د زکات لنډ او مفصل بيان

                                         بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم  زکات داسلام دريم ستر رکن دی چه ډير ېواهم عبادت دی ‍ په قرآنکرېم کی ډېرځاېه لمونځ اوزکات ېوځای ذکرشوی . چه دغه دواړه عبادتونه دټول دېن ترجمانی کوی. په بدنی عباداتوکی لمونځ دټول دېن نماېندګی کوی اوپه مالی عباداتوکی زکات دټول دېن نماېندګی کوی . زکات په ټولنه کی د بی وزلی او فقر پر وړاندی تر ټولو غوره وسيله ده ، د زکاة په اداء سره په کور ، کلی ، ولس او هيواد باندی الهی رحمتونه او برکتونه نازليږی ځکه په کوم قوم کی چه رحم ،زړه سوی او يوله بله کومک وی نو پر هغه قوم باندی هم خدای ج خپل رحمتونه نازلوی له بلا او آفاتو يی ساتی . په کوم قوم کی چه زکات نه وی پر هغه به هميشه لوږه او فقر حاکم وی ډول ډول آفات به ورباندی راځی . دزکات حکم : زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه پر مسلمانانو نر اوښځه فرض دی . په قرآنکريم تر ۸۰ ذيات ايتونو کی زکات له لمانځه سره پيوسته ذکر شوی دی . وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ ( البقره ۴۳ ). لمونځ قايموی (په ښه شان سره له ټولو حقوقو ) ! او ورکوی زکات ! او رکوع کوی سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو) . وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور ۵۶ ) . لمونځ قايموی (په ښه شان سره له ټولو حقوقو ) ! او ورکوی زکات ! اودپيغمبر اطاعت وکړی هيله ده چه پر تاسی رحم وکړای شی . ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دزكات فضايل : إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (البقره ۲۷۷ ). يقيناْ هغه کسان چه ايمان يی راوړی دی او کوی دوی ښه عملونه او قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوی دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول ويره پر دوی باندی او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږی . هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ۲ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (سوره النمل ۲-۳ ). لاښوونه او زيری ورکوونکی دی مؤمنانو ته ( په نعيم سره ) هغه ( مؤمنان ) چه قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوی زکات او دوی په ورځی د قيامت هم يقين لری ( چه رابه شی په حقه سره دغه ورځ ) . قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ۱ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ ۲ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ۳ وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ (المؤمينون ۴-۱ ) . پتحقيق سره بريالی شوی دی مؤمنان، (هغه مؤمنان ) چه په لمنځونو کی عاجزی ښکاره کوی ،( هغه مؤمنان ) دوی له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکی دی، (هغه مؤمنان ) چه دوی د زکوة ادا کوونکی دی . عَن اَبِی هُرَيرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ الله ِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ قَالَ اللهُ تَعَلی اَنفِق يَابنَ ا\'دَمَ اُنفِق عَليكَ . دحضرت ابوهريره (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی چه هربنده ته د الله تعالی دا پيغام دی چه ای د آدم زويه ! ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو خپله ګټه خرڅ کوه – زه به د خپلی خزانی نه تالره درکړم ( رواه بخاری او مسلم ) . ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د زکات نه ورکوونکو ته ډير سخت دردوونکی غذابونه : .... وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) . اوهغه کسان چه خزانه کوی سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه لګوی هغه په لاره د الله ج کښی نو زيری ورکړه دوی ته په غذاب دردناک سره . وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ) . پرکومو خلکو چه الله تعالی دخپل مال او دولت پيرزوکړی ده اوهغه له شومتوب نه کار اخلی په دی خيال کی دی نه چه دا بخل او زردوستی د دوی په حق ښه ده ،بلکی دا دهغوی په حق ډيره بده ده ، هغه چه په خپلی بخلی سره څه را ټولوی هماغه به د قيامت په ورځ دطوق په شکل غاړی ته ورواچول شی . نبوی (ص ) ارشادات : مَامِن أَحَدٍ لاَ يُؤَدِّی زَكَاةَ مَالِه اِلاَّ مُثِّلَ لَه يَومَ القِيَامَةِ شُجاَعاً اَقرَغَ حَتَّی يَطُوقَ عُنُقَه ( ابن ماجه ) څوک چه د خپل مال زکات ورنه کړی نو مال به يی دقيامت په ورځ دداسی مار په صورت مجسم شی چه سربه يی پک وی او دده تر غاړه به ور تاوشی . ما\'نِعُ الزَّكا\'ةِ يَومَ القِيا\'مَةِ فِي النّارِ ( طبرانی ) څوک چه د زکات له ورکړی منعه کوی نو د قيامت په ورځ يی ځای دوذخ دی . ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دزکات د وجوب شرطونه : ۱- مسلمانی : نوڅوک که نوی مسلمان شی پرهغه د مخکی وختونو زکات لازم ندی . ۲- بلوغ : نابالغه ماشوم يا د ماشوم ولی باندی زکات فرض ندی که يی آدا کړی نه صحی کيږی . ۴- د نصاب مالک کيدل : د دومره مال مالک کيدل چه شريعت پری زکات واجب کړی دی . ۵- پوروړی نه وی : يوه سړی د نصاب په اندازه مال لری ولی د نورو پوروړی هم وی زکات ورباندی نشته . ۶- پرمال پوره کال تيريدل : نصاب ته رسيدلی مال به يوکال تيرشوی وی ،پدی اړه نبوی (ص) ارشاد مبارک : دحضرت عبدالله ا بن عمر (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی : چه چاته په هره طريقه مال حاصل شو، نوپرهغی باندی تر هغه وخته زکات نه واجبيږی څوپوری چه په هغی باندی يو کال نه وی تير شوی ( رواه الترمذی ). ۷- پرخپلواصلی ضرورتونو سربيره د نصاب شته والی : ۸- عقل : پرليونی زکات فرض ندی . ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د زکات د اداء کولو دصحت شرطونه : يعنی د دغه شپږ شرطونو سره د زکات ادا صحيح ده او که نه وی زکات نه اداء کيږی : ۱- مسلمانی :د زکات اداء کوونکی به ضرور مسلمان وی ، دنامسلمان زکات نه اداء کيږی . ۲- عقل : که يو ليونی زکات ورکړی زکات يی نه اداء کيږی . ۳- په ټاکلوځايونو کی د زکات مصرفول : هغه ځايونه په قرآنکريم کی واضح بيان شوی ،چه لاندی په تفصيل ذکر شوی ،که پرته له دغو ځايونو په نورو ځايونو کی ولګول شی زکات نه ادا کيږی . ۴- بلوغ : نابالغه ماشوم که زکات ورکړی زکات نه اداء کيږی . ۵- مالک ګرځول : دزکات اداء کولو پروخت بايد د زکات اخيستونکی دهغه مالک وګرځول شی ، که هغه فرد وی اوکه د زکات راټولولومامورين وی . ۶- د زکات داداء کولو نيت : زکات اداء کوونکی بايد د زکات د اداء کولو پر وخت د زکات نيت ولری . ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دزکات د آدا کولو ګټی : ۱- د مال پاکوالی : که زکات ادا نشی نودزکات د مستحقينو حق به په مال کی ګډ شوی وی ،چه د زکات په ادا سره به د هغوی حق بيل او مال به پاک شی ، په معنوی لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل ، دناوليو او پاتيکدونوکو څيزونو دشوق او محبت څخه د زړه پاکوالی . ۲- دمال ذياتوالی : دزکات په ادا کولو سره خدای ج په مال کی برکت اچوی ، نوکله موچه زکات ادا کړ بيا به له حساب کولو ورسته درته معلومه شی چه د نور وخت پر پرتله کټه څومره ذياته شوی حيران به پاتی شی . ۳- له بلاؤاو آفاتو څخه د مال بچوالی : دزکات په ادا کولو سره به بيا په مال آفتونه او بلاوی نه راځی تجارتی مارکيت به اور نه اخلی او د غلوله غلا او لوټ او داسی نورو به په امن وی . ۴- بی حده خوشحالی او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره سم د انسان په زړه کی ذياته خوشحالی او سکون پيدا کيږی ځکه چه په هر عمل او کسب کی د خدای ج رضا وی سړی خوشحالی او آرام احساسوی . ۵- دسيخيانو په ډله کی ور ګډيدل : د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده . ۶- دزړه نرم والی او پر نورو رحم کول : دزړه نرم والی ډير لوی صفت دی چه نرم زړه د دوزخ اور نه سوزی ، نوکله چه هغه خوارانو ته چه څلورو ديوالونو ته حيران ناست وی دخواراک لپاره هم څه نه لری زکات ورکړ شی څومره لوی رحم ، زړه سوی او خواخوږی به وی . ۷- له حب دنيا څخه خلاصون : له دنيا اودولت سره محبت ستر مرض دی چه ددی مرض په وجه سړی بخيل ،سخت زړی او بی رحمه ، بی مينی او علاقی وی له مرګ څخه ويره لری د دنيا د عيش اونوش هيله لری ........... نو آخربه تر کومه ژوند وی . نوکله چه څوک له خپل خوږ مال څخه د خدای ج د رضا لپاره زکات ورکړی دهغه په زړه کی د خدای ج د محبت ولولی په جوش راشی او د ناولی فانی دنيا محبت يی له زړه وزی . ۸- د خدای ج پر نعمت شکر : بی له شکه هغه کس چه زکات اداء کوی ، نو پوره يقين لری چه زه خو پخوا ناداره وم ای خدايه ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم نو نن ورځ په ډير اخلاص ستا له راکړی يواځی څلويښتمه برخه پر بی وزلو او خوارانو ويشم ، نوشکر خو همدی ته وايی چه نعمت د خدای ج له خوا يو فضل وګڼل شی ، ولی هغه کس سره لدی چه خدای ج ورباندی د مال پيرزوينه کړی وی خو زکات نه ورکوی پر دی ګمان وی چه دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښی ګمان کوی چه پدی ۴۰ حصه به می مال کم شی چه دا د لوی چښتن ج سره ستره بی وفايی او د بندګی له شانه سره ناشÚ �ری ،سرکشی او ډير بدکار بللای شو. ۹- دخلاصون لاره : دالله ج رضا چه په سپين مخ به د خپل لوی چښتن ج په حضور کی ولاړيږی خپل مال به درته د نجات او خلاصون وسيله وګرځی او دهغه له غذاب او دغاړی له طوق څخه به خلاصون مومی . ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دزکات نصاب : دسپينو اوسرو زرو زکات او دهغه نصاب : ...... مِن كُلِّ اَربَعِينَ دِرهَماً دِرهمُ ُ وَلَيسَ فِی تِسعَةٍ وَتِسعِينَ وَماءةٍ شَيی ُ ُ فَاِذاَ بَلَغَت مَاء تينِ فَفِيهَا خَمسَة ُ ُ دَرَاِهمَ (رواه الترمذی وابوداود). پس اداء کړی زکات د سپينو رزو دهر څلويښت درهمو نه يو درهم – اود 199 درهمو پوری هيڅ واجب ندی او کله چه 200 دوه سوه پوره شی نو په هغه کی پنځه درهم زکات واجب دی . حضرت ام سلمه (رض ) وايی : ما بنګری په لاس کول ، بيا می له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چی ای دخدای ج رسوله ! آيا دا هم کنز دی ؟ ( کوم چه د توبی په سورت کی د کنز په باب سخت وعيد نازل شوی ) هغه (ص) راته په ځواب کی وفرمايل : کوم مال چه د زکات ورکولو اندازی ( نصاب ) ته ورسيږی او زکات يی ورکړ شی هغه کنز نه دی . دسپينو زرو زکات دوه سوه 200 شرعی درهم دی ، او دسرو زرو 20 طلايی مثقاله دی داچه درهم او مثقال د ګرام له رويه څرنګه حساب شی دنوی عصر علماوو داسی بيان کړی . داسلامی نړی ستر مصری عالم دوکتور وهبة الزحيلی پخپل کتاب فقه اسلامی دوهم جلد کی داسی ليکلی دی (( دسرو زرو نصاب شل مثقاله يا اووه نيمی تولی دی چه دا شل مثقاله بيا دعراق په مثقال سره د سلو 100 ګرامو سره برابر دی او دغه شل مثقاله دعجمی په مثقال سره له شيږ نوی 96 ګرامو سره برابر دی )). (( دسپينو زرو نصاب دوه سوه شرعی درهمه يا دوه پنځوس نيمی تولی چی بيا دا دوه سوه شرعی درهم له اووه سوه 700 ګرامو سره برابر دی او دجمهورو علماؤ په نزد دوه سوه شرعی درهم د 642 ګرامو سره برابر دی )) . په نورو فقهی کتابونو کی لکه درالمختار ، احسن الفتاوی او فتاوی عثمانی کی بيا دسرو زرو 87 ګرامه او د سپينو زرو 612 او 628 ګرامه ليکلی دی . دسعودی عربستان د اوقاف دعوة او ارشاد وزارت د سرو زو نصاب 85 ګرامه او د سپينو زرو 595 ګرامه ښودلی دی . همدارګه د قطر،يمن ، سودان او لبنان هيوادونو د زکات ادارو هم دسروزرو شل مثقاله له ( 85 ) ګرامه اود سپينو زرو دوه سوه درهمه له 595 ګرامه برابر ښودلی دی . نو پدی خاطر چه همدا دسعودی عربستان ټاکل شوی مقدار اقل دی (دغريبانو په ګټه دی ) او هم ديوه هيواد پر سطحه تعين شوی دی داعتبار وړ دی . دسرو اوسپينو زرو د زکات اندازه ٪ 2.5 يا 40 څلويښتمه برخه ده . لومړی مثال : که څوک په خپل کور کی 120 ګرامه سره زر ولری نو زکات يی داسی حسابيږی . که د يوه ګرام طلا قيمت 1200 افغانی وټاکو نو 120x1200 144000Af نو دزکات اندازه به 144000÷ 40 3600 نو دری زره او شپږ سوه افغانی د زکات اندازه شوه. دوهم مثال : که څوک 8500 ګرامه سپين زر ولری نو که د سپينو زرو د يوه ګرام نرخ 50 افغانی وټاکو نو 50x 8500 425000÷40 10625 Af نو لس زره و شپږسوه او پنځه ويشت افغانی زکات به پر مستحقو کسانو ويشی . د نغدو پيسو او تجارتی اموالو زکات او دهغه نصاب : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ). ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسی ګټلی . وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوم ( الذاريات 19 ) .ِ اوپه مالونو د دوی کی حق او برخه وه سوالګر لره او صبرکوونکی لره ( مسکين وی خو له شرمه سوال نه کوی ) . عَن سَمُرَةَ بنِ جُندُب ٍ اَن َّ رَ سُول َ اللهَِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَامُرُنَا اَن نُخرِجَ الصَّدَقَةَ مَن َ الَّذِی نُعِدّ ُ لِلبَيع ِ ( رواه ابوداود ) . دحضرت سمره بن جندب (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم مونږ ته حکم وو – چه مونږ به دهر هغه شی نه زکات وباسو کوم چه د بيع و فروخت يعنی تجارت دپاره اخستی وی . دنغدو پيسو او تجارتی اموالو ( دوکان ، دواخانه ، فابريکه او غيره ) نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږی ځکه د سپيونو زرو نصاب اقل دی نو په اقل عمل کوو . د نغدو پيسو يا په تجارتی دوران کی بندو پيسو نصاب دسپينوزرو نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه يا 595 ګرامه سره سمون خوری . که دسپينو زرو ديوه ګرام قيمت 50 افغانی وټاکو نو 50x 595 29750 ≈ 30000 Af نو که څوک 30000 ديرش زره افغانی د نغد و پيسو يا تجارتی اموالو پانګه ولری کال ورباندی تير شی زکات ور باندی فرض دی . دزکات اندازه ٪ 2.5 يا 40 څلويښتمه برخه ده . لومړی مثال : يوه تجار خپل تجارتی اموال حساب کړل پانګه يی 350000 افغانی شوه زکات به يی 350000 ÷40 8750 af يا 2.5% 2.5 / 100 0.025x 350000 8750 af د زکات د ورکړی اندازه به 8750 افغانی شی.. ـــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دزکات مستحقين ( زکات چاته ورکړشی يا د زکات د مصرف ځايونه ) : دزکات دمستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی حکم کړی دی . إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ِ ( التوبه ۶۰ ) . بيشکه همدا خبره ده چه صدقی ( زکات صرفيږی ) لپاره د فقيرانو ،مسکينانو ،عاملانو (دزکات را ټولولو مامورين ) او مؤلفة قلوب ( چه د هغوی زړونه په لاس راوړل مطلب وی ) او (صرفيږی) په ( خلاصولو ) د غاړو ( د بنديانو او مريان ) او پوروړو او ( صرفيږی ) په لاره د خدای ج کی او مسافر چه مال ورسره نه وی ( مقرر کړی ده دغه ) فريضه ( زکات ) له ( جانبه ) د الله ( دغه مصارفو لره ) او الله په هر څه ښه پوه او دحکمت واله دی . ۱- فقراء : د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وی خو داسی وی چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره کيږې او نۀ ورسره دومره مال يا غله وی چه پخپله پری ذکات فرض وی . ۲- مساکين : هغه تش لاسی خلک دی چه د نفقی لپاره څه نه لری که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوی خو بيا هم څه ورباندی نه کيږی ، يا معيوب شوی وی يا ناروغه وی چه د کسب کار توان يی له لاسه ورکړی وی. ۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان دا خلک که څه هم مالداره وی بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شی . ۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوی وی ، او د دوی زړه لاس ته راوړل مطلب وی . ۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کی راغلی وی ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان يا دچا په قرض کی ګرفتار کس . ۶- غارمين : کوم خلک چه داسی پوروړی يا په څه وجه تاوانی شوی وی چه دقرض د ادا کولو توان ونه لری دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده . ۶- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوی ، دعوت کوی اويا پر بله طريقه يی د دين نصرت ته ملا تړلی وی د زکات مستحقين دی . ۷- ابن سبيل : که کوم مسافر وی چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وی که څ هم په خپل کور کی مالدار وی د زکات مستحق دی . ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دکرهنی او مالداری د زکات په اړه به ورسته بيان خپور شی