د خوست پوهنتون نن او سبا

کمپيوټر مې چلان کړ ، په ا م اس ان کې انلاين شوم ،په نوي برېښناليک مې نظر ولګيد، د ملګري له خوا راليږل شوی وو،نن مې رخصتي کړي وه په اونۍ کې نورې هم داسې ورځې وې چې په خپله خوښه به مې ځان ته رخصتي کوله او دفتر ته به نه تلم ،زموږ دا ژانس ريئس په کابل کې ؤ ، له ما نه خبريده چې زه کله په دفتر کې وم اوکله نه وم ،که ضروري کار به هم و، نه به مې کولو ، ټوله ورځ به مې ګرځنده ټيليفون بند کړی ؤ .له پېښو به نه خبريدم ، د برېښناليک په سرليک مې کليک وکړ ، برېښناليک يې راته داسې ليکلی ؤ :
سلامونه ګرانه ملګريه !
ټليفون مې درته کاوه ، خو موبايل دې بند ؤ ، نو برېښناليک مې درته وليږلو ددې په حاطر چې پيښه لږه څه ضروري راته وبرښيده ، ګرانه که غواړې چې ددې پيښې په اړه خپل اژانس ته رپورټ ورکړې ، نو د ملکي روغتون ايمرجنسي واټ ته ورشه چې له ټپيانو ډک دی .
آغا محمد ـــ خوست پوهنتون خوست
د برېښناليک په لوستلو خواشينی شوم ، خو حفګان مې احساس نه کړ ، له ځان سره مې وويل : ګوره ! ژورنالستيه ! الله دې بنده بيړۍ چلان کړه ډېرې ورځې وروسته رپورټ په لاس راغی ،له چوکۍ مې ټوپ کړ ، خپل د خبريالې شيانو بکس مې رواخېست ، په ويښتانو مې ګوتې ووهلې ، بوټونه مې په پښو کړل ، په منډه لوی سړک ته ورسيدم ، په موټر کې کيناستم ، لږه شيبه ورسته د ملکي روغتون په ايمرجنسي واټ کې ولاړ وم ، ډاکټرانو ته مې ځان معرفي کړ ، د زحميانو سره د خبرو اجازه يې راکړه ، مايکونه او نور.... مې سره سم کړل .
د خوست ملکي روغتون ايمرجنسي واټ له زخميانو ډک ؤ، د چا لاسونه پښې ماتې وې، څوک به بې هوشه پراته ؤ، سترګې به يې پټې کړې وې ، په څو کټونو کې مې پراته ځوانان وليدل ، چې پوښتنې ترې وکړم
لومړۍ مې له يو زحمي چې لاسونه او پښې يې پلستر شوې وې ، وپوښتل ښاغليه ! دا پيښه په کوم ځای کې رامينځ ته شوی ده ؟
ـــ په پوهنتون کې .
ټپي سترګې پټې کړې ، فکر مې وکړ چې مړ شو ، لږ مخکې په يو بل کټ کې پروت ټپي مې د نورو پوښتنو لپاره وليد ، هغه راته لږ روغ ښکاريده ، ټول بدن يې شين ؤ
ميک مې هغې ته سم کړ ، ومې ويل : ښاغليه ! څه پېښه وه چې تاسې پکې ټپيان شوي ياستې ؟
ـــ پرون ماسخوتن زلزله وه .
ـــ زلزله .....!
خپل شيان مې په بکس کې خوندي کړل ،
د خوست پوهنتون ودانۍ ته ولاړم ، پوليس ته مې د پيژندنې کارت وښود ، د پوهنتون رياست ته يې پرېښودم ، د ريئس صيب دکوټې مخې ته د هغې نوکر ولاړ ؤ ، ستړي مشي مې ورسره وکړه ، ومې ويل : محترمه غواړم چې له ريئس صيب سره څه خبرې وکړم ، که لږ وخت راته واخلې .
ـــ سهي ده ته د ننه په کوټه کې ورته کينه هغه به لږه شيبه وروسته راشي ، تر اوسه خو ورته څوک نه دي ناست ، بس ته به ورسره وګورې.
ورسره خوښه مې کړه ، د ريئس صيب په کوټه کې کيناستم ،نوکر يې د چت پکه راته چلان کړه ، ويې ويل : ښاغليه ! لږ څه انتظار وکړه ، ريئس صيب راځي ، په لار به وي اوس به راورسيږي .
ـــ په چوکۍ کې کيناستم ، پښې مې په ځمکه اوږدې کړې ، سر مې شاته په تکيه ولګولو اود ريئس صيب په انتظار شوم .
تقريبا نيم سات وروسته نوکر راننوت ، سلام يې واچوه، ويې ويل : ريئس صيب راغی ، اوس کوټې ته راځي ، بيا يې د دړې خواته سترګې واړولې : دادی ښاغلي راغی .
زه هم له چوکۍ پاڅيدم ، ستړي مشي مې ورسره وکړه .
د پوهنتون ريئس د مېز شاته لاړ ، په چوکۍ کې کيناست ،نوکر ته يې د بهر وتلو وويل ، هغه ووت .
ومې ويل : نوم مې نصير ګل دی ، د ( ډبګي خبري اژانس )سره کار کوم ، بښنه غواړم ، د پرونی پيښې په اړه د څو پوښتنو زحمت درکوم .
ــــ پېژنم دې ، پوښتنې دې وکړه .
ــــ کوم محصلين چې تېر ماسخوتن د پوهنتون په ليلیه کې د زلزلې له امله ټپيان شوي دي ، که زيات مالومات يې راکړی ؟
ــــ د څه شي زلزله ، زه خو تر اوسه نه يم خبر، په ليليه کې محصلين ټپيان شوي دي ؟
ــــ هو صيب ، زه نن سهار له هغه ټپي شويو محصلينو سره وغږيدم چې په ليليه کې د زلزلې له امله ټپيان شوي دي .
ــــ تر اوسه خو حاص مالومات نه لرم ، زه به ځان پرې خبر کړم .
ــــ محترمه! تاسې دا پيښه تاييدوی .
ــــ نه .
ــــ سمه ده چې نه يې تاييدوي ، له تاسې مننه .
ـــــ په مخه دې ښه .
د پوهنتون رياست مخې ته په يوه چوکۍ کې کيناستم ، د امنيې قوماندان ته مې ټيليفون وکړ ، ومې ويل : سلام نصير ګل زحمت درکوم .
ــــ او هو ، ډيرې ورځې مې خبرې نه دي درسره کړي ،څنګه يې ؟حال او احوال دې څنګه دي ؟
ــــ د الله فضل دی ، تاسې څنګه یاستی ؟
ــــ شکر دی الحمد الله ، څنګه دې ټيليفون راته کړی دی ؟
ــــ غواړم چې د پرونی پيښې چې په ليليه کې رامينځ ته شوي ده مالومات راکړی ؟
ــــ هو پوه شوم ، خبر شوی يم چې محصلين ټپيان شوي دي ، خو پدې اړه يې مالومات نه لرم چې د څه په وجه .
ــــ ما له محصلينو سره ليدلي دي ، هغوی وايي چې ، پرون زلزله وه .
ــــ چې تا ورسره ليدلي وي ، او دوی ويلي وي ، وي به ، نو زه به څه ووايم .
ــــ تاسې دا پيښه تاييدوی ؟
ــــ تاييد به يې کړم ، خو زما نوم چې وانخلې، ورورکه ! زه د ځوانانو خبره منم او بله خبره ته خو موږ ته ګران يې .
په مخه ښه مې ورسره وکړه ، ټيليفون مې بند کړ او روان شوم .
په ښار کې مې له څو کسانو نه د زلزلې په اړه پوښتنې وکړې ، هغوی ويل چې : موږ خو نه يو پرې خبر چې پرون زلزله هم شوي ده .
حيران شوم چې اوس به له چا د زلزلې په اړه پوښتنه کوم ،بايد يو څو کسان خو پيدا کړم چې د زلزلې تایید وکړي .
کابل ته مې ټيليفون وکړ ، د اژانس ريئس ته مې ټوله خبره وکړه ، هغه راته وويل : رپورټ دې نور پوره دی خو يو ځل ليليې ته لاړ شه ، هغه هم له نږدې وګوره او هملته له يو کس که پيدا دې کړ ، د پيښې په اړه پوښتنه ترې وکړه ، بيا رپورټ راته راولېږه .
ـــ سهي ده ، دادی اوس ځم ، په مخه دې ښه ، يو سات وروسته يې له خيره درته ليږم .
ــــ خدای پامان .
ټيليفون مې جيب ته واچوه او د خوست پوهنتون ليليې لورې ته په بيړه روان شوم .
د ليليې دړې کړکي مات ؤ ، خو ودانۍ سمه ، روغه جوړه وه ، يو څو کسه محصلين او ژورناليستان يې مخې ته ولاړ وو .
له يو محصل مې د پيښې په اړه وپوښتل ؟
هغې وويل : ښاغليه ! پرون په خوست کې زلزله نه ده شوي ، هسې دې کسانو ته پيښه وه ، چې ټپیان شوي دي ،زه هم په همدې ليليه کې وم او روغ يم .
ومې ويل : نو دا څه خبره وه .
ــــ زه ددې پيښې اصلي لامل درته ښايم ، پوهنتون او ليليه خوبه تا هم ليدلي وي ، چې په کومه نقشه يې جوړ کړي دي ؟
ــــ هو ، خو ....
ــــ تېر ماسخوتن پاس پوړ کې زه له ملګرو سره په کوټه کې ناست وم ، په روانو درسونو مو خبرې سره کولې ، زموږ ملګري ګيس ورسره واخست چې بهر په دهليز کې چای جوش کړی ، څکه چې د ليليې کوټې خو تنګې تنګې دي ، او محصلين پکې زيات يو ، کله چې هلک دهليز ته ووت ، نو له لاسه يې ګېس ولويد ، درز يې وخوت ، په لانديني پوړ کې چا نارې کړې : هلي له کوټو راووځی چې زلزله ده ، شايد هغې به ټوکې کولې ، ځکه چې د ګېس لويدلو دومره درز نه ؤ ،
بيا نو چا وار خطانه کړ په يو دم له کوټو راووتل ، په تنګو دهليزونو کې چې يوازې دوه کسان کولی شي تېر شي ، زياتو محصلينو ټيلې پيل کړې ، او يو ځل به چې څوک پکې ولويدل بيا يې پاڅيدل ګران ؤ، او هملته به يې پکې خمبيره کړ ،موږ زياتې نارې وکړې چې ، زلزله نشته خو زموږ غږونه نه اوريدل کيدل ، کوم محصلين چې لږقوي غوندې وو ،لارو ته يې ځانونه ورسول ، خو بيا هم خلاص نه شول ، ځکه چې د ليليې پوړی هم وړې وړې دي چې ټوله پښه نه پرې ځاييږي، په پوړيو کې یې پښې دربلې شوې او لاندې ولويدل ، کوم محصلين چې غوښتل يې په کړکيو ټوپونه واچوي ، کله به چې کوم يو په کړکي ټوپ کړ ، له پاس نه به کړکۍ هم پرې ورمات شو او لاندې به يې کړ .
ومې ويل : ډيره مننه ، ښاغليه .
ـــــ له تا هم مننه کوم چې ،زموږ پوښتنه دې وکړه .
ــــ د الله په امان ، په مخه دې ښه .
ــــ الله په امان .
دفتر ته لاړم ، دړ ه مې حلاصه کړه ، کمپيو ټر ته کيناستم ، رپورټ مې تيار کړ په اخر کې مې وليکل .
2010/3/27
خبريال : نصیر ګل ــــــ خوست
د ليږلوپه تڼۍ مې کليک وکړ ، رپورت وليږل شو ، چوکۍ مې شاته بوتله ، د کمپيوټر ښيښتې ته مې وکتل ، ومې ويل : ددې رپورټ پيسې هم نغدې شوې .
10/11/2006
پېښور