتاب وليکه او خپل سياسي افکار يې په کې راغونډ کړل نوموړي په دغه کتاب کې  درېيم نړيوال  نظر وړاندې کړ  او دا يې  دمارکسيزم او پانګوالۍ  له بريده وراخوا وربولي  او په ليبيا کې يې دواک بنسټ بولي .
القذافي په نړۍ کې له ازادۍ غوښتونکو خوځښتونو لکه په هسپانيه کې  دباسک خوځښت  په ايرلنډ کې جمهوري ګوند   ، بوليساريو او فلسطيني خوځښتونو سره بېسارې  مرسته کوله  ځکه خو په 1980 ز کې  امريکايي ځواکونه   دسرت خليج ته ننوتل او دليبيا له ځواکونو سره ونښتل  دليبيادسرتيرو د مقاومت په ترڅ کې شاتګ ته اړ شول ، خو په 1986 ز  امريکا د ډګرمن  قذافي پر دفتر بريد وکړ .
دليبيا او امريکا اړيکې  دلړ ستونزو له کبله  ډېرې ترينګلې شوې دي يو لامل يې خپله دالقذافي فکر تګلوری  ګڼل کيږي  نوموړې  امريکا ته دپانګوانګې دسمبول په سترګه کتل او له  ترهګرو ډلو ټپلو سره يې په مرسته تورنوي  داړيکو ترينګلتيا هغه  مهال خپل اوج ته ورسيده ،چې په 1986 ز کې  امريکايي الوتکو د القذافي دفتر ترخپل بريد لاندې ونيوه ، خو له نوموړي  سره بخت ياري وکړه  له بريده روغ  رمټ ووت .
 
دلاکربي پېښه :
په 1988 ز  امريکا او انګلستان پر ليبيا تور ولګاوه ، چې دامريکا دهوايي کرښې دېوې الوتکې په نسکورولو کې يې لاس  درلود ، چې په 1988 ز کې داسکتلنډا په لاکربي نومي سيمه کې  راولويده  او په دغه پېښه کې 259 تنه سپرلۍ  پردې سربېره دسيمې 11 تنه  هم دالوتکې دراولويدو له کبله  مړه شول . متحده ايالاتو په  1992 ز کې پر ليبيا اقتصادي بنديز ولګوه  ، خو ليبيا په  2003 ز کې وتوانيده ، چې دغې ستونزې  ته حل لار ومومي  هماغه ، چې عبدالباسط المقرحي او الامين فحيمة يې دسکاټلينډ سترې محکمې ته تسليم کړل ،چې په هالينډ کې محاکمه شي  محکمې المقرحي په عمربند محکوم کړ او ددويم  يې په پېښه کې پړ ونه باله . 
قذافي او ليبيا :
قذافي په 1977 ز کې  د ( الاتحاد الاشتراکي العربي ) په نوم ټولنه جوړه کړه او د ( ملت واک ) نوم يې پرې کېښود ، د1977 ز  دمارچ پر  2 مه نېټه  قذافي ددې ټولنې مشر وټاکل شو او دليبيا نوم يې له ( الجمهورية العربية الليبية ) څخه  ( الجماهيرية  العربية  الليبية الشعبية الاشتراکية العظمی ) ته واړوه  پردې سربېره قذافي د 1979 ز په مارچ کې  د واک او اوښتون ترمنځ جلا والی رامنځته کړ  او د( ستر سيند) په نوم يې دخوږو اوبه يوه پروژه  پيل کړه ، چې دليبيا له دښتو ښارونو ته  دڅښاک اوبه  وليږدوي .
د2003 سپټمبر پر 12 نېټه  دجمعې په ورځ  امينت شورا پريکړه وکړه ، چې له ليبيا هغه بنديزونه ليرې کړي ، چې دشلمې پيړۍ په اتيايمه لسيزه کې پر طرابلس لګول شوي وو ، خو دا پريکړه دومره اسانه نه وه امريکا او فرانسې  هڅه کوله ، چې ددغې پريکړې پر وړاندې  ستونزې راوپنځوي . د دوی غوښتنه دا وه ، چې طرابلس بايد دفرانسې دهوايي کرښې ( يوتا) هغې الوتکې  دپېښې قربانيانو ته تاوان ورکړي ، چې په 1989 ز کې په نيجر کې  رانسکوره شوه  ليبيا دا ومنله ، چې تاوان به ورکوي .
اتومي دوسيه ، ليبيا او قذافي
 دلندن  دپال مال په سيمه کې دانګلستان څلورو چارواکو له  خپلو ليبيايي سيالانو سره دهوټل په ځانګړې خونه  کې  د2003 ز د ډيسمبر پر 23 مه نېټه  دخبرو اترو په موخه  دميز تر شا ګونډه ووهله  ، ترڅو داخبره باوري کړي ، چې ليبيا به له دې وروسته دپراخو ويجاړونکو وسلو  نه جوړونې  ته ژمنه وي . دغو خبرو پوره 6 ساعته وخت  ونيو ، خو انګليسي چارواکي دخبرو اترو له  بهيره خوښ برېښيدل . په همدغه ورځ ډګرمن نړۍ ته اعلان کړه ، چې طرابلس  دپراخو ويجاړونکو وسلو يو ډول هم نه لري او تاسې کولای شې ، چې ليبيا ته راشې او هر څه له نږدې وګورې  خپله ډګرمن په همدغه ورځ  له CNN  سره په مرکه کې وويل : په خپله راشې .... موږ هېڅ هم نه پټوو .
يو څو ورځې په   رسنيو کې د قذافي نوم بيا زيات تر سترګو کيده . له يوې خوا د ﻻ کربي پېښې  په عمري قيد محکوم المقرحي د سرطان د ناروغۍ له امله بښل کيږي او له بنده ازاد شو ، چې په خپله ليبيا کې د يوه اتل په توګه ترې هرکلی وشو او د هېواد د مشر په توګه د قدافي هرکلی امريکايان او نور متحدين يې په غوسه کړي .
قذافي  په 2009 ز کال کې  امريکا ته وروسته له لسګونو کلنو سړو اړيکو سفر وکړ او د سپټمبر په  23 مه نېټه   په نيويارک کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په غونډه کې تر باراک اوباما وروسته وينا واوروله .  ويل کيږي ، چې دا حق نوموړي ته له دې امله ورکړل شوی و، چې څو موده مخکې تر دې  په افريقا کې د افريقايي اتحاديې د مشر په توګه ټاکل شوی و .
په رسنيو کې داسې خبرونه خپاره شول، چې نوموړی  غواړي په نيويارک کې خيمه ووهي او همدا راز به له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړي ، چې د سويس  هېواد تجزيه شي او د ګاونډيو ترمنځ وويشل شي .
له سويس  سره د ليبيا اړيکې وروسته له هغې خړې پړې شوې ، چې د قذافي زوی  "معتصم بلال القذافي " اوميرمن يې ، په 2008 زکال کې دسويس ژنيو ښار ته د يوه سفر په مهال  په يوه هوټل کې  د خدمتګارانو سره د بدچلند له امله  دڅو ساعتونو لپاره توقيف شول .
  په که څه هم د هوټل هغه خدمتګارانو خپلې دوسيې له محکمې نه بېرته واخيستې لېکن ليبيا دپېښې له امله سخت غبرګون وښود او پر سويس يې خپل تيل بند کړل او همداراز ددغه هېواد په بانکونو کې يې خپل پنځه مليارده ډالره پانګه هم  وويستله .
د اوس لپاره خو د يوه واکمن د يوه پاچا کيسه تمامه ښکاري، خو د استعماري ځواکونو او زبرځواکونو کيسې د سريال شکل ځان ته غوره کړی او ﻻ دوام لري. که يو له پښو غورځي بل راټوکيږي.
د ظالم او مظلوم کيسه به ترې هغې پای ته ونه رسيږي، چې انسانان د ځان د بدلون هوډ ونکړي!!!
مننه