آيا راتلونکې ټولټاکنې به موږ وژغوري ؟


بسم الله الرحمن الرحيم افغانستان ته د امريکې ، ناټو او آيساف ځواکونو له راتګ څخه څه باندې شپږ کاله اوړي ،خو په همدې موده کې ، نه يوازې طالبان له پوځي او سياسي ډګر څخه ونه وتل ، بلکې بيا د کابل دروازو ته راورسېدل ؛ په همدې موده کې جګړې  په لسګونو زره افغانان له کومې تېر کړل ، د نړۍ په تاريخ کې د نولسمې پېړۍ تر چين وروسته افغانستان د مخدره توکو په توليد کې لومړی مقام تر لاسه کړ ، شاوخوا يو مېليون کسان په مخدراتو روږدې شول ، مافيا دافغانستان داداري سېستم رګونو ته ورننوته ، اداري فساد تر داسې کچې ورسېد، چې نه يې په خوب او نه هم  په ويښه کې سارې ليدلې شو ؛ د دولت واکمني تر دې کچې پراخه شوې  ، چې د امريکا د استخباراتو مشر په حواله يې د پراختيا سلنه دېرشو ته رسيږی ؛  همدا اوس د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان دمېشن په اړه د اختلاف په ژور بحران کې ښکېل دي ، ځکه يو شمېر هېوادونه  نه غواړي  په جګړه کې فعاله ونډه واخلي ، يو شمېر غواړي يوازې وخت واړوي  او يو شمېر نور بيا ګواښ کوي  چې که نور غړي هېوادونه په جګړه کې فعاله برخه نه اخلي دوی به هم خپل ځواکونه وباسي ؛ جګړې نه يوازې  افغانستان په سره تبۍ اړولی ،  بلکې جګړه د پاکستان زړه ته هم رسېدلې ؛  طالبان عملاً د پاکستان پر ‎يو شمېر برخو واکمني چلوي او له طالبانو څخه د پاکستان د څرګند ملاتړ باوجود امريکا لا هم له پروېز مشرف سره بې درېغه مرستې  کوي  .
خو ددغو ټولو بدمرغيو تر څنګ يو شمېرافغانان راتلونکو ټولټاکنو ته د امېد سترګې غړوي او د بدلون تمه ترې لري ، خو ايا راتلونکي ټولټاکنې به رښتيا زموږ په حالت کې بدلون راولې ؟
زما په اند بدلون په دوه ډوله راتلای شي ، يا دا چې اوسنی ولسمشر دتېرو تجربو په مټ داسې بدلونونه  پلي کړي، چې هېواد له بحران څخه وباسي او يا داچې يو نوی زعامت  او سياسي ځواک د بدلانه  له ارادې او ړتيا سره واک ته راشي . راځئ په دواړو امکاناتو يو څه فکر وکړو .:
زما په اند اوسني ولسمشر حامدکرزي ، چې په شپږو کلو کې د ځان لپاره يو پياوړی کاري ټيم جوړ نه کړای شو ، نو به هېواد او نوی نظام څنګه جوړ کړي . په شپږو کلو کې له بحران څخه د وتو په لارکې زه داسې يو ګام نه وينم ، چې هغې ته د ولسمشر کرزي دنوښت نوم ورکړم  . يو ليډر يا بايدپه خپله ښه ستراتېژېست وي ، چې که دکار ټيم يې نا متجانسه هم وي خو دده د  فکراوستراتيژي سره سم په ګډه کار کوي او يا دا چې يو ښه کاري متجانس ټيم راغونډوي  ، چې د ده لپاره  ستراتيژي جوړه کړي  او بيا يې دی پلي کوي ، خو زه نه پوهېږم ، چې ښاغلی کرزی په کومه ډله کې راځي ؟ په يوه خبره ښه پوهېږم، چې هغه نه يو همغږې کاري  ټيم لري او نه هم کومه واحده ستراتيژي . د ښاغلی علي احمد جلالي خبره ، چې ښاغلی کرزی د تنظيمونو په دود يوازې  روزمره راکړه ورکړه پېژني او د راتلونکې لپاره د طرحې په چل نه پوهيږي . نو که چېرې ښاغلی کرزی بيا هم د تېر په څېر واک ته راځي دکوم ځانګړي بدلون تمه دې ترې نه کيږي .
اوس به وګورو ، چې د ولسمشر کرزی پر وړاندې احتمالي جدي کانديدان څوک دي ؟ زما دمعلوماتو له مخې  د شمالي ټلوالې مخالفه جبهه به ښايي تر ټولو جدي کانديد وړاندې کړي ، که څه هم دوی لا تراوسه سره  يوه خوله نه دي خو د مسعود يو ورور او د پخواني پاچا لمسی مصطفی ظاهر د کانديدانو په توګه ياديږي ، داسې ګنګوسې اورېدل کيږي ، چې يونس قانوني دمسعود وروڼو دډېرې ځواکمنۍ له وېرې د  مصطفی ظاهرملاتړ کوي اوويل کيږي ، چې مصطفی ظاهر هم ژمنه کړې ، چې په اساسي قانون کې به د يوه ځواکمن لومړي وزير په ګټه بدلون راولي او احتمالاً ، چې راتلونکی لومړې وزير به هم يونس قانوني وي .
 د يو بل خبر له مخې جبهې له ډاکتر عبدالله څخه هم د کانديد کېدو غوښتنه کړې ، خو ده ورته ويلي چې لومړی بايد له يوشمېر بهرنيو هېوادو سره وګوري بيا به دوی ته ځواب ورکوي ، زه نه پوهېږم چې دا خبره په څومره رښتيا وي ؟
خو په دې ټولو کې ، د ولس څه ګټه ؟ زه په دې اړه ډېره تبصره نه کوم ، يوازې که د مخالفې جبهې ترکيب ته وکتل شي نو د پخوانۍ  نظار شورا تر مشرۍ لاندې  يو شمېر پخواني تنظيمونه او جنګسالاران ، د روسانو د واکمنۍ يو شمېر لوړ پوړي چارواکي ان تر جنرال دوستم پورې يې غړي دي . دداسې يو ې جبهې کارنامې ولس په خپلو سترګو ليدلي که غواړي بيايې وازمايي نو يې خپله خوښه !
دکورنيو چارو د پخواني وزير علي احمدجلالي اوازې هم اورېدل کيږي ، خو څو پورې ، چې د امريکا ملاتړ ورسره نه وي ګومان  نه کوم ټاکنو ته راودانګي او که راودانګي هم له پياوړي ټيم او پشتوانې پرته يې دبري چانس لږ وينم او ښايي په تېرو ټولټاکنو کې د ښاغلی عبدالستار سيرت  له موقف سره يې ډېر توپير نه وي .
نو څه بايد وکړو  ،ايا کرار په کور کښېنو او هېچا ته رايه ورنه کړو ، دابه موږ ته څومره ګټه ولري  ؟ ښايي يوه ګټه يې دا وي ، چې پنځه کاله نور به هم زموږ بانډارونه  له احساساتي او انتقادي بحثونو تاوده وي ،  پرته له دې ، چې د هېواد او ولس پر حالت يې څه اغېزه پرېوځي .
 نو څه کولای شو او څنګه دغه هېواد د تباهۍ له کندې او اوسني بحران څخه ژغورلای شو .
معمولا ًدرې ډوله ځواکونه کولای شي يو هېواد له ژو راو مرګوني بحران څخه وژغوري :   ملي حکومت ( ملي زعيم ) ، ملي موسسات لکه ملي اردو ( پاکستان او ترکيه ) او ملي پارلمان ، اوياهم ملي ګوندونه .
اوسنی حکومت خو داسې يو مرکب معجون دی، چې ښايې همدا اوس د نړۍ په يوه هېواد کې يې هم ساری نه وي ، د حکومت غړي هم حکومت کوي او هم په اپوزېسيون کې دي ، د ولسمشر مرستيالان د ځانګړو قومونو او ولايتونو خادمان دي او په نور ولس يې کار نشته  ؛  ولسمشر وايي ، چې د حکومت ځينې غړي د پردو جاسوسي کوي خو نومونه يې ځکه نه اخلي ، چې بيا به خفه  شي ؛ د حکومت وزيران د ځانګړو سيمو ، ډلو او تنظيمونو په استازيتوب  او تړاو راغلي او ځان يوازې همغوی ته مسوول ګڼي ؛ د ټاکنو معيار هم هماغه اړيکې دي نه اهليت او کار پوهنه .
دملي زعيم په اړه خومې په پيل کې هم  يو څو خبرې وکړې، خو دلته يوازې  دومره وايم چې ولسمشر حامدکرزی ډېر ښه ،  مهربان ، زړه سواند او باحوصله  شخصيت دی  او د روغې جوړې ور يې تل پرانيستې وي ، خو ايا د يوه زعيم لپاره همدا صفات کفايت کوي په تېره بيا د افغانستان په څېر يوه هېواد کې ، چې له دېرشو کلو راهيسې په وينو کې لمبيږي او په اور کې لوبول کيږي .
دملي اردو په اړه يوازې يوه بېلګه وړاندې کوم : پروسږ کال ، چې پاکستان غوښتل د پکتيکا ولايت پر پوله اغزن تار وغځوي ، نو د افغانستان پوځ له پاکستاني پوځيانو سره نښته راغله او هغوي ته يې يو څه زيان هم واړوه ،  امريکې له ملي اردو څخه وسلې او نور وسايل ونيول او ورته ويې ويل ، چې تاسې حق نه لریء زموږ پر وسلو له پاکستان سره وجنګېږیء . همدا اوس هم امريکا د افغانستان اردو ته اجازه نه ورکوي ، چې هوايي  جنګي ځواک ولري ، ځکه پاکستان خفه کيږي .
د پارلمان په اړه خو تاسو خپله شاهدياستیء ، چې اول خو يې نصاب نه بشپړيږي او چې بشپړ هم شي بيا د رايو تجارت روان وي ، يوازې دا يوه بېلګه وګوریء :
کله ، چې محمد امين فرهنګ د اقتصاد وزارت لپاره له ۲۴۹ رايو څخه د  ۷۸ رايو په اخېستو سره د باور رايې په  تر لاسه کولو کې پاتې راغی ،   همدې فرهنګ بيا بله ورځ د سوداګرۍ وزارت لپاره شاوخوا ۱۳۰ رايې واخېستې ،  ايافرهنګ په څو ورځو کې دومره بدلون وموند او دومره وړتيا يې تر لاسه کړه ، چې بايديو بل وزارت ورسپارل شوی وای ،  او که  ولسي جرګې د ځانګړو انګېزو له مخې خپل نظر ته تغيير ورکړ؟
دسياسي ګوندونو په اړه بايد ووايم ،چې که څه هم شمېر يې تر سلو اوښتی خويويې هم د افغانستان پر روانو حالاتو د اغېزې وړتيا نه لري او اکثرو يې دتجارتي  انجي او ګانو  حيثيت غوره کړی .
اوس به راشو دې خبرې ته ، چې موږ څه کولای شو او څه بايد وکړو ؟
الله تعالی (( ج ) فرمايي : ان الله لا يغيرو ما بقوم حتی يغيرو ما بانفسهم : « الله ( ج ) په يوه قوم کې بدلون نه راولي ،مګر دا چې هغوی په خپلو ځانونو کې تغيير راونه ولي . »
که موږ هم يوازې په احساساتي خبرو او نيوکو بسنه وکړو ، نو خدايږو که وضعيت مو تر دې ښه شي . زموږ احساسات هغه بولډوزر ته  ورته والی لري ، چې يوازې تخريب او ورانول پېژني او بس .
که څه هم په دې اړه ،چې موږ څه بايد وکړو ډېرو ژورو ، تفصيلي او هر اړخيزو خبرو ته اړتيا ده، خو د ( پيوستون ) حوصلې ته په کتو سره يوازې يو څو ټکو ته اشاره کوم :
تاسو په دې ښه پوهېږیء  چې الله تعالی ( ج) کاېنات د نظم له مخې هست کړي ، د خلقت بنسټ او د الله ( ج ) قوانين په نظم ولاړدي او هر منظم حرکت له ځواک څخه برخمن وي . زما په باور زموږ د خلاصون راز او کيلي هم نظم دی ، تر څو موږ منظم نه شو ، د افتراق  پر ځای د اتفاق پر ټکو فکر ونه کړو او د ګډ برخليک لپاره ګډې هڅې ونه کړو ، ګومان مې نه شي ،چې دا ماته بېړۍ به دنجات ساحل ته ورسېږي .
زما په اند يوه د بشپړې خپلواکۍ او رښتيني خلاصون لار ده ، چې د هغې په اړه به بيا بل وخت خبرې وکړم ، خو يوه د حل بيړنۍ لار ده : زما په نظر ټول هغه سياسي ګوندونه ، ټولنيز سازمانونه او افراد چې د هېواد او ولس پر روان حالت ځورېږي ،ګډو ارزښتونو ته ژمن دي او د اوس لپاره د حل په سوله ييزو لارو چارو  فکر کوي ، بايد په يوه پراخ اتحاد کې لاسونه سره ورکړي او د روانو حالاتو د ژور تحليل له مخې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره په ګډه طرحه فکر وکړي . ځکه تر څو موږ په خپله يو ځواک ونه اوسو ، نه مو ملاتړ او مخالفت  څه اغېزه  لري او نه مو هم وړانديزونو ، نيوکو او نظرياتو ته څوک ارزښت ورکوي . که موږ سره منظم شو ،بيا مو که خپل کانديد وړاندې کاوه هم ښه ، او که مو له حامد کرزي يا کوم بل چا څخه د ليکلي پروتوکول او ټاکلو شرايطو له مخې ملاتړ کاوه  هم ښه ! نه دا چې خپل وکيل ته د رايې تر څنګ پنځه کلن سپين چېک هم ورکړو، چې څه دې خوښه وي هغه کوه ، که مو حلالوې او يا مو خرڅوې موږ خو ستا تړلي پسونه يو .
اوس که يو شمېر د فکر او احساس خاوندان لاسونه سره يو کړي او د سره ورته سياسي او ټولنيزو کړيو او سازمانونو تر منځ د منځګړتوب يوه ناپيېلې جرګه جوړه کړي ،بيا به هم ډېر ناوخته او بې وخته نه وي . که موږ په راتلونکو ټولټاکنو کې خپل کانديد برياليتوب ته وهم نه رسوو ، نو لږ تر لږه کولای شودراتلونکي لپاره دفشار يوپياوړی ځواک اويو ځواکمن اپوزېسيون رامنځته کړو او بله ګټه به يې دا وي ،چې د يو موټي پياوړي سياسي او ملي ځواک د رامنځته کېدو لپاره به مو هم اساسي ګامونه اخېستي وي . و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب