د انيس ورځپاڼې يوه بله ملي ضد هڅه

د انيس ورځپاڼه چې له بده مرغه ځان ته ملي ورځپاڼه وایي د پښتنو فرهنګیانو پر ضد د یوه ماهرانه کمپاين په ترڅ کې د تبلیغاتو لړۍ پیل کړې ده او ددې لړۍ یوه بيلګه د ۱۳۸۵ کال د قوس ۱۶ نیټې په ګڼه کې د هېواد نامتو او پيژندل شوي شاعر، ليکوال، ژورنالیست او ټولنيز شخصيت ښاغلي عبدالغفور لېوال په هکله غیرمسئولانه او له تعصب څخه ډکه تبصره ده، چې د يوه کمسواده شخص له خوا ليکل شوې ده. په دې لیکنه کې ښاغلي لېوال له ژورناليستيکو اصولو څخه ناخبره بلل شوی او د ليکوال له نظره له خپل موقف څخه یې، چې نوی ورته رسيدلی، ناسمه ګټه اخيستې ده. ما په دې اړه همدا چې په دغې ورځپاڼې کې ليکنه ولوسته ښاغلي لېوال صاحب ته ټیلیفون وکړ او د پيښې جریان مې ورڅخه وپوښته، نوموړي ځواب راکړ، چې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز- چې ښاغلی لېوال یې مشرتوب پر غاړه لري- د يو سيمينار په لړ کې د امن د سیمه ييزې جرګې په اړه هيلې او اندیښنې وڅيړلې او پريکړه یې کړې وه چې ددغه سيمينار د مقالو مجموعه له وروستيو سمونو څخه وروسته چاپ کړي، له دغه سيمينار څخه د ښاغلي عبدالرشید وزیري چې د افغانستان د سیمه ييزو مطالعاتو د مرکز مسلکي سلاکار دی، لیکنه په غیرقانوني توګه اخيستل شوې ده او پرته له دې چې په خپله لیکوال یا د مرکز مسئولين خبر ويِ د انیس ورځپاڼې په غیرقانوني توګه چاپ کړې ده او د لیکوال نوم یې هم نه دی لیکلی، یعنې په دې توګه د انيس ورځپاڼې د مقالې د غلا کولو هڅه کړې وه.
موږ د مرکز د مسئولینو په حیث د انيس ادارې ته تیلیفون وکړ چې ولې دغه مضمون پرته له دې چې د لیکوال نوم ورسره ذکر شي او یا د هغه اجازه واخیستل شي چاپ شوی دی؟ د انیس مسئول مدیر سخی منیر په داسې حال کې چې په ډیر تند لحن ځواب راکړ ويې ویل چې:
دا مضمون د شينواري په نوم کوم چا موږ ته راوړی او موږ يې د هغه په نامه چاپوو، تاسو به خپل مضمون ساتلای وای چې چا نه وای درنه غلا کړی .... ښاغلي لېوال زیاته کړه چې د انیس مدیر څه نورې له نزاکته لرې خبرې هم وکړې چې اوس يې ماته خپل فرهنګي او ادبي اخلاق د تکرارولو اجازه نه راکوي.
د انیس مدیر په دې بسياينه ونه کړه او پر سبا یې د ښاغلي لېوال په اړه هغه څه ولیکل چې د هر عاقل لوستونکي حيرانتيا راپاروي زه د ښاغلي لېوال له مسلکي صلاحیته خبر یم، د امریکې په متحده ایالاتو کې د ژورنالیزم له هغه نړیوال پوهنځي څخه چې ښاغلي لېوال په ژورنالیزم کې خپل تخصص ترلاسه کړی د انیس ددغو کرښو لیکوال هلته څوک د مبتدي شاګرد په توګه هم نه نيسي او په هغو لوړو مطبوعاتي ملي څوکیو چې ښاغلي لېوال کار کړی د انيس اداره يې په خوب هم نه شي لیدلای، زما په نظر د انیس ورځپاڼه د ښاغلي لېوال د اهانت حق نه لري او دا کار د پښتنو فرهنګیانو پر ضد یوه دسیسه ګڼم، خو تر دې هاخوا جالبه خبره دا ده چې ما له ښاغلي لېوال څخه وپوښتل: تاسو ولې د انيس ددغې ماشومانه لیکنې ځواب ورنه کړ؟ دوی راته وویل: د انيس چلوونکي په دې ليکنه غواړي له ما سره ځان مواجه کړي او په دې توګه ځان شهرت ته ورسوي، له بلې خوا په لومړۍ ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال ما ته ډاډ راکړ چې زه په جريان کې یم او د انیس ادارې ته به لازمه توصيه وکړم لطفاً تاسو ځان مه په تکلیفوﺉ او همداراز هغه وخت چې ما په دې اړه له خپلو فرهنګي مشرانو سره مشوره وکړه راته ويې ويل چې ډيرې لويې ملي او فرهنګي چارې در په غاړه دي، دداسې اشخاصو په اوتو بوتو پسې مه ګرځه، ځکه خو نه وزګار یم او نه هم له دومره عادي اشخاصو سره ځان مواجه کوم.
ما چې کله د ښاغلي لېوال دومره لویه حوصله او د انيس د ادارې لنډپاري ولیدله پر خپلو فرهنګي شخصيتونو مې آفرین ووايه. په هر صورت زما په نظر موږ پښتانه فرهنګيان دنده لرو چې د خپلو فرهنګي څېرو د اهانت په وړاندې ودریږو او اجازه ور نه کړو چې پښتون ضده ارګانونه هغوی ته سپکاوی وکړي.
زه په دې اړه د درنو دوستانو نظرونو ته په تمه يم.