يوه پرتله:لبنايان که يې څيروي ، ګنډلی يې هم شي ، خو افغانان...

 د بيروت کوڅې تېره اوونۍ په ناڅاپي ډول د ګوليو له صحنې د خوښيو پر نندارې واوښتې. درې ورځې مخکې پکې حکومت پلوه او حکومت مخالفه ځواکونه يو بل ته ګوته په ماشه وو، خو د قطر د امير په منځګړتوب چې په لانجه کې ښکېل لورې يې دوحې ته ور وبلل د بيروت په کوڅو کې د مړدکيو او ټانکونو ګړزهار د ډولونو او خوښيو پر اتڼونو بدل شو. کله چې مخالف لورې په دوحه کې جوړې روغې ته سره ورسېدل، لبنانيانو د دې خبر هرکلى په کوڅو کې په اتڼونو او ډولونه سره وکړ.
د مئ له اوومې وروسته بيروت د ١٩٧٥- ١٩٩٠ کلونو له کورنۍ جګړې وروسته د تر ټولې درنې جګړې شاهد وو. دغو نښتو په لبنان کې اتلس مياشتنى سياسي کړکېچ اوج ته ورساوه.
دواړه لورې وروسته له هغه يو بل ته په سنګر کې کېوتل چې د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې حکومت پلوو ډلو د حزب الله د پرمختللې مخابراتي شبکې له منځه وړل وغوښتل. حکومت پلوو چې د لوېديځ په ملاتړ او اشاره روان دي پر حزب الله تور ولګاوه چې د بيروت په نړيوال هوايي ډګر کې يې د جاسوسۍ د کامرو درولو هڅه کړې او دا چې د دوى مخابرات د ايران لپاره کارول کېږي. د حزب الله مشر سيد حسن نصر الله د تلوېزيون پر پرده را څرګند شو او د حکومت دغه تور او پلان يې پرانيستى جنګ وباله. ګړۍ وروسته د بيروت په ختيځ او شمال کې بيا يو بل ته ګوته په ماشه وو. څو ورځې تاوتريخوالي تر اتيا د زياتو کسانو ژوند واخيست. حزب الله په څو ورځو کې تر نيمايي زيات بيروت ونيو او د خپل غليم له ځواکونو څخه يې ګڼ سرتېري ژوندي ونيول. وروسته يې بيا سيمه ملي پوځ ته ور پرېښوده.
تېره اوونۍ د قطر امير حمد بن خليفة آل ثاني  د حکومت پلووو او مخالفينو استازو تر منځ په دوحه کې منځګړتوب وکړ.
د لبنان ګڼ توکميزه ټولنه
هم په دوحه کې لبناني استازو ته وويل شول چې له جوړې پرته تګ نشته، او هم په بيروت کې خلکو په ديوالونو خپلو مشرانو ته وليکل چې :''بېرته هېواد ته بې له روغې راستانه نه شئ.''
هماغه وو چې ښکېل سياسي لوري له ١٨ مياشتو جنجالونو وروسته د ملي حکومت جوړولو په اړه موافقې ته ورسېدل. په پارلمان کې نژدې شل ځله د ولسمشر د ټاکلو غونډه وځنډېده او هر وار تر بله شخړه پسې تودېده. خو، په دې يونيم کال کې له ټول ټيټ او پاس سره سره، بالاخره سوله او پخلاينه د حل لاره وه. که د زور ازمويلو له لارې کوم لورې حل غوښتى، حزب الله کولى شوى په څو ورځو کې خپل مخالفين يوې خواته کړي، همدارنګه حکومت پلويو ملېشو چې امريکا يې ملاتړ کوي کولى شوى له حزب الله سره په همدې موقع خپل حسابونه يوې خواته کړي واى. خو، هم په ولسي کچې د خلکو بيداري، او هم د سياستوالو تر منځ د هېواد او خلکو مينې ښکېل لورې چې يوه هم د پوځي او ولسي کمزورتيا احساس نه کاوه دې ته پرې نه ښودل چې د جګړې له لارې يو بل له منځه يوسي، بلکې د يو بل زغم يې د تل په څېر غوره وګاڼه.
راځئ د لبنان او افغانستان د کړکېچ يوه پرتله سره وکړو. لبنان تر بل هر اسلامي هېواد تر ټولو ګڼ توکمه هېواد دى او له سياسي تاوتريخوالي ډک تاريخ لري. تر افغانستان پکې زيات قومونه، مذهبونه او سياسي ډلې اوسي. تر افغانستان پکې زيات بهرني لاسونه د پېښو تر شا دي. هره پياوړې ډله يو غښتلى بهرنى هېواد تر شا لري. د امريکا د منځني خيځ لپاره خپل ځانګړى استازى او د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کوشنير که هره اوونۍ نه وي، هره مياشت خو ارومرو له لبنانه کتنه کوي او خپل لاسپوڅو ګوندونو ته اجنډا ورکوي. دلته که ښکاره ښکېلاک دى، هلته هم بهرني ځواکونه مېشت دي، خو اصلي ښکېلاک د پاليسۍ ده چې عمدتاً د امريکې او فرانسې لخوا چلول کېږي.
هلته د هر سياستوال ولسي او پوځي زور خورا پراخ دى. که خپله لبنانيان ګډ اوسېدل ونه غواړي، تر شا اغېز لرونکي کړۍ يې تل تر وېش په تالان خوشاله دي. خو په افغانستان کې مساله بر عکس ده. که په مکه کې هم څوک قرآن ورکړي او ټوله اسلامي نړۍ يو متحد افغانستان وغواړي، په کور د ننه بېلابېلې غاړې يو بل نه شي زغملى او تر ګډ اوسېدو د يو بل پر ختمېدو خوښ دي – که څه هم نه به پوځي زور او نه هم ولسي ځواک لري.
د سياسي کلتور د بدلون اړتيا
د خلکو که څيرول زده دي، ګنډل يې هم زده دي. خو افغانان خداى يوازې د څيرولو لپاره لکه چې پيدا کړي. سرټمبګي هر څوک کوي، خو د افغان سياستوالو په څېر نه. زموږ د دېرش کاله کړکېچ زړى همدا دى چې هر څوک چې د خپل پايښت او يا برلاسۍ زمينه وګوري، بيا پر ځمکه خپل مخالف نه شي منلى. دلته د 'يا به زه يم او يا ته' منطق چلېږي. په ټوله نړۍ کې ګڼ ګونديز او په اصطلاح پراخ بنسټه نظامونه چلېدى شي، خو په افغانستان کې چې هر څوک واک ته ورسېږي، که څه هم مخکې به د زغم او پراخ نظرۍ شعارونه ورکوي، بيا د لاسبرۍ په وخت کې هماغسې له افغاني خوى سره سم يوستوى روان وي. ها بله ورځ هم زموږ همدا ستونزه وه، پرون مو هم خپل هېواد په همدې تنګ نظرۍ او بې زغمۍ له لاسه ورکړ او نن هم دغه دوديز منطق روان دى. دلته چې هر څوک د واک په ګدۍ کېنستي، وزر يې کړي او هماغه يې د ورکې سبب شوى. که دغه نن هم، هر يو لورى وتوانېږي چې خپل مخالف لوري له منځه يوسي، په ډاډ سره ويلى شو چې درېغ به ځينې ونه کړي. همدا وجه ده چې څښتن هم هېڅ لورى پوره لاسبرۍ ته نه پرېږدي، بلکې تل يې د يوه شر پر بل دفع کړى دى (ولو لا دفع الله الناس بعضهم ببعض لفسدت الارض) ځکه دلته هر څوک د وراني او فساد لپاره را اوچتېږي. د لبنان تجربې او په تاريخ کې بلې هرې تجربې ته په کتو سره، که موږ د يو واقعيت په توګه د 'بل' د منلو منطق خپل نه کړو، دا هېواد به هېڅکله جوړ نه شو کړى. موږ له سره د نورو برخو په څېر، په خپل سياسي کلتور کې هم ژور بدلون ته اړتيا لرو. که لوېديځ را باندې واکمن واوسي او که ختيځ او که خپله خپلواکي ولرو، خو چې په خپل سياسي کلتور کې بدلون را نه ولو، خپله بېړۍ له روانو توپانونو څخه د سولې ساحل ته نه شو رسولى ځکه ان الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بانفسهم.