الطاف حسين

د پاکستان دبندري او تجارتي ښار_ کراچۍ خبرونه خو نه يوازې د پاکستاني رسنيو د سرټکي ګرځيدلي، بلکې افغاني رسنۍ يې هم زيات خپروي.
د ا خپرونې تصادفي نه دي او د پوهانو په وينا نن سبا په سياست کې تصادفي پېښې نشته او په ځانګړي توګه هرځای چې پښتون قوم ميشت وي، هلته  راغورځيدونکی کاڼی خامخا د دوی په سر لګيږي، او دا هم تصادفي نه ده.
د نړۍ په تاريخ کې د چنګيز، هلاکو، اتيلا، هټلر پاچاهۍ او حکومتونه د ظالم او مستبدو په توګه ياديږي، خو څومره جنايات، چې  د انګريزانو او اخلافو يې امريکايانو لخوا په نړۍ کې تر سره شوي بيساري دي.
د انګريزانو داسې يوه امپراتوري وه، چې لمر په کې نه ډوبيده، له دې سره سره يې داسې قارې لکه امريکا او اسټراليا د عام وژنې په پايله کې تر خپلې ولکې ﻻندې راوستې او اصلي بوميان يې نږدې ورک کړل.
د انګريزانو د استعماري سياست يوه خاصه هم دا وه، چې له هر سيمې به راوتل، هغو خلکو ته به يې پريمانه داسې جنجالونه پرېښودل، چې تر نن ورځې پورې يې حل نه دی رامنځته شوی.
که ليرې وﻻړ نشو او په سيمه کې دا بېلګې وګورو، د چين او هند تر منځ د خاورې پر سر جنجال، د هند او پاکستان تر منځ د کشمير مساله، د  پاکستان او افغانستان تر منځ د ډېورنډ کرښه، د ايران او عراق، عراق او کويټ او ........
د همدغې جنجالونه د رامنځته کولو له امله وو، چې په هند کې د انګريزانو تر وتلو وروسته، ځينې عوامو خلکو ويل، چې د انګريزانو موجوديت د خدای سيوری و(!)، ځکه په دغه هېواد کې جګړې او هندوانو او مسلمانانوشخړې رامنځته شوې.
استعماري ځواکونو نه يوازې ((د بېل يې کړه او ايل يې کړه)) له تاکتيک نه کار  اخيستی بلکې، ځينې نقشې يې په مصنوعي توګه هم رامنځته کړي. تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته، د سياسي موخه لپاره، دوه هېوادونه په مصنوعي توګه رامنځته شوي، چې يو اسراييل او بل يې پاکستان دي او دغه هېوادونو  تر نن ورځې پورې د زبرځواکونو لخوا تر حمايې ﻻندې دي.
داسې ښکاري، چې د پخواني شوروي اتحاد تر نسکوريدو  وروسته، نړۍ کې بېلانس خراب شوی او د توازن لپاره نوي بدلونونه رامنځته کيدونکي دي.
په دې توګه د عربي هېوادنو په قلمرو کې نوی سياسي سپرلی پيل شوی او په چين کې اقتصادي دوبی تود دی او د امريکا په هکله ويل کيږي، چې د زوال پر لوري روانه ده او ژمی به ورباندې خپور شي.
په سيمه کې هم بدلونونه زيات شوي، هند هم اوس په لوی ځواک بدليږي، روسيې هم خپله ﻻره موندلې، ايران هم د امريکا له برکته پياوړی کيږي، نوي تړونونه او اتحادونه رامنځته کيږي.
اوس په دې سيمه کې دوه هېوادنو له لوی کړکيچ سره مخ دي، يو افغانستان، چې هر څه يې تباه شوي او بل پاکستان، چې په سيمه کې يې د سرطان دانې شکل ځان ته غوره کړی.
له دغو نوو بدلونونو سره په سيمه کې نوي لوبې، نوي دسيسې روانې دي. نن سبا خو په يوه هېواد (افغانستان) کې نړيواله جګړه روانه ده _ ځکه د ټولو نړۍ هېوادونو او بنسټونه له سياسي او مذهي نه نيولي تر فرقه يي پورې، دلته خپل زور سره ازمايي.
د پاکستان امنيتي حالت هم د کاوکه کيدو پر لوري روان دی او د دغه هېواد راتلونکې هم  روښانه نه ښکاري. پښتونخوا او بلوچستان خو سره تبۍ ګرځيدلې او د کراچۍ حاﻻت هم له کنټروله وتلي دي.د کراچۍ د پېښې تر شا هم سياسي موخې دي او هر څوک خپل مخالف پړ ګڼي.
 زموږ لپاره پاکستان د يوه ګاونډي په توګه او کراچي د يوه پښتون ميشته ښار په توګه د پاملرنې وړ دي، له دې امله موږ غواړو د دغه ښار په هکله له خپلو دوستانو سره ځينې مالومات شريک کړو. په دغه ښار کې د مهاجرو قومي غورځنګ ډېر پياوړی دی، چې مشري يې الطاف حسين کوي. الطاف حسين دکراچۍ په پوهنتون کی و ، چې دامریکا کونسل به يې ليدو ته ورته.ده دسند لومړی وزیر ته ويلي، چې امریکا غواړي پاکستان له منځه يوسي زه له امریکا سره ودريږم او له پښتنو سره روغه جوړه نه کوم بلکې وژنو يې.
تر داسې څرګندونو وروسته به  د اوونۍ د څېری په توګه به د نوموړي درپېژندل، هيله ده، چې ګرانو لوستونکو ته ګټور اوسي.
 
 
الطاف حسین
الطاف حسین په (۱۹۵۳) زیږدیز کال کې په کراچۍ کې زیږیدلی او د  (مهاجر قومي غورځنګ ) مشر دی.  د الطاف حسین په مشرۍ نوموړی ګوند د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۰ په ټولټاکنو کې د پاکستان په قومي اسامبله کې د درېیم ستر سیاسي ګوند په څېر را وټوکېد . الطاف حسین د پوهنتون د زده کړو په مهال د سیاسي غونډو رغنده ګډونوال وو ،.
زده کړې :
الطاف حسین لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په کراچۍ کې بشپړې کړي ، په (۱۱۶۹) کې یې د یو لړ طبي زده کړو سربېره لسانس د کراچۍ پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی ،  نوموړي په (۱۹۷۸) کال کې د کراچۍ پوهنتون کې د یو لړ شخصي ستونزو له امله د جماعت اسلامي د  ګوند د غړو په ضد (په ټول پاکستان کې د مهاجرو قومی تنظیم) جوړ کړ ، الطاف حسین په پوهنتون کې د زده کړو په مهال  دمهاجرو د قومی  تنظیم د ریاست دنده په غاړه لرله ، یاد شوي تنظیم په کراچۍ پوهنتون کې د مهاجرو د حقوقو ساتنه کوله .په (۱۹۹۷) کې  نوموړی تنظیم د (مهاجرو په  قومي غورځنګ) بدل شو .
 
مهاجر قومي غورځنګ( MQM )
مهاجر په (۱۹۴۷) کې د پاکستان د پیدا کیدو سره سم له هند نه پاکستان ته کډوال شوي او لږه کي د ي. هغه مهال کراچۍ د مهاجرو په ګډون د یو شمېر  لږه کیو لکه پنجابیان ، پښتانه ، سندیان او بلوچانومرکز ګڼل کېده ،هغه مهال مهاجر په سوداګرۍ او نورو ورځنیزو چارو کې د پرمختګ په حال کې وو ،د جماعت اسلامي ګوند په کراچۍ کې د نوموړي غورځنګ د نفوذ په محدودولو لاس پورې کړ ، د یو شمېر سیاسي شننونکو په وینا ،د جماعت اسلامي دغه نژادي توپیر د  مهاجر قومي غورځنګ د پیاوړتیا سره مرسته وکړه ،(MQM) ازاد نا مذهبي سیاسي ګوند دی ،د متحد غورځنګ ډیری وګړي اردو- ژبي لږه کي د ي . نوموړی ګوند په سند ایالت کې د وګړو تر منځ د پیاوړي خوځيدونکي ځواک په نوم یادیږي .په (۱۹۷۸) کې الطاف حسین په( ټول پاکستان کې د کډوالو زده کوونکو ) په نوم ګوند رامنځته کړ. په (۱۹۸۴) کې د نوموړي ګوند نوم په (MQM) واوښت ،   په نویمو کلونو کې نوموړی ګوند د پاکستاني ځواکونو ځانګړی هدف ګرځېدلی وو . په (۱۹۹۷) کې د مهاجرو قومي غورځنګ نوم په رسمي ډول په (متحده قومي غورځنګ ) بدل شو ، د یوولسم سپټمبر د بریدونو نه پس متحد قومي غورځنګ د امریکا خلکو سره د خواخوږۍ په پلمه  د القاعده په ضد ستر لاریونونه راوایستل ، متحد قومي غورځنګ په پر له پسې ډول په سند ایالت کې دوهم ستر ګوند دی او په ټول پاکستان کې دریم ستر ګوند دی .




۱۹۹۰۰-۱۹۸۶
متحد قومي غورځنګ په (۱۹۸۷) کې په کراچۍ او حیدر اباد کې سیمه ییزې ټولټاکنې وګټلې او په حکومتي ادارو کې د پراخه ګډون څخه برخمن شو .
په (۱۹۸۸) کې د پاکستان د خلکو ګوند په عمومي ټولټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ وګټلې او د MQM  سره یې ایتلافي حکومت جوړ کړ . دغه مهال متحد قومي غورځنګ د سند په ښاري سیمو کې د پاکستان د خلک ګوند په پرتله پراخه نفوذ لره .د ټولټاکنو نه پس  د دواړو ګوندونو تر منځ په دغه سیمه کې د کراچۍ تړون لاسلیک شو، په دغه تړون کې د سند د حکومتي سیستم او د سیاسي حقوقو څخه دفاع، ښاري پرمختګ او په پوهنتونو کې د دواړو لورو د داخېلېدو ځانګړي شرطونه په ګوته شوي و . مګر د څو میاشتو په تېرېدو سره په (۱۹۸۹)کې د دواړو ګوندونو تر منځ یو لړ توپیرونواو ستونزو  سر راپورته کړ ،د سند په کابینه کې د متحد قومي غورځنګ وزیرانو د تړون د نه پلي کېدو له امله استعفاوې وړاندې کړې، په دې توګه د دواړو ګوندونو تر منځ اتحاد ټوټه شو او متحد قومي غورځنګ د خلکو د ګوند د مخالفینو سره لاس یو کړ .
۱۹۹۹-۱۹۹۰ :
په (۱۹۹۰) کې متحد قومي غورځنګ په پاکستان کې د دریم ستر سیاسي ګوند په څېر راڅرګند شو ، دا ځل ددې ګوند غړو د (پاکستان مسلم لیګ ) ګوند سره ایتلاف جوړ کړ ، د مسلم لیګ ګوند په سند ایالت کې د فدرالي حکومت پلوی و مګر (MQM) د ایالتي حکومت جوړولو ته لېواله و .
دغه مهال د متحد قومي غورځنګ څخه یو شمېر ډلګۍ بېلې شوې د دې څخه تر ټولو ستره یې د (حقیقي متحد غورځنګ ) په نوم وه ، ددغه ګوند مشري د افاق احمد او عامر خان په غاړه وه .
یو لړ داسې انګېرنې هم شته چې د MQM  د ویشلو تر شا د پاکستاني حکومت او استخباراتو لاس و ، پدې ډول حکومت غوښتل چې د (اېل او بېل ) له لارې نوموړی ګوند د ځواک او واک څخه بې برخې کړي  ،د ددې کار څخه د حکومت موخه په کراچۍ باندې د واک تر لاسه کول و .د اتیایمې لسیزې په وروستیو کې د سند په ښارونو کې سیاسي ترینګلتیا مخ په زیاتېدو وه ، په (۱۹۹۲) کې د هغه مهال لومړي وزیز نوار شریف د  ملي اسامبلې نه د تړون په لاسلیک کولو په کراچۍ کې نظامي عملیات پیل کړل . ددغه عملیاتو موخه په سند ایالت کې د (۷۲) زورواکانو نیول او د ناقانونه وسله والو بې وسلې کول و. دغه عملیات د (چاڼیز عملیات) په نوم یادېدل ، متحد قومي غورځنګ دغه هڅې د خپل ګوند د له منځه وړلو په مانا واخېستې . له دې سره په سند کې سیاسي ترینګلتیا مخ په زیاتېدو شوه ، د MQM لړ په لاریونونو پیل وکړ ، د قانون حاکمیت کمزوری شو او ملي اسامبله لغوه اعلان شوه . حکومت د الطاف حسین د نیولو امر وکړ ، نوموړی د بېګناه وګړو په وژنه تورن بلل شوی و ، الطاف حسین په (۱۹۹۲) کې له هېواده پښې سپکې کړې لومړی سعودي عربستان ته او دهغه ځای نه بیا لندن ته وتښتېد .
MQM  د (۱۹۹۳) د عمومي ټولټاکنو نه د (پریکون) اعلان وکړ خو په ایالتي ټولټاکنو کې یې ونده واخېسته او (۲۷) څوکۍ یې تر لاسه کړې  دا د خلک ګوند په پرتله د MQM نیمه لاسته راووړنه وه ، پدې ډول متحد قومي غورځنګ مات شو او د پاکستان د خلک ګوند واکمن شو او په سند کې یې حکومتي او ایالتي حکومت جوړ کړ . په (۱۹۹۴) کې د MQM   او نورو ملتپاله ډلو تر منځ تاوتریخوالی او سیاسي وژنې  پیل شوې د راپورونو له مخې په یو کال کې (۱۸۰۰) کسان ترور شوي و .
 
په( MQM ) لګیدلي تورونه :
د نویيمې لسیزې په منځ کې متحد قومي غورځنګ د پاکستان سویلي ایالت سند په ځانګړي ډول کراچۍ کې په سیاسي نا کراریو کې په لاس لرلو تورن شو ، د امریکا متحد ایالاتو ،د بخښنې نړیوال سازمان او یو شمېر نورو سازمانونو په  نوموړي ګوند د  کراچۍ د وژنو ، سیاسي نا کراریو، د پټو زندانونو لرل او د خبریالانو د وهلو او ګواښلو تور پورې کړ ، MQM  په کراچۍ کې د پاکستان نامتو ورځپاڼه (ډان ) سربېره یو شمېر نورې رسنۍ په کراچۍ کې د کار څخه بندې کړې وې .
د پاکستان د حکومت په وینا متحد قومي غورځنګ په کراچۍ کې د خپلو موخو لاسته راوړلو په پار عام وګړی ترور وي تر څو د کار و بار مخه ډب کړي ، نوموړی ګوند په کراچۍ کې د پښتنو په هدفي وژنو تورن دی، د دې لارې په کراچۍ کې نژادي توپیرونو ته لمن وهي ،د یو شمېر شننونکو په اند د (MQM) د عایداتو ستره برخه د وژنو ، سړي تښتونې ، مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جنګي جرمونو څخه لاسته راځي . د (MQM)  ګوند دغه ټول تورونه له ګرد سره رد کړي د ي .
د جناح پور شخړه :
په کراچۍ کې د متحد قومي غورځنګ په ضد د عملیاتو پر مهال نوموړی ګوند پاکستان-ضد بلل شوی و ،یو شمېر حکومتي سرچینو داسې انګېرلې وه چې (MQM) د جناح پور په نوم د نوي ریاست جوړولو پلان لره ،مګر وروسته بیا د یو شمېر حکومتي سرچینو لخوا دا په ډاګه شوه چې جناح پور د عملیاتو د پیل لپاره پلمه نیول شوې وه .
د ۲۰۰۷ پیښې :
د ۲۰۰۷ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویزمشرف پاکستانی قاضي القضات(افتخار چودري ) د واک څخه د نا وړې ګتې اخیستنې په تور له دندې ګوښه کړ ، له دغه پېښې وروسته پاکستاني وکیلانو په پاکستان کې د قاضي القضات په ملاتړ لاریونونه پیل کړل، په دې لړ کې افتخار چودري د کراچۍ څخه د لیدنې پر مهال د (MQM)  د سخت غبرګون سره مخ شو . د الطاف حسین په مشرۍ دغه ګوند د پرویز مشرف د پریکړې په ملاتړ او د قاضي القضات په ضد لاریونونه پیل کړل . ددغه لاریونونو په ترڅ کې په کراچۍ کې د د اخ ډب په پایله کې نږدې  پنځه څلویښت کسان ووژل شول ، متحد قومي غورځنګ ددغه  وژنو پړه د پاکستان د خلک ګوند ، عوامي ملي ګوند او د یو شمېر نورو مذهبي ګوندونو په غاړه واچوله ، ددغه پیښو په هکله په کراچۍ د متحد قومي غورځنګ استازي (محمد انور ) زیاته کړه ، تورن ګوندونه هڅه کوي چې د قاضي القضات مسلې ته سیاسي رنګ ورکړي .
 
الطاف حسین ولې پاکستان ته نشي راتلای
د پاکستان د حکومت په وینا ،الطاف حسین د پاکستان لپاره کور ورانوونکې تګلارې پر مخ بیایي. د پاکستان حکومت نوموړی تورنوي چې د هند په مرسته د پاکستان اقتصادي- ښار  کراچۍ د پاکستان څخه د بېلولو هڅې کوي ،د پاکستاني حکومت په وینا ، الطاف حسین په کراچۍ کې د هند تګلاره ( کراچۍ په وینو سره وساته ) پر مخ بیایي، د یو شمېر پاکستاني چارواکو لخوا ، نوموړی په کراچۍ کې د وضعې د ترینګلیا په پار د پنځو هندي پوځي چارواکو لخوا روزل شوی دی ،نوموړی په دې هم تورن دی چې د هند د څارګرې ادارې (RAW )  لپاره په پاکستان کې د خلکو ګومارلو دنده په غاړه لري ،الطاف حسین دپاکستان د حکومت لخوا د  سلو څخه په زیاتو جرمونو تورن دی ، په (۱۹۹۲) زیږدیز کال کې پاکستانی حکومت د الطاف حسین د نیولو امر وکړ . په همدغه کال نوموړی د یوې حملې په ترڅ کې ټپي شو ، په دې ډول الطاف حسین ته پاکستان تنور وګرځېد ، له دې امله نوموړی لومړی سعودي عربستان ته او  د هغه ځایه بیا لندن ته په سیاسي پناه اخیستلو مجبور شو . الطاف حسین له هاغه مهال راهیسې تر اوسه پورې د (MQM)  د مشر په توګه په لندن کې  مېشت دی  .