صدام ته !

سلامونه او هيله ده روغ او جوړ وئ

د لوى اختر په لومړى ورځ صدام اعدام شوى ؤ، په همدې ورځ ما يو نظم ګوټى وليكه، چې د هغه د ژوند او مرګ يو تت انځور پكې دى، دا نظم مې د هغه په عكسونو په ويډيويي بڼه جوړ كړى او تاسو ته يې د خپريدو په هيله درلېږم

په مينه

دا يې هم ليكلې بڼه

صدام ته !
د هغه د اعدام په ورځ
ځوان سرتېرى نرو برېتو كې موسكى شو
چې د جنګ په يوه مورچل كې يې
ماشې له ګوتې وروړې
ïïïïïï
برېت غټوكى افسر بيا هغسې موسك شو
پر كږه خولۍ نښان يې ځلا وكړه
يو كتار سرتيري يو ځاى سلامي شول
ïïïïïï
څو كتارو پوځي شوبلو توغنديو
څو زرګونو جنګياليو
يو ناڅاپه ټوله ځمكه كړه بدله
يوه پوخ ځوان ورسره توره كړه هسكه
دا وخت ټول غرور غرور ؤ
ïïïïïï
يوه مېرمن او درې واړه يې ترڅنګ ناست وو
پاچا ځوان ښودو ځان، ږيره يې وه خرېيلي
خو د برېتو له تېز رنګ يې ښكارېده چې
پر ځوانۍ به يې څو شپې وي تېرې شوي
ïïïïïï
پاچا كيڼ لاس ؤ د سټېج پر تښته ايښى
او د ښي لاس يوه ګوته يې
د نيمې نړۍ ګواښ ته په ځواب وه
ïïïïïï
د پاچا په ودانۍ كې
له څو سرو لمبو او تورو لوګو وروسته
په ټول ښار له سړي خورو حملو وروسته
هغه داسې چې نه توره ورسره وه
نه كږه خولۍ پر سر، نه زرين تاج ؤ
زېړ زبېښلى، لاس تړلى
لويه سپينه توره ږيره راښكاره شو
ïïïïïï
پاچا بيا په محكمه كې
يو لفظي غرور ښكاره كړ
د تكبير ګوته يې څو ځلې كړه پورته
خو نه توره، نه كږه خولۍ، نه تاج ؤ
نه يې هغسې په ټول وطن كې راج ؤ
تندر غږ يې راويښ نه كړل خپل پوځونه
نه يې ګوتې په لړزه كړل، نور ملكونه
ïïïïïï
د اختر لومړۍ شېبې دي
د ورورۍ هوس په ټوله مسلمانه نړۍ حور دى
څو پټ مخو پاچا نېغ تر داره راوست
د پاچا په زړه كې سل زره خبرې
خو د لويې ناچارۍ دېوال ترې تاؤ دى
بس په پټه خوله يې غاړه
د زندۍ پړي ته وركړه
ïïïïïï
مور مې ژاړي، د بابا تندى مې تريو شو
ورور مې ماته حيران ګوري
زه يې وينم، زه يې آورم
ټلويزيون كې د (صدام) ژوند ته كتنه!