دپارلمان څوکۍ پرېږدئ خپل کورونه وساتئ

 
١٧ مه ګڼه
شين ګل تره خيل
دافغانستان د ولسي جرګې  په ټاکنو کې دپراخو در غليو له امله  په سل ګونو معترض کانديدان  دافغانستان دقضائيه قوې دروازوته ودريدل او د خپل حق دغوښتلو لپاره يې دعوې وکړې ، سترې محکمې  داړتيا له مخې اختصاصي محکمه رامنځ ته کړه ، چې دڅېړنو په پايله کې ثابته شوه ،چې لږ ترلږه  ٦٢ کسانو په غيرقانوني توګه ولسي جرګې ته لاره موندلې وه او د ٦٢ نورو کانديدانو اساسي حقوق نقض شوي وو . محکمې پرېکړه وکړه چې  ٦٢معترض کانديدان د ولسي جرګې دغړيتوب مستحق دي . همدغه پرېکړه  د استيناف محکمې هم تاييد کړه او له اجرائيه قوې ته يې ددې پرېکړې  دتطبيق سپارښتنه وکړه . ولسمشر کرزي  بې له دې چې دمحکمې دقرار  د تطبيق اړتيا احساس کړي  داسې يو حکم يې ورکړ چې ان د اختصاصي محکمې  مشروعيت يې هم نفى کړ کوم چې ده خپله منظورکړې وه .
کرزي  موضوع سره له دې چې  دمحکمې وروستى حکم يې په اړه صادرشوى و  دقضائيه قوې له صلاحيت څخه ووېستله او هغه کميسيون ته يې وسپارله چې ټول غړي يې دمحکمې په وروستۍ پرېکړې د عدلي تعقيب وړ ګڼل شوي وو، تورن کميسيون  د ٦٢ کسانو له منځ څخه يوازې ٩ تنه  ولسي جرګې ته ور وپېژندل او ٥٣ تنه نوريې سر ه له دې چې د محکمې پرېکړه په لاس لري پرېښودل . او د چاخبره په تورو توتانو پسې يې وليږل . بله حيرانوونکې خبره داده چې محکمې  په دوو ولايتونو کې  دوه وکيلان  له ولسي جرګې نه وو  وېستلي  خو کميسيون له ليست څخه ووېستل .
ډېره هيښوونکې او حيرانوونکې ده  يو چا غلا وکړه  . زيانمن  کس محکمې ته ورغى  . محکمې پرېکړه وکړه چې غل دې د زيانمن مال بېرته ورکړي  او غل دې  تر عدلي تقيب لاندې ونيول شي ،خو ولسمشر پاڅېده  دمحکمې پرېکړه يې لغو  او  غله ته يې واک ورکړ چې داموضوع حل کړي غل راپاڅېد دقاضي په رول کې يې دغلا شوي مال  ٨ فيصده يې دکور خاونديا زيانمن ته ورکړ او په دې ٨ فيصدو کې يې هم  ديو بل چا مال غلاکړ او زيانمن حق يې ور پوره کړ   زيانمن  دمحکمې پرېکړه په لاس ګرځوي او واکمن ورته وايي ، چې حوصله وکړه . انعطاف وکړه . پروا نه کوي .  دملګرو ملتو نو استازى  هم  دغله دپرېکړې هرکلى کوي
د افغانستان دټاکنو موضوع کټ مټ همداسې نه دى .؟  فکر کوم چې  د حق پلويان به  همدا خبره ومني نو چې داسې ده اوس خلکو ته په کاردي ، چې دپارلمان څوکۍ پرېږدي  په دې اړه دې فکر نه کوي . خپل کورونه  او ځمکې دې وساتي . که حالت په همدې توګه دوام وکړي  .  داسې يو حالت له انتظاره لرې نه دى ، چې يو څوک ، يو زورور ، يو جنګ سالار اوښايي هم د قانون د ملاتړ دتش په نامه ائتلاف يو غړى به سبا ورځ  زما ، ستا او دهغه افغان کور او ځمکه غصبوي ، موږ به محکمې ته ځو  ،. دعوى به کوو  .محکمه به پرېکړه وکړي  . موږ به مستحق وګڼي  او وبه وايي چې کور ستا دى خو داپرېکړه به په لاس ګرځوو او کوربه مو څوک نه راکوي . او دابه څومره سخته ورځ وي که داخبره څوک نه مني زه ورته  يو ثبوت وړاندې کوم  داسې ثبوت چې له حقيقت نه يې انکارنه شي کېداى .
ايانه ګورئ چې همدانن  ٥٣ کسه افغانان د محکمې پرېکړه په لاس لري   محکمې  دوى ته حق ورکړى ، چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازيتوب و کړى خو څوک يې نه پرېږدي چې دا حق واخلي !!!  افسوس دې وي په هغه ملت چې متهم په کې قاضي او قانون جوړوونکى وي . له ياده مه باسئ  چې که همدا حالت روان وي او موږ يې ننداره کوو  داسې ورځ هم راتلونکې ده ، چې  بيا به محکمه هم نه وي . او که وي هم خلک به  باور نه ورباندې کوي هرخه ظلم چې ورباندې کيږي زغمي به يې خداى دې موږ ته داسې زغم نه راکوي .