نړۍ داکټوبرپه 10 مه نېټه :

 

_ نن ورځ د رواني روغتيا نړيواله ورځ ده ؛
_ نن ورځ دهګيو نړيواله ورځ هم ده ؛
_ په1503 زکال کې په (( کرېملين )) کې عيسوي روحانيونو (( ودکا)) جوړه کړه ، چې اوس په ټوله نړۍ کې دالکولي څښاک په توګه استعماليږي . دياودنې وړ ده ، چې هغه مهال  ودکا دعفوني ضد ، موخې لپاره جوړه شوي وه ؛
_ له1966 زکال راهيسې دا ورځ په جاپان کې دسپورټ دورځې په توګه نمانځل کيږي ؛
_ نن ورځ د((کيوبا)) له ((اسپانيې )) څخه دخپلواکۍ لپاره دمبارزې دپيل کيدو ورځ ده ؛
_ په 1789زکال کې په انقلابي فرانسه کې دکليساګانو شتمني ملي شوه ؛
_ په 1933زکال کې دامريکاپه متحده اياﻻتونو کې دلومړي ځل لپاره دکاليو وينځلو پوډر بازار ته وړاندې شول ؛
_ په 1963 زکال کې داسې يوتړون ﻻسليک شو ، چې دهغې پربنسټ په فضا ، هوا او داوبو ﻻندې داټومي ازمايښتونو باندې بنديز لګوي .