
دملي کرښې د ١٦ ګڼې ليکنې
وړانګه امرخېله
دملي کرښې په پرله پسې څوارلسمه ګڼه کې مې د ښاغلي ( م ،مقيم ) په قلم يوه ليکنه ولوستله، چې سرليک يې و ( دوهم بن ته په پټو سترګو مه ورځئ ) دليکنې له محتوا داسې برېښي ، چې ليکوال په زړه خوږي او ښه نيت ليکلې وه خو دليکنې په يوې برخې کې څوټکي راته غير طبيعي ښکاره شول چې په دې ډول ليکل شوي وو .
((په لومړي بن كې په نا ويلي او غير رسمي بڼه د ملت پر ځاى قومونه د نظام اساسي توكي وگڼل شول، دا ځل به (فدرالي سيستم ) چې له بده مرغه په بد نيت او نورو موخو لپاره په پام كې دى زموږ په ولس تحمليږي.
موږ چې په تيرو لسو كلونو كې په مركز او ولاياتو د مركزي نظام د نفاذ پر مهال د واليانو او نورو چارواكيو او سياسي ډلو د بغاوت شاهدان وو د فدرالي سيستم په صورت كې يې اټكل كولاى شو چې وضعه به كوم لور ته درومي.
د دې غميزې د مخنيوي يوازينۍ لاره دا ده چې زموږ ولس د روانو سياسي پرمختياو او په هغو كې په ځانګړې توګه د دوهم بن كنفرانس ته بې توپيره پاتې نشي ،))
ښاغلي مقيم د بن په کنفرانس کې د فدرالي نظام د راوستو لپاره هڅو ته په اشارې سره ليکلي چې زموږ ولس بايد په دې اړه بې توپيره پاتې نه شي . زه له ښاغلي مقيم څخه پوښتنه کوم ، چې دبن کنفرانس کې ولس ګډون کوي که حکومت ؟ معلومه خبره ده ، چې حکومت نو چې داسې ده تاسو بايد له خپلو اندېښنو وروسته ليکلي وو چې حکومت بايد دروانو سياسي پرمختياوو په ځانګړ ې توګه د دويم بن کنفرانس ته بې توپيره پاتې نه شي .او داد حکومت دنده ده ، چې دخپل هېواد په وړاندې دبهرنيو له خوا جوړېدونکې دسيسې بندې کړي، خو داچې په دې ليکنه کې خلک مخاطب شوي دي موخه يې د خلکو راپارول دي .
ټاکل شوې دلسو کلونو له تېريدو وروسته يوځل بيا دجرمني دبن په ښار کې دافغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس جوړ شي. په دې وروستيو کې ددې کنفرانس په اړه شکونه ځکه ډېر شول ، چې دافغانستان ولسمشر حامدکرزي يې په اړه له شکونو او ابهام څخه ډکې څرګندونې وکړې ، ښاغلي کرزي ويلي وو ، چې(( که دبن په کنفرانس کې دافغانستان استازيتوب يوازې دافغانستان دولت ونه کړي نو موږ به ګډون په کې ونه کړو )) له دې خبرو وروسته يوشمېر شکونه را وټوکېدل، چې ګنې ولسمشردبن په کنفرانس کې له حکومت پرته د شمال ټلوالې ، طالبانو ، حزب اسلامي او غيرپښتنو طالبانو دگډون پرسرله بهرنيانو سره دناندريوپه حال کې دى، خوپه عملي لحاظ داسې څه نښې نښانې نه ليدل کيږي، چې داخبرې دې ريښيتا وي. تراوسه پورې داسې څه ثبوت نشته، چې دبن په کنفرانس کې دې د شمالي ټلوالې ، طالبانو ، حزب اسلامي اويانورو ډلو دګډون لپاره هلې ځلې تصديق کړي. خوداچې ښاغلي کرزي په خپلو دې ډول خبرو سره ولې خلک په شک کې واچول اويا کېداى شي داسې هڅې دپردې ترشا ريښتيا هم وي.
داخبره لاهم په خپل ځاى پاتې ده، خو په دې وروستيو کې ارګ ته نږدې ځينې منابع او ارګ پلوي مبصرين د بن دکنفرانس په اړه نورې ګونګسې بيانوي ، که څه هم دافغانستان دولت ته دځينې منسوبو سياسي څېرو لخوا په غيررسمي غونډوکې په دې خبره رڼا اچول شوې، چې دبن دکنفرانس اجندا او مشرتوب دافغانستان له حکومت سره ده اوبل هېواد يا ډله په کې دافغانستان د دولت له موافقې پرته بدلون نه شي راوستلاى خو له ښاغلي سپنتا او دبهرنيو چارو له وزير پرته چې په محدودو غونډو کې يې په دې اړه څه ناڅه خبرې وکړې ، تراوسه پورې دافغانستان حکومت ضروري نه ده ګڼلې ، چې په دې اړه دافغانستان خلکو ته معلومات ورکړي .
همدا اوس دافغانستان خلکو ته تر ټولو لويه پوښتنه همداده ، چې له يوې خوا ولسمشر او حکومت د
بن دکنفرانس په اړه په خولې لاس ايښى او په دې اړه د خلکو له غوښتنو سره سره څه نه وايي خو له بلې خوا ولسمشر او ارګ ته نږدې ځينې منابع دبن دکنفرانس په اړه ځينې ګونګسې او شايعې خپروي . داچې دا کار دکومې موخې لپاره کيږي ، داد ټولو ارګ مېشتو لوبه ده اوکه په ارګ کې دکومې ډلې يا کس .؟ دا خبره به وروسته روښانه شي خو داچې دبن دکنفرانس په اړه مهمې ګونګسې کومې دي لاندې کرښو ته ورځو .
يوه اوازه داده ، چې غرب غواړي ددې کنفرانس له لارې په افغانستان کې فدرالي نظام راولي ، ورسره جوخت بله اوازه داده چې غرب غواړي دلته پارلماني نظام راولي . ددې شايعې خپروونکي وايي چې له دې کار څخه دغرب ستره موخه دافغانستان تجزيه او په سيمه کې دتجزيې پيل دى .
غرب هڅه کوي ، چې د افغانستان د حکومت ترڅنګ ځينې نورې ډلې هم دبن په کنفرانس کې کښېنوي خو ددې ډلو دهويت په اړه لا کره معلوما ت نه ورکول کيږي صرف د حکومت د وسلوالو مخالفينو او قومونو نومونه اخيستل کيږي .
بله خبره ،چې مبصرين يې په خپلو خبرو کې يادونه کوي داده چې غرب هڅه کوي د مدني ټولنې او دقومونو داستازو په نوم دخپلې خوښې کسانوته لاره پرانيزي ، چې دبن په کنفرانس کې ګډون وکړي اوبيا د همدې کسانو په وسيله دافغانستان سياسي نظام دبحث لاندې ونيسي او دبدلون هڅه يې وکړي . له بلې خوا که څه هم ځينې افغان چارواکي دبن کنفرانس د لندن او کابل دکنفرانس دوام بولي خو مبصرين بيا ددې لپاره چې په دې اړه ذهنيت نورهم منفي کړي دې کنفرانس ته دويم بن کنفرانس وايي ترڅو دخلکو په ذهنونو کې هغه منفي خاطرې ، چې له لومړي بن نه يې لري را ژوندى کړي او ددې کنفرانس نه يې کرکه راوپاروي .
په هرصورت له وروستيو ليکنو او په رسنيو کې له راپارول شويو بحثونوداسې ښکاري ، چې ځينې ډلې اوياکسان غواړي په افغانستان کې دسياسي نظام او حکومت دنيمګړتيا وو دپټولو لپاره ددې لپاره چې دخلکو پام د حکومت له نيمګړتيا وو اوبې کفايتيو بل لورته واړوي په رسنيو کې داسې بحثونو ته لمن وهي چې موضوع ګانې بدلې او عام ذهنيت په خپله خوښه بوخت کړي . دا دهغو هڅو يوه برخه ده ، چې له مخې يې دکرزي پلويان غواړي په افغانستان کې دروانې ستونزې او په ځانګړې توګه دخپلې ناکامۍ ټول مسئوليت پربهرنيانو ور واچوي خو افغانان بيا دولت او بهرنيان دواړه ګرم بولي .