د ژېړواتل سرتېرى


 
وونه وو،يووخت پېنځه وېشت دژېړو سرتېري وو.هغوى په خپلو کې وروڼه وو،ځکه چې دوى ټول ديوډول ژېړوزړې کاشوغې څخه جوړ شوي وو.هغوى په داسې حال کې چې ټوپکونه يې په اوږواونېغ يې مخامخ کتل ، په خپلو نوو سرو اوشنو درېشيوکې ډېرښکلي اوپرتمين برېښېدل .کله ،چې دلومړي ځل لپاره دهغه صندوق ګوټي سرپوښ ،چې سرتېري په کې اوسېدل ،پورته شو،نويوۀ کوچنې ماشوم خپل لاسونه وپړکول او چيغه يې کړه :
-اوهو! د ژېړو  سرتېري ؟!
دالومړنۍ کلمه وه،چې هغوى اورېدلې وه .
دکوچني ماشوم  د زوکړې کليزه وه اودا سرتېري هغه ته دزوکړې ورځې په وياړ  دسوغات په توګه ډالۍ شوي وو.
ماشوم سرتېري دصندوق ګوټي نه را ؤايستل او دمېزپه سر يې ودرول ،ټول يوشان وو،پرته له يوۀ  نه ، چې يوه پښه يې درلوده .همدا وروستنى سرتېرى ؤ،چې جوړشوى ؤ،ځکه ژېړو(حلب) ددۀ جوړاوي لپاره بسنه  نه وه کړې .هغه په خپله يوه پښه داسې کلک او پياوړى  ولاړ  ؤ، لکه څنګه ، چې نورپه خپلو دووپښودريدلي  وو. په هغه ځاى کې  چې  د مېز پر   سر بې شمېره لوبتکې اېښودل  شوې  وې ، ترټولو نورو هغو زړۀ راښکونکې اوښايستوکې کوچنۍ کاغذي کلا وه .دهغې  کړکۍ  دژېړو نه  جوړې  وې  ، يوازې  يو کس  کولاى  شول  ، چې  له کړکيو نه  يې  د خونو د ننه چاپېريال  وويني  .دکلامخ  ته  کوچنۍ ونې  ديو هېندارې  په  چاپېره شااو خوا کې په داسې  شان کښېنول  شوې وې  ، چې  بڼه يې  يوۀ  داسې  جهيل  ته   ورته  وه ،چې  ته وا، شنې  رڼې  اوبه  لري  ، ښکارېدې  . وړو مومي  بتو د جهيل  په سر لامبو وهله  او د هغوى  انځور دهېندارې  په مخ  ښکارېدو . هغوى  ټول  ښايسته  وو، خوتر ټولو ښايسته  يې  کوچنۍ  مېرمن  وه ، چې  د کلا پرانېستي  ورۀ  تر څنګ  ولاړه  وه او هغه  يې  له کاغذ نه  جوړه  وه  .دکوچنۍ  مېرمنې  جامې  د ډېر ښکلي  ململ  نه جوړې  وې .اسماني  رنګه  نرۍ  چارمه  يې  په  اوږدو دغاړې  شال  پر ځاى  لګول  شوې  وه . دچارمې  په منځ کې  د هغې  د مخ  په  اندازه  ځلېدونکى  چېڼ داره  او وړين  چکي  ګل  ټومبل  شوى  ؤ .کوچنۍ  مېرمنې  خپل  دواړه  لاسونه  غځولي  وو ، نڅېده . خپله يوه پښه  يې داسې  اوچته  نيولې  وه ،چې  د ژېړو سرتېري  نه  شواى  کولاى  ، هغه  وويني  .فکريې  کاوۀ ، چې  هغه  هم  يوازې  يوه پښه  لري  .سرتېري  وويل :( هغه به زمالپاره يوه  ښه  مېرمن  شي  ،لکه  څنګه  چې  غواړم  ،ناشونې  ده . هغه  په  يوه  کلاکې  اوسي ، حال  داچې  زۀ  دژوند ګوزارې  لپاره  يوازې  يو صندوق ګوټى  لرم  . موږ په  صندوق  ګوټي  کې  پېنځه ويشت  تنه  اوسو او دهغې  لپاره  ځاى  نشته . اوس  بايد هڅه  وکړم ، چې  له هغې  سره  اشنا شم  .) ورپسې  د سرۀ  قوطي  تر شا وغځېد ،  سرتېري کولاى   شول  ، له  هغه  ځايه  ښايستوکي  کوچنۍ  مېرمن  ، چې تر اوسه ﻻهم  په  خپله يوه  پښه  ټينګه  و لاړه وه  ، ننداره  کړي  .  ماښام  مهال  د ژېړو سرتېري  په صندوق  ګوټي  کې  کېښودل  شول  ،هغه  يو تن  سرتېرى  ،چې  يوه پښه  يې  درلوده  ، دمېز پر سر پاتې  ؤ. د کورنۍ  ټول  غړي  په  خوب  ويدۀ  شول  .له هغې  وروسته  لوبتکو د مېز پر سر په لوبو او خوښۍ پيل  وکړ . د ژېړو سرتېرو په  خپل  صندوق  ګوټي  کې  شور او زوږ  کاوۀ ،ځکه  هغوى  هيله  درلوده ، چې  را ووځي  او له نورو سره لوبې  وکړي  . دوى  نه  شواى کولاى  ، چې   سرپوښ  اوچت  کړي ، د غوز ماتونې  په  دود پاس  والوتل  او له دې سره  پنسل  د مېز په  سر  ورغړېد.داسې  شور او زوږ  جوړ  شو ،چې  کناري يې  ويښه  کړه او په نيمه شپه کې يې خپل  سندريز غږ   پيل  کړ .يوازې  د زېړوسرتېرى  او نڅاګره  په خپلو ځايونو کې  پاتې  وو.نڅاګرې   دواړه لاسونه  غځولي وو، د  خپلې  يوې  پښې  د ګوتو په  سرونوکلکه اوټينګه  و لاړه وه . د ژېړو سرتېري  ان  تر يوې  شېبې  هم  له  هغې  نه سترګې  نه اړولې  . ساعت  دوولس  ځله  ټلۍ  ووهله  . د نسوارو قوطي  سرپوښ  پورته  والوت   خوپه  هغه کې   نسوار نه وو . لکه څنګه،  چې  د نسوارو قوطى  رښتينى  نه و، نو هلته  (جک) نومي  شىطان  ګوټي  کورګى  جوړ کړى  ؤ. شيطان  ګوټى  ډېر په  غوسه  ؤ او ويې  ويل :
- د ژېړو سرتېريه ،ها خوا وګوره !
د ژېړو سرتېري  داسې  وښوده ، چې  ګنې  ما څه  نه  دي  اورېدلي  .
شيطان ګوټى  ډېر  په  قهر شو ، خپل غاښونه  يې  وچيچل  او ويې  ويل :
- يوازې  تر سبا پورې  صبر وکړه ، ستا د دې  بې ادبۍ او سپين  سترګۍ  سزا به هرومرو درکړم .
کله  چې  سبا شو، هلکانو د ژېړو سرتېرى  د کړکي  تر څنګ  کېښود، څوک  نه پوهېږي ،چې دا کار د شيطان ګوټي  ؤ که  د باد، په  هرحال  ، سرتېرى  د درېيم  پوړ له کړکي  نه لاندې  سړک ته  ولويد .
اوه ، څه له  خطره  ډکه  لوېدنه  .په سر ولوېد ، د دۀ  د نيزې سر د څو تيږو په  سوريو کې  ور ننوت  او په  کې  ښخ  شو او هغه  يې  د خپلې  يوې  پښې  سره  په  هوا کې  نېغ    ودراوۀ . نوکره ښځه او ماشوم  لاندې  پوړ ته  ولاړل ، څو  ويې  لټوي ، خو ويې  نه شواى کولاى  ، چې  ويې  مومي  . که  څه  هم  نېږدې  ؤ ، چې  هغه  تر پښو لاندې  کړي  .که چېرې  سرتېري  غږ  کړى  واى ، زۀ دلته  يم  ، ښايي  هغه  به  يې  موندلى  واى  ، خو مرسته  يې  ونه غوښته ، ځکه،چې  هغه  يو سرتېرى   ؤ. ورپسې باران  پيل  شو،د اوبو څاڅکي  په  چټکۍ  سره ډېر شول  ،ترهغو، چې  په  يوۀ  رښتيني  لښـتي وزمه  شاوربدل  شول  . د دغه   لښتي وزمه شاور لاندې  دوه  هلکانو د سړک په سر چکر واهه  .دوى  دواړه  د سرتېري  له څنګه  تېرېدل  ، يوۀ  يې  غږ کړ :
- وګوره ، دلته  يو د زېړو سرتېرى   دى  . هغه  بايد په  يوه بېړۍ  کې  کښېنول  شي ،هغوى له ورځپاڼې  ځخه يوه  بېړۍ  جوړه کړه  ، د ژېړو سرتېر ى  يې  په  کې  کښېناوۀ  ، په  لـښتي  کې  يې  خو شى  کړه ، چې  بېړۍ  وچلوي  . دواړه  هلکان  په  داسې  حال کې  ، چې  خپل  ﻻسونه  پړکول  ، د بېړى سره  په  څنګ  کې   په  ځغاسته  شول  .څپې  ورور اوچتېدلې  او سېلاب  ﻻ پسې  زور اخېست  .کاغذي  بېړۍ  ښکته  پورته  تله  او کله  به داسې  څرخېده ، چې  له امله  به يې  سرتېرى  رېږدېدو ، خو هغه  په خپل  ځاى  ټينګ  وﻻړ ؤ . خپل  ټوپک يې  په  اوږه  درلود او نېغ  يې  مخامخ  کتل  . ناڅاپه لېرې  او اوږدۀ  کارېز ته  وغورځېده  . کارېز د هغه صندوق  ګوټي  په څېر ؤ ، چې  نور سرتېري  په هغه کې  اوسېدل  ، تيارۀ   ؤ . هغه  فکر وکړ : (  زۀ  اوس  چېر ې  ځم   ؟ ښايي  د شيطان ګوټي  له ﻻسه  له  دې  ورځې  سره  مخ  يم  . آه ! که  کوچنۍ  مېرمن  په دغه بېړۍ  کې  راسره  واى  ،  هېڅکله مې  د تيارې  پروا نه کوله  .)
يوغټ  موږک  ، چې  کورګى  يې  د پلۀ  ﻻندې   ؤ، په  بېړه را ووت  او ويې  پوښتل  :
- د لارتېړيدنې  جواز لرې  ؟  سرتيري  ځواب  ورنه کړ او خپل  ټوپک  يې  په مټ  پورې  ﻻ ټينګ  کړ .بېړۍ  د موږک  تر څنګ  تېره  شوه ، موږک  هغه تعقيب  او څارله  . په قهر يې  خپل  غاښـونه  وچيچل  . د  بوټو او کړکو په  خزلو يې  غږ  وکړ :
مخه  يې  ونيسـئ  ، مخه  يې  ونيسئ  ! هغه  نه  د  لارتېرېدو محصول  ورکړى  او نه  هم  د ﻻر ې  جواز لري  . څپو د ژېړو سرتېرى  په چټکۍ  له ځان  سره  يووړ . هغه تراوسه  کوﻻى  شول  ، د ورځې  رڼايي  په  هغه  ځاى  کې  ، چې  کارېز پاى ته  رسېدو، وويني  . په  همدې  شېبه کې يې  ناڅاپه  زړۀ بوږنوونکى  غږ  ،چې  د ډېرو اتلو او باتورو کسانو لپاره  هم  وېره وونکى  ؤ ، واوريدو. د کارېز په  پاى کې  اوبه يوې  ژورې  ته  تويېدې  . د دۀ کوچنۍ بېړۍ لپاره هغه ځاى کې لوېدل ،لکه  د ځړوبي  (آبشار)  نه  د بېړۍ  د غورځېدا په  شان  ؤ . کوچنۍ بېړۍ  پورته  والوته ، خوسرتېرى  ددې  لپاره ،چې  نورو ته  وښيي ، نۀ  دى  وېر ېدلى  ،  په خپل  ځاى  کې  کلک اوټينګ  پاتې  شو.بېړۍ  درې  څلور ځله  وڅرخېده ،له  اوبو ډکه  شوه ، بيايې  په  ډوبېدو پيل  وکړ . اوبه  د ژېړو سرتېري  تر  اورمېږ  پورې ورسېدې ، هغه هېڅکله  د وېرې  او او خپګان  په  دود خپلې سترګې  برګې  هم نه  کړې  . اوبه يې  په  بېړه  په  سر واوښتې  او بېړۍ  په اوبو کې  ژوره  وﻻړه . هغه  د کوچنۍ  اوښايستوکې  نڅاګرې  په اړه ،چې  هغه به نوره  هېڅکله  ونه ويني ،فکر کاوۀ او ډېر ماڼيجن  ؤ . کاغذي  بېړۍ  ورسته  او ټوټې  ټوټې  شوه ، سرتېرى  ﻻندې  وغورځېد . د اوبو ژور تل  هغه  ځان  خواته را کاږۀ ، خوناڅاپه  يوۀ  غټ  کب  هغه  ونغارۀ  .  
اخ! چې  د کب  دننه  څومره تورتم  ؤ ، له  کارېز  نه  ډېره  تيارۀ  ؤ، کوټه  نه  وه  ، چې  په  کې  وخوځيږي  . خوبيايې  هم  خپله  اتلوالي  وساتله  او په پوره پياوړتيا سره  په  دا‌‌‌سې  حال  کې  چې  خپل  ټوپک يې  په  اوږه  پورې  ټينګ نيولى  ؤ ، اوږد وغځېد . کب  ډېر ناکراره  ؤ او هرې  خواته  يې ﻻمبو وهله  . په پاى کې  بيخي  ارام  شو . بيايې  دنور يوه وړانګه ، چې دنېزې  په څېر وه ،تر سترګوشوه . هو،د ورځې رڼا وه . غږ يې تر غوږ شو، چې ويل يې :
_ زۀ څه  وينم ،د ژېړو سرتېرى ؟!
کب  دکب نيوونکي  په چنګک کې کښېوتى  ؤ ،بازار ته وړل شوى او په پخلي ګر پلورل شوى  ؤ.پخلي ګر هغه پخلنځي ته  يووړ  اوپه غټې چاړې يې نس ورپرانېست . هغه د سرتېري ملا په غټې اونرۍ ګوتې  ونېوه او د کب له خېټې يې راؤايست ، اوبلې کوټې ته يې يووړ . هرڅوک د دغه عجيب سرتېري دلېدو څخه حيرانېدل ،ځکه چې د کب په نس کې يې هرلور ته سفرکړى  ؤ اوله دې کبله  مغرور نه  ؤ ،هغه يې د مېز په سر کېښود .
وګورئ ،چې څه جالبې پېښـې په نړۍ کې پېـښيږي .سرتېرى په  داسې يوه  کوټه کې لکه پخوانۍ کوټه ،کېښودل شو. هغه هماغه پخواني هلکان ، هغه  دمېز په سر لوبتکې اوهماغه  کوچنۍ کلايې دښايستوکې نڅاګرې سره يو ځاى  وليده .هغه تراوسه په يوه پښه  وﻻړه وه او بله  پښه يې اوچته نيولې وه .څرګنده شوه ،چې د دۀ  په  شان کلکه ، پياوړې اووفاداره  ده . سرتېرى خواشينى اوخپه شو،نېږدې  ؤ،چې اوښکې يې توى شي . د نڅاګرې خوا ته ځير شو اونڅاګرې هم خپل تلپاتې نظر له  دۀ  څخه  نه اړاوۀ ، خو دوى  دواړو يوۀ  هم  خبرې  ونه کړې .په دې وخت کې يوکوچني هلک د ژېړو سرتېرى واخېست ، توده کې (بخارۍ) ته يې  ورواچاوۀ . دغه کاردليل  نه  در لود، خونو وشو،چې وشو..ښايي شيطان ګوټي  به  داکار کړى وي! هغه  داور لمبود سترګو په رپ کې لولپه کړ،ګرمي ډېر په عذاب کړ،خوويې نه شواى کوﻻى ،چې ووايي : دا داورګرمي ده که د مينې .دهغه سورچک اوشنه چک رنګونه الوتي  وو.خوايا سفرونه يې ددې  رنګ الوتنې ﻻمل شوي  ووکه زياراو رنځ ؟څوک  نه  پوهېدل . دۀ کوچنۍ مېرمنې ته  کتل اوکوچنۍ مېرمنې دۀ  ته .سرتېري احساس کړه،چې د دې کتوﻻندې  ويلي کېږي ،خوتراوسه يې خپل ټوپک په اوږه اوﻻ هلته په اورکې  وﻻړ ؤ. ناڅاپه د کوټې ور پرانېستل شواوباد نڅاګره په هوا کړه ،نېغه يې د ژېړو سرتېري ترڅنګ په توده کۍ کې واچوله .د سترګوپه رپ کې  د اور لمبوهغه ترخپل ستوني تېره کړه . نڅاګره  نوره تللې  وه . دژېړو سرتېرى  ويلې اوغونډارى شو. د بلې ورځې  په  سهار، چې  د کور نوکرې  ښځې کله ايرې  را ؤايستې ،  دژېړو سرتېرى  يې د يوۀ کوچني  زړۀ  په  بڼه  وموند.نڅاګره لکه د سکروټو ټوټه  ټوله  سوځېدلې وه ، پرته   دغاړې ګل نه ، نور له  هغې نه  څه  نه وو پاتې .      پاى !

ليکوال :  هانس کرېسټيان انډرسن
ژباړه :  فضل وزير  هيله من