غزل

خدايږو د ټاکنې لارې ګرانې دي

دغه چم کې دومره ښکلاګانې دي

پرېيږدی چې څار د بادارانو کړي

سترګې، د حسينو غلامانې دي

ښکلي يې بې درېغه غړپوي رانه

څومره مو د زړو وينې ارزانې دي

يار ته مې اوس ټولې لارې خلاصې شوې

بس د رواجونو کلاګانې دي

څه رنګين محفل او خرابات دي نن

يه ساقي قربان مۍ دې پرېمانې دي

دا د بدرنګيو او نفرت ماحول

دلته د فدا هڅې ناتوانې دي