
په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې دافغانستان د ژورنالېستانو بې کسه کورنۍ او افغان غمځپلي ولس خپل يو ډېر ځوان ، تکړه او زوړور خبريال له لاسه ورکړ ، انا لله و انا اليه راجعون .
عبدالصمد روحاني ، چې په هلمند کې د بي بي سي نړيوالې راډيو خبريال و او تل يې هڅه کوله په خپلو رپوټونو کې د ژورنالېزم آرونه په پام کې وساتي ، د هېواد د دښمنانو له خوا په ډېرې نامردۍ په شهادت ورسېده او پرون يې مړی لشکرګاه ته نږدې د بولان په هديره کې وموندل شو .
د روهي وېب پاڼې ټول همکاران د روحاني وژنه د ژورنالېستانو پر ټولې کورنۍ او د افغانستان پر ملي ګټو د تېری په توګه په کلکه غندي ، د هغه مړينه د افغان ولس لپاره يوه درنه ضايعه ګني او د شهيد روحاني کورنۍ او دوستانو ته د غمرازۍ خپل ژور مراتب وړاندې کوي اودالله ( ج) له درباره د شهيد روحاني اروا تل ښاده غواړي .