په ۹/۱۱ غوره جوړ شوی فلم: فارانهايټ۱ ۹/۱



 

وسیم سجاد، کابل
د فلم لارښود: مایکل مُور
د فلم کرکټران: بُش او مایکل مُور
توزیع کوونکي: لاینز ګیټ فلمز او ای ایف سی فلمز
د فلم ټول ټال وخت: ۱۲۲ دقیقی
هیواد: امریکا
د فلم بودیجه:۶ ملیون ډالره
د فلم له خپریدو وروسته ګټل شوی پیسی:
۲۲۲۴۴۶۸۸۲ډالره
 
ترپایه به خبر شی:
 
 
په رسنیو کی د جګړی په اړه د بش د حکومت شور او د دروغو تبلیغا ت
د بش د کورنی، لادن د فامیل او طالب حکومت په اړه بحثونه او ددوی ترمنځ خوری وری اړیکی
په امریکی کی څوک له فوځ سره دنده ترسره کوي؟
کانګرس څومره په غور د بُش حکومت لخوا طرحه شوی مُسودی لوستي دي؟
د سر څو خبری:
په فیلم کی په امریکایی رسنیو انتقاد شویدی. فیلم وایی چی رسنیو ونه شو کولای چی په عراق باندی د امریکی عملیاتو ته ټهوس ثبوت وړاندی کړي او هسی شور یی اچولی وو. فیلم کی د بش په اداری ټکونه شويدي چی یو لړ شخړو ته یی لار پرانیستله.
فارنهایټ ۹/۱۱ یو ډاکمینټري فیلم دی چی فیلم جوړونکۍ او لار ښود یی  دسیاسي چارو کارپوه مایکل مُوردی. په دغه فیلم کی د بش د جمهوري ریاست دوره او دترهګری خلاف جنګ څيړل شویدی. فیلم دترهګری خلاف جګړی په اړه جوړوشوو ډاکومنټري فیلمونو کی چی تراوسه تولید شوي او جوړ شوي اول مقام لري.
فیلم چی کله د۲۰۰۴ کینز فیلم فیسټیوال کی ښودل کیده نو د ۲۰ دقیقو لپاره د خلکو د متواترو چک چکو سبب وګرځیدای چی دغو چک چکو په ۲۰۰۴کینز فیلم فیسټیوال کی خپل ځانګړی ریکارډ ټینګ کړ. بله خوا یی د فامیډ اور (د طلایی ورغوي) ایوارډ هم ترلاسه کړ.
فیلم د ۲۰۰۴ کال د جون په ۲۳ په کاناډا او امریکی کی نمایش ته وړاندی شویدی. اوله هغه وروسته په ۴۲ نورو ملکونو کی خپراوي ته وړاندی شویدی.د ۲۰۰۵ په جنوری کی فیلم د امریکی دننه ۱۲۰ ملیونه ډالر لاس ته راوړي وو چی د امریکی په تاریخ کی ځانګړی ریکارډ دی. د نړی په کچه یی ۲۲۰ ملیونه ډالر ترلاسه کړل چی دیو سیاسي فیلم لپاره نه منونکی مقدار دی.
فیلم ټایټل د ری براډبری له ناول فارنهایټ۴۵۱ څخه اخیستل شوی  چی په ۱۹۵۳ کی خپور شوی وو.
د فلم دکیسی لنډیز:
فلم یو  پیشنهاد ډوله شکل باندی پیل کیږي او د بش د انډیوالانو کیسه کوي چی په فاکس نیوز چینل کی دندی لري. فاکس نیوز چینل مخکی له مشخص شوی نیټی څخه د ۲۰۰۰ ز د ټاکنو پایلی اعلان کړی. په دی اړه په امریکایی رسنیو کی یوه مشهوره
ټوکه هم شتون لري چی وایی: له بشه وپوښتل شول چی د ټول ټاکنو له پایلو څنګه او چا خبر کړی؟ دیی وایی چی: فاکس نیوز. په دی فیلم کی د فلورایډا ایالات د ټولټاکنو د پایلو په اړه بحث شوی چی وروسته څه ناڅه بی اعتباره وبلل شوی.
له دی څخه وروسته فیلم د ۹/۱۱ د پیښو په ورځ باندی د پیښیدونکو ګډوډیو په اړه بحث کوي. فلم وایی چی بش په فلورایډا کی یو ښوونځی ته په لاره وو چی لومړنی الوتکه له نړیوال سوداګریز مرکز سره ټکر شوه. کله چی دویمه الوتکه په نړیوال سوداګریز مرکز ولګیده نو دی د فلورایډا د ښوونځی په یو ټولګي کی له شاګردانو سره ناست وو. ده ته ویل کیږي چی ملت د حملی لاندی دی خو دیی بیا هم مسله جدی نه اخلي او شاګردانو ته د ″کورنی وزی″کیسه تر ۷ نورو دقیقو پوری لولي.
وروسته فلم د ۹/۱۱ د اسبابو او وروسته پیښیدونکو تاثیراتو او په عراق باندی د امریکی له حملی غږیږي. وروسته فلم په هغو پیچیده او جړ اړیکو باندی چی دبش کورنی، امریکایی حکومت، بن لادن کورنی، سعودی شاهی نظام، او طالبانو ترمنځ ددریو لسیزو لپاره موجودی وی بحث کوي.
مایکل مُور وایی چی د امریکی حکومت د بن لادن د کورنی ۲۴ غړي د۹/۱۱حملو څخه څو وروسته پټ په پټه له امریکی ویستلي ول هغه هم په داسی حال کی چی هرډول هوایی پروازونو باندی بندیز لګیدلی وو. په دی سره د بش اداری وکولای شول چی دبن لادن د کورنی غړي له هر ډول پوښتنو او ګرویږنو څخه وژغوري.
وروسته بیا مایکل مُور د جورج ډبلیو بُش د ملی هوایی ګارډ خدماتی ریکارډ ګوري. مُور دعوه کوي چی د بُش د وچ سوری د کوهی هڅو کی سعودی حکومت او د بن لادن کورنی د جیمز ار.بیت په منځګړیتوب سرمایه ګذاری کړیدی. مُور دعوه کوي چی دغه د ګټو او مفاداتو ټکر بش اداره دی ته مجبوره وي چی امریکایی ګټو ته کمه او خپلو ګټو ته زیاته توجو وشي. فلم وایی چی د بش اداره د افغانستان په جګړه کی پټ عزایم لري چی په هغی سره دوی غواړي د طبیعی ګازو پایپ لاین دافغانستان له لاری تر هندی سمنره وغځوي.
مُور زیاتوي چی دبش اداری د رسنیو له لاری په امریکایانو کی یو ډول ترهه پیداکړیدی. همدا ډول د بُش په اداری باندی د پټریوټ د تړون له وجی انتقاد شویدی. د پټریوټ تړون د حکومت واک او ځواک لا پسی زیات کړ. دلته یوه بله خبره هم ښکاره شویدی چی د ۹/۱۱ دحملو څخه وروسته د کانګرس زیاترو غړو د هغو مسودو چی دوی ته د منظوری لپاره وړاندی کیدی په دقت سره لوستل بس کړیدي او په ډیری بی پروایی یی د منظوری لار هواره کړیدی چی دهغوی په منځ کی د پټریوټ اکټ هم راځي.
له دی وروسته ډاکومنټری دعراق د جنګ په اړه خبری کوي. دلته فلم د عراقیانو د ژوند په اړه یوه مقایسوي بحث رامنځ ته کړی او په دی یی بحث کړی چی دعراقیانو ژوند مخکی او وروسته له جنګه څه ډول وو.
په فلم کی ښودل کیږي چی عراقیانو په عراق د حملی څخه وړاندی یو خوشحاله ژوند درلود، خوښ وو، دردونه او بی خوندۍ هم نه وی.
فلم په دی هم غږيږي چی څنګه امریکایی رسنیو دعراق د جګړی په اړه په رسنیو کی انډو خر جوړ کړی وو.بش بیا وروسته ښودل کیږي چی د امریکی په ابراهم لینک کشتی کی فوځیانو ته وایی چی هدف مو ترلاسه کړ.
فلم بیا وروسته خپله توجو د مُور مورني ښارګوټي فلِنټ،میشیګن ته ګرځوي. له  ۹/۱۱ وروسته دغه ښارګوټی د نظامی مستخدمینو د توجو مرکز ګرځیدلی. په دی ځای کی یو نظامی مستخدم ریمانډ پلوهار هم معرفي کیږي چی بیا وروسته په عراق کی ووژل شو. له ده سره یو بل د بحري نظامیانو مستخدم هم معرفی شوی چی دواړو به د خلکو د خریدو فروش په ځایونو کی له خلکو سره د نظامی استخدام په اړه خبری کولی. او دوی به یی دی ته هڅول چی نظامي ټولیو سره یوځای شي. په فلم کی د یو فوځی مور لِیلا لیپسکومب هم ښودل کیږي چی خپله وطندوستي ښیی او د خپل ځوی يه خدماتو باندی چی په نظامي ټولي کی یی ترسره کوي ویاړي. دغه ښځه خپل حمایت له ټولو هغو چی په فوځی یونیفورم کی دي او دنده ترسره کوي ویاړي
فلم د امریکایانو لخوا د بندیانو د شکنجی روایات هم له ځان سره لري. وروسته فلم یو ځل بیا لِیلا لیپسکومب ښیی چی له خپلی کورنی سره یوځای د سکرین پرمخ راځي. سترګی یی له اوښکو ډکی دي. د ځوی له مرګه چی ۲۰۰۳ د اپریل په ۲ په کربلا کی وژل شوی وو خبره شوی. دغه مهال دا د جنګ د مشروعیت په اړه پوښتي. مُور دی ته ورته ډیرو پیښو سره مخامخ شویدی. له دی پیښو مُور نور ستړی شوی او زړه یی ورته وهلی دی. دی وایی چی په ټول کانګرس کی د یو غړي ځوی په عراق کی په فوځی ماموریت بوخت وو. دیی دلته له دوی څخه پوښتي چی ولی دوی خپل زامن جګړی ته نه لیږي؟
مُور زیاتوي چی په امریکی کی تل د ژوندانه د ټيټ پوړ خلک له فوځ سره یوځای کیږي ترڅو له وطنه او ازادی دفاع وکړي. دی له امریکایی عسکرو منندویی کوي او وایی چی ددی خوږو عسکرو ژوند باید په خطر کی ترهغی وانه چول شي ترڅو ورته اشد ضرورت نه وي پیښ شوی. فلم د جورج ډبلیو بش په مشهوره وینا چی ″یو ځل می وغولوه″باندی پای مومي.
مُور فلم خپل هغه ملګري ته چی د۹/۱۱ په ورځ په نړیوال سوداګریز مرکز کی وژل شوی، د فلِنټ هغو نارینه او ښځینه عسکرو ته چی په عراق کی وژل شوي، او هغو بی ګناه وژنو ته چی د امریکی د نظامی حملو له وجی په افغانستان او عراق کی ترسره شوي اهدا شویدی.
شخړی او لانجی چی فلم منځ ته راوړی:
فارنهایټ ناین الیون فلم  دامریکی دریاست جمهوری له ۲۰۰۴ ټولټاکنو لږ وړاندی له انتقاداتو او لانجو سره هم مخامخ شو. برطانوي-امریکایی ژورنالیست کریسټوفر هیچن دعوه وکړه چی فلم له درواغو او انحرافاتو څخه ډک دی. دغه انتقاد ته په ځواب کی د کُولمبس فری پریس د ايفلم کریټیک په نامه مضمون ته لار پرانیستله. د ډیموکراټانو د نیویارک ښاروال ایډ کُچ دغه فلم له پروپاګنډا بل هیڅ هم ونه بلل. ددی ټولو انتقاداتو په ځواب کی مور د خپلو اخیستنو یو اوږد لیست سره د ماخذ د ثبوتونو په حیث وړاندی کړ چی په هغه لیست کی د ۹/۱۱ د کمیسون موندنو ته هم اشاره شوی وه.
د فلم اغیز د امریکی د ۲۰۰۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو باندی:
فلم د ۲۰۰۴ د جون په میاشت کی یعنی د ولسمشریزو ټاکنو څخه تقریباُ پنځه میاشتی وړاندی خپور شو. مُور په یوه مصاحبه کی دامهال وویل چی د زړه هیله یی دی چی بل کال بوش له واک غورځیدلی وي. هغه دا هم وویل چی امید دی فلم یی په ټاکنو اغیز وکړي. د امریکی په تاریخ کی اول ځل وو چی یو فلم په ولسشمریزو ټاکنو اغیز کاوه.
خو سیاسي پنډتانو ویل چی امکان نه لري فلم به په ټاکنیز کمپاین ژور اغیز وکړي. خو هرڅه چی وو، هر اغیز چی وو بش د ۲۰۰۴ کال ټاکنی وګټلی.
یادښت: فلم کولای شی چی کابل ښار کی ترلاسه کړی. فلم هیڅ مُردار اړخ نه لري؛ کولای شی چی د کورنی له غړو سره مو یوځای وګوری.
leekwal@yahoo.com