په لندن کښې دافغانستان سفارت

په لندن که دافغانستان سفارت ته له بهره وګوری نو د رپانده توغ له کبله به په ډاډه زړه ووائې چه هم دا می د هيواد سياسی نماينده ګی ده خو خدای دی له دننه مه خبروه ،دننه يواځی د فارس د فرهنګ او کلتور مرکز دی٠سفارت ته له ننوتلو سره سم سړی ته دا سی احساس پيدا کيږی لکه چه په غلطه دی ودانۍ ته راغلی وی ځکه دلته هر څه په پاړسودی،په دړه اعلان په پاړسو،فورمه په پاړسو،،مامور پاړسيبان حتی نړيواله ويب پاڼه هم په انګريز ۍ او پاړسو دی يعنی خلاصه دا چه هر څه پاړ سو پاړسو دی ٠
هرهغه پښتون ،چه دسفارت دننه دواکمنو کوم چه د افغانستان حکومت نماينده ګان دی دا کړنه وګوری نوداشک به ئی په يقين بدل شی چه دافغانستان د%٦٥پښتنو،پښتو ژبه چه يواځی د اساسی قانون په نامه د کاغذپه پاڼو کښی ښخه او د المارۍ په قبر کښې خاوروته سپارل شوی ده ٠
يعنی خلاصه دا چه پښتو دافغانستان د خلکو ژبه نه ده او نه دا لوی قوم ددی هيواد اوسيدوونکی دی ،ددی هيواداوسيدوونکی خو يواځی پاړسيبانان دی ځکه خو ئی دلته هم ژبه شته ،هم مامور او٠٠٠٠٠٠٠٠
که پاسپورت لپاره ورشی نو مامور صاحب وائې (فارسی را ياد داری؟)که خواب منفی وی نو بيا وائې ،،بروبرادر تذکره بيار!چطور افغان هستی که فارسی ياد نداری!او که تذکره دی ورته راوړه بيا وائې جعلی است ٠خو که د پاړسو ژبه دی زده وه نو بيا خو د تذکری دراوړلو هډو سوال نه پيدا کيږی٠که دهغی پاړسيبانانو دوسيئ ولټول شی چه پاسپورتونه ئی اخيستلی دی ديو د تذکری فوتو کاپی به هم پيدا نه کړۍ او خدای زده چه دا پاړ سيبانان دکوم ملک دی،تاجکستان او که ايران! خو يواځی پښتانه لکه څنګه چه ژبه ئی ورته له رسميته غورځولی ده،دوی هم پردی او بهرنی ګڼل کيږی٠
تاسو اوس قضا ؤت وکړۍ چه د يوی ژبی له ليکلو سره دومره کينه موجوده وی نو د هغی له ويوونکو سره به ددی سفارت(دپاړسودفرهنګی مرکز)چلند څه وی.
خو!
که زما پورته کښل شو ی کرښی دوی له نيکه شامته ولولی پوهيږۍ بيا څه وائی:
اين فاشيست هست!او چه خپله د%١٥پاړسيبانانو ژبه پر ما باندی تحميلوی او ١٠٠% ئی ګرځوی نو دی پر حقه دی،نو سړی ته د خدای بخښلی الفت صاحب دا شعر ور په ياد کړی:
باغ او بڼ ئی بی بلبل بی عندليبه
رنځوران ئی بی دوا او بی طبيبه
که ئی ښه پوره په حال باندی خبر شی
خدايږو ته به هم پری وژاړی رقيبه