لس کاله وروسته د یو سیک په یاد کی:

 
لیکوال: ګبرییل ایلیزانډو
: وسیم سجاد، کابل
د ۹/۱۱ څخه وروسته د سیکانو لومړنی شهید!!!
د فشار باوجود سیکانو له ۹/۱۱ څخه وروسته پګړی او ږیره لری نه کړه
ایف بی ای  دسیکانو او مسلمانانو ترمنځ توپیر نشي کولای
د ۹/۱۱ څخه لس کاله وروسته هم، رانا سنګ سودهی په امریکی غوصه نه دی. که غوصه هم وای مونږ ته به سخته وه چی انتقاد مو پری کړی وای. د ۹/۱۱ څخه څلور ورځی وروسته د رانا ورور بلبیر سنګ دفرنک راک په نامه یو شخص په دی شک چی بلبیر وواژه ځکه چی څیره یی مسلمان ته ورته دی وواژه.
بلبیر او کورنی یی ۲۰ کاله مخکی د هندوستان له پنجابه مهاجر شوي وو. دوی د هندوستان د پنجاب سیکان دي او امریکی ته هم ددی لپاره راغلي دي چی د مذهبی ازادی څخه پوره خوند واخلي.

بلبیر، د ۹/۱۱ لومړنی شهید شوی سیک
دوی اول ځل د امریکی په کلیفورنیا کی میشت شول. هوری یی ټکسي چلوله او په څنګ کی یی دوکان کی دنده هم ترسره کوله ترڅو ډیری پیسی بچت کړي. وروسته بیا دوی د امریکی داریزونا په میسا کی میشت شول. د اریزونا میسا ته یی راتګ ددی لپاره وو ترڅو وکولای شي ماشومان په ښو ښوونځیو کی شامل کړي.
فرانک راک، د بلبیر قاتل
دوی د امریکی تابعیت ترلاسه کړ او له امریکی سره یی پوره مینه پیدا شوه. امریکا یی خوښه دی.
رانا راته له خپل کوره چی د ارزیزونا په میسا کی وو وویل: مخکی له ۹/۱۱ څخه ما فکر نه کاوه چی زمونږ په ټولنه (امریکی) کی به هم متعصب او نژاد پرسته خلک شتون ولري. ما به فکر کاوه چی خلک مو تحصیل یافته دي او د اخلاقو نمونی دي. خو د ۹/۱۱ پیښی می دغه ذهنیت بدل کړ. له ۹/۱۱ وروسته زه کار ته ګاز سټیشن ته لاړم. پیردونکو می ماته بل ډول کتل. څو ساعته وروسته می یو انډیوال زنګ وواهه او داحتیاط مشوره یی راکړه. انډیوال می ویل چی کوم مشتري یی دوکان ته ورغلی او ورته ویلی دي چی تاسو پګړیو والا باید له احتیاطه کار واخلی، کیدای شي درباندی حمله وشي. څو ورځی وروسته د ۹/۱۵ باندی کله چی بلبیر خپل ګاز
رانا سینګ سودهی، د بلبیر وورو
سټیشن ته ماسپښین وختي لاړ. له ګاز سټیشنه ددی لپاره ووت ترڅو ګلان ولګوي. فرنک راک چی د میسا په اریزونا کی مستري دی په ډیر سرعت یی موټر چلاوه؛ شیشه یی کوزه کړه؛ او بلبیر یی په توپک وویشته. بلبیر یی مړ کړ.
له بلبیره پنځه ماشومان یتیمان او یوه ښځه کونډه پاتی شوه. بلبیر لومړنی سیک و چی د ۹/۱۱ په ټس کی له منځه لاړ. دا چی څومره نور ستي شوي مالوم نه دي ځکه ایف بی ای د مسلمان او سیک ترمنځ توپیر نشي کولای.
خو دامریکی د سیکانو ټولنه وایی چی تراوسه ۱۶ سیکان د ۹/۱۱ په ټس کی له منځه تللي دي. ایف بی ای وایی تر اوسه پوری ۸۰۰ داسی دوسیی لري چی په مسلمانانو، عربانو، او یا دمنځني ختیځ خلکو باندی دحملو د ترسره کیدو په اړه دي ورسره ثبت شویدي.
د رانا ورور ووژل شو خو دی قار نه دی. دی وایی چی د امریکایانو همدردي می چی د ورور په مرګ کی می ولیده، په امریکا می اعتبار او ایمان نور هم زیات شو.
رانا وایی:″هغه ورځ چی می ورور ووژل شو، خلک ګاز سټیشن ته راغلل، د ګلونو ګیډی یی راوړی، شمعی یی روښانه کړی؛ او دشپی ناوخته له مونږ سره پاتی شول؛ دا زما د ټولنی (امریکی) هغه محبت وو چی ماته یی راکړ؛ دغی همدردی او مینی دومره مرسته راسره وکړه چی خپله ټولنه په ښه ډول وپیژنم.
له ۹/۱۱ څخه وروسته ده ته وویل شول چی د احتیاط له مخی پګړی لری کوي ترڅو له مسلمانانو سره یی ورته مشابهت پای ومومي خو ده دا خبره ونه منله.
رانا وایی:″ما ویل نه. زما کورنی دی دنیا (امریکی) ته ځکه راغله چی فکر مو کاوه مذهبي ازادي ترلاسه کولای شو، مذهب می درس راکوي چی په نره ژوند وکړم؛ د یو بی غیرته په حیث ژوند تیر نه کړم. مونږ ته خپل مذهب د عزت او افتخار دژوند تیرولو درس او حمایت راکوي″.
نن سبا رانا د مذهبی پوهاوي وکیل ګرځیدلی. په غونډو او جلسو کی ویناوی کوي. ښوونځیو ته ځي او د خپل مذهب په اړه خلکو ته مالومات ورکوي؛ په دی ویناوو کی له امریکی مننه کوي او د امریکی په اړه د خپل محبت اظهار کوي. ده یو ډاکومنټري فلم هم د″ ډریم این ډوټ″ هم تیار کړیدی چی ډیری خلک یی په اسانی د رانا له پیغامه خبر شي.
دی وایی چی اوس هم کله،کله د ځینو کوڅه ګشتو بدی سپکی او سپوری اوري. خو″زه ورځم او ورته وایم چی ماسره خبری وکړه. ته امریکا پیژنی؟ زه هم امریکایی یم. ته په دی پوهیږی؟ ″
هغه لوحه چی د بلبیر د قتل په ځای کی لګول شوی
په اریزونا کی یو وکیل جان کَو ناګ یوه مُسوده ایالتي حکومت ته وړاندی کړه ترڅو د بلبیر نوم د  ۹/۱۱ د قربانیانو له لیسته ووځي. دی پیښی لانجی رامنځ ته کړه. سږ کال د اریزونا والی جان بریور دغه مُسوده رد کړه او کَوناک د بلبیر له کورنی بخښنه وغوښته. زما په اخري ورځ چي په فینیکس کی می په دی کیسه چی ته یی لولی کار کاوه له یوی حیرانونکی پیښی سره مخامخ شوم.  کله چی د میسا سټار کنوینینینس سټور ته د سوډا اخیستلو لپاره لاړم، نو مخکی له دی چی له ډسپنسره د سوډا بوتل راواخلم؛ مخامخ می د بلبیر انځور ولید چی په یو ښکلي چوکاټ کی بند وو. عکس ته می کتل چی یو چاغ او دزیړو ویښتانو ماشوم راغی، څنګ ته می ودرید. دلاس اشاره یی چی د بلبیر تصویر ته وه  ویی ویل″ ډیر ښه سړی وو″ دی په دی نه پوهیده چی زه ژورنالیست یم.  ما له ماشوم وپوښتل چی ایا دغه سړی یی پیژانده؟ ده وویل:″هو، ده به مونږ ته خواږه راکول؛ ډیر ښه سړی وو.″ ماشومان له دی وروستنی خبری وروسته خدای په اماني وکړه او په خپله مخه لاړ.
د بلبیر قاتل نیول شوی؛ محکمه شوی او په دایم العمر حبس محکوم شویدی. جالبه خبره خو دادی چی په کومه ورځ چی بلبیر وژل کیده په جیب کی یی پراته ۷۵ډالر د ۹/۱۱ قربانیانو سره د مرستی په خاطر خیرات کی ورکړي وو.
leekwal@yahoo.com