د ترهګری خلاف جګړه: ايا دا د پاکستان جنګ هم دی؟

 
وسیم سجاد، کابل
سپټمبر۲۰۱۱،۱۰
د ۹/۱۱ حملو څخه څو اونی وروسته امریکی د ترهګری خلاف جګړه پیل کړه او پاکستان یی ښي لاس شو او په دغه جګړه کی یی له امریکی خپل ملاتړ څرګند کړ خو ترننه (لس کاله وروسته) هم خلک دا یو سوال پوښتي چی ایا دا د پاکستان جنګ هم دی؟
کله چی پاکستان د پرویز مشرف په دور کی دا ومنله چی له امریکی سره به په ګډه دغه جنګ مخکی وړي دوه نظره منځ ته راغلل:
الف: مونږ غواړو چی ددی جنګ په ترسره کولو سره خپله د ترهګری ښکار نه شو ترڅو مو له ترهګری سره مقابله کړی وي نو په دی جګړه ورګډیږو.
ب: دا د امریکی د خپلو ګټو جنګ دی او پاکستان باید ځان تری لری وساتي. دغه بحث لا تراوسه هم روان دی. دواړه ډلی د خپلو نظریاتو سپیناوی کوي او د مقابل لوري د قناعت لپاره دلایل وړاندی کوي.

د جماعت اسلامي یو مشر فرید پراچه وایی:″  د ۹/۱۱ جنګ د تهذیبونو ترمنځ د ټکر د جګړی یوه کړی دی چی امریکی له افغانستانه دشوروي ځواکونو له ویستلو سره سم پیل کړی.
لس کاله وروسته دا خبره ښکاره شوه چی دی جګړی پاکستان ته تاوان اړولی دی.هیواد مو نور هم بی ثباته شو. ترهګری مو په هیواد کی زیاته شوه. مونږ له دی جنګه هیڅ هم لاس ته رانه وړل. پاکستانی فوځ وچ په وچه په دغی اوږدی جګړی کی ګیرشو. دغه جنګ زمونږ نه وو؛ حالاتو وښودله چی امریکه ددغی جګړی له لاری خپل عزایم او مقاصد پالي او دلاس ته راوړلو هڅه یی کوي. امریکی نوره په افغانستان کی لوبه بایللی؛ مونږ باید له دی جګړی د وتو هڅه وکړو.″
تحلیلګر حسین عسکري د پراچه له نظر سره توافق نه لري: ″کله چی مونږ له امریکی سره د جګړی د انډیوالی او همکاری خبره وکړه؛ مونږ ګومان کاوه چی دا به د یو کال او نیم جنګ وي؛ طالب به مات شي اوخبره خلاصه. هغه مهال نه امریکا او نه هم پاکستان داوسني حالت پیشبینی کوله. او اړینه یی لا داچی هغه مهال له پاکستان سره بل انتخاب وو نه. اوس مونږ بیلا بیل نظرونه لرو خو هغه مهال مونږ د طالب د دوستی تور په لمن لاره. که پاکستان له امریکی حمایت نه کاوه نو اوس به د پاکستان وضع هغه ډول وه چی افغانستان دی.   نن چی حالات لږ جړ شوي نو خلک وایی چی دهغه مهال پریکړه غلطه وه. هغه مهال مونږ داوسني بد حالت وړاندوینه نشوای کولای. هغه مهال له دی پرته د ښی بلی پریکړی سوچ هم له چا سره نه وو. ″
که په پاکستان کی د تیرو لسو کالونو څیړنه ترسره شي؛ نو له دوه زره یو څخه تر دوه زره شپږم پوری چی څومره حملی په امریکایی او حکومتي چارواکی ترسره شویدي نو ددی پیغام په ښکاره ډول رسوي چی پاکستانیان له امریکی سره د پاکستان په دوستی خفه دي خو دا ټول واقِعات یو نه یو ډول له مذهبی فرقه واریت سره تړاو لري.
د ۹/۱۱ څخه وړاندی پاکستان د طالب دوست او ملګری وو. کله چی پاکستان له هغوی سره اړیکی وشلولی نو ډیرو فکر کاوه چی له دوی(طالبانو) سره دهوکه(دوکه) شویدی. بیا همدغو کسانو د ترهګری اور ته لمن ووهله ترڅو خپل انتقام واخلي.

په پاکستان ددی جګړی براهِ راست اثرات هغه وخت څرګند شول کله چی پاکستان په خاوره د بی پیلوټه الوتکو بمبار پیل شو.د بی پیلوټه الوتکو لومړی قربانی د طالبانو د جنوبی وزیرستان لومړنی قوماندان نیک محمد وو. سیی دی چی د بی پیلوټه الوتکو په بمباری کی د القاعدی او طالبانو مهم مشران له منځه لاړل خو ورسره، ورسره ملکی تلفات هم کم نه وو. د ملکیانو وژنی د خلکو احساسات نور هم پرهرژلي کړل او دامریکی خلاف شول.

ډاکټر خادم حسین بیا دا خبره رده وي چی د امریکی خلاف احساسات د ډرون حمله سره په څپو شویدي.

دوه زره اووم کال څخه تر نهه پوری د قبایلو خلکو دا فکر کاوه چی یو نه یو ډول د باندنیو ترهګرو په ګیراو کی دي او د نجات لار یی لټوله.
لیکوال: ذیشان حیدر، اسلام اباد