ايا د پښتنو او بلوڅو ستونزې ابدي دي؟!


د ١٧ مې ګڼې ليکنه
احمد زبير ژمن
 
پښتانه او بلوڅ به په نسب کې که هرڅومره يو بل ته نږدې يا لرې وي، خو په طبعيت کې خدای لکه سکني وروڼه پيدا کړي دي. زموږ په جغرافيا کې به ډير قومونه موجود وي، خو هيڅ داسې دوه قومونه به پيدا نه شي چې د پښتنو او بلوڅو په شان دې يې د ژوند ناخوالې، خوښۍ او آن برخليک سره شريک او ورته وي.
که د يوه پښتون ژوند، فرهنګ، اقتصاد او ټولنه څوک مطالعه کړي، نو هغه به هوبهو د يوه بلوڅ هغه په شان ومومي، ته به وايي، دا يو قوم دی او هسې دوه نومونه ورکړل شوي دي. ښايي د دوي په شان ډير کم ولسونه وي چې د سيمې په بحرانونو، بدلونونو کې او د ازادۍ لپاره  ډير کړيدلي او ځوريدلي وي او لا هم ځوريږي، خو لا يې هم د ځمکې پر سر ارام او نيکمرغي په نصيب شوې نه ده.  پوښتنه دا ده چې ايا زموږ په تقدير کې ليکل شوي چې پښتون او بلوڅ پيدا د کړاو لپاره دی او که نه د نورو انسانانو په څیر دوی هم د ارام او سوکاله ژوند حق لري.
د يوويشتمې پيړۍ انسان په نورو سيارو کې د ژوند په لټه کې دی، خو پښتون او بلوڅ د تربګنۍ او قبيلويت په کلکو مزو په خپل کلي کې له يو بل سره ګير پاتې دي، د يوه په ټولنه کې خان او ملک واکمن دی او د بل په ټولنه کې سردار او نواب.
د نننۍ نړۍ انسان د ژوند د لا ډيرې سوکالۍ لپاره د اضافي انرژۍ او سرچينو په لټه کې دی، خو زموږ ولسونه له خپلو موجودو سرچينو نه د ګټې اخستنې ظرفيت او توانايي نه لري. زموږ د اکثرو خلکو ژوند لا هم کليوالي او د قرون وسطي په شان په لومړنيو مراحلو کې دی او له اساسي او لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي.
د نننۍ نړۍ انسان مدنيت او ازادي د يوه فرهنګ په توګه راخپلوي خو زموږ ولسونه لا هم په تشدد او تاوتريخوالي او د ناوړه دودونو په کلکو مزيو بند په بند تړلي پاتې دي. موږ په همدې محدوديت پالنې کې دومره وروسته پاتې يو، چې ورو ورو لګيا يو او د خپلې ژبې او فرهنګ په له لاسه ورکولو سره خپل هويت له لاسه ورکوو.
خوددې پړه پرچا اچول په کار دي، چې له پيړيو پيړيو ژوند کولو وروسته بيا هم موږ د نورو قومونو برعکس له دغو ستونزو او محدوديتونو را ونشو وتلاي؟ سره له دې، چې د تاريخ په اوږدو کې د سيمې د مطرحو قومونو په توګه مو ژوند هم کړی دی.
له دې نه انکار نشي کيدای چې زموږ د ولسونو د روانو او پخوانيو ناخوالوځينې عوامل به بهرنی پاتې شوي وي، خو دا هم حقيقت دی، چې بهرنيانو هم د خپلو شومو اهدافو لپاره تل زموږ له کمزوريو نه ګټه اخستې ده او په حقيقت کې  په پښتنو او بلوڅو کې د همداسې يوه درک نشتوالی ددې سبب شوی دی، چې په دوی کې دې د ټولنيزو اصلاحاتو لپاره تل مبارزه کمزورې پاتې شي. په دوی کې ډير کم داسې مطرح شخصيتونه موندل شوي او موندل کيږي، چې د خپلو ولسونو د وروسته پاتې والي دغو اساسي عواملو ته يې پام شوی وي او يا يې که پام شوی هم وي د هغو د هواري لپاره يې مبارزه کړي وي.
په موږ کې د خپلو کمزوريو د منلو جرئت نه دی پيدا شوی او تل مو هڅه کړې چې د خپلو نيمګړتياوو پړه هم پر نورو واچوو.
که د بيلګې په توګه يادونه وکړم، نو نن سبا ډېرى خلک د افغانستان په پښتون ميشتو سيمو کې د ښوونځيو د سوځولو د ستونزې پړه پر طالبانو اچوي او وايي، چې د چا او چا په اشاره دا کار کوي، خو دوی دومره فکر نه کوي، چې د ښوونځيو د سوځولو ستونزه دوی ته له پيړيو پيړيو راهيسې ور پاتې ده، چې يوه فرهنګي کمزورۍ يې بللای شو. پر سيمې او د هند پر براعظمګي د انګريزانو د واکمنۍ پر مهال يوازې د پښتنو په سيمو کې داستونزه موجوده وه، بيا پر افغانستان د يرغل پرمهال هم په همدوي کې داستونزه تر ټولو ډيره وه او اوس هم دا د همدوی لاسونه دي، چې د خپلو بچيانو ښوونځي سوځوي او ويجاړوي يې.
په پښتنو کې غفارخان يو له هغو د ګوتو په شمار مشرانواو ملي مبارزينو څخه يادولای شو چې دغه ستونزه يې درک کړې وه. هغه د خپلې مبارزې له پيل نه مخکې د خپلې سيمې د پښتنو ستونزې داسې بيان کړې دي: (( په موږ كې كورنۍ كينې، دسيسه جوړول، دښمنۍ، مضر دودونه، دعوې او شورش حاكم دى. پښتون، چې هر څه ترلاسه كړل، په مضره دودونو او اعمالو، همداراز په شخړو يې له لاسه وركړل. پښتون په تشدد باور درلود، چې د دښمنانو پر ضد يې دومره نه دی، څومره ،چې پخپله د دوى د خلكو پر ضد تماميده. د دوى نږدې او عزيز يې قرباني وو، چې د دسيسه جوړولو او اختلافاتو له لاسه ترې بيل او تيت شوي وو. بله لويه ستونزه يې د انتقام اخستلو روحيه وه)).
همدا لامل و، په هغه وخت کې ،چې سيمه د انګريز ښکيلاک تر ولکې لاندې وه، غفارخان بيا هم له سياسي مبارزې مخکې په خپل قوم کې ټولنيزه مبارزه پيل کړه. هغه په دې باور و، چې که يې سيمه له انګريزانو خپلواکه هم شي، خو چې له تعليمي، اقتصادي او ټولنيز پلوه پښتانه له بيلابيلو ستونزو سره همداسې ژوند ته دوام ورکړي، نو دا ازادي به ورته کومه ګټه ونشي رسولاي.
 
ددې لپاره، چې د خپل قوم د ستونزو اصلي جرړې وباسي غفارخان د سياسي ګوند پر ځاي د خدايي خدمتګار په نوم يو ټولنيزغورځنګ پيل کړ. د پښتنو په منځ کې د تشدد او تاوتريخوالي دله منځه وړلو لپاره يې د عدم تشدد مبارزه وړاندې کړه، د ناپوهۍ د له منځه وړلو لپاره يې د ښوونځيو د جوړولو لپاره مبارزه پيل کړه، د اقتصاد د پياوړې کولو لپاره يې د کسب وسيله رامخکې کړه او د فرهنګ د بډاينې لپاره يې د ژبې د پياوړي کيدو انګيزه مخې ته کړله.
د نړۍ نور ټول هغه قومونه، چې نن په خپلو پښو دريدلي دي او د سوکاله ژوند خاوندان دي، هغوی هم تر دې ځايه د رسيدو لپاره د ټولنيزو اصلاحاتو يومهم پړاو ضرور طي کړی دی. دا يو خدايي قانون هم پاتې شوی دی، چې په دنيا کې به د خپل برخليک د ټاکلو لپاره پخپله هڅه کوې که نه نو خدای به دې هيڅکله برخليک بدل نه کړي. په قرآن کريم کې د کائيناتو رب همدې ته اشاره کړې ده: (( إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ)). ژباړه: خدای تعالی د يو قوم برخليک نه بدلوي مګر دا، چې هغوى پخپله ځانونه بدل کړي. موږ خپله د خپل ځان د بدلولو هڅه کله نه ده کړې، نو څرنګه به مو برخليک بدليږي.
پښتانه او بلوڅ چې تر څو پورې له هغه محدود فکر نه، چې له پيړيو پيړيو راهيسې يې پر ذهنونو واکمن پاتې شوی دی، را ونه وځي هيڅکله به يې په ژوند کې بدلون رانه شي. دوی مخکې له دې چې د خپلې سرګردانۍ او لالهاندۍ پړه پر حکومتونو، ګاونډيانو او يا نورو قومونو واچوي، يو ځلې دې خپل ګريوان ته هم سرټيټ کړي او په خپلو پرهرونو دې پخپله د پټۍ ايښودلو هڅه وکړي. په دوی کې به تر ټولو ښه مبارز هغه وي، چې له نورو قومونو او ولسونو سره د خپلو خلکو د جنګولو پرځای د دوی د ستونزو د اصلي جرړو د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړي اوله هغوی سره يې د سيال ګرځولو لپاره د روښانفکرۍ په اساس نوې لارې چارې ولټوي. دوی په خپل مخ کې د لوی خدای احکام او د حضرت محمد (ص) د ژوند هينداره لري، تر ټولو مهمه دا ده چې همدا په ښه توګه درک کړي او له مخې يې خپل ژوند عيار کړي. دلته زما له خوا همدومره د زړه خواله کافي وبولئ.
 
# # #