دپښتنو د تعليم مخه ولې نيول کېږي ؟

 
١٧ مه ګڼه
امروزخان ((ساپى))  کونړ
اريايان چې په دې ټوله سيمه کې ميشت دې پښتانه دهمدې توکم څخه دي، چې نږدې پنځه زره کلن تاريخ لري.
  دوى تر ډيره مهاله پورې په دې ارته او پراخه سيمه واکمن وو د دوى د واکمنۍ پولې تر هندوستان ،ايران او بخارا پورې رسيدې پښتنو د خپل هيواد لپاره ډير وياړونه تر لاسه کړي دې .
او د اړتيا په مهال يې د هيواد نه د  دفاع لپاره د خپلو سرونو نه هم تير  شوي دې،  خو د دومره برياوو او وياړونو سره سره ددې قوم واکمنانو څرنګه چې په کار وه خپلې ژبې  اوقوم ته چوپړ ندى کړى او نه يې  دپښتنو د باسواده او تعليم يافته کولو کوم پلان او پروګرام درلود چې  پښتانه د نورو قومونو او ملتونو سره په کتار کې ودروي،
په کوزې پښتنونخوا کې د پښتنو  ستر مشر باچاخان او د هغوى ملګرو د پښتنو  د ويښولو او تعليم يافته کولو لپاره مټې رابډوهلې او په ۱۹۲۱ ميلادې کال کې يې د اتمانزو ازاد سکول په نوم يو ښوونځى جوړ کړ سره لدې چې په هغه وخـــت کې د ډيرو ننګونو سره  مخامخ شو  پرنګـــــيانو د عصري زده کړو مخه ډب کوله او نه يې غوښتل چې پښــــــــتانه عصري زده کړې  وکړي او ځينو خلکو به داويل چې :
سبق د مدرسې وايې *** لپاره يې د پيسې وايې
په قبايلي سيمو کې حالات تردې ډير کړکېچېن و دغه سيمې پرنګيانو په ۱۹۰۱ ميلادې کال کې په مرکزي دولت پورې وتړلې او هلته يې د (اف ، سي ، ار ) په  نامه يو تور او کرغيړن قانون پلى کړـ چې ددغه قانون له مخې د قبايلي سيمو پښتانه د هر ډول مدني ازادېو او انساني حقوقو څخه برخمن نه و بلکې پرنګيانو چې به څه غوښتل هغه به يې په سيمه کې ترسره کول ، دتعليم او ښونځيو تصور هم چانه شو کولاى که موږ په هغه وخت کې د برې پښتونخوا حالاتوته ځير شو وضعه دلته ډيره بوګنوونکې وه ،
په افغانستان کې د اساسي او منظمو زده کړو بنسټ امير شيرعلي خان کېښود.تردې دمخه په  مدرسو ،جوماتونو او يا هم ځينو خلکو په يواځې توګه په خپلو بچو زده کړې ترسره کولې، چې د پښتو ليک  لوست د نشت برابر و ، د امير حبيب الله خان په وخت کې لومړۍ ليسه په کابل کې د حبيبيې  په نامه جوړه شوه د اميرامان الله خان په وخت کې پښتو د يو مضمون په توګه په ښوونځيو کې شامله شوه ، يانې تر دې دمخه پښتو په ښوننځيو کې نه تدريس کېده بلکې د تدريس ژبه يواځې فارسي وه د ظاهرشاه له واکمنۍ نه واخله تر ننه پورې پښتو يواځې د وزارتونو د نومونو تر لوحو پورې محدوده پاتې ده اوس خو لا د ځينو وزارتونو د لوحو څخه هم لرې شوې ده ايا داهرڅه چې په کوزه او بره پښتونخوا کې ترسره کېږي په شعوري ډول ددې لپلره کار کېږي او که يو تصادف دى؟
څرګنده خبره ده چې په نړيواله کچه هلې ځلې روانې دې چې دا ملت ورو ، ورو د علم او سياست د ډګر څخه وويستل شي  لوى ځواکونه او ګاونډيان وېره احساسوي که دا ملت تعليم يافته او لوستى شي ، کېداى شي د پخوا په څير په سيمه کې د يولوى ځواک په توګه راڅرګند شي ((ځکه پښتانه ټولې وړتياوې لري خوله بده مرغه چې ډيرى وګړي يې نا لوستي دې )) او ددې سره به دهغوى ګټې ترګواښ لاندې راشي او هم د پښتنو يووالى او ځواک لوى قدرتونه د ځان او سيمي لپاره خطر ګني ، ځکه د پښتنو په شتون کې دوى خپلې ناولې هيلې او ارز وګانې نشي پلې کولاى خو ددې برعکس که چېرې نور قومونه قدرت ته ورسيږي ، د لويو ځواکونو ګټې به خوندې وي څه چې ورته ويل کېږي پرته له کوم دليل به دوى ته د منلو وړ وي خو د لويو ځواکونو او ګاونډيانو دا ټولې اندېښنې بيځايه دې پښتانه هيځکله د چا دلاس لاندې ژوند نه تيروي دوى تل متقابل احترام ته قايل دې او بل دا چې پښتون يو ډير کلک مسلمان ملت دى څرګنده خبره ده چې د اسلام سپيڅلى دېن په نړۍ کې د انصاف ، عدالت، سولې  ورورګلوۍ ، دانسانو د حقوقو د پيژندنې  او زده کړو دترلاسه کولوسپارښتنه کوي د ۲۰۰۱ ميلادې کال راپه دېخوا تاسو د کوزې او برې پښتونخوا ښوونيز بهير ته لږه پاملرنه وکړى  چې ترننه پورې د پښتنو ماشومانو د زده کړې دمخنيوي لپاره څومره ښوونځي سوځول شوي ، ړنګ شوي او يا هم تړل شوي دې حتمي خبره ده چې د احساس د خاوندانو غوني  به زيږ شي او اندېښمن به شي،  چې ددې ملت راتلونکې د زده کړې په ډګر کې ډيره  تياره او نهيلې کوونکې ده په کندهار، هلمند، زابل ،ارزګان ،فراه، پکيتکا ،غزني ،کندوز همدارنګه د کوزې پښتونخوا شمالي او جنوبي وزير ستانون  مومند ،باجوړ ، کورمه ،اورکزي او خيبر قبايلي سيمې او هم سوات ، دېر ،بونير،مله کنډ په ښاري سيمو کې څومره ښوونځي له مينځه تللي دې تاسو څه فکر کوئ،  چې په يادو سيمو کې چې کوم ښوونځي تړل شوي دې او يا ګواښل شوي دې په دې کې به څومره زده کوونکي تر زده کړو لاندې وو کېداى شي شمير يې ترسلګونو زرو پورې ورسيږي  چې پدې سره د پښتون ولس يو نسل نالوستى او بې علمه رالوى شو که تاسو د غزني ولايت ته لږ متوجه شى په هغو ولسواليو کې چې پښتانه اوسيږي زيات ښوونځي پکې تړل شوي دي خو په هغو ولسواليو کې چې زمونږ هزاره او يا نور ورونه اوسيږي نجونه او هلکان پکې په ډاډه زړه زده کړې ترسره کوي  که د ټول هيواد په کچه فکر وکړو نو زمونږ نور ورونه قومونه ډير په تيزۍ او بيړې سره د پرمخ تګ او ودې په حال کې دي ډيرى بورسونه او امتيازات د همدوى په واک کې دي  نجونې او هلکان يې په ډاډه زړه د هيواد دننه او بهر زده کړې کوي ځکه همدا لږه کي  په هيواد کې دننه خپل مشران او ډلې ټپلې لري ، چې په بهر کې دوى ته د لوړو زده کړو زمينه  برابروي او د ځينو ترشا هيوادونه هم ولاړدي  لکه ايران ، تاجکستان ،ازبکستان ، ترکيه او فرانسه  خو پښتانه داسې واحد مشر او ګوند نلري چې ددې ولس غږ او ستونزې واوري  او د حل لپاره يې لارې چارې وپلټي- په پښتون ميشتو سيمو کې به پرته له جنګ جګړې چاودنو بې ځايه بمباريو بې ځايه نيونو او اه فرياد څخه بل څه وانه وري ددې ترڅنګ چې پښتانه د زده کړو څخه لرې پاتې کېږي ددې ملت په لکونو انسانان ووژل شو که طالب وژل کېږي هم پښتون دى او که په پښتون ميشو ولايتونو کې د دولت پلويان وژل کېږي  هم پښتانه دي يانې ټول زيان پښتنو ته رسيږي څو، کلونه وروسته به پښتانه ورو، ورو د علم او پوهې له ډګر څخه دباندې ووځي . د دولت لوړ او مهم پوستونه به د نورو سره وي ځکه چې هغوى به مستحق وي ،لوړې زده کړې به يې کړې وي متخصيصين  او کار پوه خلک به وي خو پښتانه به يواځې هغه کارونه ترسره کوي چې نور به يې په کولو شرميږي دوى به اشپزان ،ملازمين ، څوکېداران او بڼوال وي .
  بيا به د خپلو حقوقو د غوښتلو غږ هم نه شي پورته کولاى خو د سيمي هيواد او لوى ځواکونه ډير تيروتي دي که دوى  تير تاريخ ته ورستانه شي نو وبه ګوري چې دې قوم په سلکونو کلونو پورې په دې سيمه واکمني کړې ده په هغه وخت کې دلته امنيت و ، سوکالي وه ،خوشالي وه د نړۍ د سوداګرۍ لوى لوى کاروانونه د همدې لارې په امنيت کې تيريدل او هم پښتنو د هيچاپه کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوله که چېرې د تعليم مخ همداسې نوره هم ونيول شي څه فکر کوئ ، چې په سيمه او اسيا کې به حالات ښه شي او که تر بد به بدتر شي په کار دا ده چې نړيوال ځواکونه او د سيمې هيوادونه تيرې غلطلۍ شاته پريږدي  ددې قوم ستونزې مشکلات او اړتياوې دې په نظر کې ونيسي – د جنګونو ، وژنو او بمباريو دا لړۍ دې نوره ودروي ددې قوم سره بايد نوره مرسته وشي د علم او پوهې زمينه ورته برابره شي د همدغه ناامنه پښتون ميشتو سيمو ځوانانو او پيغلو لپاره ځانګړې ليسې ،ښوونځي بايد رامينځ ته شي  په امتيازي توګه بايد د کانکور په ازموينو کې ورته د نومرو معيار ډير ټيټ کړاى شي د بهرنيو هيوادونو بورسونه بايد ورته په پراخ مټ ورکړل شي  ـ خوپښتون ولس هم بايد نور لاس تر زنې کېنني ځکه پښتانه متل کوي چې زمکه هغه سوځېږي چې اور پرې بل وي دوى بايد د وروري او يووالي لاسونه ورکړي ځکه دهمدې قوم په بې اتفاقۍ خوشال بابا سلګونه کلونه مخکې اوښکې څڅولي دي.
که توفيق د اتفاق پښتانه مومي +++ زوړ خوشال به دوباره شي په داځوان
د يوې خبرې يادول اړين ګنم او هغه دا چې با احساسه پښتانه ادبي ټولنې ،سياست مداران او پوهان د پښتنو په ويښولو کې خپل مسوليت  بايد وپيژني دوى بايد عامه پوهونه زياته کړي  پښتانه بايد دې ته متوجه کړي، چې ددې ناوړه حالاتو سره سره بايدپښتون بچى د زده کړو څخه بې برخې پاتې نشي  باچاخان په خپل عمر کې سياسي واک ته ونه رسيد خو دده ازادو ښوونځيو چې د کوزو پښتنو په ويښتيا کې کوم رول لوبولى دى له هيچا پټ ندې جهادي ګوندونو د جهاد پرمهال کې ډير ښوونځي  ،ليسې او يو څو پوهنتونونه جوړ کړل يانې لدې نه څرګندېږي که يوه ډله يو ګوند او يوشخص بې لدې نه چې پوره سياسي واک لري اوکنه د ښوونې او روزنې په پرمختيا کې مثبت فعاليت کولاى شي موږ بايد خپل دې حالت ته پخپله بدلون ورکړو ځکه الله تعالى فرمايي:
ژباړه (خداى تعالى هيڅکله په يوقوم کې بدلون نه راولي ترڅو چې دوى په خپله په ځان کې د بدلون راوستو پريکړه ونکړي )
پدې برخه کې يوشاعر وايي :
چا چې خپل قدر په خپله وکړګله *** ستاره دهغه قوم په عروج شوله
خداى هم نه بدلوي حال دهغه قوم***څوک  چې نه بدلوي خپل حالت پخپله
د پښتون ولس د يووالي ،پوهې ، خوښۍ  او سولې په هيله .