عمران خان

 نړۍ د چټک بدلون په لوري روانه، په هر ساحه او قلمرو کې بدلون روان دی،په ځانګړې توګه، ساينس او تخنيک ډېر په چټکۍ سره پر مختګ کوي. هو د بدلون رامنځته کيدل،  انساني غوښتنه هم ده خو له بده مرغه، چې دا پرمختګونه تل مثبت نه دي.
 تر ټولو زيات  ځواکمن خلک او زبرځواکونه، دغو بدلونونو ته ليواله دي، ځکه په دغه بدلونونو کې مادي ګټه يې په پام کې ده. د توليد موخه د پانګوالو لپاره، د انسان د اړتيا پوره کول نه دي بلکې د ﻻ زياتې پانګې تر ﻻسه کول دي. د جګړو موخه هم نن سبا د تيلو او نورو  شتمنيو تر ﻻسه کول او د خپل موقف پياوړي کول دي، له ترهګرۍ سره مبارزه، ديموکراسي د بشر حقوق يوازې د نقابونو په توګه د غولولو لپاره کارول کيږي. د ځينو شنونکو په وينا په يو ويشتمه پيړۍ که به هغه څوک زبرځواک وي، چې د انرژۍ چينې يې په واک کې وي.
له بده مرغه د منفي بدلونونو اغيز د ارزښتونو قلمرو ته هم رسيدلی او  دا تر ټولو لوی زيان دی. اوس د شلمې پېړۍ د ځينې نامتو  هيومانيستو، هېواد پاله او بشري ارزښتونو ته ژمنو مبارزوينو په څېر بېلګې لکه غازي امان الله خان، مهاتما ګاندي، خان عبدالغفار خان (باچا خان)،جمال عبدالناصر، نېلسن منډيلااو .....، د نړۍ په اوسنيو سياستوالو کې خو يا نشته ا وکه شته هم استعماري ځواکونو يې  د بري تر پړاوه په اسانۍ نه پرېږدي.
ايا داسې پرمختګ  به ريښتينی پرمختګ وي، چې  د وخت په تيريدو سره ورځ تر بلې جګړه، دولتي او  نادولتي ترهګري، مرګ ژوبله، د چاپريال ککړتيا او د نړيوال اقليم خرابيدل زياتيږي؟ ايا دا تر ټول لوی ناورين نه دی، چې انسانانو کې د مادياتو تر ﻻسه کولو حس پياوړی کيږي او معنويت يې ځپلی کيږي؟ او موږ دې ته بيا هم د پرمختګ په سترګه وګورو  او د لويديځوالو معيارونو راخپل کړو!!!
تاريخ زموږ لپاره د عبرت لويه سرچينه ده. که د نړۍ  ګلوبالو پرابلمونو  ته په کتو سره خپلو  هېواد او سيمې ته ځېر شو، تر ټولو ناوړه پرمختګونه(!) په همدې سيمه کې روان دي او دا تصادفي نه دي. دا هغه سيمه ده، چې د نړۍ د انرژۍ پراخې زيرمې په کې دي؛ دا  د زبرځواکونو د نفوذ د تقاطع سيمې هم دي. افغانستان داسې هېواد دی، چې له پخواني شوروي اتحاد د ځايناستي روسيې د نفوذ ساحې سره پوله لري، له چين (نوي ټوکيدونکي زبرځواک ) سره پوله لري، د اخوندي _اټومي رژيم ايران سره پوله لري، له اټومي _ مصنوعي جوړ شوي هېواد پاکستان سره پوله لري.
د ډيورنډ کرښې دواړه غاړو ته، چې هر ورځ  په سلګونو خلک د جګړې، هوايي بمباريو، ځانمرګي بريدونو، دولتي او نا دولتي ترهګريو او نور پېښو په پايله کې وژل کيږي، کورونه يې ويجاړيږي، ښوونځي او روغتونونه يې ورانيږي؛ د پوښتنې لپاره يې څوک نشته، نه يې څوک غږ پورته کولی شي. دا به هم تصادفي نه وي.
هو، په همدې سيمه کې د پاکستان په څېر د يوه هېواد رامنځته کيدل به هم تصادفي نه وي او استعمارګرو ځواکنو دوه هېواده نړۍ کې د خپلو سياسي او ستراتيژيکو موخو لپاره رامنځته کړي، چې يو يې اسراييل او بل يې پاکستان دی.
سره له دې، يو زيات شمېر سياسي کارپوهان په دې اند دي، چې پاکستان اوس په سيمه کې د يوې سرطاني نينکۍ (دانې) شکل اختيار کړی خو بيا هم د امريکا او متحدينو يې تر ټولو لوی ستراتيژيک پارټنر دی. کارپوهان په دې اند دي، چې که امريکا هند خپل ستراتيژيک ملګری وټاکې په سيمه کې به ډېر پرابلمونه حل شي؛ خو امريکا دا کار نه کوي او دا هم تصادفي نه ده. هند پياوړی هېواد دی او د امريکا هره غوښتنه به ونه مني، خو پاکستان هر کار ته چمتو دی.
د اوونۍ څېرې په توګه د عمران خان ټاکل  ځينې عمده دﻻيل دا دي: يو خو نوموړی اوس په پاکستان کې يو مطرح شخص دی؛ ويل کيږي، چې کيدی شي راتلونکي ټاکنې وګټي او د لومړي وزير په توګه راڅرګند شي، بل  د پاکستان له انکشافاتو سره د افغانستان ډېرې ستونځې تړلي دي او په زړه پورې يې ﻻ دا چې نوموړی په خټه پښتون هم دی.
زه پوهيږم، چې د پښتون کلمې په اوريدلو سره به د ځينو لوستونکو په زړونو کې د هيلو غوټۍ راټوکيدلي وي؛ خو زما په اند د ده په اړه قضاوت به تر څو د واک په ګډۍ نه وي ناست، مخکې له وخته وي. که څه هم د نوموړي ژوندليک ته که وکتل شي، تر اوسه يې شعارونه د خلکو پر زړونو ښه لګيږي.
بايد وويل شي، چې د سياست او ديپلوماسۍ په ډګر کې به مطلق حکم کول سم کار نه وي، خو بيا هم د مسايلو د وضاحت لپاره به ځينې بېلګې وړاندې کړو:
د نړۍ په تاريخ کې هيټلر د يهودانو ډېر لوی دښمن بلل کيږي، ويل کيږي، چې په ميليونونو يې وژلي او مهاجر کړي؛ حتی د چدن د توليد په لوړو کورو  کې يې هم سوځولي دي. خو تاريخپوهان وايي، چې د ده نيا يهوده وه.  د بارک اوباما په راتګ سره نه يوازې افرو امريکايان خوشاله وو، بلکې د افريقا مسلمان او غير مسلمان اوسيدونکي هم په نڅا وو، خو نه د افريقايانو په ژوند کې بدلون راغی او نه د مسلمانانو پر ضد په تاويريخوالي کې کمښت رامنځته شو. د ښاغلي حامد کرزي په حکومت کې خو هغه نادودې له پښتنو سره شوي، چې د افغانستان په تاريخ کې نه دي شوي او دی يوازې د شمال ټلوالې د جنګساﻻرنو په خدمت کې دی او د دوی له پنجو ځان نشي خوځولی.
 د افغانستان د دري ژبي يوه نامتو شاعر او  ليکوال، چې ﻻ هم ژوندی دی ، يوه خبره مې په ذهن کې انګازه کوي او سوچ کولو ته مې اړ کوي، چې د نشې په حالت کې يې ويلي و: (( درست است کې نياکان من از پشين امده بودند و پشتون بودند! ولې من تاجيکم، قلب من تاجيک است و احساس من تاجيک است!!!))
 
زما په اند په معاصر وخت کې به په درېيمه نړۍ کې، داسې يو څوک په اسانۍ سره  واک ته ونه رسيږي، چې د خلکو غوښتنو ته ځواب وويل شي. که په پاکستان کې ښاغلی عمران خان د قدرت پر ګدۍ کښيني دا به تصادفي نه وي (پښتانه تر پنجابيانو وروسته دوهم لوی قوم دی) او که د خلکو غوښتنو ته ځواب وويل شي، نو دا به  معجزه وي!!!
زموږ د تيورۍ د اثبات لپاره وخت ته اړتيا شته او هر څه به  وروسته انکشافات په ډاګه کړي، خو د ښاغلي عمران خان د ژوند او اند او هلو ځلو په هکله د مالوماتو تر ﻻسه کول به بې ګټې نه وي:
 
عمران خان څوک دی ؟
عمران خان په خټه نیازی پښتون دی ، نوموړی د ۱۹۵۲ زیږدیز کال د نومبر په ۲۵ نېټه په بهاو لپور کې  زیږېدلی دی .منځنۍ زده کړې یې په لاهور کې بشپړې کړې دي ، لوړې زده کړې یې د اقتصاد په برخه کې د اکسفورد پوهنتون تر سره کړې دي .
عمران خان د شلمې پیړۍ نږدې دوه وروستۍ لسیزې د پاکستان د کرکټ وتلی  لوبغاړی و،کرکټ څخه د لاس اخېستلو وروسته  نوموړی د پاکستان سیاسي ډګر ته راووت ، اوسمهال عمران خان د برتانیا د  ( براډفورډ پوهنتون ) رييس او په پاکستان کې د انصاف ګوند مشر دی . نوموړي همدارنګه د  پاکستان په لاهور ښار  کې د کنسرـ ناروغانو د درملنې په موخه یو روغتون او همدا راز یو څیړنیز مرکز جوړ کړی دی . عمران خان  په ۱۹۹۷ کې په پاکستان کې د (انصاف ) په نوم د ټولنیزـسیاسي غورځنګ بنسټ کېښود . د سیاستپوه په څېر ، عمران خان په پاکستان کې د ټولنیز  ( نیاو) انصاف ، بشري ارزښتونو د پیاوړتیا ، نا پییلې قضایي سیستم ،او د دیموکراسۍ د پرمختګ لپاره هڅې کوي .
د عمران خان ايډيال فلسفي شاعر او ادیب علامه اقبال دی . عمران خان د ډیلي تلګراف سره د یوې مرکې په ترڅ کې خپلې سياسي موخې داسې څرګندې کړې : زه غواړم پاکستان د یوې خیریه ټولنې په څېر د دیموکراسۍ ، قانون حاکمیت او د  نا پییلي قضایې سیستم څخه برخمن کړم . عمران خان په ۲۰۰۲ کې د( ميانوالی ) څخه پارلمان ته وټاکل شو ، نوموړی وخت نا وخت د پاکستان په قضایي سیستم سختې نیوکې کوي . په ۱۹۹۹ کې عمران خان د جنرال پرویز مشرف د پوځي کودتا ملاتړی و مګر وروسته د هغه سر سخت مخالف شو . په ۲۰۰۵ کې نوموړي د امریکا په مشرۍ  د اييتلاف په ضد یو لړ لاریونونه په لار واچول ،هغه په ۲۰۰۶ کې د بوش – مشرف اييتلاف ضد لاریونونه راوایستل مګر د پولیسو لخوا د خنډ سره مخ شول او عمران خان توقیف شو .
په ۱۹۹۵  کې عمران خان د برتانوي ملياردر (ګولډسمیت ) لور  (جميما) سره واده کړی و ، نوموړې برتانوۍ له واده د مخه اسلام ته راوښتې وه . عمران خان له نوموړې څخه  د سلیمان او قاسم په نوم دوه زامن لري ، عمران خان د پاتې ژوند تېرولو په موخه پاکستان ته راغی ، جمیما ته په پاکستان کې ژوند تېرول ستونزمن و ، له دې امله یې د عمران خان نه طلاق واخېست او انګلستان ته لاړه .

د عمران خان سياسي هلې ځلې :
عمر ان خان د کرکټ له نړۍ د لاس اخېستلو وروسته د سياست نړۍ ته راووت ، نوموړي د خپل سياسي ژوند په لومړي پړاو کې د پاکستاني ټولنې د نا دودو څخه سرټکونه شروع کړه ، هغه هڅه وکړه چې د پاکستاني وضعیت په هکله  د وګړو د عامه پوهاوي کچه زياته کړي . عمران خان (نياو) انصاف د خپل سياسي ژوند شعار ګرځولی دی  خو ډیری وګړي په ځانګړي ډول د نوازشریف او الطاف حسین ملاتړي  عمران خان په دې تورنوي چې نوموړی د (انصاف ) ویوکی د خلکو د تېر ایستلو په پار کاروي . نوموړي په ۲۰۰۷ کې د جنرال مشرف پر ضد په پراخه پروپاګند لاس پورې کړی و . هغه یې د واک څخه د نا سمې ګټې اخېستنې او د  رسنیو  په سانسورولو  (چاڼ) تورن کړی و . عمران خان په ۲۰۰۷ کې د قانونپوهانو ، موسسو او یو شمېر نورو ګوندونو په ګډون د قاضي القضات په ملاتړ او د پرویز مشرف په ضد په پراخه لاریونونو لاس پورې کړ ، چې په پایله کې یې افتخار چوهدري بېرته په خپله دنده وګومارل شو . عمران خان د سياست په لومړۍ ورځو کې په پاکستان کې دومره مطرح نه و ، مګر وخت په تېرېدو سره هغه د پاکستاني ښځو او ځوانانو په زړونو کې لار پیدا کړه . عمران خان په غونډو او ناستو کې په پاکستان کې د اقتصادي سمون او پرمختګ غوښتنه کوي هغه د پاکستاني ټولنې د غربت او بې روزګارۍ په وار وار اوازونه اوچت کړي دي . نوموړی په پاکستان کې د امریکایي مداخلې سرسخت مخالف دی .له همدې امله  د ځینې سياسي کړیو تر منځ عمران خان د (بنسټپال) په نوم يادیږي ،پدې سربېره یو شمېر پاکستاني سياستوال یې د طالبان-خان په نوم يادوي ، خو دا د یو شمېر نورو ګوندونو لکه د پاکستان دخلکو ګوند ، مسلم لیګ او مهاجر قومي غورځنګ  لخوا کارول شوي اصطلاحات دي، د ددې څخه د دوی موخه د لویديځوهېوادونو هڅول دي تر څو د عمران خان په هکله ناسمه اخېستنه وکړي . عمران خان د تروریزم په جنګ کې  د ناټو او امریکا سره د همکاري کولو په موخه د پاکستان حکومت ته یو لړ وړاندیزونه کړي دي،خو  په ورته مهال کې پاکستان د یو تروریزم – زیږوونکي هېواد په توګه نشي زغملی . عمران خان خپل ګوند د نورو په پرتله د دیموکراسۍ له پلوه خورا پياوړي ګوري . دنوموړي سياسي  شهرت پاکستان کې په خورا چټکۍ سره وده کوي .
د ۲۰۰۷ په ټولټاکنو کې د انصاف ګوند یوه څوکۍ تر لاسه کړې وه ، د ۲۰۰۸ له ټولټاکنو څخه د نوموړي ګوند وایستل شو چې په پایله کې د پاکستان په پارلمان کې د خلکو له استازیتوب څخه بې برخې شو . اوسمهال عمران خان ته په پاکستان کې د زرداري، نوازشریف او الطاف حسین څخه وروسته د  څلورم سترسياسي مشر په سترګه لیدل کیږي .
پاکستان تحریک انصاف ګوند :
عمران خان په ۱۹۹۶ کې د انصاف او بشریت تر سیوري لاندې د انصاف ) د ګوند بنسټ کېښود . انصاف ګوند د لومړي ځل لپاره د ۱۹۹۷ په ټولټاکنو کې ونډه واخېسته خو د سختې ماتې سره مخ شو . په ۱۹۹۹ کې عمران خان د مشرف د کودتا ملاتړ وکړ مګر د ۲۰۰۲ کال د ټولټاکنو پر مهال نوموړي د مشرف څخه خپل ملاتړ پریښود، هغه زياته کړه : ما فکر کولو چې مشرف به واک ته د رسېدو سره سم  په پاکستان کې د فساد سره مبارزه پیل کړي مګر له بده مرغه داسې و نشول . عمران خان په سیمه کې د امریکا او ناټو د لوژیستیکي ملاتړ سره مخالف دی .
په ۲۰۰۵ کال کې د ګواتنامو په زندان کې د امریکایي سرتیري لخوا قران ته د سپکاوي له امله عمران خان، مشرف او بوش ته په یوه کاسه کې اوبه ورکړې ،نوموړي دغه مهال په مشرف سختې نیوکې وکړې .
په ۲۰۰۷ کال کې مهاجر قومي غورځنګ د عمران خان د ناوړ-ګرځولو غوښتنه وکړه نوموړي ګوند غوښتل چې عمران خان باید د پارلمان څځه وایستل شي ، مګر د مهاجر غورځنګ دغه غوښتنه رد شوه . په همدې کال عمران خان د (ګډ دیموکراتیک غورځنګ ) د ۸۵ غړو سره یو ځای شو ، او د مشرف د مرګ غوښتنه یې کوله ، دغه مهال پرویز مشرف د پوځي مشرتابه سربېره د دوهم ځل لپاره ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړی و .
د ۲۰۱۱ په اپریل کې عمران خان د امریکا له لورې په پاکستان په قبيایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونوله امله په پراخه لاریونونو لاس پورې کړ.