وژني مې ګام په ګام

عجب کيفيت لري دا زړونه ځکه زرپټوي خوږو ليمو کې چې ګل دښت ګل دښت نطر پټوي   خير دی که کيناستم د ستا د لوپټې سيوري ته واورې هم کله کله غيږو کې سپين غر پټوي   خوله يې په پښو کې ده په يو چړپ زر هندارې ژويې اوس د جوهرو پسرلي يو جادوګر پټوي   وژني مې ګام په ګام خو بيا هم مينه ناک دی جانان د سندرغاړي سل عيبونه يو هنر پټوي   کاږه شکست کې جلان تمه د ژوندون نلري بيړۍ چې ماته شي ضروريې سمندر پټوي