
په کابل کې د وزیرانو شورا پرېکړه کړې ده چې دوه میاشتې وروسته پلان شوې سرشميرنه دې دوه کاله وځنډول شي. دا یوه نیکه خو زما په اند نیمګړې پرېکړه ده. د وزیرانو شورا ته په کار دي چې دا پرېکړه نوره هم پراخه کړي او هغه غوښتنې دې په کې ورننباسي چې ولس، د پارلمان غړو، روښانفکرانو او د هېواد مخلصو بچیانو ترېنه په بار بار کړېدي.
له حکومته دا غوښتنه شوې وه چې سرشمېرنه دې زمونږ د سر په دښمنانو نه کوي. د سرشمېرنې د بې کفایته ادارې دا هڅه مغرضه او له چل ول ډکه هڅه ده چې زمونږ د سرونو شمېر په ایران کوي. د حیرانتیا خبره ده: ایران چې تل زمونږ سرپرېکونه غواړي، څنګه پرې باور کولی شو چې زمونږ سرونه دې روغ وشمېري. په بار بار خلکو دا غوښتنه کړېده چې سرشمېرنه د هر هېواد له محرماتو څخه ګڼل کېږي. دښمنان یې باید فارمولونه جوړ نه کړي. سرشمېرنه باید ملګري ملتونه یا کومه بله ناپییلي بین المللي ټولنه ترسره کړي.
له حکومته دا هم غوښتل شوي ؤ چې د سرشمېرنې اداره بې کفایته ده. کاري ظرفیت یې د دې نه جوګه کوي چې په هېواد کې سمه سرشمېرنه وکړي. باید په دې اداره کې ژور بدلون راولي. د سرشمېرنې د ادارې اویا په سلو کې (۷۰٪) کارکونکي د یو توکم پوري تړلي دي او اکثره یې د احمد ضیا مسعود، فهیم او د ایران په خوله کارونه کوي. احمد ضیا به چې ویل چې امنیت شته دی سرشمېرنه باید وشي، د سرشمېرنې بې کفایته او کم ظرفیته (په واقعیت کې بې ظرفیته) ادارې به هم لکه د چرګانو د هوکې سرونه خوځول او ویل به يې چې امنیت ښه دی سرشمېرنه دې وشي. خو بیا کله چې بین المللي ارګانونو ته وویل شول چې وضعیت وڅېړي، (ځکه چې احمد ضیا او د سرشمېرنې نوکرې ادارې ته د ولس، د روښانفکرانو، او د پارلمان د غړو غوښتنې هڅې ببولالې ښکارېدې)، او ناپییلو بین المللي ارګانونو ورته وویل چې امنیت نشته او په اوسنو حالاتو کې سرشمېرنه سیاسي لوبه ده نو اوس وایي چې سرشمېرنه دې دوه کاله وځنډول شي. زه حیران دې ته یم چې بې امنیتي خو څه ګډوری نه دی چې د احمد ضیا او د سرشمېرنې د ادارې د مشر عبدالرحمان غفوري پسې "بی" " بی" نارې کړي. ښه ګورو چې په وطن کې بد حال روان دی. دوی که د نر بچیان وي له کابله خو دې ووځي چې ډاکوان، طالبان او مسلحې ملیشې دوی ته د اسمان ستوري په رڼا ورځ ښايي او که نه!
افغان مهاجرین د هېواد ۲۵٪ څخه زیات نفوس جوړوي. که ۲۵٪ نفوس په کې ونه شمېرل شي، د کوم انصاف په تله به دا سرشمېرنه عادله بلل کېږي؟! زما په اندسرشمېرنه باید تر هغې وځنډول شي تر څو ټول مهاجرین هېواد ته راستانه شي او یا هم هر چېرته چې اوسېږي وشمېرل شي. دا د سرشمېرنې د ادارې د بې کفایتۍ، تعصب، او مغرضتوب یو بل دلیل دی چې مهاجرین له سرشمېرنې باسي. د دې دا مانا ده چې مهاجرینو او مجاهدینو اشتباه کړې وه چې د خپل عزت د ساتلو او د هېواد د ازادولو په موخه یې د رسول الله (ص) په لاره قدم ایښی ؤ اود اسلام د سرلوړۍ او د هېواد د ازادۍ دپاره یې مال او ځان قربان کړی ؤ. د افسوس خبره دا ده چې که چېرته د جهاد ثمره مغرضو رهبرانو وخوړه، د هجرت په جرم مهاجرینو ته اوس په دولتي ادارو کې ننوتي کمونستان او د تعصب په مرض ککړ د ایران د اخوندي نظام ګوډاګیان سزا ورکوي. د دې په ځای چې مهاجرینو ته د دوی د تکلیفونو په بدل کې امتیازات ورکړي، خدای ورکړي حقوق ترېنه سلبوي.
په اخر کې باید دا ووایم چې دولت په دې نه خلاصېږي چې سرشمېرنه وځنډوي؛ دولت باید:
۱. د سرشمېرنې په اداره کې ژور بدلونونه راولي، متعصب خلک ترې لرې کړي، ناپییلي پرسونل ورته غوره کړي، او د د ټولو توکمونو عادله برخه په کې مراعت کړي.
۲. ایران او نور مغرض او افغان ضد هیوادونه پرېنږدي په سرشمېرنه کې رول ولري. سرشمېرنه باید د بین المللي ټولنو د نېغې نګرانۍ لاندې وشي.
۳. افغان مهاجرین د سرشمېرنې برخه وګرځوي. یو پلان جوړ کړي چې څنګه په ښه توګه د مهاجرینو سرشمېرنه وکړي.
که دا ټکي مراعات نشي او دولت یې د پرېکړو په وخت په نظر کې ونه نیسي، سرشمېرنه به هم د کابینې د پورتنۍ پرېکړې په څېر ناقصه، سیاسي، او د احمد ضیا او ایران په چوپړ کې وي. د ولس او د هېواد د ارامۍ او سوکالۍ دپاره به نه وي او نه به افغانانو ته د منلو وړ وي.