دافغانستان په چارو كې د پاكستان او ايران لاس وهنې

داټولو ته چوته خبره ده چې افغانستان داسې هيواد دى چې دګاونډيو هيوادونو د بهرنيو لاس وهنو له مخې وران ويجاړ شو . داچې افغانستان له ورانيو او جګړو نه وروسته لږ دارامې خواته روان دى او لكه ديو نوي گل غوندې نوي غوټۍ كړي ده او ورو ورو مخ په غوړيدو روان دى ، خو او س هم زمونږ گاونډې هيوادونه لا اوس هم نه پريږدي چې دا غوټۍ ګل شي . رابه شو دې خبرې ته چې زمونږ كاونډي هيوادونه ولې مونږ نه پريږدي چې مونږ سمسور او خپلواك افغانستان جوړ كړو ؟ او زمونږ گاونډي هيوادونه څه ډول او څو پورې لاس وهنې كوي ؟ او زمونږ چاروكې يې ولې مخنيوي نه كوي ؟
دا داسې پوښتنې دي چې زمونږ ټول وګړي په دې ښه پوهيږي چې غوا توره ده خو شيدې يې سپينې دي ، خو بعضې خلك د خپل ځواك او شخصي گټې د ساتلو لپاره خپل ځانونه غلې نيسي . دا ولې او ؟ څو پورې به دا حالت وي ؟ څو پورې به د افغانستان ولس د پرديو د بمونو ښكار كيږي ؟ او څو پورې به زمونږ مظلوم ولس دطالب ، ملا ، القاعده او نورو نومونو په تور د تورو ديوالونو ترشا غورځيږى .
دغريبانو ، كونډو رنډو ، يتمانو حقونه خوړل كيږي؟ او څو پورې به زمونږ مظلوم ، مسلمان ملت د غټانو د خولې په لباسي سياست او تگلاره غوليږي ؟
كه همداسې پوښتنې را برسيره كړم شايد چې دا ټول مضمون په پوښتنو ډك شي په دې موخه چې دخپل سرليك سره سم لاړ شم نو را به شم پورتنيو موضوعاتو ته چې مونږ ورته يادونه وكړه ، زمونږ گاونډيان ځكه مونږ آرامه نه پريږدي چې دوۍ زمونږ په شر كې خپل خير ويني ، هغه داچې پاكستان د افغانستان په پلارنۍ خاوره پښتونستان خيټه اچولې ده ، او ايران غواړي چې دافغانستان لږكې له افغانستان څخه بيل كړي، ددې لپاره چې د خپل ناورړه فرهنگ د افغانستان په اقليتونو كې په پراخه پيمانه خپور كړي او تر ډيرحده په دې كې تراوسه بريالى هم ختلى دى .
زمونږ گاونډيان دومره سپين سترګي دي حتى چې له كاليو سره د سړي سترګو ته ننوځي ،په پاكستان كې په ښكاره د افغانستان د دولت او خلكو پرضد دسيسې جوړيږى او په ډاګه ورانكارى له پولې اوړى ، خو په ځواب كې د پاكستان مشران وايې چې د افغانستان په چارو كې مونږ لاس وهنه نه كوو ، سومره سپين سترګې ده چې افغانستان اوس هم د پاكستان د لاس وهنو د لاسه په اور كې سوزي ولې سره ددې هم دوۍ هر وخت خپل سترگې پټې كړې او وايې چې خداى دې نه كړى چې مونږ د چا په كورنيو چارو كې لاس ونه وكو.
ايران هم ځنې خلك روزى او بيا همغه كسان داخبره كوي چې په افغانستان كې پشتون واكي ده ، اقليتونو ته حق نه وركوي او كله هم زمونږ تاريخ د ځان بولي لكه چې سيد جمال الدين افغان ښايې چې دا ايرانى ده ، يو متل دى وايې چې غل مه نيسه چې غل به تا ونيسي . دا سمه ده چې پاكستان په سياسي ډگر كې دافغانستان لوى دښمن دى ولې ايران هم تر ې دو ه ګوتې وړاندې دى .
كه پاكستان د افغانانو سياسي دښمن دى نو ايران هم د افغانانو كلتوري او فرهنګي دښمن دى . ايران هم د افغانستان په چارو كې كلتوري مذهبي ، تعليمي لاس وهنې كوي هغوۍ دخپل هر ډول استعمار په موخه مركزونه جوړ كړل چې څوك يې مخنيوۍ هم نشي كولاى ، دومره څوك نشته چې د ايران دفرهنګي ، مذهبي ، تعليمي استعمار په هكله غږ پورته كړي ، نور خو لا څه كوې ،زمونږ دولتي چارواكي او حتى ځنې وزيرانو هم په دغه مرض اخته او تل به يې د ايرانې اصطلاحاتو كارولو ته خلك هڅول ، ددوې په خبرو كې د ايراني ټپه اصطلاحاتو كارول دهمدغې خبرې نـښه ده چې دوې ايراني فرهنګ ته لاره پرانيځى .
زمونږ دملت كور چې ملي شورا ده هغه هم د دايراني كلتور يرغل نه وروسته پاتې نشو او ښه پريمانه ايراني ټپه فرهنګي كلتور لار ومونده .
حتى تردې چې ايرانې اتباع هم زمونږ د افغانستان د ولسي جرګې غړي شول ، دا خو يې لا ښكاره ده ، له پټو نه خو ايرانيان خبر دى چې سومره ايراني غلامان لرى .
كه افغانستان د پاكستان د سياسي مداخلو نه وروسته پاتې نشو نو دايران كلتوري يرغل هم پراختيا وموند ، كلتور وزارت ، دكابل ټلويزيونونه او نور مطبوعات ايراني ټپه او ايراني كلتوري بڼه غوره كړه .
زمونږ مورنۍ ژبه په كابل كي پردۍ شوې ده ، كه څوك په پلازمينه كې د خپل حقوق څخه چې هغه د انسان مورنۍ ژبه ده، كه دفاع وكړي نو هغه تعصب گڼل كيږي .
په داسې حال كې چې زمونږ ملي كلتور ، ملي ژبه او نور معنوېات هم زمونږ څخه پردي شوي . رابه شو خپل اصلې خبرې ته چې هغه د افغانستان په چارو كي د پاكستان او ايران لاس وهنه ده ، مونږ په دې ښه پوهيږو چې دواړه هېوادونه هم پاكستان او هم ايران دواړه د افغانستان په چارو كې لاس وهنه كوي ، هم سياسي او هم كلتوري . پاكستان د ډيورينډ د كرښې لپاره او ايران دكلتوري يرغل او لږكيو د واك ته رسيدو لپاره .
مونږ وايو چې كه چيرته پاكستانيان او ايرانيان د افغانانو د وينو پر تويولو خوشحال كيږي ، نو دوې دې هم دا خبره په ياد ولرى چې ، د انگليسانو امپراطورۍ ، روسان او نورو ته ددې وينو د تويولو پايله معلومه شوې ده .
بناپر همدې خبرې مونږ له دواړو هېوادونو نه دا غواړو چې نور دې د افغانستان په چارو كې لاس وهنه نه كوى ، او افغانان دې پريږي چې خپل وران هېواد جوړ كړى ، او كه نه نو د رحمان بابا پر همدې شعر به يې پاى ته ورسوو ، ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه ، چې همدا غشې به ستا په لور ګزار شي .
روهي ويپ پاڼه دا شعر ورته ډالۍ كوي
زمـــــــا ولسه زمـــــــا مينې زمــــــــــا وينــــــې واوره
دعشق په تور د دې څلوركونجه دنيا دښمن شوم
ستا د قسمت د بدلــــولــــــو پـــــــراغـــــــزنـــــه لار ه
له هـــرې خوا په كاڼو لګــــــم دهـــرچا دښمن شوم
عصمت قانع