دمېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير خبرتيا

مېرمن  کلتوري ـ ټولنيز بهير دبهير غړو او ټولو خويندو ته خبر ورکوي، چې دبهير راتلونکې غونډه دځينو تخنيکي ستونزو له کبله داستقلال لېسې په تا لار کې نه بلکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په لوی تالار کې دشنبې ورځ دماسپښين په دوه بجو جوړيږي. په دې غونډه کې دمېرمنو اړوند ټولنيزو او کلتوري مسألو سربېره مشاعره هم په پام کې نيول شوې ده. له ټولو قدرمنو خويندو څخه په ډېر درنښت هيله کيږي چې د ۱۳۸۷ کال دغبرګولې په ۱۸ نېټه دشنبې ورځې په دوو بجو داطلاعاتو کلتور وزارت تالار ته تشريف راوړي. په درنښت
دمیرمن کلتوري ـ ټولنيز  بهير کار ډله