اورلګيت پلورنکې نجلۍ!

\"Happy
د نوي کال شپه وه،هوا ډېره سړه وه. واوره اورېده. تېز باد چلېدۀ . بېوزله نجلۍ لوڅ سراو يبلې پښې په کوڅه کې روانه وه.کله،چې له کوره راووته بوټونه يې پښو وو، خو له بوټونو يې استفاده ونه کړه  .ځکه مور يې دغه زاړۀ اوارت بوټونه کلونه -کلونه په پښوکړي وو.کله، چې نجلۍ د سړک له منځ  نه په بيړه تېرېده، څوهسې نه، چې داس تربګۍ لاندې نه شي، نوله پښو يې بوټونه وختل. يو توټ ورک شو او بل يې يوۀ لنډه غر هلک واخېست او له ځان سره يې يووړ. نجلۍ له ځان سره شرط وتاړۀ  ،چې کله مور شي ، نوله دغه ديوې پښې بوټ نه به خپلو اولادونو ته زانګو جوړه کړي . له همدې امله هغې بوټونه په پښو نه درلودل او يبلې وه . کوچنۍ تنکۍ پښې يې د يخني له امله شنې او پړسېدلې وې . په خپل ملاوستني (کمربند) کې، چې په ملا يې تړلى ؤ، يو زيات شمېر اورلګيت درلودل. يو قوطى يې هم په لاس کې درلود ،په دې اند وه ،چې ښايي هغه به وپلوري. خو له سهاره ترماښامه يې يو ډبلى اورلګيت هم نه و پلورلى او هيچا هم يوه کوچنۍ روپۍ دهغې په وړوکې ورغوي کې نه وه وراېښې. ډېره وږې وه، د يخني له لاسه رېږدېده . د واورې ځيږې پاغوندې يې په اوږدو کوڅيو لوېدې . طلايي ويښتان يې درلودل . په ډنګرو او هډوکينو اوږو يې کړۍ کړۍ ويښتانو ټالۍ وهلې . خوهغه هېڅکله په خپلو دغو ګڼو او ګلاليو ويښتانو نه وياړېدله . د ښار دټولو ودانيو کړکي تک سپين روښانه او ځلانده وو. دکال په لومړۍ شپه په ټولو کورونو کې د بتې غوښې خوندور کباب پوخ ؤ . او دهغه بوى د نجلۍ تر سپېږمو هم ور ورسېد او په ټوله کوڅه کې خپور شو . د نوي کال شپه وه .اورلګيت پلورونکې نجلۍ هم دغه ټکي ته پام ؤ. په پاى کې ديخني له لاسه د دوو ودانيو د کونج په منځ کې،چې دواورې او باران څخه لږغوندې  پټ او پناه ؤ، کښېناسته . خو هلته هم د يخني له لاسه رېږدېده . کورته يې د ستنېدا جرآت نه درلود ، ځکه،که چېرې يې کورته بې له خرڅلاو اوبې روپيو د اورلګيت ټول قوطي بېرته وړي واى، بې له شکه ،چې خپل پلار به په سوک څپېړو وهله . له دې سربېره د هغوى په خوارګوټي کور کې له يخني پرته نور هېڅ څه نه موندل کېدل . په اصل کې داورلګيت پلورونکې نجلۍ کور يوه مسطحه شوې کوټه وۀ ،چې د هغې د کړکي کوچني سوري او يو غټ غاريې په کاغذونو او د ټوکر په زړو ټوټو پوښلى ؤ، خو له دې سره بيا هم سوړاو ځوروونکى باد دهغوى کوټې ته راننوت .د نجلۍ دواړه ﻻسونه د سختې يخنۍ له امله بې حسه شوي وو.
افسوس! چې د اورلګيت يو بل تېلى به ددغو مړاوو او بې حسه لاسونولپاره څومره ښۀ وي. اوه،رښتيا کاش، دا جرآت يې درلوداى اوکولاى يې شواى،چې داورلګيت له قوطي نه يو تيلى راوباسي او بل يې کړي، څو لاسونه پرې تاوده کاندي . اخر يې جرآت وکړ او په بې سده ګوتو يې د اورلګيت له ډبلې نه يو تېلى راوايست او په ډېر کړاو سره يې بل کړ ! څومره ښايسته رڼا يې درلوده ! څه خوندوره تودوخه ترې لټېده ! لږه شېبه يې خپل لاس د هغې په لمبه ونيو. لږه تودوخه يې احساس کړه. داورلګيت تيلى ديوې کوچنۍ شمعې په څېر سوځېدۀ ، څه عجيبه رڼا يې لرله ! په همدې  شېبه يې په فکر کې ورغله، چې د يوې چدني توده کۍ (بخارۍ) مخامخ ناسته ده ، څۀ  تود اور ؤ او څومره ښه  تودول يې کول . نجلۍ هڅه وکړه ،چې خپلې پښې خيالي توده کۍ ته د تودېدو په نيت ورنېږدې کړي ، خو ناڅاپه د اورلمبه غلې شوه اوهرڅه پاى ته ورسېدل ! ايله،هغې ته ورياده شوه ،چې ديوې کوڅې په ګوټ کې ناسته ده او د اورلګيت يو سوځيدلى تېلى يې په لاس کې درلود. يو بل تېلى يې راوايست او بل يې کړ . د تيلي ژېړه رڼا په مخاخ ديوال ولګېده اود يوال د يوۀ نري ټوکر په څېرشو، چې دهغه شا ته ټول شيان ښکاره شول . په دې شېبه کې طلايي ويښتاني نجلۍ خپل مخ ته يوخورا ښکلى او پرتمين تالار وليد، چې دمېز پرسر يې سپين کوندرى (دسترخوان) غوړېدلى او زيات شمېر رکېبۍ ( قابونه ) يې پرې او ڼلې وې .د مېز په منځ کې د بتې له هغه خوراک نه ،چې نس يې د مڼو او آلوچو نه ډک ؤ، بړاس خوت . ناڅاپه بتې د مېزله سره لاندې را ټوپ کړ، په داسې حال کې، چې کاشوغه او پنجه يې په ملا کې ښخې وې ، په چټکو ګامونو د نجلۍ په لور راغله . بيايې تېلى مړ شو .د نجلۍ مخ ته غټ، ډبرين او سوړ ديوال وﻻړ ؤ، نور هېڅ څه يې ونه لېدل .د اورلګيت يو بل تېلى يې بل کړ، ناڅاپه يې خپل ځان وليده ،چې د نښتر ونې لاندې ناسته ده ! اوه ، څومره ښکلې ونه ده ! ان دا،چې دهغې نښتر ونې په پرتله، کوم ،چې يوه اوونۍ مخکې يې د نوېل اخترپه شپه ديوۀ شتمن سوداګر په کور کې لېدلې وه، ډېره ښايسته وه . د هغې زرغون رنګه ښاخونو په منځ کې په سلګونو شمعې ځلېدې . ماښام مهال يې ديوۀ پلورنځي څخه د تېرېدا په وخت کې دبېلا،بېلو رنګونو انځورونه ولېدل،چې هماغه شان يې د ټولو رنګونو څخه جوړد زيات شمېر انځورونو ددغې ونې د ښاخونوله منځه هغې ته موسکېدل . نجلۍ خپل دواړه لاسونه په ډېرې لېوالتيا سره وړاندې کړل،په دې شېبه کې يې د ماڼيجنې موسکا سيورى په سپېرو شونډو ورېږدېد، خوبيا هم تېلى غلى شو. دسترګو په رپ کې شمعې دآسمان په لور ولاړې او څومره،چې اوچتېدې، هغومره کوچنۍ کېدې، ترهغو،چې د ستورو په بڼه بدلې شوې او سترګکونه يې وهل . يوله دغو ستورو نه  لاندې راولوېد اود رڼا يوه سپينه ليکه يې ځان پسې راکاږله . نجلۍ سوړ اسوېلى وايست او له ځان سره يې وويل :
_ هرومرو يو څوک  مري ! د هغې انا يوازينى هغه څوک وه،چې په نجلۍ مهربانه اوهغه پرې ګرانه وه اوپه ډېره مينه يې نازوله . هغې تل نجلۍ ته ويل : ( هر ستورى،چې له آسمان څخه رالويږي،په حقيقت کې يو روح دى،چې له يوۀ بدن نه بېليږي او د خداى په لور ورځي.) د اورلګيت يو بل تېلى يې بل کړ، دهغه تته رڼا د نجلۍ چاپېره خپره شوه او دهغې په منځ کې يې د خپلې انا رڼا ولېده ،چې د پخوا په څېرخوږه او مهربانه وه . ناڅاپه يې چيغه کړه :
_ زړې ادې ! ما هم له ځان سره بوځه! پوهېږم،که دا تېلى مړ شي، ته به هم ورکه شې ، لکه څنګه،چې د چدني توده کۍ، بته اود نښتر ونه هم ورک شول . په دې وخت کې يې ډېر ژراوپه خورا بيړه د اورلګيت ټول هغه تيلي،چې په قوطي کي پاتې وو، راوايستل او بل يې کړل، څو اناجانه يې تر ډېره ورسره پاتې شي . د اورلګيت د تېلو لمبود هغې شاوخوا چاپېريال په خپله غېږکې راونغاړۀ او په خپل ټټر پورې يې ټينګ کړ. په دې شېبه کې دواړه خوښې،وياله او خندانه د آسمان په لور ولاړې . دومره لوړې او او چتې ولاړې اوله ځمکې يې واټن ونيو، ترهغو ، چې آسمان ته ورسېدې . هلته نوره او ښکې ، يخني او لوږه نه وه .د لوى خداى دربارته رسېدلې وې . کله، چې د هغه سهار سباوون رادې بره شو، دکوڅې دوو ودانيو د تقاطع زاويې په کونج يوه  نجلۍ ناسته وه ، تراوسه يې لا هم دواړه بارخوګان (اننګي) سرۀ وو او موسکا يې په شونډو خپره وه . هغه مړه وه ، دکال لومړۍ  شپه د سختې يخنۍ له امله وچه او کښکر (کرخت ) شوې وه! داختر په سباوون د لمر لومړنۍ وړانګه د ډنګرې او طلايي ويښتانې نجلۍ په مړۀ کالبوت ولګېده، چې لايې هم يو نيم سوى تېلى په خپلو شنو او هډوکينو ګوتو کې نيولى ؤ. ټولو ويل،کوچني غوښتل، چې خپل ځان توده کړي! خو هېچا فکر نشوکولاى، چې دغې نجلۍ څومره خواږۀ خوبونه لېدلي او د څومره خيالونو، ښايستونواو ښکلا ګانو په منځ کې او په څومره برم او پرتم سره د خپلې خوږې او بوډۍ انا سره آسمان ته تللې، ترڅو، چې د نوي کال جشن ولمانځي !  
ليکوال :هانس کرسټيان انډرسن
ژباړه : فضل وزير هيله من