خوست وﻻيت کې  ديوۀ علمي سيمينار دجوړيدوخبرتيا


                                               خوست كې علمي سيمينار جوړيږي د پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنې له خوا، په جوړيدونكي دې سيمينار كې د هېواد له مركز، ولايتونو او هېواده د باندې وتلي او منلي ليكوالان ګډون كوي.
د سيمينار موضوع، د فوكلوره پوه لېكوال عبدالكريم پتنګ، د هغو څېړنيزو آثارو جاجول او ارزښت ته كتل  دي، چې لسګونه كلونه وړاندې، د پښتو ټولنې او نورو اكاډميكو ادارو له خوا چاپ شوي.
د سيمينار ترڅنګ، د پښتو كولتوري ټولنو ګډه جرګه ګۍ، په خوست كې د يوه ګډ ادبي بهير د پرانېستنې تابيه هم لري.
سيمينار به د مشاعرې، تمثيل او  نورو ساعتېرو برخو په لرلو سره، د ګډونوالو ذوقي تنده هم خړوبه كړي.
نو درنو پښتنو او په ځانګړې توګه، د خپلې خوږې مور (پښتو) پالونكو!
تاسو هم په دې سيمينار كې له موږ سره ګډون وكړئ او په خپل راتګ دا ناسته لا ښكلې او رنګينه كړئ!. جوړوونكې:  پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنه - خوست
ملګرتيا: د پښتو كولتوري ټولنو ګډه جرګه ګۍ – كابل وخت:  راتلونكې جومه (جمعه) ،  د روان ۱۳۸۷ لمريز كال، د غبرګولي (جوزا) دريمه او د ۲۰۰۸ ميلادي كال، د مې مياشتې درويشتمه نيټه. ځاى: خوست –  غازي ببرك خان پارك ته څېرمه، د جرګو تالار.
وخت: د سهار اووه بجې. اړيكې:
په كابل كې ډاكټر خوشال روهي – شمېره: 0708198374 خوست: محمدالياس وحدت
شمېرې: 0708198203 – 0799136559 يادونه: د نورو ولايتونو ګډونوال دې، د شپږم (پنج شنبې) په ورځ، خوست ته ځانونه ورسوي.       په انځورکې : ډاکټرخوشال روهي ، استاداصف صميم ، عبدالکريم پتنګ ، نورالحبيب نثار