۹/۱۱ او پر هندي سينما يې اغيز!

 
وسیم سجاد، کابل

له حملی څخه منځ ته راغلی تباهي اوس یو ځل بیا په ابادی بدله شویدی خو دزړه زخمونه لا هم په ځای دي.
له ۹/۱۱ څخه وروسته په هندوستان او پاکستان کی ۹ فلمونه چی اته په هندوستان او یو په پاکستان کی جوړشویدي. چی د هغوی له جملی څخه:
مدهوشي۲۰۰۴،کابل اکسپریس۲۰۰۶،یو هوتا تو کیا هوتا۲۰۰۶،قربان ۲۰۰۹،نیویارک۲۰۰۹، مای نیم از خان۲۰۱۰، او تیری بن لادن ۲۰۱۰ په هندوستان او خدا کی لی(دخدای لپاره) په پاکستان کی په کال ۲۰۰۷ کی جوړ شویدی. داچی پاکستان ولی پدی نه دی توانیدلی چی په زیاته اندازه فلمونه تولید کړي یو دلیل یی ددوی د سینما کمزوري او بله د ددوی ټولنیز حالات دي.

مائی نیم از خان 2009 بالی ووڈ
زما نوم خان دی:۲۰۰۹
تر اوسه پوری چی د ۹/۱۱ په اړه په جنوبی اسیا کی څومره فلمونه جوړ شویدي، مای نیم از خان تر ټولو کامیاب او وتلی فلم دی.
د کامیابی یو دلیل د فلم خپله موضوع دی او بله داچی په فلم کی شاه رُخ خان او کاجل پس له نهو کالو یوځل بیا مرکزی رول ادا کړیدی. ددواړو اخری فلم ″کبهی خوشی،کبهی غم″ وو چی په ۲۰۰۱ کی تولید شوی وو.د غه فلم دداسی یو ځوان کیسه کوي چی څه جسمی کمزوری لري خو د درلودونکو کمزوریو با وجود دغه ځوان څه ځانګړی خوبیانی هم په ځان کی لري. خو شاه رُخ خان دفلم په اړه وایی چی د اد یو کمزوري انسان د خپلی معذوری خلاف جنګ نه دی خو دا د یو انسان جنګ دی دهغی ټولنی خلاف دی چی نوموړی یی معذور کړیدی.  په مالی ډګر کی هم فلم ځلیدلی د هیواد دننه او باندی ډیرو فیسټیوالونو ته هم کاندید شویدی او دهند ترټولو مشهور ایوارډ یی هم خپل کړیدي. د فلم د لارښود په حیث داد کِرن جوهر څلورم فلم دی چی تولیدیږي او خلک یی خوښوي.


د خدای لپاره (خدا کی لیی) ۲۰۰۷ پاکستان

دغه فلم په لاهور، شکاګو او خیبر پختون خوا کی فلمبندي شویدی. ددغه فلم کیسه د۹/۱۱ څخه وروسته ددریو پاکستانیانو په ژوند کی له راغلو تغیراتو او تبدیلیانو څخه بحث کوي. یو ځوان د موسیقی شوق لري او دزده کولو لپاره یی شکاګو ته ځي هوری د ۹/۱۱ څخه وروسته نیول کیږي او ظلم زیاتی ورسره کیږي. دده ورور له سخت دریځو ډلو ټپلو اغیزمن شوی او موسیقی کُفر بولي. امان دداسی یو برطانوي پاکستاني لور دی چی بی له کومی نکاح له یوی برطانوی الاصله ښځه سره ژوند مخکی بیایی خو خپله لور نه پریږدي چی په خپله خوښه واده وکړي. خپله لور پاکستان ته راولی او دلته یی په زور له یو چا سره نکاح تړي. ددی فلم تولیدوونکی، لارښود او لیکوال شعیب منصور دی چی په پاکستان کی دویډیو جوړولو په برخه کی ځانګړی شهرت لري. مرکزي رول پکی شان، فواد افضل، نصیرالدین شاه او امان علی ادا کړیدی. په سپانسر شِپ کی یی د پاکستان خصوصی تلویزونی چینل جیو هم شامل دی.
کابل ایکسپریس 2006 بالی ووڈ
د کابل اکسپریس لارښود کبیر خان دی چی مخکی یی هم په پاکستان کی فلمونو جوړکړیدي. دی وایی چی فلم کی یی له خپلو هغو تجروبو څخه چی په افغانستان څخه یی لري ګټه پورته کړیدی. ددغه فلم کیسه ددوو هندي ژورنالیستانو په اړه دی چی کوم امریکایی تلویزوني چینل د ډاکومنټری د جوړولو لپاره افغانستان ته لیږلي ترڅو د امریکی د تجاوز وروسته هوری دخلکو ژوند مطالعه او په اړه یی مالومات راټول کړي. دا دکبیر خان لومړی فلم دی چی په کی جان ابراهم، ارشد وارثی(دواړه هندوستانیان)، سلمان شاهد(پاکستانی) حنیف هنګام(افغان) او امریکایی اداکاری لنډا ار ارسینیون مرکزي رول لوبولی دی. دا فلم په افغانستان کی نمایش ته پری نښودل شو؛ حکومت ورباندی بندیز ولګاوه او په خلاف یی هزاره ګانو مظاهری هم وکړی ځکه فلم ددوی په اصلیت لګیدلی دی.
قربان 2009 بالی ووڈ

اس فلم میں ایوانٹیکا آہوجا اور احسان خان کو 11/9 کے بعد انڈیا اور امریکہ میں پیش آنے والے واقعات کی کہانی بیان کی گئی ہے۔ اس فلم کے فلمساز بھی کرن جوہر ہیں اور اس کی ہدایات رنسل ڈی سلوا نے دی ہیں۔ فلم کے مرکزی کردار سیف علی خان، کرینا کپور، وویک اوبرائے اور دیا مرزا نے نبھائے ہیں۔  دفلم مرکزی نقش سیف علی خان، کرینا کپور، وویک اوبرای او دیا مرزا ته ورکړل شویدی. په فلم کی اوم پوری او کرن کهیر هم رول لوبولی دی. د دی فلم لارښود هم کِرن جوهر دی. په هندوستان کی فلم له نمایش څخه وروسته ۳۰ کروړه لاس ته راوړي چی د فلاپ په درجی کی شامل شویدی. خو په امریکی کی ساړهی سات لاک ډالر لاس ته راوړیدی. که هر څه دی خو فلم د خلکو په زوړونو کی ځای نه دی موندلی.
نیویارک 2009 بالی ووڈ

د نیویارک فلم لارښود هم کبیر خان دی. له کابل اکسپریس څخه وروسته دا دده دویم فلم دی. په دی فلم کی هم د ۹/۱۱ څخه په راوروسته حالاتو بحث شویدی. د فلم جالب اړخ د فلم د مرکزي لوبغاړي هغه خبره دی چی وایی دا فلم له هغه ځایه فلم کیږي چیری چی د خدای لپاره(خدا کی لیی) فلم ختمیږي. خو کبیر خان وایی چی دغه فلم د هغو تعصباتو په اړه دی چی له ۹/۱۱ څخه وروسته په سیاسي لحاظ منځ ته راغلي دي. په فلم کی مرکزي رول جان ابراهم، کترینا کیف، نیل مکیش او عارف خان لوبولی دی. په فلم کی دا ښودل کیږي چی څنګه ایف بی ای نیل مکیش چی یو مسلمان دی د جعلی وسلی درلودلو په تور نیسي او بیا ورسره زور زیاتی کوي او بالاخره یی دی ته مجبوره وي چی د خپل انډیوال چی جان ابراهم دی او امریکا شک کوي چی جان په ترهګری کی دخیل دی جاسوسی ته اماده کوي.
تیرے بن لادن 2010 بالی ووڈ
تیری بن لادِن دداسی یو ژورنالست کیسه کوي چی خوب یی تل داوي چی څنګه به امریکی ته ځي. دی چی له کوم تلویزونی چینل سره کار کوي بیخونده تنخوا لري او بیا همدغه تنخوا هم په وخت خپلو مامورینو ته نه ورکوي. ددی فلم په پس منظر کی یو داسی سړی لیدل کیږي چی د چرګو او هګیو کاروبار کوي. ددی سړي څیره اُسامه بن لادن ته ورته دی. د تلویزون خبریال (چی پاکستانی سندرغاړی علی ظفر دی) ددی سړي په لیدو په دی فکر کی کیږي چی که له دغه سړي سره مرکه وکړي نو کولای یی شي په لوړ قیمت یی خرڅه کړي. ددی فلم لارښود او لیکوال ابهیشیک شرما دی. مرکزي رول پکی پاکستانی سندرغاړي علی ظفر ادا کړیدی. ځینو خلکو ددی فلم په جوړیدو خپله ناخوښتیا ښودلی خو ځینو نورو بیا دا داسامه بن لادن د حمایت په حیث ښه کار ورته ویلی. د ویلو دی چی اوباما سره له خپلی کورنی دغه فِلم په سپینه ماڼی کی په پوره غور او دقت سره ولیده.

یوں ہوتا تو کیا ہوتا 2006 بالی ووڈ(که داسی کیدل نو څه به کیدل)
دغه فلم له یوی ډلی داسی خلکو جوړ شوی چی په ژوند کی یی د خوشبختی کوم څرک نه دی لیدلی. د ژوند د مختلفو کچو خلک له هنده د امریکی په لوری ځي او په داسی الوتکو کی سپاره دي چی د نړیوال سوداګریز مرکز او ددفاع وزارت(پینټګون) له ودانیو سره لګیږي.فلم دالوتکو له ودانیو سره تر ټکر وروسته د حالاتو قدم په قدم ترجماني کوي. زیاتره خلک د ژوند ساتلو په هڅو کی له منځه ځي او ورکیږي. د فلم لارښود نصیرالدین شاه دی. د فلم مرکزي لوبغاړي کونکنا سین شرما، عرفان خان، جمر شر جل، او عایشه ټکیا دي.
مدہوشی 2004 بالی ووڈ
د انو(بپاشا باسو) خور د ۹/۱۱ د حملو پرمهال هغه وخت له منځه ځي چی له خپلی خور انو سره د ټیلیفون پرمټ خبری کوي. ددی پیښی څخه وروسته انو د تجارت او کاروبار په سلسله کی امریکی ته ځي او هوری له جان ابراهم سره ملاویږي. انو جان خوښوي او خپل نامزاد ارمټ ته خبر ورکوي چی دا له ده سره واده تیاره نه دی. د انو په رویی کی له دی پیښی څخه وروسته تغیر راځي. ارمټ له انو څخه د امان (جان ابراهم) په اړه بلا پوښتنی کوي او ددی هیله کوي چی له امان(جان ابرهم) سره غواړي وګوري خو انو دی ته تیاره نه دی. ارمټ له منځه ځي او دانو په ژوند کی امان خپل ځای خپلوي خو دواده په ورځ امان انو ته وایی چی دی پخپله هماغه ارمټ دی خو پلاستیک سرجری یی کړیدی دامان په نامه او شکل دخدای کوم بنده ددی په ژوند کی شتون نه درلود. زما په فکر به د فلم لارښود او لیکوال تنویر خان په دی ‌ډول سره غوښتل ترڅو د انو ذهن له هغی پیښی سره په تړوا مالوم کړي چی خور یی پکی له لاسه ورکړی وه.

لیکوال: انور سِن رائے، کراچي