په افغانستان کې د مخدره توکو په اړه د ملګرو ملتود 2007ز کال ارقامو نه يوازې افغانانو بلکې نړيوالو ته سخت ټکان ورکړ . پر 193000 هکتاره ځمکه د کوکنارو کښت او له هغې څخه د 8200 ټنو اپينو توليد ، چې دنړۍ دټولو اپينو 93٪ جوړوي ، څه وړه خبره نه ده .که څه هم د لوېديځ لپاره داڅه نوې خبره نه ده ، ځکه دوی له پخوا څخه له مخدراتو سره په جګړه اخته دي ، يوازې د جګړې جبهې او بڼې بدليږي ، خو د افغانستان لپاره زما په اند دا يوه ډېره حياتي مسأله ده . که په پرتليز ډول وګورو د نړۍ په تاريخ کې هېڅکله په هېڅ هېواد کې په دې کچه اپين نه دي توليد شوي او نه يې په دومره شمېر معتادين درلودل . چين داپينو د توليد د اوج پر مهال شا وخوا 35000 ټنه اپين توليدول ، چې هغه وخت د نړۍ 85٪ اپين و، او 13.5 مېليونه معتادين يې درلودل . خو د چين خاوره د افغانستان 15 برابره او د هغه وخت نفوس يې هم تر نني افغانستان 15 ځلې زيات وو .
يوه بله مهمه خبره دا ده ، چې په افغانستان کې له مخدره توکو او اداري فساد سره جګړه او نړيوال ترورېزم هم مل دي ، بلکې ويلی شو ، په افغانستان کې د مخدره توکو اقتصاد تر ډېرې اندازې د جګړې زېږنده دی ، چې دنړيوالې مافيا او ترهګرۍ له خوا يې پراخ ملاتړ کيږي . زما اندېښنه دا ده ، چې د اېټاليا او روسيې په څېرپرمختللي هېوادونه نه شي کولی د مافيا له پنجو څخه ځانونه خلاص کړي او هلته مافيا د دولت ډېرو لوړو څوکو ته هم نفوذ کړی ، د افغانستان په څېر هېواد ، چې همدا اوس نه سوله او ثبات لري او نه هم په خپلو پښو ولاړ ملي حکومت ، نو څنګه به ځان د مخدره مافيا له پنجو څخه وژغوري او ماته خو د انګرېزانو ، روسانو او نورو ښکېلاکګرو له نيواک څخه د مافيا نيواک ډېر خطرناک ښکاري .
که څه هم د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه ټول په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې په مبارزه لګيا دي ، خو کال بل وضعيت لا پسې خرابيږي . نړيواله ټولنه لکه څنګه ، چې د افغانستان د جګړې په اړه سره يوه خوله نه ده ، له مخدره توکو سره د مبارزې په اړه يې هم بېلا بېلې لارې غوره کړي او جلا جلا طرحې لري . څوک له مخدراتو سره د زور کارونه غوره بولي ، څوک غواړي اپين قانوني وګرځوي او څوک پر بديل معيشت ټينګار کوي ، خو تر اوسه يوې لارې هم ځانګړې پايلې نه دي لرلي . زه غواړم په دې ليکنه کې د اپينو د توليد ، قاچاق او له هغې سره د مبارزې پر تاريخ لنډه رڼا واچوم ، بيا په افغانستان کې د مخدره توکو د بې ساري ودې پراوسني وضعيت، لاملونو، ستونزو او حل لارو خبرې وکړم .
د اپينو د توليد او سوداگرۍ تاريخ ته لنډه کتنه
کوکنار تر تاريخ وړاندې دوره کې پېژندل شوي ، اهلي شوي او له کوکنارو څخه لاسته راغلي اپين تر ميلاد دمخه دوهمه پېړۍ کې د مصر او قبرس تر منځ سوداګريز توکي وو . لومړی ځل تر ميلاد دمخه پنځمه پېړۍ کې د يونان په طبي او فارمسي متونو کې د اپينو نوم د درمل په توګه راڅرګند شو او وروسته اپين د نړۍ نورو سيمو ته هم خواره شول .په اتمه ميلادي پېړۍ کې د چين په طبي متونو کې يې هم نوم راښکاره شو او وروسته يې ځانګړی اهميت پيدا کړ ، خو تر پنځلسمې پېړۍ پورې يې په هند او فارس کې استعمال نه درلود . په هند کې لومړی ځل د اکبر پاچا په دور کې ( 1556 – 1605 ) دود وموند او د عايداتو يوه برخه وګرځېده .
کله چې د اروپايانو ( پرتګاليان ) پښه هند ته ورسېده ، له اپينو سره اشنا شول او بيايې چين ته د همدغه توکي سوداګري پيل کړه او له هندي او عرب سوداګرو سره يې په دې برخه کې سيالي پيل کړه . په پيل کې پرتګاليانو له برازيل څخه تنباکو راوړل ، خو ډېر ژر چينايانو په خپله تنباکو وکرل او د پايپ جوړول يې زده کړل . پرتګاليانو د سيالۍ په موخه له تنباکو سره اپين ګډ کړل اوپه دې توګه يې د اپينو اعتياد ته په چين کې لاره پرانيسته . تر پرتګاليانويوه پېړۍ وروسته هالنډيان هم د اپينو په تجارت ورګډ شول او د چين پر ځای يې اندونيزيا ته مخه کړه او په ( جاګارتا ) کې يې ثابت بندر جوړ کړ او له دې لارې به يې د بنګال اپين ( جاوا ) ته رسول او تر 1681 پورې جاوا ته د دوی د اپينو صادرات 72.28 ټنو ته ورسېدل .دجاګارتا پر لاره د تلونکو بېړيو 34٪ تجارتي توکي اپين و . کله چې د برتانيې پښه هندوستان ته ورسېده ،د اپينو په سوداګرۍ کې ډراماټيکه وده رامنځته شوه . په پيل کې ،چې انګرېزانو په کلکته او بمبيي کې( 1656 او 1661 ز ) تجارتي بندرونه جوړکړل، نو يې له هندي سوداګرو څخه اپين پېرودل او چين ته يې وړل ،خو کله چې دوی له خپلو بندرونو راووتل اود هند د مرکز پر لوري يې مارش پيل کړ او بنګال يې فتح کړ ( 1764 ) دوی ته د هند د اپينو د غني زون اقتصادي ارزښت څرګند شواو ډېر زر يې د کوکنارو کښت ، د اپينو توليد او سوداګري انحصار کړل ، تر 1973ز پورې يې چين ته د اپينو صادرات 75 ټنو ته ورسول او هلته يې ډله ييز اعتياد او روږدي کېدل رامنځته کړل . په نولسمه پېړۍ کې څه باندې يو مېليون بزګرانو په 500000 هکتاره ځمکه کوکنار کرل . په 1820 کې انګرېزانو د سوداګرۍ يو ډېر ګټور مثلث رامنځته کړی و : انګرېزانو د 22 مېليون پاونډو په ارزښت اپين او مالوچ چين ته صادرول او له هغه ځايه يې د24 مېليون پاونډو په ارزښت چای برتانيې ته او له برتانيې څخه د20 مېليون پاونډو په ارزښت ټوکر بېرته هند ته راوړل .
کله چې په 1834 کې چين ته د اپينو پر صادراتو د برتانيې انحصار ختم شواو د اپينو تجارت ته نوي سيالان ورګډ شول، چين ته د اپينو په صادراتو کې لس چنده زياتوالی راغی او کچه يې له 270 ټنو څخه 2558 ټنو ته ورسېده اوشاوخوا درې مېليونه کسان پرې روږدي شول .
چين اړ شو ، چې د اپينو پر وړاندې خپل بندرونه وتړي او اپين ناقانونه وګرځوي ، خو برتانيې له همدې امله دوه ځلې له چين سره په ( 1839- 1841 ) او ( 1856 ـ 1858 ) کلونوکې جګړې ترسره کړې ، د لومړۍ جګړې په پايله کې چين اړ شو خپل بندرونه د انګريزي اپينو په وړاندې بيا پرانيزي او د دوهمې جګړې په پايله کې يې د اپينو کښت او سوداګري قانوني اعلان کړه . په يوه کال کې د اپينو واردات 6700 ټنو ته ورسېدل . وروسته چين د اپينو خپلو توليداتوته اجازه ورکړه ، د هندي اپينو په وارداتو کې زيات کمی رامنځته شو او داسې وخت راغی ،چې چين نه يوازې د اپينو له درکه د خپلو خلکو اړتيا پوره کوله ،بلکې نورو هېوادو ته يې صادرات هم پيل کړل او داپينو اعتياد امريکې او اروپا ته د ناروغۍ په څېر سرايت وکړ . د 1840 او 1896 کلو تر منځ په امريکا کې د اپينو په مصرف کې څلور چنده زياتوالی راغی او د معتادينو شمېر يې 313 زره کسانو ته ورسېد . خپله په چين کې پر کال 1906ز کې د معتادينو شمېر 13.5 مېليونو ته ورسېد ، چې د نارينه وګړو 27 سلنه يې جوړوله . په 1907ز کال کې د يوې منظمې سروې له مخې د نړۍ د اپينو توليد 41624 ټنو ته رسېدل ، چې له هغو څخه يوازې چين 35000 ټنه ( 85٪ ) توليدول . همداراز ، جنوب ختيزې اسيا دوه ټنه او جنوب لويديزې اسيا ( ترکيه ، ايران ، هند او افغانستان ) 6285 ټنه توليدات لرل . له پورتنۍ اندازې څخه 2981 ټنه يې امريکې ته صادرېدل .
په نړيواله کچه د لومړي ځل لپاره پر کال 1874 د عيسوي پروټسټانټ ملايانو ، چيني تبليغيانو او د چين امپراتورۍ د مامورينو له خوا د اپينو د توليد او سوداګرۍ پر وړاندې هلې ځلې پيل شوې ، په 1909ز کې د انګرېزانو او چين ګډه غونډه په شانګهای کې ترسره شوه ، په ( 1909او 1911 ) کلونو کې دهالنډ په هاګ کې داپينو د کنټرول په موخه دوه نړيوال کنفرانسونه جوړ شول ، په 1914ز کال کې د امريکې کانګرس د( هريسن نارکوټيک اکټ ) په نامه د اپينو ضد لومړنی قانون تصويب کړ او په 1925زکې د ملتونو د ليګ ( چې وروسته په ملګرو ملتوبدل شو ) له خوا د اپينو د کنټرول نړيوال تړون رامنځته شو.د همدغو نړيوالو قوانينو په برکت د اپينو توليد تر 1936زپورې له 42 زره ټنو څخه 16 زره ټنو ته راولوېد . د سړې جګړې پر مهال کمونېست چين په دې بريالی شو چې د کوکنارو جرړې په بشپړه توګه له بېخه وباسي او د اپينو معتادين جبري درملنې ته اړ کړي . دچين د اپينو په له منځه تلوسره د نړۍ 85٪ اپين له منځه لاړل او تر 1970 پورې داپينونړيوال توليد 1094 ټنو ته راکښته شو .خو د نړيوالې غوښتنې له امله د اپينو توليد په جنوب ختيزه او جنوب لوېديزه اسياکې مخ په زياتېدوشو اوپه همدې لړ کې د 1950 کلونو په ترڅ کې طلايي مثلث ( برما ،تايلنډ او لاؤس ) او په 1970 ز کلونو کې طلايي هلال ( ايران ، پاکستان او افغانستان ) د اپينودتوليد مهمې سيمې وګرځېدې . کله چې امريکې په ويتنام کې ماته وخوړه ، نود امريکې د وخت ولسمشر ( رېچارډ نېکسن ) د مديترانې په سيمه کې د اپينو په وړاندې جګړه اعلان کړه . امريکې د ترکيې ټول هغه اپين چې د فرانسې د مارسلز په لابراتوارونو کې په هېرويينو بدلېدل په پيسو وپېرودل ، د کوکنارو ټول پټي يې واړول او فرانسې هم په مارسلز کې ټول لابراتوارونه وتړل .د امريکې د ادعا له مخې په 1973 کې د معتادينو شمېر له 500 زرو څخه 200 زرو ته راولوېد .که څه هم د نېکسن جګړې ظاهراً برياتر لاسه کړه ، خود امريکې په بازارونو کې د هېرويينو بيه درې ځلې زياته شوه او د سوچه توب کچه يې نيمايی ته راوغورځېده او په دې توګه په نړيواله کچه د اپينو توليد د خپلې لوړې بيې او زياتيدونکې غوښتنې له امله بېرته مخ په زياتېدو شو او په اوږده موده کې دغه جګړې د اپينو نوي بازارونه او نوې کروندې رامنځته کړل . وروسته د امريکې دوه نورو ولسمشرانو ( رېګن او بوش ) دې ته ورته ناکامې تجربې په لاتين امريکا کې بيا تکرار کړې .
ستونزه دا ده ، چې د امريکې حکومت د مخدره توکو د بازار ډينامېزم او الاستيکيت له پامه غورځوي او دې ته نه ګوري ،چې د نړيوالې مافيا په مرسته مخدره توکي ډېر زر دتوليد سيمې بدلوي او د قاچاق نوې لارې او طريقې کاروي .
په بولويا کې تر 1963 پورې د کوکايينو توليدات له 4800 ټنو څخه 56400 او تر 1988 پورې 155452 ټنو ته ورسېدل . د آسيا اپين هم د 1970 او 1989 کلونو تر منځ له 1094 ټنو څخه 4016 ټنو ته ورسېدل .
په افغانستان کې اپين له پخوا څخه توليدېدل او په 1970 کلونو کې دطلايي هلال يوه برخه وه ، خو د 1970 په پيل کې ، چې په طلايي مثلث کې د دوه کلنې وچکالۍ له امله د اپينو توليد ډېر راولوېد د طلايي هلال توليدات له 504 ټنو څخه 1400 ټنو ته لوړ شول او په طلايي مثلث کې له 700 ټنو څخه 160 ټنو ته راوغورځېدل . دطلايي هلال دتوليداتو له زياتوالي سره په اروپا کې هم د معتادينو شمېر زيات شو او له 190 زرو څخه 330 زره کسانو ته ورسېد .
کله چې په افغانستان کې جګړه ونښته ، نو د طلايي هلال توليدات لامخ په زياتېدو شول ، د 1980 کلونو تر پايه افغاني او پاکستاني هېرويينو د امريکې 60 ٪ بازار انحصار کړی و او په امريکا کې د معتادينو شمېر بېرته 450000 تنو ته رسېدلی و . د طلايي هلال دننه ، د افغانستان توليدات ، چې په 1971 کې 100 ټنه وو ، په 1982 کې 300 ټنو او په ورپسې فصل کې 575 ټنو ته ورسېد او تر 1986 پورې دنړۍ مخکښه توليدوونکی و . په ټوليزه توګه په 1980کلونوکې د نړۍ توليدات درې چنده زيات شول او له 1450 ټنو ( 1981 ) څخه 4105 ( 1989 ) ټنو ته ورسېدل . په 1991 کال کې افغانستان له برما څخه لومړی مقام تر لاسه کړی و او پر دغه کال د افغانستان د توليداتو کچه 1782 ټنه وه او تر 2000کال پورې دا کچه 3276 ټنو ته ورسېده . په 2001 کال کې طالبانو د کوکنارو پر کرنه بنديز ولګاوه او د اپينو توليدات 185 ټنو ته رواولوېدل او له دې سره د نړۍ د اپينو په توليد کې ډراماتېک کمښت منځته راغی .
څرنګه ، چې له طالبانو سره د کوکنارو په له منځه وړلو کې اوهمداراز له بزګرانو سره د بديل معاش په برخه کې لازمه مرسته نه وه شوې ، نو د طالبانو تر نسکورېدو وروسته ډېر ژر د اپينو په توليد کې زياتوالی راغی او تر 2007 کال پورې د اپينو توليد 44 چنده زيات شو .
له 1925 څخه ، چې د اپينو توليداو سوداګري د نړيوالو قوانينو له مخې منع شول ، ډېر ژر د قاچاقبرانو جنايي ډلې او کارټلونه رامنځته شول . له مخدراتو سره د نېکسن د جګړې له امله ، چې د فرانسې دمارسلز ټاپو لابراتوارونه وتړل شول ، د کورسيکا سنډيکا د اېټاليې پولې ته وخوځېده او د مخدراتو په نړيوال تجارت کې ، داېټالوي مافيا ونډه ډېره پياوړې شوه او کله چې د روسانو له يرغل سره په افغانستان کې جګړه توده شوه د اتلانتيک زون په هېرويينو کې د مافيا ونډه اوج ته ورسېده . په 1981 کې پاکستاني لابراتوارونو ( اکثراً د درمل جوړولو فابريکو په بڼه ) د سيسلي مافيا په مرسته د امريکې د بازارونو 60٪ هېرويين برابرول . مافيا د آسيا ، امريکا او اروپا تر منځ د اپينو او کوکايينو سوداګري په خپل لاس کې واخېسته ، چې په پايله کې د سيسلي مافيا د اقتصادي ځواک تر څنګ سياسي ځواک هم تر لاسه کړ او نن مافيا د اېټاليې له پولو بهر وتلې او د نړيوال سازمان بڼه يې غوره کړې ، چې د پخواني شوروي په جمهوريتونو، افغانستان ،پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې پياوړې نمايندګۍ لري .
مافيا ، چې د ( کوسا نوسترا ) په نامه هم ياديږی ، په منځنيو پېړيو کې د سيسلي د املاکو او شتمنيود ساتنې په موخه يوه پټه ډله وه ، چې د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې يې د زور لارو ته لاس واچوه او ورو ورو يې جنايي بڼه غوره کړه . تر دويمې نړيوالې جګړې دمخه د( بنيتو موسولينې ) له خواپه کلکه وځپل شوه او يو زيات شمېر غړو يې د امريکې خوا ته مخه کړه . څرنګه چې دغو ډلو سخت کمونېستي ضد دريځ درلوده ،د ځينو معلوماتو له مخې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د امريکې د پټو استخباراتو له خوا بېرته پياوړي شوې او نورو جنايي برخو ته يې هم لاس واچاوه تر دې چې نن د افغانستان مخدره توکو ته يې هم لاس رسېدلی .
لکه څرنګه ،چې د افغانستان جګړه اوس يوه نړيواله ستونزه ده ، همداراز د افغانستان اپين هم په مهمه نړيواله ستونزه اوښتي دي . اوس به وګورو ،چې نړيوالو او افغانستان حکومت له دې ستونزې سره څه ډول مبارزه پرمخ بېولې او تر کومه ځايه لاسته راوړنې لري .
په افغانستان او نړۍ کې د مخدره توکو عمومي پروفايل
مخدره توکي د نړۍ يوه ستره ستونزه ده او له همدې ستونزې سره يو شمېر نړيوال کړکېچونه تړلي دی . که څه هم د مخدره توکو د نړيوال تجارت رښتيني کچې معلومول ګران کار دی ، خو د United Nations Drug Control Program ( UNDCP ) د اټکل له مخې کلنۍ کچه يې 400 مېليارد ډالره ده ، چې د نړيوالې سوداګرۍ 8 په سلو کې جوړوي او له دغه کچې څخه 100 مېليارد ډالره يې امريکې ته ځي .(1 )
د( اف بي آی ) درپوټ له مخې په 1990 کې دامريکې 5٪ وژنې له مخدره توکو سره تړاو درلود ، په 2005 کې د 12 او 17 کلو تر منځ ځوانانود ناقانونه دواګانو په خرڅلاو کې لاس درلود اود ښوونځيو 25.4٪ زده کوونکو مخدره توکي استعمال کړي او ياد هغو د استعمال وړانديز ورته شوی
همدااوس اروپا 3.3 مېليون معتادين لري او په عراق او افغانستان کې د انګريزي سرتېرو تر منځ د مخدراتو اعتياد مخ په زياتيدو دی . د يوې سروې له مخې له 2003 راهيسې 1500 انګريزي سرتېري د مخدراتو په ازموينه کې پاتې راغلي او د اعتياد په کچه کې 60٪ زياتوالی راغلی، چې 50٪ يې د کوکايينو او 30٪ يې د چرسو معتادين دي . د دې تر څنګ ، چې دغو هېوادونوکې يو غټ رقم پيسې د مخدره توکو په پېرودلو لګيږي ، حکومتونه هم د هغوی پر مخنيوي او همداراز د معتادينو پر درملنه لويه پانګه لګوي .
په دوديزه توګه مخدره توکي د نړۍ په دريو سيمو کې توليديږي ، چې يوه يې طلايي هلال نومول شوې او افغانستان ، ايران او پاکستان په کې شامل دي ، بله يې طلايي مثلث نومول شوې ، چې ميانمار ( برما ) ،تايلنډ او لاؤس په کې دي ، او درېيمه سيمه په جنوبي او لاتين امريکا کې د کلمبيا ، بولويا او ونزويلا هېوادونه دي . له هغې وروسته ، چې په افغانستان کې د اپينو توليد اسمانڅک شوپه طلايي هلال کې د اپينو توليد مخ په ځوړه روان شو . که څه هم د يوه امريکايي رپوټ له مخې افغانستان او کلمبيا اوس د نړۍ تر ټولو لوی توليدونکي هېوادونه دي ، خو هغه ځمکه چې په افغانستان کې کوکنار پرې کرل کيږي ، د کلمبيا ، پېرو او بولويا له مجموعي ځمکې څخه چې کوکا پرې کرل کيږي ، زياته ده . همداراز يوازې په هلمند کې د توليد شويو اپينو ارزښت د کلمبيا ، ميانمار او مراکش له هغو څخه زيات و . (2)د دې تر څنګ افغانستان د وروستيو رپوټونو په حواله دچرسو په توليد کې هم د نړۍ لومړی مقام تر لاسه کړی .
د ملګرو ملتو د2007 کال د رپوټ له مخې په افغانستان کې 193000 هکتاره ( 477000 ايکړ) ځمکه کوکنار کرل شوي ، چې له 2006 کال څخه 17٪ زياته وه او دا په نړۍ کې پر کوکنارو کرل شوې ځمکې 82٪ برخه جوړوي ، خوله همدغه ځمکې څخه 8200 مېټريک ټنه اپين حاصل واخېستل شول ، چې له 2006 کال څخه 34٪ زيات وو او د نړۍ 93٪ اپين يې توليد کړل . دا چې له 82٪ ځمکې څخه د نړۍ 93٪ اپين ترلاسه شول لامل يې په 2007 کې د افغانستان پريمانه اوبه او ښه هواوه . په 2006 کې له يوه هکتارڅخه 37کيلو ترياک او په 2007 کې في هکتار 42.5کيلو ترياک ترلاسه شول . په 2006 کې چې ټول لاسته راغلي اپين 6100 ټنه و ، هغه وخت يې هم د نړۍ د اپينو 92٪ برخه جوړوله ، مانا دا چې په 2007 کې نړيوال توليد په مجموع کې هم زيات شوی .
همداراز په 2007 کې 21 ولايتونو د کوکنارو کر درلود او 13 ترې پاک و ،په 19047 هکتاره ځمکه د دولت او نړيواله ټولنې له خوا کوکنار له منځه تللي ، ټولې 509000 کورنۍ ، چې 3.3 مېليونه وګړي کيږي ، د کوکنارو په کرکېله اخته وو ( د يادونې وړده ، چې نړيواله ټولنه معمولاًد يوې کورنۍ غړي د 6 او 7 تنو تر منځ شمېري ، حال دا چې په افغانستان کې کورنۍ تر دې ډېرې لويې وي نو ويلی شو چې د هغه وګړو شمېر چې د کوکنار په کر کېله بوخت دي په واقعيت کې نور هم زيات دي . ليکوال ) ، چې دا هم له 2006 کال څخه ( 448000 کورنۍ ) 14٪ زياتوب ښيي او د هېواد د ټول نفوس ( 23 مېليونه ) 14.3٪ جوړوي . د حاصلاتو تر اخېستلو وروسته د يوه کيلوګرام اپينو بيه 86 ډالره وه او په مجموع کې د ترياکو له درکه هېواد ته 4 مېليارد ډالره لاسته راغلي ، چې د هېواد د ټول اقتصاد درېيمه برخه جوړوي . .
د يادونې وړده ، چې يو بزګر له يوه هکتار کوکنارو څخه 5200 ډالره تر لاسه کوي ،حال دا چې له يوه هکتارغنمو څخه 546 ډالره لاسته ورځي ، مانا دا چې د اپينو ګټه يې د غنمو لس چنده ده . يوه بل مهم رقم ته ، چې بايد اشاره وشي دا ده چې 80٪ کوکنار په هغو ولايتونو کې چې امنيت خراب دی ، لکه هلمند ، کندهار ، ارزګان ، زابل ، نيمروز او دايکندي کې کرل شوي ، مانا دا چې ناامني او د کوکنارو کرکېله مستقيم تناسب سره لري ، يوازې په هلمند کې د 2006 کال په پرتله د کوکنارو کرکېله 50٪ زياته شوې او له 69324 هکتارو څخه 102770هکتارو ته رسېدلې ، چې په افغانستان کې د ټولې کرل شوې ځمکې 53٪ برخه جوړوي .که څه هم دولت په دې بريالی شو ، چې په 2007 کې 7 نور ولايتونه هم له کوکنارو څخه پاک کړي ، خو پر ځای يې په يوشمېر جنوبي او لويديزو ولايتونو کې کرکېله زياته شوې ، د بېلګې په توګه په نيمروز کې شاوخوا 33٪ د کوکناروکرنه زياته شوې .
د کوکنارو تر څنګ په 2007 کال کې د چرسو په توليد هم کې ډېر زياتوالی راغلی ،مخصوصاً په هغو ولايتونو کې ،. چې کوکنارله منځه تللي ځای يې چرسو نيولی او غټ لامل يې هم دا دی ، چې د چرسو په اړه دولت او نړيواله ټولنه ډېر جدي نه دي ، ځکه چرس د اپينو په څېر خطرناک نه دي او نه هم هغسې ژورې ټولنيزې اغېزې لري . د سروې له مخې په فې هکتار ځمکه د چرسو حاصل د ترياکو دوه چنده دی او په 2007 کال کې د يوه کيلو چرسو بيه د 48-61 ډالرو تر منځ وه ، څرنګه چې د چرسو کرل ډېرې پانګې ته هم اړتيا نه لري او ورسره د کوکنارو په پرتله خواري هم کمه غواړي ، نو ځکه ډېری بزګرانوپه 2007 کال کې د چرسو کر نې ته مخه کړې او شاوخوا 70000 هکتاره يې پر چرسو کرلې ، چې د 2006 کال په پرتله ( 50000 هکتاره ) 20000 هکتاره زياته وه .
د پورتنۍ سروې له مخې په 2007 کال کې د هېرويينو لابراتوارونه نور هم زيات شوي ، چې زياتره يې د هلمند ولايت په موسی قلعه او سنګين ولسواليو کې دي . د افغانستان دولت د رسمي معلوماتو له مخې د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو تر منځ لږتر لږه د اپينو د قاچاق او انتقال 176 بندره موجود دي .(3)
د هغه رپوټ له مخې ،چې ملګرو ملتو دافغانستان په اړه د توکيو نړيوالې غونډې ته وړاندې کړ ، په 2008 کال کې هم د کوکنارو وضعيت چندان ښه نه ښکاري . رپوټ وړاندوينه کوي ، چې په 2008 کې به هم افغانستان شاوخوا د نړۍ 90٪ ترياک توليد کړي . د ژمنۍ کرنې د سروې له مخې د جنوب په ناارامو ولايتونو کې د کوکنارو کښت مخ په زياتېدو دی او د اپينو له درکه ماليه به د طالبانو د عملياتو غټه مالي سرچينه جوړه کړي . په 2007 کال کې د اپينو د ماليې له درکه طالبانو ته شاوخوا 100 مېليون ډالره لاسته ورغلل ، چې د UNODC ( United Nations Office on Drug and Crime ) مشر(انتونيو ماريا کوستا) په وينادا د طالبانو لپاره باد راوړې پيسې وې . د رپوټ له مخې په جنوبي ولايتونو کې به د کوکنارو د کښت کچه په خپل حال پاتې شي ، په نيمروز کې به ډېره زياته شي ، په ننګرهار کې به راوغورځي . (4) د UNODC استازې کريستنا اوګوز وايی ، چې نيمروز به ډېر زر د کوکنارو په غوړېدلې دښته واوړي . نيمروز ، چې له پاکستان او ايران دواړو سره پوله لري د قاچاق مهمه لار ګڼل کيږي .
د دې تر څنګ به راتلونکی کال د چرسو توليد نوره هم زيات شي. د ملګرو ملتو د هغه سروې له مخې ، چې په 469 کلو کې يې ترسره کړې ، 18٪ بزګرانو چرس کرلي ، حال دا چې دا سلنه په 2006 کال کې 13 وه . انتونيو ماريا کوستا وايی ، چې سږ کال به افغانستان د کوکنارو تر څنګ د چرسو لوی توليدوونکی هم وي . د هغه سروې له مخې ، چې ملګرو ملتونو په کندهار کې کړې ، درې پر څلور برخې بزګرانوويلي ، چې سږ کال به دوی چرس وکري ، د يوه بزګر له خولې په پاکستان او ايران کې د چرسو تقاضا مخ په زياتېدو ده . که څه هم چرس او اپين دواړه د اسلام له نظره حرام دي ، خو بياهم چرس د هېرويينو په پرتله ډېر د زغم وړدي او بهرنيان هم په دې خوشاله دي ، چې په لومړي پړاو کې يو کمزوری اعتياد د قوي او ډېر زيانمن اعتيادځای ونيسي .
د ملګرو ملتو يوه رپوټ په ۱۳۸۵ کې پر مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر 900 زره کسان اټکل کړی و او وړاندوينه يې کړې وه ، چې دا شمېر به د ۱۳۸۶ تر پايه له يو مېليون کسانو څخه واوړي .( 5) په افغانستان کې د فقر او جګړې له امله رواني فشارونواو د اپينو ارزانې بيه د روږدو کسانو شمېر نور هم زيات کړی .
د مخدره توکو د ودې لاملونه
مخدره توکي زياتره په هغو مخ پر ودې هېوادونو کې توليديږي ، چې هلته يا ډېر فقروي ، يا د کورنيو جګړو له امله د دولت واکمني کمزوري وي او يا هم له نړيوالې ټولنې سره د مخالفت له امله ګوښه او له يو شمېر بنديزونو سره مخ وي . که چېرې په دغو هېوادو کې له مخدره توکو سره پروخت ، دقيقه او معقوله مبارزه ونه شي ، ډېر ژر په دغو سيمو کې د مخدره توکو يو سنډروم او شيطاني کړۍ رامنځته کيږي ، په دې مانا چې د مخدره توکو مافيا ډېر ژر د دولت د ننه نفوذ کوي او د اداري فساد له لارې د قانوني ګامونو او اغېزمنې مبارزې مخه نيسي ، د مخدراتو سيمه ييز واکمنان رامنځته کيږي ، مرکزي دولت ورځ په ورځ کمزوری کيږي ، د بزګرانو ژوند د مخدراتو په توليد پورې تړل کيږي او اعتياد د يوې ټولنيزې ناروغۍ په توګه خپريږي . په لنډه موده کې مخدره اقتصاد ،کمزوری مرکزي دولت او ژور اداري فساد يو فاسد سنډروم رامنځته کوي ، چې بيا خلاصی ترې داسې آسان نه وي . برما ، کلمبيا او افغانستان د داسې هېوادونو غوره بېلګې دي .
که څه هم له مخدره توکو سره مبارزه ډېره زړه سابقه لري ، خو له بده مرغه په ډېرو کم شمېر هېوادونو لکه چين ، ترکيه او هندوستان کې دا مبارزه بريالۍ شوې .له دووکلو راهيسې افغانستان ، باهاما ، بولويا ، برازيل ، ميانمار ( برما ) ، کلمبيا ،دومينېکن ، اکوادور ، ګواتيمالا ، هايتي ، هندوستان ، جامايکا ، لاؤس ، مکسيکو ، نايجېريا ، پاکستان ، پاناما ، پاراګوې ، پيرو او وينزويلا د نړۍ د مخدره توکوپه توليد کې شل مخکښه هېوادونه دي .
که څه هم په هندکې د اپينو د قانوني ګرځولواود درمل جوړولو په صنعت کې له هغې څخه د ګټې اخېستنې له لارې د ناقانونه اپينو په وړاندې مبارزې تر زياتې کچې برياليتوب تر لاسه کړ ی، خو په وروستيو وختو کې د هند د مجازو اپينو 30٪ برخه ناقانونه برخې ته اوښتې او بل دا چې د مخدره توکو د ترانزيت په يوې لارې بدل شوی .
له مخدره توکو سره مبارزه دنړۍ په ټولو هېوادونو کې ډېره ستونزمنه وه او ده ، خو په افغانستان کې د مخدراتو ستونزه په داسې يوه خبيث سنډروم اوښتی ،چې نه يوازې سيمه بلکې ټوله نړۍ يې ناآرامه کړې . دلته د مخدره توکو توليد ،سوداګري او په ټوليزه توګه مخدره اقتصاد ، له اداري فساد ، جنګسالارۍ ، نړيوالې مافيا او نړيوالې ترهګرۍ سره مل شوي او په سيمه کې يې ژور بحران رامنځته کړی . که څه هم د 2001 کال تر سپټمبر وروسته نړيواله ټولنه په افغانستان کې پياوړی حضور لري او له مخدره توکو سره مبارزه يې د سياست په لومړيتوبونو کې راځي او په دې لار کې د کال شاوخوا يو مېليارد ډالره لګوي ، خو بياهم افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو له راتګ سره دومره زياتوالی راغلی ، چې اوس افغانستان په يوازې ځان د نړۍ 93٪ اپين توليدوي او د چرسو په توليد کې يې هم لومړی مقام نيولی دی .
نړيواله مافيا معمولاً د مخدراتو د توليد لپاره داسې سيمې لټوي ، چې هلته دولتي واکمني کمزوري ، خلک بې وزلې او د نفوذ امکانات برابر وي . پر افغانستان د پخواني شوروي له يرغل سره ، چې د افغانستان دولت پر اکثريت سيمو خپله واکمني له لاسه ورکړه ، د پاکستان او افغانستان پر ګډه پوله له قانون څخه يوه آزاده سيمه رامنځته شوه او په عين وخت کې په طلايي مثلث کې د وچکالۍ له امله د مخدره توکو ارزښت مخ په لوړېدو شو ، نو ډېر ژر مافيا دغه سيمې ته پام راواړوه او د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې دواړه خواوې د جګړې د سازماندهۍ ، د جهادي او چريکي جګړو د روزنتونونو ، د مخدره توکو لابراتوارونو ،د وسله جوړولو فابريکو په مرکز تبديلې شوې او په لنډ وخت کې افغانستان د اپينو په يوه فابريکه واوښت او همدا اپين اوس په خپل وار د جګړې د ماشين لپاره د سوند په توکو بدل شوي .
د نړۍ تاريخ ښيي ، چې معمولاً نښتې د شتمنيو د سرچينو پر سر منځته راځي . د نړيوال بانک د تعريف له مخې د نښتو سرچينې هغه طبيعي او يا هم پروسس شوي منابع دي ، چې د هغو کنټرول ، استفاده ، تجارت ، ماليه ، د بسپنو لپاره د هغو ساتنه او يا هم د هغې له قرينې څخه د وسله والو نښتو لپاره ګټه واخېستل شي .
د ټولنيزو پوهنو عالم ( لې بيلون ) داسې تصنيف وړاندې کوي : « د جګړې سرچينې په پراخه توګه خورې دي او عمدتاً هغه منابع دي ، چې په پراخو سيمو کې لږې پانګې ته اړتيا لري او د کار لوی ځواک په کار اچوي ، لکه رسوبي مواد ( تېل ... ) تمبې او زراعتي محصولات . » د کوکنارو کښت په افغانستان کې يوه ضربتي پروسه ده ، چې پراخه سيمه يې نيولې ډېرې پانګې ته اړتيا نه لري او د د ې هېواد شاوخوا اومه برخه وګړي يې په کار اچولي . په دې توګه اپين په افغانستان کې د جګړې يوه مهمه سرچينه ده او جګړه په خپل وار بياد کوکنارو کرکېلې ته لاره جوړوي .(6)
د جنرال ډېوېډ بارنو په وينا له 2004 څخه په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو بريدونه له 900 څخه 8950 ته ، د سړک غاړې چاودنې له 325 څخه 1469 پېښو ته او د ځانمرګو بريدونو شمېر له 3 څخه 130 ته لوړ شوي . دغه پېښې زياتره د افغانستان په جنوب کې تر سره شوي او که ځير ورته وګورو دلته په همدې تناسب د کوکنارو په کښت کې هم زياتوالی راغلی .
افغانستان ته د ملګرو ملتو نومول شوی پخوانی استازی لارډ پډي اشډاون ، چې د افغان دولت له مخالفت سره مخ شو وايی ، چې په جګړه ځپلو بحراني هېواد و کې لومړی بايد د قانون واکمني پلي شي او بيا دموکراسي او ټاکنې تر سره شي ، که نه له دموکراسۍ څخه به جنايتکاران او جنګسالاران زياته ګټه واخلي واک به ترلاسه کړي او اداره به ډېره فاسده شي . د افغانستان په برخه کې د ده تحليل ډېر سم خېژي ، ځکه رښتياهم نړيوالې ټولنې تر دې دمخه چې دلته قانون پلی کړي ، له جنګسالارانو وسلې ټولې شي او ولس يې له جغه خلاص شي ، دوی غوښتل ډېر ژر نړۍ ته وښيي ، چې څنګه افغانستان ته د دوی په رسېدو سره سمدستي دموکراسي وغوړېده او په دې لار کې يې ارزښتونه د مصلحتونو قرباني کړ اوله همدې امله ده چې تر ننه پورې جنګسالاران په افغانستان کې واکمني چلوي او د دوی د نفوذ له امله اداري فساد په يوه لاعلاجه سنډروم بدل شوی او همدغه اداري فساد په خپل وار د مخدره توکو له توليد او قاچاق سره مرسته کوي ، د خلکو اړيکي له دولت سره کمزورې کيږي او د جګړې لمن ورځ په ورځ پسې پراخيږي . د UNODC مشر انتونيو کوستا هم ټينګار کوي ، چې له مخدره توکو سره مبارزه په امنيتي ځواکونو کې د فساد له امله ډېره زيانمنه شوې . د ده په وينا د مخدره توکو ضد صادقو پوليسو او واليانو نشتوالی يوه غټه ستونزه ده ، د دې ترڅنګ دمخدره توکو ضد د باصلاحيته مرجع او باکفايته قضايي سېستم نشتوالي ، وضع نوره هم خرابه کړې . د آينې تلويزيون د ( يوناما ) او ( يو ان او ډي سي ) له خولې حواله ورکوي ، چې د مخدره توکو قاچاقبرانو له طالبانو او په حکومت کې له يو شمېر چارواکو سره اړيکي ټينګې کړي او له مخدره توکو سره د مبارزې وزير جنرال خدايداد هم د يو شمېر حکومتي کسانو په اړه خبرې کوي ، چې په مخدره موادو کې لاس لري ، خو تر اوسه يې کوم لېست نه دی وړاندې کړی . د اوسني حکومت له هماغه پيل څخه په وار وار په دې اړه خبرې شوي ، او اوس تقريباً ټول افغانان په دې ګروهه دي ، چې يو شمېر دولتي او سيمه ييز چارواکي د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري ،خو تر اوسه د هېچا نوم په ډاګه شوی نه دی . او ښايي ، چې مشران به يې هېڅکله په ډاګه هم نه شي . ځکه په رښتيا هم اوس مافيا داسې ځايونو ته نفوذ کړی ، چې د نومونو رسوا کول يې ناشوني ښکاري .
په دې توګه په افغانستان کې جګړې ، د مخدره توکو مافيا او اداري فساد يو داسې شيطاني مثلث رامنځته کړی ، چې هره ضلع يې د بلې ضلعې ملاتړ کوي . د امريکې سټېټ ډېپارټمنټ هم په يوه رپوټ کې ورته نظر ليکي : « د افغانستان د مخدراتو پيسې حکومت فاسدوي ، مؤسسات کمزورې کوي او طالبان پياوړې کوي . » خو د امريکې دولتي ډېپارټمنټ ناسمه پايله اخلي او ليکي ، چې « د سيمې د مخدره توکو د لويو قاچاقي سازمانونو او اورپکو ترمنځ مخ په زياتيدونکې اړيکې د دې اړتيا نوره هم زياتوي چې دمخدره توکو جبري امحا تر سره کړو او د امنيتي ستراتېژۍ برخه يې وګرځوو . » (7) په واقعيت کې همدا مېشن دی ، چې افغانان له حکومت سره بېګانه کوي ، بغاوت يا جګړه تمويلوي او ناټو او افغان ځواکونه له خپلې اصلي موخې څخه ، چې د ناامنۍ له منځه وړل او د نظم ټينګول دي ، اړوي . که مېشن په دې بريالی هم شي ، چې کوکنار په يو څو ولايتونو کې ختم کړي هغه به ډېر ژر په يوه بل ولايت کې وده وکړي ، د تېرو پېړيو تجربې د اپينو د کوچ اوځای بدلولو ډېرې بېلګې وړاندې کوي . لنډمثال يې کلمبيا ده ، چې که څه هم دلته امريکې په مېلياردو ډالره ولګول خو اوس د امريکې 90٪ ناقانونه کوکايين له کلمبيا څخه ورځي .
د ملګرو ملتونو دنوي رپوټ له مخې فقر د کوکنارو د کرنې منشأ نه ده ، د هلمند جنوبي ايالت چې د افغانستان 53٪ اپين توليدوي ،د موټرو او موټر سايکلونو تر ټولو لوړه کچه لري او د لاريو په برخه کې دويم مقام لري . رپوټ وايي ، چې بډای ولايتونه تر بې وزلو ولايتونو د کوکنارو کښت ته زيات تمايل لري .د رپوټ له مخې د هلمند 44٪ استوګن وايي ، چې د تېر کال په پرتله يې ژوند ښه شوی ، حال دا چې د ټول هېواد په کچه دا سلنه 27 ده . (8)
که څه هم دا شاخص سم نه دی ، ځکه چې کېدای شي دلته به پخوا وضعيت ډېر خراب و او اوس به 44٪ ښه شوی وي ،عيناً لکه د افغانستان اقتصادي وده ، چې له يوه بل پرمختللي هېواد سره د پرتلې وړ نه ده ، خو اصلي خبره دا ده ، چې فقر په پيل کې د کوکنارو د کرنې لومړنی لامل و ، اوس که د خلکو اقتصادي وضعيت ښه شوی هم وي ، خو کوکنار د دغو سيمو په اقتصادي سېستم بدل شوی او تر څو له معادلې ګټې سره بديل معاش تر لاسه نه شي ، خلک به په اسانۍ لاس ترې وانخلي .
که څه هم د نړيوالتوب په پېر کې هره سيمه ييزه جګړه کولای شي ، نړيوالې اغېزې ولري ، خو زما په اند د اوسني مهال د ډېرې مهمې جګړې يعنې د عراق تر جګړې د افغانستان جګړه ډېرې پراخې اوژورې نړيوالې اغېزې لري . سمه ده ، چې په عراق کې به ډېر امريکايي پوځيان بوخت وي او د جګړې په سختېدو سره کېدای شي د تېلو بيه يو څه لوړه شي ، خو څومره چې په افغانستان کې جګړه زياتيږي هماغومره په نړۍ کې ترهګري او مخدره توکي زياتيږي او ورسره نړيواله مافيا پياوړې کيږی . همدااوس د مخدراتو نړيوال سازمانونو لکه د مکسيکو ، کاناډا او برازيل مافيا هڅه کوي په منځني ختيځ کې له مافيايي ډلو او نورو ترهګرو ګروپونو سره اړيکي ټينګې کړي .
دا چې د افغانستان جګړه څومره له ايډيالوژۍ سره تړاو لري ، څومره له بهرنيو لاسوهنو سره او څومره له اپينو سره دا ژوره څېړنه غواړي ، خو يوه خبره چې ثابته ده ، چېرته چې ناامني ډېره ده هلته هومره کوکنار ډېر دي او يا برعکس . څرنګه چې له اوسنۍ جګړې سره د کوکنارو تړاو يوه ثابته خبره ده ، نو زما په اند څومره چې د بن لادن ، الظواهري ، ملاعمر اويا د القاعدې او طالبانو په نيولو ټينګار کيږي ، همداسې بايد د قاچاقبرانو سرسړي او عمومي شبکه ، که په پاکستان کې وي ، که د جګړې په سيمو کې ، د افغانستان په حکومت کې وي او يا هم د جنګسالارانو په بڼه ، دا ټوله مافيايي شبکه بايد په جدي توګه تعقيب شي ، وځپل شي او دنيولو پر سر يې همداسې انعام کېښودل شي .
يوې خبرې ته مو بايد پام وي ، چې د سپټمبر په يولسمه شاوخوا 2500 کسان ووژل شول ، خود اپينو په جګړه کې په مليونونو مري ، که ترهګر کله کله بريالي کيږی ، چې پر امريکې او اروپا بريد وکړي ، نو مافيا هره ورځ ګوزار پرې کوي او هره ورځ دلته او هلته په سلګونو وژني . نو په افغانستان کې بايدد مخدرې جګړې د سنډروم هر اړخيزه درملنه ژرتر ژره وشي ، که نه ډېر ژر به په يوه لاعلاجه سرطان واوړي .
په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې څرنگوالی
په اتيايمو کلونو کې ، چې له روسانو سره دجهاد هنګامه ګرمه وه ، امريکې او لويديزې نړۍ تر هرې بلې مسألې د روسانو ماتولو ته ډېر اهميت ورکاوه ، او د اپينو ورځ په ورځ زياتېدونکي توليد ته يې لازمه پاملرنه نه کوله . جګړې او کمزوري حکومت د ګاونډيو هېوادونو جنايي ډلو او نړيوالې مافيا ته يوه خوندي سيمه په واک کې ورکړه او کله چې د ډاکتر نجيب الله تر نسکورېدو وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړه ونښته ، نو د اپينو توليد نور هم زيات شو .د طالبانو پر مهال لويديزې نړۍ دنورو مسايلو تر څنګ د اپينو د توليد له امله هم پر افغانستان بنديزونه ولګول .که څه هم په 2001 کې طالبانو د کوکنارو په کر کېلې بنديز ولګاوه او د اپينو په توليد کې 91٪ کمښت رامنځته شو ، خو ورسره طالبان هم نسکور شول . له هغه وخت راهيسې که څه هم نړيوالې ټولنې په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې بېلابېلو لارو ته لاس اچولی ، خو د اپينو توليد داسې کچې ته رسېدلی چې اوس د نړې 93٪ اپين يوازې په افغانستان کې توليديږي .
سره له دې چې په افغانستان کې له کوکنارو سره د مبارزې په لار کې تر اوسه په مېلياردونو ډالره لګول شوي او تر اوسه يې کومه ځانګړې کاميابي نه ده تر لاسه کړې ، زما په اند يو غټ لامل يې دا دی ، چې نړيواله ټولنه په دې برخه کې يوه ګډه پاليسي او ستراتيژي نه لري او بل د دې پر ځای چې د مبارزې په څواړخيزه ستراتېژۍ ټينګار وشي ،څوک د زور په استعمال ټينګار کوي ،څوک په بديل معيشت او څوک هم د کوکنارو په قانوني ګرځولو او له هغه څخه د درمل په جوړولو .
امريکا تر اوسه د زور پر کارولو او له هوا څخه د دوا په شيندنې ډېر ټينګار درلود ، خو دافغانستان حکومت ، اروپايي ټولنه او نړيوال بانک بيا پر بديل معيشت او ځمکنۍ له منځه وړلو ډېر ټينګار کوي . د امريکې دهغه وړانديز پر سر چې کوکنار دې ، د هوايي دوا شيندنې له لار ې له منځه لاړشي ، متحدين سره وېشل شوي وو . امريکا چې د 2007 کال رپوټ ډېره ناهيلي کړې وه ،ټينګار کاوه ، چې د مخنيوي ځمکنۍ هڅې ډېره لږه پايله لري او بايد د کلمبيا له تجربې سره سم په افغانستان کې هم له هوايي دوا شيندنې څخه کار واخېستل شي . امريکا د ملګرو ملتو په همدغه رپوټ استناد کوي او وايي ، چې له مخدره توکو څخه لاسته راغلې پيسې د طالبانو د تمويل يوه مهمه سرچينه ده او دهغې له منځه تګ سره به د جګړې يوه مهمه منبع له منځه لاړه شي .
د افغانستان دولت له دې وړانديز سره مخالفت کوي او وايي ، چې يوخو به له دې سره چاپېريال ، نورو کروندو او ژويو ته زيان ورسيږي او بل دا چې زيانمن شوي بزګران به د معيشت په لټه طالبانو ته واوړي او د هغوی ليکې به پياوړې کړي .
همداراز د افغانستان د چارو پياوړی شنونکی امريکايي ( بارنېټ روبين ) هم د دې وړانديز مخالفت کوي او وايي ، چې له دې سره به د اپينو بيه لوړه شي ، د کوکنارو کرنه به نويو سيمو ته وغځيږي او د حکومت هغه هڅې ، چې غواړي خپله واکمني پراخه کړي ، زيانمنې کړي .
له مخدره توکو سره د مبارزې وزير جنرال خدايداد هم د امريکې له وړانديز سره مخالفت کوي او د برتانيې او نړيوال بانک له طرحې پلوي کوي او وايي ، دا سمه ده چې د مخدره توکو قاچاق د طالبانو عمليات تمويلوي ، خو قاچاق وړونکي تر هغو نه ماتيږی مګر داچې ناارامه او ناقانونه سيمې د حکومت تر ولکې لاندې رانه شي ، ټولې نښې ګواهي ورکوي ، چې د کوکنارو کښت هلته زيات دی چېرته چې حکومت کمزوری وي . د ده په وينا د مخنيوي له اقتصادي پروګرام سره ، چې 300ـ 400 مېليون ډالرو لګښت لري ، قانوني کرکیله به وده وکړي اودهغې له صادراتو سره به مرسته وشي . (۹)
نړيوال انکشافي بانک هم په يوه رپوټ کې وايی ، چې د کوکنارو د کښت مخنيوي لپاره نړۍ اړده ، د پڼې ، سړکونو او نورو کليوالو پروګرامونو لپاره تر 2 مېليارد ډالرو زياته پانګونه وکړي . دبانک 98 مخيز رپوټ وايي ، چې له يوه قوي بنسټيز پروګرام پرته له مخدره توکو سره د مبارزې نورې لارې دوامداره برياليتوب نه شي درلودای . رپوټ وړانديز کوي ، چې 1.2 مېليارد ډالره به د اوبو ځمکو د پراختيا لپاره ، 550 مېليون ډالره د کليوالي کارخانو او 400 مېليون ډالره هم د کليوالي سړکونو د جوړولو لپاره د لسو کلونو په ترڅ کې ولګول شي . (۱۰)
تېرکال د اپرېل په مياشت کې امريکې په کلمبيا کې خپل پخوانی سفير ( ويليام ووډ ) په افغانستان کې د نوي سفير په توګه ځکه وټاکه ،چې هغه په کلمبيا کې له کوکايينو سره د مبارزې کاميابه تجربه درلوده او شخصاً يې د کوکا د حاصلاتو د له منځه وړلو څارنه کړې وه . خو په کلمبيا کې هغسې چې امريکا يې د برياليتوب ادعا لري ، هوايي دوا شيندنې چندان پايلې نه درلودې . هلته په هرو 67 ايکړ ځمکه ، کې چې له هوا څخه زهر پرې شيندل شوي وو ، يوازې په يوه ايکړ کې کوکا په رښتيني توګه له منځ لاړل ، خو پر ځای يې په نورو سيمو کې 36٪ کوکا زيات شول ، نورو حاصلاتو ته زيان ورسېده ، اوبه ککړې شوې او تنفسي ناروغۍ هم خورې شوې .
په وروستيو وختوکې د زور کارونې او هوايي دوا شيندنې په اړه د امريکې په دريځ کې د بدلون نښې نښانې ليدل کيږي . د امريکې د دفاع وزير رابرټ ګېټس کانګرس ته په يوه وينا کې ويلي ، چې دی په افغانستان کې د اپينو له مسالې سره ژوره علاقمندي لري ، د ده په وينا چې امريکا په دې اړه هېڅ روښانه ستراتيژي نه لري او د هوايي دواشيندنې د پاليسۍ له امله د خپلو متحدينو تر منځ يوازې پاتې شوې . ګېټس وايي ، چې کله موږ د کوکنارو محو کولو ته ورځو نو بايد بديل مو په لاس کې وي ، که نه هغه کورنۍ به څنګه ځانونه وساتي ، چې ژوند يې پر کوکنارو تړلی او په دې توګه به طالبانو ته نوي داوطلب جنګيالي په لاس ورشي . پنتاګون او سي آی اې د هوايي دوا شيندنې مخالف دي ، خو له مخدره توکو سره د مبارزې اداره او سپينه ماڼۍ يې پلوي کوي . (۱۱)
همداراز امريکې اعتراف کړی ، چې د هوايي دواشيندنې د کارونې په موخه دوی د افغانستان په هڅونه کې پاتې راغلي . ( ټامس شوايش ) په امريکا کې د مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې مرستيال وايي ، چې موږ پرېکړه کړې په افغانستان کې له هوايي دوا شيندنې څخه لاس واخلو . د ده په وينا امريکا په دې برخه کې د خپلو مؤتلفينو له نيوکوسره مخ ده . همداراز د امريکې د بهرنيو چارو وزارت يوه ويانده وايي ، چې : « موږ تل څرګنده کړې چې امريکا به له مخدره توکو سره د مبارزې داسې لاره نه غوره کوي چې له بشپړ ملاتړ څخه برخمنه نه وي . که څه هم موږ باور لرو ،چې هوايي شيندنه خپلې ګټې لري ،خو څرنګه چې جمهور رييس کرزی يې مخالف دی موږ په دې اړه د ده د پرېکړې درناوی کوو . » هغې زياته کړې ،چې د کوکنارو ځمکنۍ له منځه وړل به دوام ولري او د ځمکنۍ دوا شيندنې په اړه خبرې روانې دي . (۱۲)
شوايش له همدې پرېکړې څخه د خپلو ملګرو د خبرولو په موخه اروپا ته سفر درلود او هڅه يې کوله داسې هېوادونه لکه جرمني ، بلجيم ، ډنمارک او اتريش هم په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې په نوي پړاو کې فعالې ونډې ته وهڅوي . شوايش وايی ، چې زه هيله من يم په دغه پروګرام کې تر 100 مېليون ډالرو برابر کړای شو .
که څه هم افغانستان له مخدره توکو سره د ځمکنۍ مبارز ې تر څنګ د نړيوال بانک او برتانيې له اقتصادي طرحې څخه ملاتړ کوي ، په برتانيه کې د ( تېنک ټانک سنلېس شورا ) يو قدم هاخوا وراخلي او په افغانستان کې دکوکنارو د قانوني ګرځولو طرحه وړاندې کوي .سنلېس شورا له 2005 کال راهيسې په افغانستان کې د اپينو د قانوني ګرځولو او په طبي برخه کې د هغې د استعمال په اړه څېړنې پيل کړي او په 2007 کې يې خپله طرحه اعلان کړه ، چې ډېر ژر يې په اروپايي پارلمان کې يو شمېر ملاتړي هم پيدا کړل . د سنلېس شورا د طرحې له مخې همدااوس په نړۍ کې مورفينو ته ډېره اړتيا ده او د هغې د لوړې بيې له امله په مخ پرودې هېوادونو کې ډېرو وګړو ته د درد دا ځواکمن درمل نه رسيږي . شورا ټينګار کوي ، چې بزګران دې وهڅول شي د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکې له دولت سره راجستر کړي ، هغوی ته دې قانوني لايسنس ورکړل شي او همداراز له ترياکو څخه د مورفينو ، کوډيينو او نورو درد ضد مشتقاتو د جوړولو فابريکې او درمل جوړونې بنسټونه په افغانستان کې جوړ شي . بايد يادونه وکړو ، چې مورفين په مستقيمه توګه له اپينو څخه جوړيږي ، همدارنګه په ميتايلېت ډول کوډېين او له الکلوييدډول څخه يې تبيين او د وترنرۍ استفادې لپاره هم اېتورفين ترې جوړيږی . د اپينو مشتقات د مرکزي اعصابو پر اوپوييډآخذو ( رېسېپتور) باندې نېغه اغېزه کوي او د درد انتقال په بشپړه توګه بلاک کوي .
سنلېس شورا استدلال کوي ، که چېرې له ټراکټورونو سره د کوکنارو پټيو ته ورشو او د خلکو د اقتصادي ستونزو لپاره د حل معقولې طرحې ونه لرو ، نو په لوی لاس به د مخالفو وسله والو ډلو ليکي پياوړې کړو . (۱۳)
د سنلېس شورا ملاتړي استدلال کوي ، چې ولې د نورې نړۍ له تجربو ګټه وانخلو ، دبېلګې په توګه په ترکيه کې د امريکې له تجربې څخه . ترکيه يووخت د اپينو د توليد له امله ( طلايي ښکر ) نومېده ، خو وروسته امريکې د نېکسن په دوره کې د ترکيې ټول ناقانونه اپين وپېرودل او د راتلونکې لپاره يې د مورفينو د توليد په موخه ترکيې ته د اپينو د توليد قانوني لايسنس ورکړ . اوسمهال د امريکې د فارمسۍ اړتياوې 80٪ له ترکيې او هند څخه پوره کيږی او پاتې 20٪ يې له تسمانيا څخه راځي . همدااوس امريکا له هغو لس مېليارد ډالرو پرته ، چې د افغانستان پر ثبات يې لګوي ، 600 مېليون ډالره هم له کوکنارو سره په مبارزه لګوي ، برتانيه او نور اروپايي هېوادونه هم شاوخوا همدومره پيسې پرې لګوي ،چې ټولې 1.2 مېليارده ډالره کيږي . د ملګرو ملتو د 2007 کال د رپوټ له مخې تېرکال د يوه کيلو ګرام خامو اپينو بيه 86 ډالره وه ، که چېرې د 2007 کال ټول اپين ( 8200 ټنه ) اخېستل شوي وای نوبيا يې هم بيه له 705.2 مېليون ډالرو څخه نه زياتېده ، چې په دې توګه يې يوازې په افغانستان کې 41٪ سپما کوله .دا چې څنګه مو نړۍته د 93٪ ناقانونه اپينو مخه نيوله او څومره په اروپا او امريکا کې د ننه د مبارزې په لګښتونو کې سپما راتله ، دهغې خبره خو مېلياردونو ډالره ته رسيږي . د ټايم د يوه رپوټ له مخې سږ کال برتانيې خپلو بزګرانو ته پر 3000 هکتاره ځمکه د کوکنارو د کرنې قانوني اجازه ورکړې ، حال دا چې په 2002 کې يې 422 هکتارو ته د ديا مورفين د توليد په موخه اجازه ورکړې وه .ايا غوره نه ده ، چې برتانيه او نور پرمختللي هېوادونه خپل داړتيا وړ مورفين له افغانستان څخه وپېري ؟ که چېرې په افغانستان کې اپين په قانونی توګه وپېرل شي ، نو به مورفين تر اوسنۍ بيې 4000٪ ارزانه تمام شي . (۱۴)
د هندوستان لپاره د مخدراتو پخوانی کمېشنر ( رمېش بټاچارجي ) ټينګار کوي ، چې د سنلېس شورا طرحه يوازېنۍ حل لار ده . همداراز د سنلېس شورا مشره ( مک ډونالډ ) وايي ، يوځلې چې په افغانستان کې د درمل جوړونې بنسټونه رامنځته شول ، بزګران به دنورو الټرناټيف بوټو کرنې ته هم وهڅول شي ، لکه د ( ارېتمېزيا ) ، چې له هغې څخه ( ارېتمېزين ) په نامه د ملاريا ضد درمل جوړيږي .
د سنلېس شورا مخالفين بيا استدلال کوي ، چې د اپينو قانوني کول به د غير قانونی اپينو مخه ونه نيسي ، بلکې د کوکنارو په کښت کې به لازياتوالی راشي . د UNODC يو کارپوه ( توماس پيچمن ) وايي ، داسمه ده چې مخ پر ودې هېوادونو ته کافي مورفين نه رسيږی ، خو لامل يې د مورفينو کموالی نه بلکې د هغو غير عادلانه وېش دی . همداراز د مخدراتو د کنټرول نړيوال بورډ وايي ، چې نړۍد مورفينو لپاره 382 ټنه طبي اپينو ته اړتيالري ، حال دا چې توليد کېدونکي اپين تر دې ډېر زيات دي . (۱۵) زما په اند که اداري فساد همداسې موجود وي ، له قانوني لايسنس څخه به ډېره ناوړه ګټه واخېستل شي او ناقانونه اپينو لپاره به قانوني جواز استعمال شي .
د زور له لارې د کوکنارو له منځه وړل هغه لار ده ، چې تر دې وروستيو پورې د امريکې له خوا ډېر ټينګار ورباندې کېده ، خو د اروپايانو او نورو نړيوالو مؤسسو له خوا يې مخالفت شوی. له مخدره توکو سره دامريکې د مبارزې په ستراتېژۍ کې پنځه لومړيتوبونه راغلي ، چې درې يې له بېخه ايستلو باندې ټينګار کوي او دوه نوريې په دې توګه دي : ۴ ـ هغو ولايتونو ته ، چې د کوکنارو پر ضد يې ښه مبارزه کړې د امتيازاتو ورکول ، ۵ ـ عامه پوهاوی او خبرتيا .
د زور له لارې د کوکنارو جبری امحا دبزګرانو د سلوک پر بدلولو ټينګار کوي او هغو لاملونو ته ، چې د کوکنارو د کرنې سبب ګرځي ، لازمه پاملرنه نه کيږي .له دې امله دا طرحه په داسې يوه هېواد کې ، چې حکومت بشپړه واکمني نه لري او مخالفې وسله والې ډلې نويو سرتېرو ته اړتيا لري له ناکامۍ سره مخامخ کيږي او بزګران د معيشت په لټه د مخالفينو ليکو ته ورځي او يا د دې لپاره چې د حکومتي زور مخه يې نيولی وي ، د مخالفينو په مرسته اړودوړ ته لمن وهي او د ناامنۍ په فضا کې خپل کوکنار کري .د دې تر څنګ نړيواله او سيمه ييزه مافيا هم له بزګرانو څخه ملاتړ کوي ، هغو ته قرضه ، کيمياوی سره او نور امکانات ورکوي او د وسله والو نښتو له لارې هلته د دولت د حضور مخه هم نيسي .
د حل لارو په لړ کې ډېر ټينګار د کوکنارو پر متبادل فصل او تر هغې يو قدم وړاندې پر متبادل معيشت کيږی . نړيوال بانک ، برتانيه ، ملګري ملتونه ، اروپايي اتحاديه او امريکا ټول د جبري امحا تر څنګ پرمتبادل فصل او معيشت ټينګار کوي . د ملګرو ملتو سروې ښيي ، چې که چېرې له بزګرانو سره زراعتي مرستې وشي ، نو زياتره به دکوکنارو له کښت څخه لاس واخلي . سروې وايي ، په 469کلو چې له بزګرانو سره مرستې تر سره شوي 67٪ يې لاس اخېستی .
ملګروملتونو د کوکنارو سره د مبارزې په لړ کې له 300 تر 400 مېليون ډالرو په لګښت اقتصادي پروګرامونه په پام کې نيولي او امريکې له کوکنارو څخه فارغو ولايتونو ته دامتياز په توګه 25 مېليون ډالره تخصيص کړي ، خو اوس له مخدراتو سره د مبارزې اداره هڅه کوي 50 مېليون ډالره نور هم پر کانګرس ومني .
د متبادل فصل او متبادل معيشت په اړه ډېرې نيوکې او ستونزې موجودې دي .
لومړۍ خبره خو دا ده چې تر اوسه د متبادل فصل په اړه ډېر ټينګار کېده ، حال دا چې د ملګرو ملتو يو رپوټ وايي ، چې هېڅ فصل هم د کوکنارو ځای نه شي نيولی او څوبزګران معادل ګټه ترلاسه نه کړي حاضر به نه شي د کوکنارو پرځای بل فصل ته لاس واچوي . د افغانستان د چارو امريکايی کارپوه ( بارنېټ روبين ) ليکي ،چې د کوکنارو د له منځه وړلو او متبادل فصل پاليسي په امن سيمو کې نتيجه ورکوي او هلته بزګران له مرستندويه پروژو څخه ګټه اخلي، خو په ناامنه سيمو کې بزګران له طالبانو سره لاس يو کوي او حکومت له خپلو سيمو څخه بهر ساتي .
په ځينو سيمو کې چې بزګرانوزعفران کرلي وو ، هغوی ته په دې اړه لازمې لارښوونې نه وې شوي ، زياتره بزګرانو په شمال کې د ګلانو د ګردې پرځای په خپله ګلان راټول کړي وو، چې ټول پر بزګرانو تاوان شوي دي . يوازې په هرات کې ، چې له ايران سره پوله لري داېټالويانو تر څارنې لاندې د زعفرانو له حاصل څخه سمه ګټه اخېستل شوې .
بله ستونزه دا ده ، چې د متبادل فصل د خرڅلاو لپاره د نړيوالو مارکېټونو لپاره کوم پروګرام په پام کې نه دی نيول شوی ، بزګر چې خپل فصل ونه شي پلورلی ، بيا به هغه ونه کري .
دا بايد په پام کې ونيول شي ،چې همدااوس د افغانستان 14٪ وګړي د کوکنارو په کرکېله اخته دي او د بارنېټ روبين خبره ، چې په افغانستان کې د مخدره توکو توليد زراعت نه بلکې صنعت دی . موږ بايد د متبادل فصل پر ځای د بديل معيشت يا متبادل اقتصادخبره وکړو ، ځکه کوکنار يوازې عايد نه بلکې اعتبار ، ځمکه ، اوبه ، خوراکي توکي او ټولنيز تضمين هم دی . نو ځکه بايد د معيشت داسې متبادلې لارې ولټول شي ، چې د کوکنارو د اقتصاد ځای ونيسي .که څه هم امريکا د ملګرو ملتو پردې تحليل او څېړنې ، چې په افغانستان کې نوره فقر د کوکنارو د کرنې لامل نه دی ټينګار کوي ، خو د نړيوال بانک او مسقلو کارپوهانو په اند کوکنار لا هم د فقر زېږنده دي . د نړيوال بانک اقتصادي کارپوه ( وېليام باربرد ) په نظر په افغانستان کې د کليوالي پراختيا پروګرام د بې وزلو بزګرانو لپاره نيمګړی دی ، افغانستان د ګران بيه توکو د کرنې پراختيا ته اړتيا لري ، خو دا کار وخت غواړي . همدااوس په افغانستان کې دمخدره توکو يو لوی اقتصاد رامنځته شوی او بايد د هغې ځای ناستی ولټول شي . په کلمبيا کې د مخدراتو اقتصاد د ناخالص کورني توليد ( جي ډي پي ) 3٪ جوړوي ، حال دا چې په افغانستان کې درېيمه برخه جوړوي او احتمالاً د درېيمې برخې خلکو ژوند به هم ورپورې تړلی وي . د اپينو له برکته لومړی ځل دی ، چې د افغانستان د کلو محصولات دنړۍ ډېرو لرو مارکېټونو ته رسيږي ، او له درکه يې بزګرانو ته ښې پيسيې ( 5000 ډالره في هکتار ) لاسته ورځي .
د متبادل فصل يا معيشت په لار کې تر ټولو لوی خنډ د ژور اداري فساد شتون دی او داسې ښکاري ، چې له بزګرانو سره د اقتصادي مرستو يوه ډېره لږه برخه به مستحقينو ته رسېدلي وي . د هلمند والي اسدالله وفا پوښتنه کوي ، چې دا پروګرام څه مانا لري ؟ چېرته دی ؟ اوزياتوي ، چې : « دلته د داسې پروګرام هېڅ نښې نه ليدل کيږی ، دلته يوازې غلا او لوټ روان دی . که رښتيا ووايم ، ماهېڅکله د دوی دفتر نه دی ليدلی او نه هم چا د هغې په اړه څه راته ويلي . » (۱۶)
ډېر زيات شواهدشته ، چې د بديل معاش په نامه چې کومې مرستې تر سره کيږي بزګرانو ته نه رسيږي . که چېرې له فساد سره جدي مبارزه ونه شي ، نو دکوکنارو دله منځه وړلو ، بديل معاش ، او قانوني ګرځولو ټولې چارې به ناکامې شي . که څه هم دولت پرېکړه کړې وه ، چې په هر ولايت کې له کوکنارو سره مبارزه ناکامه وي او د کوکنارو کچه راټيټه نه شي ، د هغو ولايتونو واليان به ګوښه کيږي ، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی اوچت شوی . د دولت په ادارو کې ژور فساد د کوکنارو له کښت ، د اپينو له توليد او قاچاق سره مرسته کوي . د بېلګې په توګه تېر کال ډسمبر پوليسو شاوخوا 500 بزګران ونيول ، خو بېرته يې د پيسو په وړاندې خوشې کړل . همداراز له مخدره توکو او جرايمو سره د ملګرو ملتو د مبارزې اداره رپوټ ورکوي ، چې د مخدره توکو قاچاقبران له طالبانو او په حکومت کې له ځينو چارواکو سره اړيکې ټينګې کړي او له مخدراتو سره د مبارزې وزير جنرال خدايداد هم د مخدره توکو په قاچاق کې د يو شمېر حکومتي کسانو د لاس لرلوپه اړه خبرې کوي ، خو د چا نوم نه اخلي . په مخدراتوکې د دولتي چارواکو ، يو شمېر سيمه ييزو قوماندانانو او پخوانيو زورواکو لاس لرل له ډېر پخوا څخه د يوې ستونزې په توګه مطرح کيږی او د کورنيو چارو پخواني وزير ( علي احمد جلالي ) د داسې کسانو د يوه لېست خبره هم کوله ، خو له بده مرغه تر اوسه د هېچا نوم په ډاګه نه شو ، چې دا په خپله د همدغو کسانو ژور نفوذ او ځواک ته نغوته کوي .
همداراز داسې زيات شواهد شته ، چې که له يوې خواطالبان له اپينو څخه 10 ٪ ماليه اخلي ، له بلې خوا دسيمې دولتي چارواکي هم خپل سهم اخلي او حتی پر شاوخوا درې نيم مېليون جريبه دولتي ځمکې کوکنارو کرل شوي . (۱۷)
نو په دې توګه ويلی شو ، چې څو ناامني اوژور اداري فساد له منځه نه وي تللی د هرډول طرحې پلي کول ناشوني دي .
لنډيز او وړانديزونه
د مخدره توکو توليد او قاچاق د افغانستان لپاره په لويه ملي ستونزه بدل شوي ، همدا اوس د افغانستان اوومه برخه نفوس د مخدره توکو له لارې ژوند کوي او د هېواد د ملي اقتصاد درېيمه برخه پر مخدره توکو تړلی ،شاوخوا يو مېليون وګړي هم معتادين لرو چې زياتره يې بالغ نارينه يعنې د کار ځواک دي . که د افغانستان له23 مېليون نفوسوڅخه ښځې ، زاړه خلک ، ماشومان او معيوبين منفي کړو ، نو اعتياد زموږ د کار شاوخوا 25٪ ځواک د رافلج کړی ، چې دا د يوه هېواد لپاره دېره لويه ضايعه ګڼل کيږي .د افغانستان ترياک که د افغان بزګرانو لپاره يواقتصادي توکی دی ، خو له همدې توکي څخه سيمه ييزه او نړيواله مافيا ، نړيوال ترهګر او د افغان دولت مخالفې وسله والې ډلې په لسګونو ځله زياته ګټه پورته کوي . د بېلګې په توګه که فصل پر سره د يوه کيلوګرام اپينو بيه 86 امريکايي ډالره وه ، نو په سنګاپور کې د يوه کيلوګرام هېرويينو بيه 10000 ډالرو ته رسيږي ، نو تاسې وګوریء له بزګر څخه تر مصرف کوونکي پورې د يوه کيلو اپينو بيه تر سلو ځلو زياتيږی ،او ګټه يې د کورنيو او بهرنيو مافيا جېبونو ته ځي . خو همدا زنځير له بزګر څخه تر مصرف کوونکي پورې بايد دخپلو ګټو لپاره په افغانستان کې د جګړې اور بل وساتي . د مخدره توکو مافيا د جراثيمو په توګه موجوده ده او چېرته چې ناامني وګوري سمدستي هلته ځان رسوي ، د تشويق ټول وسايل له ځان سره وړي ، په چټکۍ وده کوي او بيا امن ته د راتګ اجازه نه ورکوي . همدغې مافيا او نړيوالې ترهګرۍ په افغانستان کې د مخدره توکو ، جګړې او اداري فساد داسې يو شيطاني مثلث رامنځته کړی ،چې نه يوازې د افغانستان ملي حيات او ګټې يې له ګواښ سره مخ کړي بلکې د سيمې او نړۍ لپاره په يوې دېرې جدي ستونزې بدل شوی . له دغه مثلث سره مبارزه ځکه ډېره ستونزمنه ده ، چې دلته مخدره توکي ديوه پياوړي حکومت له تشې ، جګړې او ترهګرۍ سره مل دي .
نو زما په اند د افغانستان دمخدره توکو سنډروم ، چې يوازې يوه افغاني ستونزه نه بلکې سيمه ييزه او نړيواله ستونزه هم ده ، د افغانستان ، د سيمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې په ګډه همکارۍ له منځه تللی شي او له هغې سره د مبارزې په موخه بايد له ټولو هغو حل لارو څخه چې په دې ليکنه کې اشاره ورته شوې يوه هر اړخيزه او مرکبه پاليسي جوړه او پلي شي .
په دغه پاليسي کې بايد دامن ټينګول ، د اداري فساد له منځه وړل ، د مخدره توکو د تعقيب په موخه د يوه باکفايته قضايي سېستم جوړول ، سيمې ته د ښو صادقو او روزل شويو پوليسواستول ، د مخدره اقتصاد په وړاندې د يوه متبادل اقتصاد معرفی کول او د قاچاق دنړيوالو شبکو پر وړاندې د سيمې او نړۍ د کمپاين يوګډ نېټ ورک جوړول شامل وي . د مخدره توکو داقتصاد په وړاندې د يوه متبادل اقتصاد لپاره بايدهر اړخيزې مرستې وشي ، زما په اند که چېرې امريکا د ناټو پر لګښتونو سربېره څه باندې لس مېليارده ډالره د افغانستان په ثبات کې لګوي او همداراز په مېلياردونو ډالره دمخدره توکو دقاچاق ، خرڅلاو او اعتياد په وړاندې لګوي ، څرنګه چې د نړۍ 93٪ اپين يوازې په افغانستان کې توليديږي او څرنګه چې مخدره توکي په افغانستان کې د جګړې پر يوه مهم لامل اوښتي ، نو د دې لپاره چې هم له مخدره توکو سره د مبارزې په بوديجه کې سپما منځته راغلي وي او هم يې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ژوند ژغورلی وي ، نو بويه چې په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې د متبادل معيشت او اقتصا لپاره هم يو څو مېليارده ډالره ولګوي . دا هم بايد زياته شي ،امريکا اړ نه ده هر کال په افغانستان کې همدومره پيسې ولګوي بلکې ډېر ژر به دا مبارزه خپلې غوره پايلې ولري .
زما په نظر د دې طرحې په عملي کولو کې موږ کولای شو په عين وخت کې د اپينو يوه برخه قانوني وګرځوو او دمورفينو د جوړولو لپاره د درمل جوړونې بنسټونه رامنځته کړو ، چې دا به په خپله دمتبادل اقتصاد په منځته راتګ کې مرسته وکړي ؛ په يو شمېر برخوکې له متبادل زراعت څخه کار واخېستل شي ، خود متبادل زراعت په اړه بايد بزګرانو ته ښې لارښوونې وشي او نړيوالو مارکېټونو ته د محصولاتو په رسولو کې مرسته وشي .
له هغو بزګرانو څخه چې د متبادل معيشت په اړه پوښتنه شوې ، 28٪ له زراعت څخه بهر کارونو ته ترجيح ورکړې ، 23٪ متبادل زراعت ته ، 12٪ د پورونو ورکړې او 10٪ د بازار اسانتياوو ته ترجيح ورکړې . نو دا ټول بايد په پام کې ونيول شي په ځانګړې توګه دې په سيمه کې د لويو او وړو کارخانو لپاره پانګه وهڅول شي .
له مخدراتو سره په مبارزه کې عامه پوهاوی هم ډېره اغېزه لري ،د يوې سروې له مخې 38.3٪ بزګرانو د کوکنارو دنه کرلو لامل له اسلامي احکامو سره دهغې مخالفت ياد کړی ، 27.7 ٪ هم دهغې غير قانوني اړخ ته ګوته نيولې او 18.2٪هم د مشرانو او قومي شورا پرېکړو ته د درناوي خبره کړې ، نوبايد د عامه پوهاوي په برخه کې له ديني عالمانو اوقومي مشرانو څخه ډېره مرسته وغوښتل شي او د مخدره توکو د ديني او دنيوي زيانونو په اړه تبليغات وشي .
خو دا ټولې طرحې هغه وخت اغېزدرلودای شي ، چې په عين وخت کې د سيمې د امنيت ټينګولو او اداري فساد له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته شي . سيمې ته ډېر صادق واليان او د پوليسوقوماندانان واستول شي او که له مخدراتو سره د مبارزې په لار کې پاتې راتلل سمدستي بدل شي . همدا رازدولت نور بايد له زړورتياڅخه کارواخلي او د هغو زورواکو پر وړاندې ،چې په سيمه او يا هم دولت کې د مخدره توکو توليد اوقاچاق حمايه کو ي کوټلي ګامونه واخلي . که موږ اوس دمخدره توکو د فاجعې مخه ونه نيسو لکه د افغانستان ددولت مشران چې وايي ،ډېر ژر به موږ له منځه يوسي .
څومره چې له مخدره توکو سره د مبارزې کورنی اړخ مهم دی ، هماغومره د مبارزې بهرنی اړخ هم مهم دی . لکه مخکې چې هم اشاره ورته شوې ، د افغانستان اپين د ايران ، پاکستان او مرکزي اسيا هېوادونو له لارې تر امريکې ، اسټراليا ، چين او اروپا پورې رسيږي او تر ټولو زياته ګټه هم نړيواله مافيا اود قاچاق نړيوال کارتلونه او سنډيکاګانې تر لاسه کوي .که څه هم د شانګهای غړي هېوادونه هڅه کوي له دې نوي ګواښ سره وجنګيږی ، د اېکو هېوادونه هم ديوه ګواښ په سترګه ورته ګوري ، اروپايي اتحاديه او بالاخره نړيواله ټولنه هم عملاً په مبارزه ورسره بوخت دي ، نو په کار دا ده چې د سيمې او نړۍ په کچه دهمکارۍيوه ډېره پياوړې او همغږي شورا رامنځته شي ، دتمويل ګډ صندوق ورته جوړ شي ، په ګډه سره نړيواله شبکې او موخې په نښه کړي او د له منځه وړلو لپاره يې په ګډه هلې ځلې وکړي . هغه بانکونه چې د مافيا پانګې خوندي ساتي او يا يې د انتقال دنده ترسره کوي تشخيص او وتړل شي .
زما په فکر يوازې له داسې هراړخيزې او ګډې مبارزې سره کېدای شي ، نه يوازې د مخدره توکو په وړاندې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړو ، بلکې له دې لارې به مو په افغانستان کې د امنيت ټينګولو لپاره هم اغېزمن ګامونه اخېستي وي .
اخځليکونه
1ـBorder Fire Report, By Michael Webster , TX , 03.01.2008
2ـ Dawn , 18 Sep. 2007
3ـAfghanistan Opium Survey 2007 , Executive Summary, united Nations Office on Drugs and Crime
4ـ NY Times, By Carlotta Gall , Feb. 2008
۵- ۸ صبح ، شماره ۲۰۸ ، چارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۸۶
6ـ Opium Popy Economy and Conflict , byRohullah rahimi , e-Ariana 01.18.2008
7ـ Jacob Sallum , Washington times, Sep.09, 2007
8ـ Jon Hemming , one world. Net , March 17 , 2008
9ـ Jonathan soble , Ft. com , Feb.05, 2008
10ـ Joseph Coleman,The Associated Press , Feb. 04 , 2008
11ـ Gates Slams US on Afghan Opium Strategy , daily Times, Dec.13, 2007
12ـ UK Back Down Over Afghan Poppy Fields Distruction ,By Anna Bawden , Guardian Unlimited , Dec. 7 , 2007
13ـ Chemestry World , UK , Feb. 8 , 2008
14ـ Sydney Morning Herald , Aug. 31, 2007
15ـ Chemistry World , UK , Feb.8, 2008
16ـ ARR No.283, Feb.8, 2008 , By M.Ilyas Dayee, Aziz Ahmad Tasal and JeanMac Kenzie
۱۷- هفته نامهء کابل ،10.11.1386
وروستي