ليكنه : مطيع الله اباسين
يو افغان ډګروال علم كوهستاني دملي اردو دموزيك بانډ تشكل دسرتيرو دمورال لپاره افتخارانه لومړيتوب ګڼلى اوهر سهار د ملي دفاع په انګړ كې د كمانډو دمارش پروړاندې يوه لاريه نيسي. ډګروال پوهيږي، چې د وطن دوستۍ روحيه او د سرتيري پاريدلي ملي احساسات، د ټوپك د يوخروار مرميو له شمير سره دپرتلې وړ ندي. ددغو جملو انګيزه هغه انديښنه ده چې دبهرنيو سرتيرو له وتلو سره يې د يو لوى ملت اراده كاواكه كړې ده. له دوى سره داسې يوه پوښتنه ده چې له شانه سره يې نه ښايي
(( كه بهرني ځواكونه افغانستان پرېږدي موږ به څه كوو؟))
راځئ د يوې شيبې لپاره فكر كوو ، په لسګونو مخالفې وسله والې ډلې په هيواد مسلطې دي، جګړه ده، څوك له كوره نشي راوتلاى، ناموس مو خوندي ندى،ملي اقتصاد مو له خاورو سره سم دى. دوه وګړي يو پربل باور نلري، ټولې نړۍ ته مو په خواست او زاريو كومى وچ شو، نه دبشر دحقونو په درناوي څوك زموږ دملاتړ ليواله دي اونه په شخصي ګټو. نړيوال استخباراتي جال د افغانستان په غرونو كې ياغيانو ته پيسې، وسلې اونقشې وركوي. او دلته يو لوى ملت له پامه غورځيدلى دى. په همداسې بيوزلۍ اوبېوسۍ كې به د خودۍ يوبسيا اقدام څه وي: ؟
په ځان باور
داخو هغه پيغام دى، چې خپل كلي په نورو مه ساتئ.
اوس يوه ارزونه پكار ده:
په تيرو نهو كلونو كې د ټانګونو ايتلاف د افغانستان په ټيكاو او د بيوزله ولس ژغورنه كې څومره پرځاى مبارزه كړې ده، ايا ددوى شتون دسولې فرصتونه برابر كړل كه دجنګ ددوام؟
په تيرونهو كلونو كې دبهرنيو ځواكونو په بمباريو او چاپو كې لسګونه زره بيګناه ملكي وګړي وژل شوي دي. په ټول هيواد كې اوه خوندي ولسوالى لرو. دچريكي ګروپونو شمير د اوه سوه په خواو شا اټكل كيژي. په تيرو نهو كلونو كې د زرو په شمير قومي مشران چې دعنعنوي ثبات پياوړى ځواك و، وژل شوي دي. باګرام او ګوانتانامو دمرموزو دوسيو په ارشيفونو بدل شوي. افغانستان د خښميدلو ګاونډيانو پر وړاندې د تل پاتې دښمنۍ په بريد ودرول شو. د څلويښتو استخباراتي شبكو نماينده جګړه همدلته سره مخامخ ده . د ايتلافي ځواكونو اوه سوه كسيزه مجهزه ليوا دكنړ دماڼوګي ولسوالۍ دساتلو توان نلري. كله د تركمنستان دغازو نل ليكه زموژ دسياسي برخليك په زړه كې د سرطان دانه شي او كله هم د لوګر دعينك دمسو كان. او كله چې امريكايي پوځيان واشګنټن ته ستانه شي په افغانستان كې پلې شوې دوې پروژې به دبنسټيزو كارنامو په توګه په خپلو افتخاراتو كې درج كړي. دادوې پروژې : په كلات ښار كې ښځينه حمام دى او په كنړ كې بزګرو ته د دوه لكه وزو ويش .
اوس زه بيا پوښتم داډول كومكي ځواكونه چې سوله په ټانګونو ساتي په ثبات كې څومره نوره مرسته كولاى شي؟ وګڼئ چې تر دوه زره پنځوسمه په افغانستان كې له همدې روحيې او ناغيړۍ سره پاتې شول. ددوى شتون به مقاومت وزيژوي اوكه قوي حاكميت. چريكي ډلې به كنټرول شي كه به لاهم نماينده جګړه دتيلو اوكانونو تر څنډو وغځيژي؟ د تجزيې خطر هم له پامه مه غورځوئ.
كه ژمنې او نړيوال تعهدات د افغانستان لپاره په بشپړه توګه دباور وړ اقدامات وي نو د بن او ليزبن كنفرانسونه دافغانستان په سياسي برخليك كې كافي ول. خو په عمل كې نتايج اپوټه راوځي. د خالي لاسو ځلميانو كتارونه د ملي اردو اوپوليسو په نامه د نړيوال تروريزم پروړاندې ودرول شول. په نړيوالو تعهداتو كې د پوځيانو روزنه، تجهيز، د استخدام تر شفاف پروسيجره هرڅه شامل وو، مګر دملي اردو او پوليسو په تشكيل او تجهيز كې تيرنهه كلونه له پوره بيغورۍ څخه كاراخستل شوى دي.
په لومړي سركې نړيوالو ځواكونو د ملي اردو پرځاى پريوې جنګسالارې اردو اتكا وكړه. د مسلكي افسرانو او كادرونو پرځاى يې دچريكي جګړو بې دسپلينه جنګسالارقوماندانان دمشرانو په توګه وټاكل او هر كنډك تر دريو كلونو ديوې جنګسالارې قطعې په توګه د يو تنظيمي قوماندان تر ژغ لاندې غاړه وړې ده. هغه پروسه چې په رڼه توګه دپوځيانو له هويت نه دفاعي دكتورين ډاډمن كولاى شي، هم له دې كبله زيانمنه شوه ، چې بې له قيده شرطه يوازې د عمر په معيار هرڅوك د يوې ګولې ډوډۍ د موندلو او يا نورو غير ملي هدفونو په نيت د پوځ ليكو ته ننوتل، موژ د سلګونو بيلګو شاهدان يو چې دنشه يي توكو معتادين، رواني ناروغان او اړمن بې روحيې وګړي په پوځ اوپوليسو كې تر روغو او ژمنو سرتيرو زيات شول. يوه ناوړه پديده په پوځ اوپوليسو كې د مخالفينو نفوذ دى، چې په وروستيو كې زياتره بريدونه او توطيې دنظامي ځواك له دننه رهبري كيدلې. دغه وروستۍ اندېښنه دپوځ دسقوط تركچې د تحليل وړ ده .
افغان پوځ ترټولو زړې، او پرسوده وسلې كاروي، دپوليسو مالي امتيازات دداسې يو پوځ لپاره چې نړيواله جګړه ورپه غاړه وي له هيڅ سره دپرتلې وړ ندي. يو سرتيرى چې د ژوند هيڅ ډول بيمه نلري او دمړي قيمت يې يو تر دوه لكه افغانۍ دى، په كومه روحيه سربازۍ ته زړه ښه كړي.
په تيرو نهو كلونو كې د امنيتي ځواك دروزنې په برخه كې چې دنړيوالې ټولنې مسوليت و بشپړه بيغوري شوې ده. كه په دې موده كې زموژ دلومړۍ، دويمې اودريمې كچې نظامي كادرونه بهرنيو هيوادونو ته دزده كړو لپاره استول شوي واى نن به افغانستان د يوې كاملې مسلكي اردو اوپوليسي ځواك خاوند واى. په هېواد دننه هم سرتيري دداسې يو پروګرام له مخې ونه روزل شول، چې دقراردادشوو وسلو استعمال ورته په هره كچه د فهم وړ وي. ددوى مورال چې كاملا يو اخلاقي مورال دي، اړتيا وه چې له ملي روحيې مالامال واى..
بله لويه ستونزه په تيرو نهو كلونو كې په عملي ډګر كې په ملي پوځ اوپوليسو دنړيوالو ځواكونو نه باور او ددوى د رول په اړه بې تفاوتي وه. دهمغږۍ نشتون، په يوازې سر تالاشۍ، بمبارۍ د پوځي افغاني دكتورين بې اثره كول . دافغان پوځ او نړيوالو سوله ساتونكو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو نه شراكت او دبهرنيو سرتيرو له خوا د افغانستان دنظامي قوانينو نه درناوى هغه ناخوالې دي، چې هيواد يې د خپلو پښو له حركته غورځولى او دنړيوالو په نيت باندې شك يې په يقين بدل كړى دي. د سياسي چاروكارپوهانو په دوه زره شپږم كې په جدي توګه په دې مسئله انتقادونه وكړل، چې په ټول هيواد كې دبهرنيو پوځونو تربې اغيزې پراختيا د افغانستان د سرحدونو ساتل اړين دي او نړيواله پوځي ټلواله دا ارزانه او اسانه تاكتيك په خطرناكو نامعقولو بديلونو پوښي.
دپوځي بحران بل ستر عامل دافغانستان كمزورى مركزي حكومت دى چې له ارګه تر پوځي باركونو يې په هډونو ننوتې ويرې د مستقل اقدام شيمه وژلې ده. كله چې د دې مياشتې په سركې دپنجشير امنيتي مسوليت افغان ځواكونو ته سپارل كيده د پنجشير والي كرام الدين كريم داسې وينا وكړه چې دمركزي حكومت دخودۍ لومړنۍ تجربه اوغرور يې د ايساف دسرتيرو ترپښو لاندې كړ ده وويل '' انديښمن يو چې دپې ارټي تشه به ډكه كړاى شو كه يه .)) دې ته ورته څرګندونې دباميانو ولايتي چارواكو هم كړې دي، دوى ترټولو سيمو زيات دباميان دراتلونكې په اړه انديښمن دي.
ځينې كارونه وو چې افغان دولت ديو دولت په توګه ونه كړل او كه سر له اوسه له قوي روحيې سره اوږه ورنكړي موژ به د ډاكترنجيب دوخت په يوخوړين جال كې ډير لږ نظامي حيات ولرو.
دحكومت لومړيتوب دادى چې خپل ولايتي چارواكي چې تركابل زيات د پي ار ټي ګانو لاس په نامه مامورين دي له ځان سره همغږه كړي . دمركزي حكومت هره پريكړه بايد ددوى لپاره د پي ارټي ګانو تر موازي حكومتونو معتبره وي. په دويم قدم كې دپوځي فعاليتونو د يو نوي په افغاني ځواك بسيا او له افغاني استخباراتي جال سره ګنډلي طرزالعمل رامنځ ته كول پكار دي. ددې ترڅنګ دقومي همكاريو دجلب لپاره دلومړنۍ موقع په توګه بايد جنګسالار قوماندانان او په فساد كې ښكيل ولايتي چارواكي له مهمومنصبونو دريمې كچې ته راټيټ كړاى شي اوپه ځاى يې د ملي اردو اوپوليسو مسلكي، سپيڅلي او له قومي ملاتړه برخمن نظامي چارواكي په ځانګړې توګه هغو سيمو ته واستول شي چې دمخالفينو دنفوذ او دچريكي جنګونو د انتظام له اړخه اهميت لري.
دافغان دولت بل ترټولو اساسي ګام د وسلو او پوځي تجهيزاتو نوي قراردادونه دي. حتمي نده چې افغان پوځ اوپوليس دې قيمتي امريكايي او پرمختللې چينايي بحري ساخت وسلې استعمال كړي، موږ په خپل څنګ كې له روس ، چين او دتركيې په شمول څونورو هيوادونو سره د پوځي توكو د پير نوي تړونونه لاسليك كولاى شوچې هم به يې بيې زموژ له اقتصادي توان سره برابرې وي، هم به يې ليژد اسانه وي او هم يادهيوادونه د سرتيرو او پوليسو په روزنه كې مرسته كولاى شي. كه هند اوتركيه افغانستان ته پوځي ټرينران راواستوي دابه دامنيتي ځواكونو په چټكه او هراړخيزه روزنه كې ډير ارزانه او اسانه پريوځي.
يوازې تجهيز او روزنه هم كفايت نه كوي په دې هم بايد فكروشي چې افغان دولت په كيفي لحاظ او دخپل ملي مسوليت له مخې په ځان كې كومه روحيه وروزي . سملاسي د هغې نا امنى عوامل له منځه وړل ضرور دي چې درې نيم لكه امنيتي ځواك يې پر وړاندې ناتوانه دى. دلته دسولې لپاره د يوې كاملا افغاني او په ملي شرايطو ولاړې طرحې او دهغې دنړيوال ملاتړ اړتيا ده، چې د زرګونو پوځيانو اړتيا كمولاى شي.
د انتقال پروسه په هرحال د افغانستان دناچارۍ وروستى انتخاب دى، خو د خوژ ګوتې په توګه ورسره ګزاره كول يو قوي نظامي درايت او ديپلوماتيك ديالوګ غواړي. نړيواله ټلواله اوپه سركې امريكا له پاسنيو ټولو تيروتنو، بيغوريو او مجبوريتونو سره په يو لړ دوه اړخيزه تعاملاتو مكلفه ده. پدې برخه كې پوځي تړونونه، دوامدارې پوځي اوملكي مرستې، د ترهګرو په ولكه كې د سيمه ييزې جغرافيا تشخيص ،د فشارونو دلوري بدلون او دسولې له لاسه وتونكي فرصتونه ديادولو وړ دي. دغه ډول نړيوال تعهدات افغان حكومت ته اجازه وركوي چې دخيرات په دود نه بلكې دترهګرۍ دنړيوالې ټلوالې په ملاتړ كې يې بې له عذره دخپل حق په توګه وغواړي.
خو كه هرڅه ومنو چې د امنيتي مسوليتونو انتقال له ناخوالو سره مل دى مګر له ناورين سره له مقابلې پرته ملي خپلواكي او په ځان باور نشي رامنځ ته كيداى