
پدې وروستيو کې مولوى وکيل احمد متوکل په يوه لنډه مرکه کې د هيواد د راتلونکې په اړه خپل نظر وړاندى کړى و چې د ژور تعجب وړ دى. په هغې وينا کې، چې متن يې راسره نشته، ښاغلى متوکل په تور اوسپين کې وايي چې په افغانستان کې د \"حل يواځنۍ لار\" دا ده چې قدرت طالبانوته وسپارل شي او بهرني ځواکونه له سيمې څخه ووزي.
مولوى وکيل احمد متوکل، چې د طالبانو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير او د ملا محمد عمر مجاهد نږدې سلاکار و، ما [ليکوال] ښه پيژاند اوله دې کبله د هغوى دا وروستنى دريځ، چې د سيمې د ستونزو او د هغوى له زيږنده علتونو څخه په ژوره توګه مالومات لري، زما لپاره د حيرانتيا او خواشينۍ وړ وګرځېد. دا ځکه چې له مرګ اونابودۍ څخه د ژغورلو په لار کې د نوموړي پر نخچ حساب کېږي.
پدې ځاى کې اړينه ده چې ايا د ښاغلى متوکل وينا ولې د حيرانتيا وړ ده، يو څوتاريخي پيښوته کتنه وشي:
په افغانستان کې له ١٩٩٢ زيږديز کال د برهان الدين ربانى پر مشرۍ ستمي کودتا په پايله کې هيواد لوټه لوټه شو. نه د چا کور او مال خوندي پاتې شو، اونه يې ناموس. د هماغې وضع په غبرګون کې د ١٩٩٤ زيږديز کال په سپتامبر کې د \"طالبانو اسلامى تحريک\" په نوم يو خوځښت، د کندهار له سنګسار نومي يوه کلي څخه پيل، د افغانستان ملت تر څنګ ودرېد او په خورا ګړندي توګه يې په پوځي او سياسي ډګر کې سوبې تر لاسه کړې. په هغه زمانه کې د افغانستان ملت پر هر حرکت د شک او ترديد اظهار کاوه او هرڅه په اسانۍ سره ورته د منلو وړ نه وو.
د داسې بې باورۍ چاپيريال په وجود کې وو چې دا ليکوال په پيښور کې د شيخ الحديث، مولوى تره خيل، دفتر ته ورغلم او د طالبانو د تحريک په اړه مې ترې مالومات وغوښتل. د مولوي تره خيل ځواب دا و: \"موږ پوهيږو چې په افغانستان کې له زاړه ملا او زاړه پاچا [محمد ظاهر شاه] پرته سوله نه شي راتلاى. طالبان د ظاهرشاه لښکر دى.\" په خپله په روم کې د پخواني پاچا له دفتر څخه هم اعلاميه خپره شوه چې ډير ژر به هيواد ته ستون شي.
دا واقعاً د جنګونو ځپلي او کمپونو خوړلي لالهاند افغان ملت لپاره د خوښۍ خورا لوى زيرى و.
څه موده وروسته، پداسې حال کې چې د طالبانو پرمختګ له بېساري کاميابيو سره مل و، په پيښور کې د رحيم الله يوسفزي دفتر ته لاړم. د نوموړي دفتر ته له رسيدو سره سم، چې په هغه زمانه کې مې د بي بي سي لپاره ترې د هيواد د سياسي حالاتو په اړه رپوټونه ورکول، يو ځوانکى طالب- نما دفتر ته راغى. د هغه وخت بحث خو يواځې او يواځې د ظاهرشاه د راتګ او طالبانو په شاوخوا راڅرخيده. هغه ځوانکي، چې د وردګو د ولايت و، له مقدمې پرته په تونده لحجه وويل چې ظاهرشاه کافر دى او پر افغانستان له اميرالمومنين، ملا محمد عمر مجاهد پرته بل څوک د حکومت کولو حق نه لري.
دا کوم تصادف نه و. لاسوندونه ښيي چې ددې ټولې ناپاکې لوبې يومهم غړى رحيم الله يوسفزى و.
يوسفزى چې دا اوس د \"فحاش روښانفکر – Intellectual Prostitute\"نوم ورکړ شوى دى، ځان دومره د طالبانو حامي ګاڼه چې يواځنى هغه څوک و چې ملا عمر ورسره مرکې کولې او له بهرنۍ نړۍ سره يې د اړيکو اتباري وسيله و، همدا \"فحاش روښانفکر\" و. نوموړى د پنجاب پوځ او بيروکراسۍ په چوپړ کې د صوفي جمعه خان او د جيمايمه خان [پشمينه خان] د پخواني ميړه، کرکټ-کپټان او يوه شمير چوپړۍ \"پښتون جرنيلانو\" په شمول،هغو کسانو په ډله کې دى چې د افغان ملت پر وينو يې لاسونه سره دي.
د يوسفزي ځانګړنه پدې کې وه چې خورا مزور او زرنګ و. ښايسته سپينه ږيره يې پرېيښې وه او د طالبانو په هکله يې د ستاينې کچه له هرې کچې وتلې وه. په هيواد کې د جګړې په بهير کې د يوه مولوي صاحب، مولوي صادق، زوى په شهادت رسېدلى و. د نوموړي ځوان شهيد د شهادت په اړه د تبصرې په ترڅ کې، يوسفزي يوې غونډې ته، چې پکې دا ليکوال هم حاضر و، ويل چې له تابوت څخه يې داسې \"خوشبويي\" پورته کيدله چې شاوخوا يې هر څه معطر کړي وو!
کله چې د طالبانو حکومت جوړ شو، نو د هر طالب وزير اوچارواکي ترڅنګ به لږتر لږه د آى اس آى دوه تنه موجود وو. يقين لرم چې مولوي صاحب متوکل پر دې واقعيت ښه خبر دى. شهيد مولوي منصور چې امريکا ته د تګ په لار د جهاد په زمانه کې لندن ته راغلى و، د دې ليکوال ميلمه و. له نوموړي سره يو بوڅ خولى پنجابى، چې ځان يې کوماندر رشيد معرفي کاوه هم ملګرى و. کوماندر رشيد ډېرې لږ خبرې کولې نو کله چې مې له مولوي صاحب څخه د هغه په اړه پوښتنه وکړه، په ځواب کې يې وويل چې \"کوماندر رشيد\" ډېر ښه مسلمان دى او د اسلام د خدمت لپاره يې په پاکستان پوځ کې د \"ميجر\" خپله وظيفه پريښودله او له جهاد سره يوځاى شو. د افغانانو په اړه د هغه [کوماندر رشيد] نفرت له هرې کچې وتلى و او پټولاى يې نه شو. له دې ليکوال سره د خبرو په ترڅ کې به \"کوماندر رشيد\" تل ټينګار کاوه:
“No sell out” او “don’t believe those who think I am a cold snake”
واقعاً چې هغه سوړ خطرناک مار و. د هغه پر څېر د سړو خطرناکو مارانو پر لاس، امر او کومنده وو چې په زرګونو افغان نجونې او ميړوښې \"عرب مجاهدينو\" ته د جهاد د ولجې په توګه د مينځو په توګه حواله شوې او له څه مودې وروسته يې هغوى بيا خوشې او د نړۍ په بازارونو کې خرڅېدې.
له مولوي صاحب وکيل احمد متوکل څخه پوښتنه دا ده چې د ليلى دښته چا د هغو تنکيو طالبانو په جسدونو ډکه کړه چې ستاسو تر کومندې لاندې او د آى اس آى په مخامخ، نامخامخ، مريي او نامريي لاسونو د توپ د باروتو په توګه په کارېدل؟ ايا ولې، څرنګه او د چا له لاسه وو چې په هر کيلييز سنګر کې د طالبانو هره \"سوبه\" په ناکامي بدليدله؟ په مزار کې څه وشول اوچا وکړل؟ ايا هغه دوه زره طالبان، چې په هلمند کې د پرنګي جاسوس، مايکل سيمپل، پر لاس روزل شوي وو ترڅو د پاکستان د خوندي ساتلو لپاره يې په افغانستان کې د ننه د نورو طالب ځواکونو پر خلاف د \"ضربتي\" ماشين په توګه استعمال کاندي، څه شول؟ ايا چا افغانان، په تيره همدا طالبان، د ډالرو په بدل کې، په پرنګيانو وپلورل او ګوانتانامو ته يې ورسول؟!
وکيل احمد متوکل په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره \"يواځنۍ\" لار د طالبانو بيا قدرت ته رسيدل بلي. په خپل وار آى اس آى او پنجابي پوځي بيروکراسي هم د افغانانولپاره سوله \"يواځې\" هغه وخت شونې بلي چې د هغوى په خوښه وي او افغانستان يې \"پينځمه صوبه\" وګڼا شي. پرنګى او امريکا وايي چې داسې سوله \"يواځې\" هغه وخت شونې ده چې د ترهګرۍ جرړې ويستل شي. خو د دې پرځاى چې د پاکستان د ترهګر دولت د ترهګرۍ زانګو، لاهور، په نښه کړي، \"پاک- پوځ\" ته پرله پسې مرستې ورکوي او افغانان پرې وژني.
نو له مولوي وکيل احمد متوکل څخه، چې د دې ليکوال پر اند، د سيمې پر مسايلو پوره پوهيږي، هيله کېږي چې:
لومړى: له تاريخي او وجداني مسئوليت څخه د خلاصون په نيت دې د افغان ملت پر وړاندې له او واقعيتونو څخه چې څه دي پرده پورته کړي ترڅو افغانان پخپله له خپل ځان، مال، ناموس، مرګ اونابودۍ څخه د ژغورلو پر لور وخوځيږي. او
دويم: له خپل ملت سره يو ځاى او يو-غږ په ګډ سنګر کې د خپلو وسلو خولې د پنجاب لور ته واړوي ترڅو د فساد، شرارت، اسلام دښمنۍ او منافقت دا هميشنۍ ځاله له خاورو سره خاورې شي. له هغه پرته به په سيمه او نړۍ کې د سولې او ارامۍ راتګ خوب اوخيال وي.
يا ربه توفيق!
غلام محمد زرملوال