نذر

تور کاڼي دې وتراشل هندارې  دې  ترې  جوړې  کړې مړې دتصويرسترګې وې خمارې دې ترې جوړې کړې چوپو کليمو ته چې  موسکی  شانې په    مينه شوې وې ګونګې بلبلې سندرمارې دې ترې جوړې کړې ژوند زمونږ کوتره شو او ستا د  بيلتانه شيبې راغلې ورپسې د بازنوکارې دې ترې جوړې کړې     زرکې مو په غرونو کې کوکارې د بيلتون وهي  زاڼې  مو بې  ميره  دي  او  نارې د  بيلتون  وهي ژوند  دې  و  ټپه  ټپه  په روح  د  ملالۍ  مين ته وې پرخوشال مين او ته وې پرسيلۍ مين شغ دې د نښتر د څڼو خوښ و شغ د غشو نه    ته وې دهوسۍپرخوااوته وې پرکبلۍ مين خوښ دې و بې حده په  قران کې د رومان ټکی ته  د  روه  پر  ژڼي  مين  ته  په  روهيلۍ  مين مخ د خپل جانان دې په ويدا په اوستا کې ليد تا د اوښکو خدای د يتيمانو په موسکا کې ليد څومره په تمکين زمونږپه مخکې وې اميرروان تا  پسې    و  وروسته  پر  سندرو  بار  بهير  روان زړه کې به  دې څړيکه د دردونو راروانه وه پاس به چې هوا کې و کوترو  پسې تيرروان يه!زمونږ  زرينه خوبه  ستړي  يولږ رايشه ګوره درپسې موپه تڼاکوپښوتعبير روان         خپلې سپينې تورې  رانه سر په ولجه وړی دی             تورې بلا شپې رانه سحر په ولجه وړی دی ته د ګل په دين وې تابلبله له زړه جوړه وه وزن د سندرو ته  دې تله له  زړه جوړه وه        تا  پکې  پاللو  يو  د  مينې  ليونی  ملنګ تا د خپل ارمان په ﻻس کوډله د زړه جوړه وه هلته به وزرې  سوځيدې دبدرنګۍ دديو تا د ښاپيريو دنيا  خپله له زړه  جوړه وه ووايه چې چاته دې په سر زرين پټکی ايښی مونږورته په نذرکې دمينې ډک زړګی ايښی چيرته يې امامه بې اختره بې براته يو پاتې په لمانځه کې هم د مينې له رکاته يو   نشته څوک چې سترګې مودطورپه رنجوتورې کړي  لرې غورځيدلي د جانان له التفاته يو تږي يو ډير تږي يو خو لپې مو د زړه سورۍ ځکه  خو  بې  برخې  د  سندرو  له  زکاته   يو  ﻻس د وړانګو راکړه د اشنا خواته مو وروله         مونږ د نظرستړي د بڼو شاته مو وروله تاوې چې شپه ناوې کړۍ سپوږمۍ په ګډاراولۍ لمر هم د شاهو په  شان پر  تخت  د  سبا  راولۍ تور لوګي د جنګ جارو په پرو د کوترو کړۍ  څوک  د  سنځلبويو څڼو  بوی  په هوا  راولۍ تاوې چې لوی رنځ بې وطني ده اودرمان ته يې وخيژۍ  اسمان  ته  ورپسې  مسيحا  راولۍ      ته ﻻړې بل نشته چېله زنګه غمي وساتي خدای خودې دکاڼو له هر جنګه غمي وساتي