مصطفى عبد الجليل

 

په روان کال کې عربي نړۍ ولسي پاڅونو پر سر اخستې وه له تونس ، مصر وروسته لیبیا دریېم هېواد دی ،چې خپل مشر يې په زور له واکه راوپرځوه په لیبیا کې پوره شپږ میاشتې جګړه روانه وه بیګا ناوخته انتقالي ولسي جرګګۍ اعلان کړه ، چې موږ اوس پلازمینې طرابلس ته ننوتې یو او معمر القذافي نشته ځینې ناتایید شوې راپورونه وايي چې: دلیبیا پخوانی ولسمشر ډګروال معمر القذافي الجزایر ، چاد اویا سویلي افریقا ته تښتیدلې دی ، خو انتقالي ولسي جرګګۍ وايي : نه ، نوموړی اوس هم په لیبیا کې دی او دلیبیا سویل ته تښتیدلې دی تر اوسه دډګروال برخلیک ناڅرګند دی ، خو داستخباراتو مشر عبدالله السنوسي هم دلیبیا سویل ته او دمالیې وزیر محمد حویج الجبل الغربي ته تښتیدلې دی او لومړی وزیر يې تونس ته تللې و اوس هملته پاتې دی .
اوس که معمر القذافي برخلیک هر څه وي خو دا ډول یو ډراماتیک بدلون ، چې دنوموړي 42 کلن حکومت يې په 24 ساعتو کې ړنګ کړ دا دیمن ولسمشر علي عبدالله صالح او دسوريې بشار الاسد ته دخطر زنګ دی او دا ډراماتیک بدلون هغه مهال پر حقیقت بدل شو ، چې کله د معمر القذافي ښي لاس جلمود داګست پر 19 له ولس سره یو ځای شو او تر اختره یې دنظام دړنګیدو خبره وکړه خو نظام له اختر وړاندې ړنګ شو او دمعمر القذافي 42 کلنې واکمنۍ ته یې دپای ټکی کېښود .
راځې لاندې کرښې په ګډه ولولو ،چې مصطفی عبدالجلیل څوک دی ،چې یو کال وړاندې يې دنظام دراپرځولو لپاره هلې ځلې پیل کړې وې .
مصطفی محمد عبدالجلیل قاضي دی او دلیبیا دپخواني ولسمشر ډګروال معمر القذافي په یو څلویښت کلن حکومت کې دعدلیې وزیر و . سیاسي شنونکی وايي : مصطفی دښه تاریخ څښتن سیاستوال دی او دخپل وزارت پر مهال يې ډیر چارواکي په فساد کې دښکلتیا له کبله څارلې دي .
مصطفی دلیبیا په البیضاء ښار کې په 1952 ز کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي البیضاء دلیبیا څلورم ستر ښا ردی نوموړي په همدې ښار کې خپل زده کړې له لومړنیو هغو نیولې تر لوړو زده کړو پورې همدلته بشپړې کړې دي . په 1970 ز کې په بنغازي کې قاریونس پوهنتون ته ولاړ او په 1975 ز کې دلیبیا پوهنتون دعربي ژبې او اسلامي زده کړو له پوهنځي څخه په لوړو نمرو فارغ شو .
مصطفی له خپل فراغت درې میاشتې وروسته په البیضاء کې دڅارنوال دمرستیال په توګه خپله رسمي دنده پیل کړه وروسته بیا په 1978ز کې قاضي شو بیا په 1996 ز کې سلاکار شو په 2002 ز کې دالبیضاء داستیناف دمحکممې رېېس شو وروسته بیا په 2006 ز کې دالبیضاء دښار دمحکمې ریېس شو په 2007 ز کې دلیبیا دعدلیې وزیر شو اوهمدا دنده يې ترسره کوله ،چې له معمر القذافي او حکومت سره يې جنجال رامنځته شو او د 2011/2/17 ز دولسي پاڅون خوا يې ونیوله او حکومت یې پرېښود او دحکومت دلومړني وزیر په توګه لومړنی چارواکی و ،چې له ولس سره یو ځای شو .
د2011/2/27 ز دیکشنبې پر ورځ انتقالي ولسي جرګګۍ جوړه شوه او نوموړی د همدې کال د مارچ پر 5 مه نېټه دهمدې جرګګۍ دمشر په توګه وټاکل شو .
له کومې ورځې ، چې مصطفی دلومړني چارواکي په توګه پر نظام نیوکه وکړه او دولس خوا يې ونیوله همدا مهال یې ستوری پر ځلیدو شو او دهر چا په زړه کې ېې ځای ونیوه او دنوموړي دشخصیت په ځلونه کې دخبري رسنیو رول له پامه نشي غورځیدای نوموړي په انتقالي ولسي جرګګۍ کې ملکي او نظامي کدرونه راټول کړل اوله هماغه پیله يې دمعمر القذافي له کنتروله وتلو سیمو کې دحکومت جوړونې چارې پیل کړې او درڼو ټاکنو او ښه حکومت درامنځته کولو ژمنې يې وکړې .
مصطفی محمد عبدالجلیل هغه مهال لا پسې وځلیده ،چې کله يې د 2011/2/23 نېټه له اکسپریسین ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل : له ماسره داسې شواهد شته ،چې له مخې يې ویلای شم ، چې معمر القذافي په خپله ددې امر او سپارښتنه کړې وه ،چې په 1988 ز کې دامریکايان الوتکه (بان ام ) په لاکربي کې والوزول شي په دې پېښه کې نږدې 270 تنه وژل شوې و ، چې ډیری يې امریکایان و هغه مهال معمر القذافي ډیره هڅه وکړه ، چې دلیبیا داستخباراتو ایجنټ عبدالباسط المقرحي لیبیا ته راستون کړي ، چې دالوتکې دالوزولو په اړه ټول لاسوندونه پټ کاندي . مصطفی خپله دا اندېښنه هم پټه کړه او زیاته يې کړه زه معمر القذافي له نږدې پېژنم او ډاریږم ،چې داحماقت ونه کړي او په مکروب لړلې وسله ونه کاروي .
له معمر القذافي سره ټکر :
سره له دې ، چې مصطفی دمعمر القذافي په حکومت کې دعدلیې وزیر و او د وزارت په کارونو کې برلاسی و، خو کله چې يې ولیدل له القذافي سره کار دوام نه لري او همدې القذافي پر ولس ځمکه تنور کړې ده له خپلې دندې يې استعفا وکړه او له ولس سره یو ځای شو او داستعفا ار لامل یې دهغو 300 سیاسي بندیانو برخلیک و ،چې محکمې ورته برآت ورکړې و او معمر القذافي ورسره مخالفت کاوه ، چې نه دا بندیان باید په زندان کې پاتې وي هماغه و ، چې دا بندیان دلیبیا په دبدنامو زندانونو لکه زاره او ابو سلیم هغه کې پاتې شول د2009/اکتوبر /16 مه نېټه استخباراتو دمحاکمو په چارو کې لاسوهنه پیل کړه ،چې دا چاره مصطفی ته دمنلو نه وه او له همدې ځایه يې له حکومت سره مخالفت پیل شو . دسیاسي بندیانو په اړه معمر القذافي د2010 په جنوري کې په سرت ښار کې یوې غونډې ته وویل : څوک ددې ضمانت کوي ، چې دا دبن لادن او ایمن الظواهري پلویان به بیرته له هغوي سره نه یو ځای کیږي که هر څوک لیکلی ضمانت راکوي زه به ددې بندیانو دخوشی کولو اجازه ورکړم همدا مهال مصطفی عبدالجلیل دا ډول څرګندونې دخپل ځان او محکمې سپکاوې وباله او له نظام او معمر القذافي یې زړه بد شو او دده پر ضد يې پټ فعالیت پیل کړ ، چې نن ورځ پردې تمام شو ،چې معمر القذافي یې دولسي پاڅون پر مټ له واکه لیرې او لومړنی کار یې دهمدې زندانیانو راخلاصول و .
انتقالي ولسي جرګګۍ :
دا جرګګۍ په هغو سیمو کې رامنځته شوه ،چې دولسي پاڅون په پایله کې دنظام له کنتروله وتې وې او استوګنو يې د معمر القذافي د 42کلنې واکمنۍ دراپرځولو غوښتنه کوله دا جرګګۍ دلیبیايي ولس درښتیني استازي په توګه خلکو ته وروپيژندل شوه او په هر ځای کې به يې دانقلابیانو استازیتوب کاوه .
دجرګګۍ موخه دلیبیا پر ټوله خاوره دولس واکمني ده ځکه دا جرګګۍ خپله ولس رامنځته کړې ده .
دجرګګۍ دندې :
- دارضي تمامیت او ولس ژغورنه او ژمنه .
- د هېواد دازادۍ په موخه دهڅو همغږي کول .
- دسیمه ییزو هڅو همغږي کول ،چې په ښارونو کې ژوند له ګواښ سره مخ نشي .
- دنظامي جرګګۍ څارنه او دلیبیا نوی ملي پوځ ته نوی نظامي ګروهه ټاکل ، چې دولس او لیبیا ساتنه وکړي .
- دهغه کمیسون څارنه ، چې دلیبیا لپاره نوی اساسي قانون جوړ او بیا يې ټولپوښتنې ته وړاندې کړي .
- درڼو اوازادو ټاکنو په موخه دلنډمهاله حکومت جوړول .
- دبهرنۍ تګلارې ټاکنه ، له نورو هېوادونو سره ، سیمه ییزو او نړیوالو ټولنو سره دلیبیا دولس په استازیتوب اړیکې نیول . او دولس استازیتوب کول .

دجرګګۍ جوړښت :
- دا جرګګۍ له دیرشو غړو جوړه شوې ده ،چې دلیبیا د ټولو سیمو استازیتوب به کوي .
- جرګګۍ به له خپل منځه رییس ، ویاند او دکورنیو او بهرینو چارو دهمغږۍ لپاره مسوولین ټاکي .
دجرګګۍ ځای :
- دجرګګۍ دایمي ځای به پلازمینه طرابلس وي ، خو دپلازمینې دازادولو پورې به دلنډمهال لپاره په بنغازي کې خپل چارې پیلوي .
په هماغه لومړنۍ ناسته کې مصطفی عبدالجلیل دمشر او عبدالقادر غوقه دمرستیال اوویاند په توګه غوره شول ،چې تر اوسه پورې پر همدې دندو پاتې دي .