دبن کنفرانس اجندا بايد روښانه شي :


١٧ مه ګڼه
دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګه
ملي کرښه : کابل
 
د روان کال د زمري پر ٢٩ نېټه په کابل کې د لس ګونو مدني ټولنو دهمغږۍ جرګې د خپل دفعاليت دپيل اعلان وکړ. په دې جرګه کې دهېواد يو زيات شمېرمدني ټولنو، قومي شوراګانو، رسنيو او فکري بنسټونو برخه اخستې وه ، دمدني ټولنې د همغږۍ جرګه په داسې حال کې رامنځ ته کيږي، چې په خوا تردې څومحدودو غيردولتي ټولنو او ان جي او ګانو په هېواد کې دمدني ټولنې له نامه څخه په ګټې اخيستو سره بې له دې چې دمدني حرکتونو په لاره اچولو اوتنظيم سره په هېواد کې دفکري او فرهنګي ودې لپاره کاروکړي يوازې اويوازې يې له دې نامه په مادي او اقتصادي اوکله کله هم د ځانګړو ډلوپه اشاره سياسي ګټه پورته کړې ده .
دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګې دخپل فعاليت دپيل د اعلان ترڅنګ همدې ټکي ته په اشارې سره څرګنده کړه ، چې تردې دمه څومحدودو ټولنو او سازمانونو دمدني ټولنې په رول کې خپل ځانونه پر دولت او نړيوالې ټولنې منلي او ډېرى وخت يې په هېواد کې دننه اوبهر په نړيوالو اوملي کنفرانسونو ،لويوجرګو او بېلابېلو غونډو کې  دافغانستان دمدني ټولنو داستازو په څېره کې برخه اخيستې خو واقعيت داد‌ى ، چې په هېواد کې په سل ګونو نورې مدني او فرهنګي ټولنې ياداده ، چې له پامه غورځول شوي اوياهم  په عمدي ډول  ګوښه ساتل شوي دي .
دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګې غړو له حکومت او نړيوالو غوښتنه وکړه ،چې له دې وروسته دې  دهېواد په چارو کې د تصميم نيونو په برخه کې دمشورې او نظر غوښتنو په وخت  د هېواد ټولې مدني ټولنې وپوښتي او ددوى غوښتنو ، وړانديزونو او طرحوته دې درناوى وشي .
دمدني ټولنو د همغږۍ جرګې په خپله لومړنۍ غونډه کې  ددې ترڅنګ  د افغانستان په اړه  دجرمني دبن په ښار کې راتلونکي جوړېدونکي کنفرانس په اړه هم  خپلې پوښتنې او غوښتنې مطرح کړې . جرګې سره له دې چې دافغانستان په اړه يې  په بهر کې  دتصميم نيونو سره ، چې دافغانانو اراده په کې شامله نه وي مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې دافغانستان او افغانانو دبرخليک په اړه دې ټولې پرېکړې دننه په افغانستان کې دافغانانو ترڅارنې لاندې وشي .
جرګې  دبن کنفرانس په اړه وروستيو  اوازو او درسنيو هيښوونکو راپورونو او په دې اړه دافغان چارواکو ضد اونقيضو څرګندونو ته په پام سره  دافغانستان له دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې ژر ترژره دې دبن کنفرانس اجندا  او  دبحث وړ موضوعات روښانه کړي او خلک دې تردې زيات په تشويش کې نه پرېږدي .
ديادونې وړ ده ، چې  دلس ګونو مدني ټولنو دهمغږۍ  د جرګې په رامنځ ته کېدو سره به په هېوادکې دولتي اونړيوالو ادارو ته  دهېواد  دروانو حالاتو په اړه د نظريو ، طرحواو وړانديزونو په برخه کې هغه تشه له منځه لاړه شي ، چې پخوا تردې احساس کېدله ، په دې اړه دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګې غړو  ژمنه وکړه ، چې له دې وروسته به  دهېواد په ټولو چاروکې دافغانستان دولت او نړيوالو ادارو ته  ناپيېلې ، علمي او کره نظريې ، طرحې او وړانديزونه ورکوي .