په ټولنه کې ښوونيزاو روزنيز سيسټم

 
دملي کرښې د ١٦ ګڼې ليکنې
ليکوال : د موولف مرستيال محمد يعقوب (مومند)    
د هرې ټولنې ښوونيز او روزنيز سيسټم د هماغې ټولنې بنسټ جوړوي. داسې يو سيسټم چې له هر رنګه سياسي لاس وهنو څخه پاک وي د هېڅ يو تنظيم، ګوند، سياسي ډلې او يا هم کوم ځانګړي  شخص پورې تړلى نه وي بلکې د ملت استازى  وي او د ملت په مفکوره جوړ شوى وي د زده کوونکو اړتيا او وړتيا په پام کې ونيول شي او په رښتيا هم د ملي وثيقې ښکارندويي وکړي نه د کوې شخصي مفکورې هغه څه چې ملت غواړي خلک يې غواړي د هغوى نظرونو ته د احترام په سترګه وکتل شي، د اسلامي ارزښتونو، ملي يووالي، مينې او محبت په ارزښتناکو تورو پېيل شوى نصاب وي تر څو د دغه سپېڅلې خاورې د ګلاليو بچيانو ذهنونه د اسلام پالنې، انسان پالنې او هېواد پالنې په موخه وروزي د نيکمرغۍ او سوکالۍ خوا ته يې روان کړي، له نوي ساينس او ټکنالوژۍ سره يې بلد او د نړۍ له سيالانو سره يې سيال کړي د خپلې خاورې په ارزښت يې پوه کړي له خپلو اسلامي مقدساتو، هېوادني دود او دستور څخه په هر اړخيز ډول خبر واوسي په پرديو شومو دسيسو او نغوتو باندې ونه غوليږي.
 که موږ د افغانستان تېر دېرش کلن ناورين ته لږ شانته ځير غوندې شو پرته  له دې چې د چا او يا هم د کومې ډلې او تنظيم پلوي وکړو دا به راته  څرګنده شي چې زموږ ملي نصاب په ګوندي او سمتي نصابونو وېشل شوى وو هرې ډلې او هر تنظيم به د خپلې خوښې او سياسي مفکورې پر بنسټ نصاب رغاوه او په دغه بهير کې د پوهنې بنسټ لکه د افغانستان د اقتصادي ټولنيزو بنسټيزو برخو په څېر ګډوډ شوى و د مرکزي ښوونې او روزنې سيسټم يو شان نه و او له بېلو بېلو ښوونيزو سيسټمونو څخه ګټه اخستل کېده، ښوونيز نصاب نه يوازې يو شان (متوازن) نه و، بلکې زيات شمېر نصابونه په قسمي ډول د پلي کېدو وړ ګرځېدل، همدغه وجه وه چې زموږ هېواد يې له لويو لويو بدبختيو سره لاس او ګرېوان کړ زياتره ښوونځي د اوږدو جګړو په ترڅ کې يا له منځه ولاړل يا هم ډېر زيانمن شول زيات شمېر تجربه لرونکو او مسلکي ښوونکو د ناوړه شرايطو له امله معارف پرېښود چې تر اوسه پورې لا د دغو بدمرغيو لوګي ورک شوى نه دي خو په دې وروستيو کلونو کې چې زموږ په هېواد کې کوم بدلونونه رامنځ ته شو ل يوه لويه لاسته راوړنه مو دا ده چې د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونيز نصاب د پراختيا او درسي کتابونو د لوى رياست په بې ساري نوښت او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د خپلو پياوړو او ښاغلو موولفينو پر بنسټ داسې يو اسلامي او ملي نصاب رامنځ ته کړ چې سارى به يې د افغانستان په تاريخ کې نه وي تېر شوى په ملياردونو ټوکه په نوي معيار او نړيوال سټنډرډ په ښه کيفيت او د فعالې زده کړې په ميتود کتابونه چاپ شول او د زده کوونکو په واک کې ورکړل شول، د ټول هېواد په کچه په زرګونو لومړني، منځني او د لېسې په کچه ښوونځي جوړ شول د ده په څنګ کې ډېر زيات شمېر دارالعلومونه ورغول شول او دا لړۍ لا هم روانه ده له بلې خوا څخه د ښوونکو د معاشونو څه نا څه زياتېدل دا هم يوه مثبته لاسته راوړنه ده د ازادۍ راډيو يوه اصطلاح ده چې وايي ((خبرونه زموږ او قضاوت ستاسې)) د دې لپاره چې موولفينو او د تاليف متخصصينو په خپل ټول وس او ځواک سره ښوونيز نصاب لږ او زيات پر پښو ودروه او ستاسو په مخ کې يې کېښوده خو د دغه نصاب پلي کول اوس ستاسو ملي او ديني وجيبه ده همدا تاسې ياست چې خپل هېواد له لويو لويو بدمرغيو څخه ژغورلى شئ په اصل کې تاسې د دې ټولنې مشران او لارښوونکي  يئ ځکه چې ټولنې ته مشران، واکوالان، پوهان، فيلسوفان، اديبان، ډاکټران، انجينران او ليکوالان تاسو روزئ.
  دا چې زموږه موضوع په ښوونيز نصاب را څرخي چې د نصاب په لغوي او اصطلاحي معنا، د نصاب په موخو، ډولونو، په نصاب کې د رامنځ ته کېدونکو توپيرونو په لاملونو، او د کتاب په ځانګړنو باندې لږه ډېره رڼا واچوم. که څه هم د نصاب په اړه زيات تعريفونه شوى دي او داسې ځانګړى تعريف ورته نه شو ټاکلي چې ووايو دغه د نصاب لپاره ځانګړى تعريف دى ځکه دا ټولنيز علوم دي او که موږ نورو ټولنيزو علومو ته وګورو هېڅ يوه څانګه ېې داسې معلوم او جوت تعريف نه لري اوس راځو د نصاب لغوي اواصطلاحي تعريف ته:  
۱- نصاب: په لغت کې حد او اندازې ته وايي او په ګړنه (اصطلاح) کې د ښوونيزو مرکزونو درسي کتابونو، مرستندويه  درسي توکو او ټولو ښوونيزو کړنو ته نصاب ويل کيږي.
يا هم له ډېرو پخوا زمانو څخه هغه لارښوونې دي چې د ښوونې او روزنې په چوکاټ کې ټولې کړنې تر پوښښ لاندې نيسي.
د هرې ټولنې نصاب د هماغې ټولنې د اړتياوو او غوښتنو په پام کې نيولو سره منځ ته راځي د هماغې ټولنې د ښوونيزو چارو بېلا بېلو څانګو علمي او مسلکي غړو دنده ده تر څو ښه، ملي او معياري نصاب رامنځ ته کړي چې له هر ډول توپير او تبعيض څخه لرې وي اوس غواړم چې د نوي نصاب په يو څو موخو باندې رڼا واچوم چې زموږ له دغه نوو کتابونو څخه موخه څه ده.
 د نوي نصاب عمده موخې:
 ۱- د ښوونځيو د زده کوونکو په اسلامي روحيه روزل، د اسلام د سپيڅلي دين په بنسټونو پياوړتيا، د اسلامي پوهې پراختيا چې نه په کې زياتى وي او نه په کې کمى او بنسټ يې هم قراني پوهه او د پېغمبر (ص) سنت وي، د الله (ج) پېژندلو په موخه د ځان پېژندنې د روحيې شتون، په لوي الله (ج) او ديني ارزښتونو باندې د عقيدې پر بنسټ د وګړو د شخصيت پياوړتيا په دې معنا چې افغانستان يو اسلامي هېواد دى او خلک يې هم ټول مسلمانان دي او د خپل ژوند ټولې چارې به د اسلامي ارزښتونو مطابق پر مخ بيايي.
۲- په هېوادنۍ مينه د زده کوونکو روزل يعنې زده کوونکو ته د هېواد پالنې روحيه ورکول، د هېواد جوړول، سمسورول او د زړه له تله له خپل هېواد او له خپلو خلکو سره مينه لرل خپل خلک خپل ځان ګڼل.
۳- د ښوونځيو د زده کوونکو په داسې لارو چارو روزل تر څو په راتلونکي کې د هېواد په کچه ورڅخه ښه کادري په ځان متکي کارپوه علمي او مسلکي شخصيتونه جوړ شي چې په راتلونکي کې د خپلې ټولنې او د خپل هېواد د مظلومو او بېچاروو بچيانو درد ته درمل شي.
دا چې د وخت په تېرېدو سره هر شى او هر څيز تغير خوري نو له همدې کبله نصاب هم له دغه تغير او تبديل څخه مستثنا نه دى دغه تغير او تبديل په بېلا بېلو وختونو کې د ځينو اړتياوو له مخې منځ ته راځي د ساري په توګه:
۱- د وخت سياسي بدلونونه په نصاب ډېره زياته اغېزه کوي چې زموږ هېواد يې ښه بېلګه ده.
 ۲- د وخت او زمان غوښتنې.
 په ښونيز نصاب کې تر هر څه د مخه د يوې موضوع منځپانګې, موخو او ميتودونو ته ځانګړې پاملرنه په کار ده که چېرې د موضوع منځپانګې، ميتودونو او موخو ته پاملرنه ونه شي نو هېڅ ګټه به ونه لري دا چې د منځپانګې او ميتود له مخې اوسنى او پخوانى نصاب سره څه توپير لري په لاندې کرښو کې به ېې روښانه کړو:      
په پخواني نصاب کې چې د پوهنې وزارت کوم کتابونه تاليف کړي و هغه د استاد محورۍ په ميتود ليکل شوى وو په هغه نصاب کې ټول بوج په ښوونکي و، ښوونکى به ټوله ورځ په ټولګي کې د زده کوونکو پر وړاندې ولاړ و خبرې به ېې کولې درس به ېې ورکاوه او ټول فعاليتونه به ښوونکي پورې اړه درلوده، مګر زده کوونکي د ښوونکي له دومره هلو ځلو سره سره بيا هم څنګه چې په کار و دومره د مسووليت احساس نه کاوه په همدې توګه زيات ګټور نه تمامېده، مګر اوس دغه نوي کتابونه د شاګرد محورۍ په ميتود ليکل شوي دي او زده کوونکي په کار اچوي. له بلې خوا څخه زموږه ټولنه دا مهال د مسلکي ښوونکو د کموالي له کبله له لويو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده چې د همدې ستونزو په پام کې کې نيولو سره د پوهنې وزارت مشرتابه په لارښوونه او د ښوونيز نصاب د پراختيا او درسي کتابونو د تاليف لوى رياست د متخصصينو د علمي او مسلکي غړو په خوا کې تخنيکي همکارانو د کمپوز او ډيزين په برخه کې شپه او ورځ په نه ستړي کېدونکو هڅو د درسي کتابونو په څنګ کې د هېواد ښاغلو ښوونکو لپاره د لارښود کتابونه وليکل او بيا په دغه لارښود کتاب کې د هر درس لپار ځانګړې لارښوونې شته تر څو په درسي برخو کې ښوونکو او زده کوونکو لپاره هېڅ ډول ستونزه پيدا نه شي. په پاى کې زما هيله د هېواد له ټولو ښاغلو او اغلو ښوونکو څخه دا ده تر څو په ټول هغه ځواک او انرژۍ سره چې د دوى په تن کې شتون لري د دې ټپي ولس دا ښايسته او ګلالي بچيان د اسلام پالنې، انسان پالنې او هېواد پالنې په روحيه وروزي او همدارنګه د هېواد له ټولو ګرانو زده کوونکو څخه هم په کلکه غوښتنه کوم تر څو خپل دغه ارزښتمن وخت چې الله (ج) د دوى په برخه کړى بې ځايه مصرف نه کړي زده کړه وکړي تر څو خپل خلک او خپل هېواد له روانو بد مرغيو څخه وژغوري له دغه بد مرغيو څخه زموږ د ټولنې وتلو يوازينۍ لاره ښوونه او روزنه ده راځۍ ټول ټول په ګډه په دغې ګاڼه باندې ځان سمبال کړو او خپله راتلونکې  روښانه او ځلانده کړو د همدې ورځې په هيله.